يو څو کيسه ګۍ/ ۶

 
د ژوند لاره:
یو چا کیسه کوله چې څو کاله وړاندې به زموږ د کوڅې په مخ کې یوه نجلۍ درېده اسفند به یې دوداوه، یوه ورځ موټر پرې ولګېده او وغورځېده، زه نږدې وم راپورته مې کړه او ژاوله مې ورکړه، له هغې وروسته به وخت ناوخت پرې پېښېدم ژاوله به مې ورکوله، هغه ورځ له کوره راووتلم د کوڅې په سر کې یوې چادري کړې ښځې غږ راباندې وکړ: اوس هم ژاولې لرې؟!...
 
فلسفي خبره:
شیبه مخکې مې ورته کیسه کوله چې ډاکټر ویل د فکرخرابۍ اصلي دلیل دې څه دی؟ ما ویل په کور پسې مې زړه تنګ شوی، اوس یې راته ویل چې یوه فلسفي خبره خو راته وکړه ما ویل: یو وخت په قفس کې تنګ یو او یو وخت په قفس پسې...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ نولسمه، نویډا، ډهلي – هندوستان
 
قهرمان:
قاضي يې د اعدام رسمي حکم ولوست، په محکمه کې چوپتیا خپره شوه، په متهم په خپل ځای کې د خلکو تر ځیر ځیر نظرونو لاندې ضعف ورغی او پښې يې وریږدېدلې، له ځان سره یې په یو څه ویروونکي انداز وویل: الله!... ریښتیا هم چې قهرمان نه یم!
 
زړه تنګي:
تر څنګ مې روان وو، پورته یې آسمان ته وکتل، ویې ویل: یاره نن شین اسمان او ښکلې هوا! ډیر خوند نه کوي؟ ما ویل خوند یې درکړ؟ ویل: هو. ما ویل ما ته خو ډیر متفاوت نه ښکاري!. ویل یې ته لکه چې لا هم خپه یې!؟. ما ویل بس د شنه آسمان او ښکلې هوا خوند په دنني احساس پورې اړه لري، څوک د بدن په ویرانه کې له تپیدونکي زړه خبر دي چې دا دنیا څرنګه ويني؟!...
 
آشنا آسمان:
نیمه شپه به وه، یواځې د سپیو غپا اوریدل کیده، د کور په بام ولاړ وم او وړاندې  چوپو کورونو او په سړکونو د ولاړو څراغونو رڼاګانو ته مې کتل، فکر مې شو، هر څه بدل، ناآشنا او حتی ویروونکي وو، خو چې پورته مې وکتل هر څه آشنا وو ...