د تېلو بادشاهان (۵۰ برخه)

 
کردیان خاینین دي:
 
 د ۱۹۷۵ کال د مارچ په ۹مه نېټه غرمه مهال هنري کیسنجر د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر  ابوالحلیم خدام سره په یو دولتي سر خلاصي موټر کې ناست و، کیسنجر د منځني ختیځ په رسمي سفر وتلی و هغه سوریې ته له سعودي عربستان څخه تللی وو، هغه ته د سعودي باچا ملک فیصل په پټه وویل «  زه وېرېږم دلته دې څوک ونه وژني» را ډیکاله عرب کړۍ د سوریې د حافظ الاسد، د لیبیا د معمر قذافي او د عراق د صدام حسین لخوا د ده ترزنې لاندې  د مخې او شا په دروازه کې نفس وباسي. کیسنجر ښاغلي خدام ته وویل، ډېره مننه کوي چې کوربه یې د ده دومره تود هرکلی وکړ او پلازمېنې دمشق ته پر غځېدلو سړکونو یې بیرغونه هم درولي وو. هغه وویل « دا ټول بیرغونه د څه لپاره، زه ډېره مننه کوم، اړتیا نه وه چې داسې هرکلی مو کړی وای» د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ورته مخامخ وویل « دا زموږ ملي ورځ ده»
دا د امریکايي پلاوي لپاره د ډېر تریخ ماسپښین پیل و. کیسنجر دمشق ته د دې لپاره ورغلی و چې ولسمشر اسد وهڅوي چې د مصر او اسراییلو له مشرانو سره یو ځای شي چې دوی په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړي او دښمنۍ ته د پای ټکی کېږدي. ۳ ورځې مخکې د الجزایر په سرمشریزه کې د ایران شاه او د عراق ولسمشر صدام حسین د ۴ نیمو ساعتونو لپاره په خپلو کې سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې او پر دې سره موافق شول چې ګډ دفاعي سیستم به رامنځ ته کوي.، شاه له صدام سره دا هم ومنل چې د سي ای اې پر ملاتړ له کردي بغاوت څخه به لاس اخلي او په ګډه به د پای ټکی ورته ږدي. صدام حسین دا ومنله چې د فارس خلیج په غرونو کې به د ایران او عراق په پوله کې له ایران څخه یوه مهمه سیمه د کربلا او نجف سپیحلو ځایونو ته د ایراني زیارت کوونکو د پرېښودو د اجازې ورکړې په بدل کې اخلي.، دا د خپل ډول لومړنۍ بېسارې ناسته او معامله وه چې د ۲ دښمنو ترمنځ ترسره کېده.
د ایران شاه دا تصمیم ونیو چې د کردي یاغیانو د عملیاتو ملاتړ ته به پای ورکوي او لامل یې هم دا و چې په خپلو شمالي پولو کې د بغداد له کلک نظامي متحد شوروي اتحاد سره کړکیچ او تریخجن حالت راکم کړي، مسکو ته د شاه په وروستي سفر کې د شوروي اتحاد مشر لویناډ بریژنیف شاه ته په ترخه لهجه وویل چې په فارس خلیج او منځني ختیځ کې یې سم سیاست نه دی غوره کړی او غواړي چې په خلیج کې د نړۍ دوه ستر ځواکونه له یوه بل سره په کړکیچ کې را ښکېل کړي او د همدې لپاره په عراق کې لاسوهنه کوي . له همدې خبرې سره یې مېز ته سوک ورکړ.  هغه په ډېرو روښانه ټکو کې شاه ته وویل چې له عراقي کردانو څخه  ایران ملاتړ او په عراق کې لاسوهنې کوي. بریژنیف په فارس خلیج کې د ایران پوځي ځواک وننګاوه او ورته په ډاګه یې کړه چې هغه به صدام حسین یوازې پرې نږدي.
 داسې ښکارېده چې شاه د بریژنیف له دغه بې پردې زورکارونکې ډیپلوماسۍ څخه سخت اغېزمن شوی وو او دې پایلې ته ورسېد چې د کردي یاغیانو عملیات نور هیڅ ګټه نه لري او صدام نشي را نسکورولی .پر دې سر بېره هغه دې پایلې ته هم رسېدلی و چې کردیانو لوبه عراقي رژیم ته وربایلودې او ایران دا خطر نشي قبلولی چې له خپلو عرب ګاونډیانو سره کړکیچ ته دوام ورکړي او یا یې پراخ کړي. هغه بیه چې د کردي بغاوت پرسر پرې شوې وه او لاهم پرې کېده تر ممکنه ګټو خورا ډېره درنده وه. اردیشیر زاهدي له لومړي سره د کردیانو د عملیاتو مخالف و، شاه په زوریخ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته خپل راتلونکی پلان په روښانه ټکو کې په ډاګه کړ. شاه وویل چې په دغه موضوع کې هیڅ ډول ناسم پوهاوی نه غواړي . اردیشیر زاهدي وايي «کیسنجر په ځواب کې هیڅ ونه ویل او خوله یې پیخه پاتې شوه او رنګ یې تک سپین واوښت»
په تېرو ۳ کلونو کې په عراق کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) یوازینی او اصلي رول دا و چې د کردي بغاوت لپاره مشرتابه یا لیدرشیپ رامنځ ته کړي او رواني ملاتړ یې وکړي، سي ای اې، ۶ میلیون ډالر د کردي یاغیانو په عملیاتو د باور د ښه کېدو لپاره د شاه په اشاره د کردي یاغیانو د مشر مصطفي بارزاني د اعتبار لپاره ولګول. هغه پلټنې او څېړنې چې د امریکا د ولسي جرګې د ټاکل شوې کمېټې لخوا د استخباراتي ادارې د عملیاتو او لګښتونو د څېړنې لپاره وروسته ترسره شوې، دې پایلې ته ورسېدل چې کردي مشرتابه تل د ایران پر شاه بې باوره وو او په ژوره توګه یې د امریکا په هغه باور تکیه درلوده چې د کیسنجر لخوا ورکړل شوی وو. د امریکا متحدو ایالتونو په دې معامله کې د یوه داسې لوبغاړي په توګه رول لوباوه چې د کردي ملاتړ لپاره یو کلک ضامن وي او په دې پوهېده چې د ایران شاه هم په دې لانجه کې ډېر لېواله دی او نه غواړي چې په اسانۍ سره هغوی له لاسه ورکړي. هغه په خپله غوښتل چې په کردي عملیاتو کې خپله برخه ولري او د همدې لپاره یې د ایران په خاوره کې د سي ای اې اډو ته اجازه ورکړي او لویه هیله یې دا وه چې صدام نسکور وویني. بېخي په همغه پیل کې سي ای اې او هنري کیسنجر په دې پوهېده چې د ایران باچا ډېر لېواله دی چې که یو فرصت برابر شي نو هغه به په کردیانو معامله وکړي او له عراق سره به خپلې سرحدي لانجې د تل لپاره حل کړي. د ۱۹۷۲ کال په اکتوبر کې د سي ای اې په یوه یاد داښت کې راغلي چې «شاه په ظاهره د بل هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي وو چې د عراق ولسمشر صدام حسین ته د ده دا پیغام ورسوي چې هغه غواړي په سیمه کې سوله رامنځ ته شي. خوکه صدام حسین په عام ډول هغه پخوانی تړون لغوه اعلان کړي چې د ګډو  پولو په برخه کې یې ده ته اندېښنې ور پېښې کړې دي»
سي ای اې د ۱۹۷۴ کال د مارچ په ۲۲ نېټه یو تېلیګراف کې واشنګټن ته هغه خوشبیني په ډاګه کړه چې د کردي یاغیانو د عملیاتو په اړه موجوده ده او کردیان یې د صدام حسین چې په نړیواله کچه یې د ستونزو د زېږولو وړتیا لرونکی کس باله د واکمنۍ د کمزوري کولو لپاره تر ټولو ښه وسیله ګڼله. د محمد رضاشاه موخه دا وه چې ستونزې په دغه لانجه او سیمه کې زیاتې کړي خو تر دې کچې یې هم نه غوښتل چې د دغه اور لمبې د ایراني کردانو په سیمه کې بلې شي. سي ای اې وویل « نه موږ اونه  هم رضا شاه غوښتل چې دغه لانجه په یوه لاره یا بله لاره حل شي »
کردي یاغیانو د ۳ کلونو لپاره جګړه وکړه په دې موده کې د دوی په زرګونو کسان ووژل شول او په پراخه کچه وځپل شول خو بیا هم د کیسنجر لخوا ورته ډاډ ورکول کېده او د هغوی د ژغورنې ژمنې یې ورکولې. د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کاوه چې که ان صدام حسین د سولې لاره هم خپله کړي نو دوی به خپلې دې مبارزې ته دوام ورکوي. د کردي یاغیانو مشر مصطفی بارزاني په پرلپسې توګه د امریکا استخباراتي ادارې ته ویل: له دې سره چې هغه پر شاه بې باوره دی خو کله چې خبره واشنګټن ته راغله نو هغه وویل «هغه په بل هیڅ ستر ځواک باور نشي کولی» او وې ویل، که د هغه عذر پر ځای شي نو «تیار دی چې د هغه سیمه د امریکا ۵۱ م ایالت شي» بارزاني راولاړ شو او وې غوښتل چې له کیسنجر څخه مننه وکړي او ان دمخه یې د کیسنجر د واده لپاره د ۳ غالیو سره د ډاکتر کیسنجر په نوم یوه ډالۍ هم استولې وه چې پکې یوه د سرو زرو او زمرودو غاړکۍ وه»
د ۱۹۷۴ کال د می میاشتې په ۲۰مه نېټه د کانګریس پلټونکو یو روښانه یاد داښت  برنټ سکوکرافټ ته ورکړ چې پکې دې اړتیا ته اشاره شوې وه چې د بارزاني ډالۍ دې پټې وساتل شي او کیسنجر ته دې نه ورکول کېږي «لکه چې تاسو خبر یاست چې د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت او د کرديانو ترمنځ اړیکې لا هم په خورا حساس پړاو کې دي. د هغه د موجودیت په اړه معلومات ډېر محدود وو د همدې لپاره دا واقعیت چې ډاکترکیسنجر ته ډالۍ ورکړل شوې هم همدومره  باید محدود وساتل شي»
په دمشق کې ولسمشر اسد کیسنجر ته وویل، د شاه دا پرېکړه چې د کردیانو له ملاتړ څخه لاس اخلي نو دا ثابتوي چې ایران له اسراییلو څخه واټن اخلي او غواړي له خپلو عرب ګاونډیانو سره اړیکې نژدې او پراخې کړي، حافظ الاسد اوس دې ته اړتیا نه لیدله چې له اسراییلو سره کوم ډول سیاسي معامله ترسره کړي هغه د امریکا په تړاو په ډاګه کړه چې اوس په خورا حساس پړاو کې دی، هغه داسې اټکل کاوه « موږ په دې باور یو چې په اوږد مهال کې به  امریکایان له اسراییلو څخه ملاتړ وکړي، موږ نه غواړو چې د دومره اوږدمهال لپاره په تمه پاته شو خو دا طبیعي خبره ده، امریکایان په دې برخه کې خپلې ګټې لري ځکه چې د یوه لوی ځواک لپاره د کوم یرغلګر په خواکې درېدل  د امریکا په ګټه نه دي. موږ یې ښکاره بېلګې لرو ــــ  هغه هېوادونه چې امریکا یې په خواکې ولاړه وه بلاخره داسې شرایط راغلل چې امریکا يي اړه کړه چې ځان ترې ګوښه کړي او له هغوی سره خدای په امانۍ وکړي لکه کمبوډیا، فارموسا، ترکیه لکه چې ویتنام او ترکیه د امریکا متحدو ایالتونو یوازې خوشې کړل داسې به یوه ورځ اسراییل هم ځان یوازې احساس کړي او هر څه به بدل وي، ان د ایران شاه هم پر امریکايي ځواک او د امریکا په ژمنو باور له لاسه ورکړ.
دوی بیا له خصوصي خبرو پر عمومیاتو بحث پیل کړ. عربان اوس هغه څه ګوري او په لټه کې یې دي چې اوږد مهالې مطلوبې ګټې یې پکې نغښتې وي. په دې برخه کې دوی خپل اقتصادي او پوځي مسولیتونه او اړتیاوې هم لري. د بېلګې په توګه تېره ورځ د عراق او ایران ترمنځ د ستونزې له منځه وړل،  بې له دې چې د عراق او زموږ ترمنځ شته اختلافونو ته وکتل شي زه دې ته د عربي نړۍ د یوه ستراتیژیک بري په سترګه ګورم»
کیسنجر وویل « زه له تاسو سره موافق یم». خو خدای خبر چې دغه شېبه به پر هغه څه ډول تېره شوې وي او د نا راحتۍ دغه شېبې په هغه ډېرې سختې تېرېدې.
د کیسنجر دغه اوږده ورځ لا پای ته نه وه رسېدلې او د هغه په غوږونو کې خطرناکو خبرونو لا هم انګازې کولې، هغه له د مشق څخه مخامخ اسراییلو ته ولاړ او په جوروسلم کې یې الوتکه کښته شوه او مخامخ د لومړي وزیر اسحاق رابین استوګنځي ته ورغی . د ماښام ډوډۍ یې له هغه سره وژووله، په دغه ماښامنۍ کې د دفاع وزیر شیمون پیرس او نور لوړ پوړي اسراییلي چارواکي هم کیسنجر وویل «هو ما دا خبره دوه اونۍ مخکې د اسراییلو د لومړي وزیر مرستیال یګال الون ته وکړه ما په واشنګټن کې د اسراییلو سفیر سمیخا ډینیتز ته هم وکړه»
کیسنجر په داسې حال کې چې ډېر بې خونده او شرمېدلی وو وویل «ما په دې اړه شاه ته خبرداری ورکړ خو په هر حال هغه دا کار وکړ»
 
 کیسنجر دوی ته د ولسمشر اسد د باوري اټکل خبره وکړه چې ده ته یې ویلي وو چې « تاریخ د عربانو په خواکې دی، دا یوازې د وخت خبره ده، مخکې له دې چې امریکایان له اسراییلو لاره بېله کړي دوی تایوان، کمبودیا، ویتنام، ترکیه او پرتګال ها خوا غورځار کړي وو»
په دې شپه د ښاغلي رابین په ذهن کې په ډېر ښکاره ډول د وفادارۍ، دوستۍ او خیانت مسئلې تاوېدې راتاوېدې «تاسو واورېدل چې د ایران شاه له کردیانو لاس واخیست؟
د کردي یاغیانو دعملیاتو له منځه تللو وښوده چې هغه په تهران څومره کم اغېز درلود په داسې حال کې چې ډېر مهم او نژدې دوست یې ښکارېده هغه وویل « دا د نړیوال وضیعت په اړه د حافظ الاسد د نظر یوه برخه وه»رابین  وویل چې هر څه د دوی په ګټه روان دي .. . . هغه په یو ډول باندې د ا کیسنجر ته وروپوهوله چې کېدای شي د عربانو او امریکا ترمنځ کومه جګړه رامنځ ته شي.
کیسنجر وویل، چمتو دی چې ۵۰ میلیونه انسانان په دې برخه کې قرباني کړي، خو موږ به اجازه ورنه کړو چې دوی له دې موقع څخه یوه وړه ګټه پورته کړي. زه له هغه سره ټینګ شوم هغه دا یادونه هم وکړه چې د ایران او عراق ترمنځ تړون د عراق ستراتیژیک عواید ازاد کړل. هغه وویل، د سوریې او عراق ترمنځ ستونزې موجودې دي خو دوی کولی شي چې د اسراییلو لپاره هغه یوه خوا کړي او په یوه جبهه کې کار سره تر سره کړي.
اسراییلو لا تر اوسه هم د کردي یاغیانو پر ملاتړ ټینګار لاره او داسې تصور یې کاوه چې کردیان کولی شي د عراق لپاره یو لوی سرخوږی او د پښو ازغي وي او له ایران سره پرپوله صدام حسین ته شخړې ډېرولای شي، د کرديانو د فشار له کمېدو سره صدام د دې وړتیا پیدا کوله چې په ازاد ډول خپل ځواکونه او ټانکونه د لویدیځ پر خوا د اسراییلو جبهو ته روان کړي. اسراییلو بلاخره درک کړه او په دې باوري شول چې اوس دوی په بشپړه توګه د دښمنو عرب هېوادونو لخوا له هر پلوه د کلابندۍ په حال کې شول او کیسه ورته په خرابېدو ده.
اسحاق رابین کیسنجر ته وویل « په دې وروستیو کې ۳ مهمې پېښې رامنځ ته شوې دي چې دا رواني سیاسي واقعیتونه دي. لومړی واقعیت دا دی چې د ایران باچا دا ډول پرېکړه وکړه چې له عراقیانو سره داسې معامله وکړي چې کردیان پرې خرڅ کړی شول دا عامو خلکو ته د پوهېدو وړ نه ده چې ولې او نه هم موږ پرې پوهېدی شو، دا مسله باید جدي وګڼل شي»
کیسنجر ورته وویل « زه له تاسو سره موافق یم» په دې ډول وضعیت کې هغه نور هیڅ هم نه شوای ویلی.
رابین وویل « که زموږ د اړتیا وړ نیمايي تېل له ایرانه راځي او داسې یو څوک چې موږ پرې پوره تکیه کړې او اوس یوې نوې لوبې ته ور دننه کېږي نو دا به . . . . دوه نور واقعیتونه دا دی چې په دې وروستیو کې فلسطیني ځوانانو په تل ابیب برید وکړ او د سوریې ځواکونه د لبنان ځینو برخو ته واستول شول چې د پي ال او (د فلسطین د ازادي بښونکي سازمان) د مشر یاسر عرفات تر کنټرول لاندې دی.»
ښاغلي رابین وویل « دا درېواړه نوې اندېښنې او مسئلې دي» لکه چې هغه ولیدل «د شاه دا تصمیم چې په عراق کې به پټ عملیات پای ته رسوي هغه ته په دې مانا وو چې نور د شاه دا ضمانت او ډاډ د منلو نه دی چې که بیا د عربانو او اسراییلو ترمنځ شخړه پېښېږي نو ایران به  اسراییلو ته د تېلو ورکړه جاري ساتي. پر دې ډول ژمنې او معاملې باور کول به نه یوازې لېونتوب وي ـــ بلکې دا به د ځان وژنې په مانا وي. نو که اسراییل نه غواړي چې د خپل یوه متحد خبرې ومني دا به ډېره سخته وي چې د انور سادات خبره ومني چې د دوی دښمن دی او سختې جګړې یې ورسره کړې دي».
 را بین وویل« د سینای په ټاپو کې به د ابو رودیس د تېلو سیمه به هېچاته نه سپاري، معامله پای ته ورسېده.»
کیسنجر تصدیق کړه چې د ایران شاه ډېره سخته نامعلومه معامله را مخ ته کړه او د سولې په بهیر بې باوره و «اجازه راکړئ چې منصفانه قضاوت وکړو، اجازه راکړئ چې څومره کولای شو صادقه واوسو، زه به خپل قضاوت درته وړاندې کړم، خو زما قضاوت به داسې وي، زه وایم داسې امکانات شته چې سادات به په راتلونکي کې خپل چلند ته بدلون ورکړي خو شاه څه ترسره کولای شي . . . . ما هم د ایران پر دې پرېکړه ټکان وخوړ، ځکه چې موږ هم په دغه برخه کې ونډه درلوده.»
په عراق کې تر دې دمخه، صدام حسین د خلکو پر وژنې بې درېغه لاس پورې کړی و، یوه ورځ تر هغه وروسته چې د ایران باچا په الجزایر کې  پر خپل برخلیک نوی مهر(ټاپه) ولګوله، صدام حسین د کردي یاغیانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او کردي مقاومت یې دړې وړې کړ. د مارچ پر ۱۰مه نېټه د کردي یاغیانو مشر مصطفی بارزاني له سي. ای. اې څخه په ډېر عصباني او بې باکانه ډول د مرستې غوښتنه وکړه « زموږ د خلکو او ځواکونو په منځ کې پراخه بې باوري او سرګنګسي موجوده ده، زموږ د خلکو برخلیک په بېساري ډول له خطر سره مخ دی، په بشپړه توګه زموږ سرونه او سیستمونه د له منځه تلو په حال کې دي او هرڅه مو له ریښو سره وتونکي دي. زه د دغه بحران لپاره هېڅ ډول تعریف نه شم وړاندې کولی. موږ له تاسو(سي. ای. اې) او د امریکا له حکومت څخه غواړو لکه چې ژمنه مو کړې ملاتړ مو وکړئ او مداخله وکړئ . مه پرېږدئ چې یو متحد مو له منځه ولاړ شي. تاسو د بارزاني او د هغه محترمه کورنۍ وژغورئ چې زموږ ستونزې ته شرافتمندانه حل لاره پیدا شي.»
 د سي. ای. اې  د سیمه ییزې ادارې مشر له خپل مرکزي دفتر څخه خپله غوښتنه وکړه چې یو څه باید ترسره شي «ایا د سي ای اې مقر په دې مسله کې د کیسنجر له دفتر سره په تماس کې دی؟ که د امریکا حکومت دې مسئلې ته له یوې مناسبې لارې رسېدنه ونه ګوري او د دې تصور د خپرېدو مخه ونه نیسي چې کردیان داسې فکر کوي چې امریکا دوی خوشې کړي نو هرڅه به ختم شي .او که داسې وشي نو دوی به دا خبره په عامو محافلو کې ډنډوره کړي. د شاه وروستي عمل نه یوازې د دوی سیاسي هیلې ټوټه ټوټه کړې بلکې د زرګونو کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ» له دې وروسته چې د کردي مشرتابه لخوا په یو ډول د مداخلې غوښتنه وشوه، د سي. ای. اې سیمه ییز دفتر چې په ایران کې و دې پایلې ته ورسېد چې « دا به سم کار وي چې په یو ډول د کردیانو لاس نیوی وشي چې امریکا ورسره نوم بدې او بې باوره نه شي»
بارزاني دارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته هم یو لیک ولیکه او په کې د مرستې غوښتنه یې وکړه. د لیک ټوله محتوا د عراقي کردیانو د برخلیک په اړه وه. هغه ویلي وو چې ولس یې قصابي کېږي، هغه تراوسه پر دې نه پوهېده چې کیسنجر لا ۲ اونۍ دمخه په دې پوهېده چې د ایران شاه غواړي دوی دښمن ته ورتسلیم کړي. هغه تر دې مهاله خپلو کردي ملګرو ته هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړی. ښاغلي بارزاني د سرټکونې په ډول لیکلي وو:« زموږ له زړه وینې څاڅي چې د ایران د تړون له لاسه سملاسي وروسته زموږ د بې دفاع خلکو د ریښو د ختمولو پسې په بېساري ډول تبرګي راواخیستل شول او ایران هم په ډېر ناځوانمردانه ډول خپلې پولې بندي کړې او په بشپړه توګه یې زموږ سره په داسې مهال مرستې ودرولې چې عراقي صدام حسین زموږ پرضد وسله وال یرغل پیل کړ. د دوی یرغل په ډېر بد حالت کې زموږ پرضد روان دی. زموږ خلک او زموږ غورځنګ په نه باور کېدونکي ډول دړې وړې شو چې له هرې خوا چپه چوپتیا خپره ده  . . . .  د بهرنیو چارو ښاغلی وزیر! موږ په بې صبرانه ډول ستاسو بیړني ځواب او غبرګون ته سترګې پر لار یو او موږ باوري یو چې د امریکا متحد ایالتونه به په دا ډول نازکو او حساسو شېبو کې بې تفاوته پاته نه شي او زموږ د ولس د ژغورنې او خپل خیر لپاره به ګام پورته کړي.»
خو ښاغلي بارزاني هېڅکله هم د ښاغلي کیسنجر ځواب وا نه ورېد« د بارزاني پیغام ته د بهرنیو چارو د وزیر بلخوا هېڅکله هم ځواب ور نه کړل شو». د سي. ای. اې د سیمه ییز دفتر مشر د مارچ په ۱۵مه د بهرنیو چارو وزارت ته یو تېلیګراف وکړ. هغه په دغه پیغام کې لیکلي و چې «د کردي عراقي مشرتابه په منځ کې سخت خفګان خپور شوی او دوی د چټک اوربند د ټینګېدو په لټه کې دي . . . . په دغه پیغام کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د سوله ییزې لارې غوښتنه وړاندې شوې وه .  . . .  د همدې لپاره که د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي او د ټول وژنې مخه ونیسي نو دا خبره باید د شاه په منځګړیتوب په ډېره بیړه تر سره کړي.»
د ولسمشر فورډ ادارې داسې کومه هڅه ونه کړه چې کردیان وژغوري او یا هغو ۲۰۰ زره کډوالو ته بشري مرستې ډېرې کړي چې له ایران سره پر پوله له وېرې را توی شوي وو، ان د ایران باچا په زور ۴۰ زره کردي مېرمنې او ماشومان عراق ته واستول چې دوی هلته د بندیانو په توګه ساتل کېدل، ځورول کېدل او په ډله ییز ډول د ټول وژنې ته په تمه وو.« د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت دا رد کړه چې ان یو کس هم په امریکا کې د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه ومني ان که د دا ډول پناه غوښتنې د شرایطو لپاره برابر هم وو» پایله په دې تړاو ان د کانګریس پلټنو ته ورسېده. کله چې د کانګریس د پلټونکو لخوا له ښاغلي کیسنجر څخه وپوښتل شول چې ولې یې کردانو ته هېڅ سیاسي پناه نه ورکوله او خپل دغه ډول کردار توجیه کړي؟ کیسنجر د دې پر ځای چې په اصلي موضوع وغږېږي، په ډېرې بېباکانه ډول یې تر ډېره د خپلې تګلارې په اړه خبرې وکړې او وې ویل « پټ عملیات باید د مبلغینو په کار سره ګډوډ نه شي، هر څه باید د خپلو کارکوونکو لخوا ترسره شي»
په الجزایر کې د عراق او ایران د ترسره شوي بېساري تړون په پایله کې دوه نورې مهمې کېسې هم راپورته شوې، کویټ لاهم د یو داسې ګاونډي په توګه پاتې وبلل شو چې دواړو ته د سترګو ازغی او د ښکار ښه ډګر و. د مارچ پر ۱۹مه په واشنګټن کې د کویټ سفیر سلیم الصباح په شخصي ډول له ولسمشر جیرالډ فورډ سره وکتل، د کیسنجر نه موجودیت کېدای شي هغه هڅولی وي چې هغلته معمولې کچې په ‌ډېره لوړه کچه او روښانه ډول خبرې اترې وکړي، عراق د کویټ د خاورې او عرضي تمامیت دعوه لري. کویټي سفیر وېره درلوده چې صدام حسین د خپل چاقو د تېزولو په درشل کې دی او غواړي چې په سویل کې یې د کویټ له خېټې وباسي. کویټي سفیر په خورا روښانه ډول فورد ته وریاده کړه چې « دا د لېوه او پسه لوبه ده. دوی لا تراوسه په موږ کې سترګې خښې ساتلې دي. کله چې صدام په شمال کې د کردیانو له غمه ځان خلاص کړي نو سوېل ته به مخ را واړوي . . . . او داسې راته برېښي چې دوی به پر موږ ډېر چټک ګامونه راپورته کړي»  
د الجزایر ناستې د شاه لپاره هم چاودېدونکي غږونه درلودل. د شوي تړون پر بنسټ صدام حسین شیعه زیارت کوونکو ته اجازه ورکړه چې له ایران څخه عراق ته تلی شي او د شیعه مسلمانانو له سپېڅلو سیمو لیدنه کولای شي . که شاه فکر کوي چې دغه حرکت به یې په کور دننه د مذهبي کړیو په منځ کې د هغه دریځ پیاوړی کړي، هغه په خواشینۍ سره تېروتنه وکړه. ډېرو کسانو په ایران کې د ایت الله خمیني نوم په خولې تاواوه راتاواوه چې په عراق کې لا هم په تبعید کې اوسېده. په تهران کې د امریکې سفیر ریچارډ هلمس وویل «خلک د خمیني په اړه په هر څه پوهېدل. په ۱۹۷۵ کال کې په الجزایر کې له شوي تړون وروسته دقیقاً ایراني زیارت کوونکو یو ځل بیا دا اجازه ترلاسه کړه چې د عراق په نجف او کربلا کې شیعه وګړي له سپېڅلو زیارتونو لیدنه وکړي. یو شمېر زیارت کوونکو په عراق کې له خمیني سره ولیدل او د هغه ثبت شوې ویناوې یې له ځان سره ایران ته راوړلې او ناببره د ایران په جوماتونو کې د هغه د راوړل شویو پټو ویناوو اورېدل پیل شو، د دغه سیاسي مذهبي فعال د کړو وړو په اړه خلک په خبرېدو شو او مینه وال یې په ډېرېدو شول.