لسمه کیسه :
یوه ورځ شیطان موسی (ع) ته ورغی ، هغه له شیطان څخه وپوښتل : څه وخت په انسان باندې غالبېږې ؟ شیطان په ځواب کې وویل : کله چې انسان ځان غوره وګڼي ، ځان ورته تر نورو لوړ ښکاره شي او خپل ګناهونه هېر کړي ، نو هغه وخت پرې غالبېږم .
ای موسی (ع) ! زه تا له درې خبرو څخه خبروم ، چې د تل له پارهبه په وېره کې وې. لومړی : له نامحرمې ښځې سره یوازې مه کېنه ، ځکه کله چې یو کس له نامحرمې ښځې سره یوازې وي ، د دوی ترمنځ درېیم کس زه یم ، نو هغه ښځه بې لارۍ ته هڅوم .
دویم : کله چې له خدای (ج) سره ژمنه کوې ، نو پوره یې کړه ، ځکه کله چې یو څوک له الله (ج) سره ژمنه کوي ، له هغه سره زه یم ، د خدای (ج) او د هغه کس ترمنځ زه راځم.
درېیم : کله چې خیرات ورکوې ، نو هغه چاته یې ورکړه ، چې غریب او بې وزله وي ، نو د صدقې او هغه کس ترمنځ زه راځم . شیطان دا خبرې وکړې او لاړه ، وروسته یې په ډېر افسوس وویل : دا مې څه وکړل ؟ ما خو خپلې درې د راز خبرې موسی (ع) ته وکړې اوس نو هغه انسانان پرې ډاروي او انسانان به هېڅکله دا کړنې ترسره نه کړي .
یوولسمه کیسه :
یوه ورځ الله (ج) شیطان ته امر وکړ ، چې ته زما محبوب حضرت نبي کریم (ص) ته ورشه او د هرڅه په اړه یې چې درنه وپوښتل ، نو ځواب یې ورکړه . شیطان د یوه بزرګ په څېره کې ورغی ، حضرت رسول الله (ص) ترې وپوښتل : ته څوک یې ؟ ده په ځواب کې ورته وویل : زه شیطان یم ، هغه (ص) وفرمایل : څنګه راغلی یې ؟ شیطان وویل : الله (ج) امر کړی ، چې زه ستا په خدمت کې حاضر شم او د هرڅه په هکله ، چې پوښتنه وکړې ، نو ځواب یې درکړم .
حضرت محمد (ص) پوښتنه وکړه : دا ووایه ، چې زما په امت کې څومره دښمنان لرې؟
شیطان وویل : پنځلس ډلې . هغه (ص) وفرمایل : کومه ـــ کومه ؟ شیطان وویل : تر ټولو لومړی ته زما دښمن یې . زما دویم دښمن با انصافه حاکم دی . درېیم : تواضع لرونکی شتمن. څلورم : رښتیا ویونکی . پنځم : له خدایه وېرېدونکی عالم . شپږم : پاک لمنی . اووم : زړه خوږی مومن . اتم : هغه څوک ، چې توبه کوي . نهم : هغه څوک ، چې له حرامو څخه ځان ساتي . لسم : هغه څوک ، چې تل په اوداسه وي . یوولسم : هغه څوک،چې صدقه او خیرات ورکوي . دولسم : هغه څوک ، چې ښه اخلاق لري . دیارلسم : هغه څوک ، چې نورو ته ګټه رسوي . څوارلسم : هغه څوک ، چې تل د قرآن کریم تلاوت کوي . پنځلسم : هغه څوک ، چې د شپې له خوا لمونځونه ادا کوي .
حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل : ستا دوستا څومره دي ؟ شیطان وویل : لس ډلې : ظالم حاکم . کبرجن . خیانت کوونکی . شراب څښونکی شتمن . شیطان . سود خوړونکی . هغه څوک ، چې د یتیم مال خوري . هغه څوک ، چې زکات نه ورکوي ، تل اوږدې هیلې او آرزو ګانې لري .
نور بیا .....
وروستي