په خوست کې انټر نيټ او ټولییزو رسنیو ته ډیرخلک لاس رسی لري

 
 په هېوادکې د یونیمي لسیزې وروستیو پرمختګونو په لړ کې دټولییزو رسنیو(انټر نېټ،ټویټر،فیسبوک... ) پراخ پوښښ خلکو ته د ډیرو اسانتیا ؤ سره، سره ځوانانو ته دمطالعي  او پلټنې پوره چانس ورکړ،خوست چې له مرکز لري پروت سرحدي ولایت دی دلته هم ددې برخې خدمات له مرکز نیولي تر کلیو او بانډو پورې په ډیر ښه شکل سره رسیدلي دي، اوس ځوانان،محصلان، زده کوونکي ،ښوونکي او دمطالعي مینوال کولی شي چې نه یوازې په مرکز بلکې په ټولو ولسوالیو،کلیو او بانډو نوکې دهمدې تولییزو رسنیو(انټر نیټ ،ټویټر،فیسبوک...) له خدماتو او  ګټورو معلوماتو څخه دیوې غنې کتابخانې په توګه استفاده وکړي،خپل نظریات او معلومات دنورو هېوادوالو سره شریک کړي او دنورو دګټورو معلوماتو څخه دځان او ټولنې  په ګټه استفاده وکړي.
ددې پرمختللي ټکنالوژۍ پراخ پوښښ دهغو هېواد والو لپاره هم زیات سهولتونه رامنځته کړي چې دهېواده  دباندې  دخپلې کورنۍ لپاره دیوې ګولې حلالې نفقي دګټلو  په موخه تللي دي، اوس دوی کولی شي چې دهمدې ټولییزو رسنیو (فیسبوک،ټویټر،سکایپ....) په مټ دخپلو کورنیو  او دوستانو سره په ډیر ټېټ قیمت اړیکې ونیسي.
ددې ترڅنګ په خوست کې دسیمه ییزو  او نړیوالو رسنیو  ډیری کارکوونکي هم له انټرنېټې خدماتو خوښ دي او وايي چې دوی دپخوا په پرتله اوس په ډیره اسانۍ سره کولی شي چې هېواد وال د غږیزو،انځوریزو او ټولییزو(فیسبوک، ټویټر...) رسنیو  له لارې  دنویو پېښو ،پرمختګونو  او په نړۍ کې د روانو حالاتو څخه خبر کړي.
 ددې سره سره چې په خوست کې غوره انټر نېټې خدماتو دخلکو په ژوند او  کاروبار مثبت اغیز کړی دی خوبیا هم یو شمېر هېواد وال چې دهمدې پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ په هېواد کې دننه او له هېواده دباندې دخپلو تجارتي کارونو دپرمخ بیولو لپاره  استفاده کوي  دلا ښه والي  او چټکتیا غوښتنه کوي،چې ددوی ددې غوښتنې به ځواب کې دمخابراتو  اومعلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنیر ګل حبیب شاه  بیا خلکوته ډاډ ورکوي چې ډیرژر به په خوست کې انټر نېټې خدمات د اوس په پرتله څو برابره چټک،پراخ  او ارزانه شي او دخوست مرکز ترڅنګ ټولې ولسوالۍ،کلي او بانډې به تر خپل خدماتي پوښښ لاندې راولي.
دیادولو ده  چې اوس مهال دخوست په مرکزکې  څوبېلابېل انټر نېټې شرکتونه ښاریانو،دولتي ادارو کورنیو  او بهرنیو مرستندویه موسسو  اونهادونونو ته په مناسب قیمت پرته له کومې ستونزې خدمات وړندې کوي،ددې ترڅنګ ټولومخابراتي کمپنیو  هم خپلو مشتریانو ته انټر نېټې سهولتونه برابر کړي دي.
اجمل جان