
محمد انور(آڅړ) نیټه: ۲۰/۱۱/۱۳۹۳، ه،ش
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ دډیورنډ یو طرفه او غېرې قانوني تپل شوی ترهګر تړون
(د، ۱۸۹۳، ز،کال)
د سرحد د تحدید په باره کې معاهــــــــده
نیټه: د ۱۸۹۳ کـــــــال د نوامـــــــبر ۱۲
د ۱۳۱۱ه، ق کال د جمادي الاول ۲.
د جناب امیرعبدالرحمن خان، جي، سي، اس، آی، د افغانستان او د هغه اړوندو سیمو امیر له یوې خوا او له بلې خوا سرهنري مارتمیر ډیورنډ، کې، جي، آی، اي، جي،اس، اې، د هند د عالیه دولت د بهرنیو چارو (فارن) سکرټري او د عالیه دولت وکیل او نایب(*) ترمنځ تړون:
له هغه ځایه چې د افغانستان ځیني سرحدي مسئلې د هندوستان لوري ته رامنځ ته شوي دي نو څرنګه چې جناب امیرصاحب او هم د هند عالیه دولت لخوا د دغه مسئلې د غوڅولو(انفصال) هیله لري د دوستانه یوالي له لارې لرې او د خپل لاس لاندې حدودو د ټاکلو هیله مند دي تر څو په دې اړه په راتلونکي کې هېڅ ډول اختلاف رای د دغو دوه هم عهده دولتونو تر منځ پېښ نه شي، نو د دغې لیکنې په وسیله په لاندې ډول تړون (لاس لیک) کیږي:
۱ــ د جناب امیرصاحب د هیواد ختیځو او جنوبي پولو حد له واخان څخه د ایران تر سرحد پورې غځیدلی او رسیږی، (چې دا پوله) په جوړه شوي نقشه کې کښل شوي ده، (نوموړی) نقشه د تړون سره یو ځای مل ده.
۲ــ د هند عالیه دولت په هغو سیمو کې چې د دې کرښې آ خوا چې د افغانستان لوري ته پرتې دي هېڅ کله به مداخله او لاس غزونه ونه کړي او جناب امیرصاحب هم په هغو سیمو کې چې له کرښې څخه بهر د هندوستان پر لور پرتې دي هېڅ کله مداخله او لاس وهنه نه کوي.
۳ــ د ښې او ښکلي(بهیه) برتانیې دولت ژمن دی چې جناب امیرصاحب اسمار او د هغې پورته دره تر چنکا(chanaka) پورې په خپل لاس کې ولري او له بلې خوا جناب امیر صاحب ژمن دی چې هېڅ کله هم په سوات، باجوړ، چترال او ورسره د ارنوی په دره او د باشکل په دره کې مداخله او لاس وهنه ونه کړي، د برتانیې بهیه دولت هم ژمن دی چې د برمل سیمه لکه څرنګه چې په نقشه کې په مفصله توګه کښل شوي او جناب امیرصاحب ته سپارل شوي ده جناب امیر صاحب ته پرېښودل کیږي او جناب امیرصاحب د نورو پاتې وزیرو او دوړو قومونو له ادعا څخه تېریږي او ورسره د چاکی(چغۍ) له ادعا څخه هم لاس اخلي.
۴ــ دغه سرحدي کرښه به وروسته له دې څخه په تفصیل سره په هر ځای کې چې ممکنه او مطلوبه وي د برټش او افغان کمشنرانو لخوا کښېنول شي(وکښل شي) د دغو کمشنرانو موخه او مقصد به دا وي چې په یوه خوله (اتفاق) سره په یوه سرحدي کرښه باندې جوړ جاړی وکړي او هغه سرحد تر خپل ټول وس پورې د هغې حد بندۍ سره سم ترسره شي چې په دغه نقشه کې د دې تړون سره مل ده، لیکن د سرحد سره نږدې د موجوده کلیو ځایي حقوق په نظر کې نیول کیږي.
۵ــ د چمن د مسئلې په اړه د انګریزي د نوي چهاوڼې له غوښتلو څخه جناب امیرصاحت له خپل اعتراض څخه لاس په سر کیږي او د سرکۍ تیږې د اوبو حقوق چې د پېرودلو له امله یې ترلاسه کړي دي، د برتانیې دولت ته ورتسلیموي. په دغه برخه کې به سرحدي کرښه په لاندې توګه کښل کیږي:
د پولې کرښه د خواجه عمران د غره د سر په سلسله او د (شاه کوتل) سره نږدې چې د انګریزانو ملک(!) ته نږدې دی په دې ډول درومي چې (مرغه چمن) او د شیرو اوبو چینه افغانستان ته پریږدي او عدل د نوي چمن کلا او د افغاني ټاڼې ترمنځ او له لښکر ډنډ څخه تیریږي وروسته له هغې د عدل دغه کرښه د ریل سټیشن له منځه هغه غره ته چې په (میران بولدک) مشهور دی رسیږي او د جنوب لوري ته راګرځي او د خواجه عمران په غرونو کې شاملیږي او د ګواشی تاڼه په انګریزي ملک کې پریږدي او هغه لاره چې د ښوراوک او ګواښی په لور ورځي افغانستان ته یې پریږدي، د برتانیا دولت به په نوموړي لاره کې تر نیم میل پورې هېڅ مداخله ونه کړي.
۶ــ د دغه تړون شرطونه د هند عالیه دولت او د افغانستان جناب امیر صاحب داسې ګڼي چې دا یوه کامله او زړه غوښتونکي (خاطرخواه) پریکړه د ټولو بنسټیزو اختلافاتو رای او خیال چې د دوی په منځ کې د سرحد په اړه وو تر سره شوه او د هند عالیه دولت او هم جناب امیر صاحب یې پر غاړه اخلي چې د هر ډول جزیي فقراتو اختلافات غوڅوي، مثلاً هغه اختلافات چې په راتلونکي کې د کرښې کښلو په اړه د ټاکل شویو افسرانو لخوا رامنځ ته کیږي په اړه به یې په دوستانه توګه غور او فکر کیږي، تر څو په راتلونکي کې د دغو دؤ دولتونو ترمنځ ټول د شک او شبهې او غلط فهمۍ اسباب تر وسه وسه پورې له منځه یوړل شي.
۷ــ دا چې د هند عالیه دولت د جناب امیرصاحب له نېک نیت په هکله پوره او بشړ ډاډینه لري او هیله کوي چې افغانستان خپلواک، آزاد او ځواکمن وویني له دې امله د برتانیې دولت په امیر صاحب باندې هېڅ نیوکه او اعتراض نه لري چې د خپل هیواد لپاره وسلې او جګره ییز وسایل وپېري او هیواد ته یې راوړي او پخپله به نوموړی دولت د ځینو جګړه ییزو توکو مرسته هم وکړي. برسیره پر دې د دې لپاره د هغه دوستانه رویې له کبله چې جناب امیرصاحب په دغو خبرو او معامله کې ښکاره کړي ده، د هند عالیه دولت لازمه بولي چې هغه دولس لکو روپۍ چې کال په کال ورکول کیږي شپږلکه روپۍ نورې هم زیاتې کړې.
یوازې(فقط) د ۱۸۹۳ کال د نوامبر ۱۲ او د ۱۳۱۱قمري کال د جمادي الاول په دوهمه نیټه ولیکل شو.
دوهم تړون(معاهده)
جناب امیرعبدالرحمن خان، جي، سي، اس، ای، د افغانستان او اړوندو سیمو امیر له یوې خوا او سرهنري مارتیمر ډیورنډ، کی، جي، آی، اي، جي، اس، ای، د هند د عالیه دولت د بهرنیو چارو سکرټري، د عالیه دولت وکیل او مرستیال له بلې خوا.
له هغه ځایه چې د برتانیې بهیه دولت امیرصاحب ته ښکاره کړه چې د روسانو دولت ټینګار کوي چې د روس او انګلنډ تر منځ د (۱۸۷۳، ز) کال تړون پلي کړي، چې د هغه قرارداد په واسطه جدا (انفصال) شوی ؤ، د اکسس دریاب یعني د آمو سیند د ویکټوریا له جهیل (لیک) مشهور په سرکول د مشرق پرلور د کوکچې دریاب سره د یو ځای کیدو پورې د اکسس سیند باید د افغانستان سرحد وي دا چې د برتانیې بهیه دولت فکر کوي چې پر دوی باندې واجبه ده چې د دې تړون له شرایطو سره سم عمل وکړي نو کله چې د روس دولت هم د نوموړو شرایطو سره سم عمل ترسره کړي، جناب امیرعبدالرحمن خان، جي، سي، اس، ای، د افغانستان او اړوندو سیمو امیر د لویې برتانیې د دولت سره د دوستۍ له امله خپله تیاري ښکاره کوي او هغه اړوند داخلي چارې چې له بهرنیو دولتونو سره یې لری، د لویې برتانیې دولت لخوا د سولې او مصلحت لپاره د دې لیکنې په وسیله مني او راضي دی چې ټولې هغه نوموړي سیمې چې د اکسس سیند په شمالي برخه کې په لاس کې لري تخلیه کوي، په دې ښکاره پوهیدنې باندې چې د اکسس سیند ټولې جنوبي سیمې چې اوس مهال د نوموړي جناب په واک کې نه دي، جناب بزرګوار (محتشم الیه) ته یې په عوض کې ورکول کیږي او تسلیم دې شي.
او سرهنري مارتیمر ډیورنډ، کی، سي، آی، اې، سي، اس، اې، د هند د عالیه دولت د بهرنیو چارو سکرټري او د عالیه دولت وکیل او مرستیال، د دې لیکنې په وسیله اقرار او اعتراف کوي چې د نوموړو سیمو تسلیمول چې د اکسس سیند په جنوب کې پرتې دي جناب امیرصاحب ته یې د سپارلو د معاملې یو اصلي او واجبي شرط دی او ژمن دی چې د روس دولت سره د نوموړو سیمو د آمویه سیند (یعنی اکسس) شمالي او جنوبي برخو د سپارلو او تسلیمولو بندوبست وکړي.
فقط المرقوم، د نوامبر میاشتې ۱۲/۱۸۹۳، عیسوي، د جمادي الاول میاشتې ۲/ ۱۳۱۱، هجری.»
په پای کې ښاغلی میرغلام محمد(غبار) د پورته تړون په تړاؤ په خورا خواشينۍ سره وایي: ... انګریزانو هغه تړون چې دوی پخپله په انګریزۍ ژبه لیکلی ؤ او بیا یې د خپلو هندوستاني ګمارل شویو کسانو له خوا په ځانګړی فارسۍ باندې په (تحت الفظي) ډول ژباړلی و او هغه نقشه چې د انګریزانو د ارکان حرب لخوا د دوی په خپله کوټه کې کښلي شوي وه، امیر بې له دې چې په تړون کې یوه کلمه زیاته او یا کمه کړي یا دا چې د انګریزانو په کښل شوي نقشه کې د سرحدي کرښې په اړه غور او یا څېړنه وکړي، یوازې د انګریزانو د تهدید او مکر تر سیورې لاندې یې په پټو سترګو تړون لاس لیک کړ او یو لوی او تاریخې مسؤلیت یې د تل لپاره پر غاړه واخیست.(**)
دغه ترهګر امیر د نوموړي تړون له امله د افغانستان لپاره لوی او نه جبرانیدونکي مشکلات رامنځ ته کړل او افغانستان یې په وچه کې ایسار کړ او تر نن ورځې پورې یې زموږ خلک د انګریزانو پاتې شوني پاکستان ته مجبور او محتاج کړل.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(*) ښاغلي میرغلام محمد(غبار) په خپل تاریخ(افغانستان در مسیر تاریخ) کې د ډیودنډ نوم او رتبه په دې ډول لیکلي دي: سرهنري مارتمیر ډیورنډ، کې، سي، آی، سي، اس، ای، د هند د عالیه دولت د بهرنیو چارو سکرټري او د عالیه دولت وکیل او نایب.
(**) لکه چې غبار صاحب ویلي دي چې د تړون متن له انګریزۍ ژبې څخه د انګریزانو د هندي ګمارل شویو کسانو لخوا په ځانګړي فارسۍ ژبه باندې (تحت الفظي) ژباړل شوی دی. له دې کبله لکه څه ډول چې باید لوستل شوی وی په ځینو برخو کې یې مشکل تر سترګو کیږي او موږ تر خپل وس پورې له فارسۍ څخه پښتو ته وژباړه.
اخځ لیکونه:
فیض محمد (کاتب): سراج التواریخ.
میرغلام محمد (غبار): افغانستان در مسیر تاریخ.
کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم (عطایي): د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي