اتمه کیسه:
کله چې حضرت نوح (ع) په کښتۍ کې سپور شو، نو هغه هلته یو نا پېژاندی کس ولیده پوه شو، چې شیطان دی، ورته وې ویل: ای د خدای (ج) دښمنه ته دلته څه کوې؟
شیطان وویل: زه دلته د دې لپاره راغلی یم، چې ستا د یارانو په زړونو کې وسوسه واچوم، تر څو د هغوی زړونه له ماسره او جسمونه یې له تاسره وي.
حضرت نوح (ع) وویل: ای د الله (ج) دښمنه ووځه له دې ځایه، شیطان وویل: ښاغلیه! پنځه څیزونه دي، چې زه د هغو په وسیله خلک هلاک کووم، له دې پنځه څیزونو څخه درې یې نه درته وایم او دوه یې درته وایم. حضرت نوح (ع) ته وحې راغله، په وحې کې حضرت نوح (ع) ته داسې لارښوونه شوې وه: ورته ووایه، چې هماغه دوه یې راته ووایه، درې نورو ته یې اړتیا نه لرم. شیطان وویل: په دې دوه څیزونو انسانان هلاک کووم، چې یو یې حسد دی، د حسد له امله زه مردود او ورټلم شوم، دویم حرص دی، چې د آدم (ع) لپاره یې جنت مباح ګرځولی وو، مګر ما هغه ته حرص ورکړ او خپل کار مې ترسره کړ.
نهمه کیسه:
یوه ورځ شیطان له حضرت موسی (ع) سره مخامخ شو او وې ویل: ای موسی! ته د الله (ج) نازولی پیغمبر یې، زه هم د خدای (ج) په مخلوقاتو کې شامل یم، مګر ما یوه ګناه کړې ده، نو اوس غواړم، چې توبه وباسم، الله (ج) ته ووایه، چې ما وبښي او توبه مې قبوله کړي.
حضرت موسی (ع) خدای (ج) ته عرض وکړ، چې شیطان بښنه غواړي، هغه وبښه. الله (ج) وفرمایل: زما نا رضایتي د آدم (ع) په خاطر ده، ځکه چې هغه ته یې سجده ونه کړه، نو زه له ده څخه ناراضه شوم، که چېرې اوس بښنه غواړي، نو د آدم (ع) قبر ته دې لاړ شي او هغه ته دې سجده وکړي، نو زه به ترې راضي شم.
موسی (ع) شیطان ولید، ورته وې ویل: الله (ج) وفرمایل، چې د آدم (ع) قبر ته دې لاړشي او د هغه قبر ته دې سجده وکړي، نو زه به یې توبه قبوله کړم، شیطان وویل: ما آدم (ع) ته د هغه په ژوند کې سجده ونه کړه، نو اوس د هغه قبرته لاړ شم او قبر ته یې سجده وکړم، دا له امکانه لرې خبره ده، زه بښنه نه غواړم.
نور بیا…
وروستي