د شیطان کیسې / دولسمه او دیارلسمه کیسه

 
دولسمه کیسه :
   یوه ورځ شیطان فرعون ته ورغی ، پوښتنه یې ترې وکړه ، ته په رښتیا د خدایي دعوه کوې ؟ فرعون وویل : هو ، شیطان فرعون ته وویل : د خپلې خدایۍ د اثبات له پاره کوم دلیل لرې ؟ ، فرعون وویل : هو زه زرګونه ساحران لرم ، شیطان وویل : هغوی را وغواړه او ورته ووایه ، چې خپل سحر وښیي ، کله چې فرعون ټولو ساحرانو خپل سحر وښوده ، نو شیطان په یوه پوکي سره د هغوی هر څه ورک او غیب کړل او په بل پوکي  یې ټول بېرته را ښکاره کړل ، شیطان وپوښتل : ووایه ، چې ستا ساحران ډېر پیاوړي او ځواکمن دي او که زما ؟ فرعون وویل ، چې ستا ، شیطان وویل : سره له دومره ځواک او قدرته چې الله (ج) یې لري ما د خپل بنده په صفت نه مني او ته سره له دومره کمزورۍ ، چې لرې یې له هغه سره ځان شریک ګڼې ؟
دیارلسمه کیسه :
   یوه ورځ نبي کریم (ص) له جومات څخه را ووت ، ګوري چې شیطان د جومات په دروازه کې ولاړ دی ، رسول الله (ص) ترې وپوښتل : ته ولې دلته راغلی یې ؟               شیطان وویل : د الله (ج) په حکم راغلی یم ، که د هر څه په هکله پوښتنه وکړې ، نو ځواب یې درکړم  . هغه (ص) وفرمایل : دا ووایه کله چې زما امتیان په جومات کې په جمع لمونځ ادا کوي ، نو ته یې ولې مخه نیسې ؟ ، شیطان وویل : کله چې ستا امتیان د لمانځه په لور ځي ، نو پر ما سخته تبه راځي او تر څو چې ترې خلاصېږي ، نو زه په سوزنده تبه کې سوزېږم .
   اوس ووایه چې زما د امتیانو د قرآن کریم د تلاوت مخه ولې نیسې ؟
شیطان په ځواب کې وویل : ای د الله (ج) نازولیه ! کله چې هغوی قرآن کریم تلاوت کوي ، نو زه اوبه ـــ اوبه کېږم ، رسول الله (ص) بیا وفرمایل ، چې ته زما د امت د جهاد کولو مخه ولې نیسې؟ ، شیطان په ځواب کې وویل : ای محمد (ص) ! کله چې ستا امت جهاد ته روانېږي ، نو زما په پښو پورې ځنځیرونه تاوېږي ، ترڅو چې هغوی بېرته راګرځي زه اسیر یم . حضرت نبي کریم (ص) یو ځل بیا وفرمایل : اوس ووایه ، چې زما د امت د خیروخیرات مخه ولې نیسې ؟ شیطان په ځواب کې وویل : ای محمد (ص) ! کله چې ستا امت د خیروخیرات اراده کوي ، نو زما پر سر یوه اره ایښودل کېږي ، چې ما د لرګي په څېر اره کوي .
نور بیا .....