څوارلسمه کیسه:
یوه ورځ حضرت نبي کریم (ص) له شیطان څخه وپوښتل : ستا هم نظری څوک دی ؟ شیطان په ځواب کې وویل : مست او نېشه ، هغه (ص) بیا ترې پوښتنه وکړه : مېلمه دې څوک دی ؟ هغه ځواب ورکړ غل . رسول الله (ص) بیا وپوښتل : قاصد دې څوک دی ؟ وې ویل : ساحر . هغه (ص) بل ځل بیا ترې پوښتنه وکړه : ملګری دې څوک دی ؟ هغه بیا ځواب ورکړ مجنون . رسول الله (ص) د وروستي ځل له پاره ترې وپوښتل : دوست دې څوک دی ؟ هغه په ځواب کې وویل : بې لمانځه او هغه څوک ، چې حضرت ابوبکر صدیق (رض) او حضرت عمر (رض) ته ستغې و سپورې ووایي .
پنځلسمه کیسه:
یوه ورځ حضرت یحیی ( ع) شیطان ولید ، چې په خپل بدن پورې یې ډېر څیزونه ځوړند کړي وو . یحیی (ع) ترې پوښتنه وکړه : دا څه شی دې په خپل بدن پورې ځوړند کړي دي ؟ شیطان په ځواب کې وویل : دا د دنیا مزې او چړچې دي ، چې په دې باندې زه د حضرت آدم (ع) اولادونه اخته کووم او آخرت ترې هېروم . حضرت یحیی (ع) وفرمایل: په دې کې زما له پاره هم څه شی شته او که نه ؟ شیطان وویل : هو کله چې ته په مړه خېټه ډوډۍ وخورې ، نو زه پر تاباندې لمونځ سخت وم یانې بیا د لمانځه ادا کولو ته مو زړه نه کېږي او له الهي ذکر څخه پاتې کېږې .
حضرت یحیی (ع) وفرمایل : پرته له دې بل څه شی هم شته ؟ شیطان وویل : نه په خدای (ج) چې نور څه شی نه شته . حضرت یحیی (ع) وفرمایل : په خدای (ج) مې دې قسم وي ، چې له دې وروسته به په مړه خېټه ډوډۍ ونه خورم .
نور بیا .....
وروستي