په تېر پسې :
شپږمه کیسه :
کله چې الله (ج) آدم (ع) ته د سجدې نه کولو په خاطر شیطان له خپل دربار څخه وشاړه،نو شیطان له خدای (ج) څخه یوه غوښتنه وکړه او وې ویل : یا الله (ج) !
تا چې زه له خپل دربار څخه وشړلم او مردود دې کړم ، نو ماته د آدم (ع) پر اولادونو بشپړ واک راکړه ، تر څو چې زه هغوی بې لارې کړم ، نو الله (ج) وفرمایل : ما تاته پر دوی باندې واک درکړ ، بیا یې وویل : یا خدایه ! لږ یې نور هم زیات کړه ، وې فرمایل : ته د دوی په مالونو کې ګډون وکړه ، یانې ته کولای شې ، چې د دوی له مالونو څخه ګټه واخلې ، بیا لعین شیطان وویل : یا الله (ج) ! لږ یې نور هم زیات کړه ، نو الله (ج) بیا وفرمایل : د دوی په سینو کې ستا کور شو ، ته کولای شې ، چې د دوی په سینو کې و اوسېږې .
آدم (ع) دا هر څه واورېدل او وې ویل : یا الهي ! تا شیطان ته پر ما باندې واک او غلبه ورکړه ، زه پرته له تا د ده له مکر او دوکې څخه نه شم ژغورل کېدای ، الله (ج) وفرمایل : ای آدم (ع) ! کله چې ستا په کور اولاد پیدا شي زه به په هغه باندې یوه پرښته وټاکم ، چې هغه د شیطان له وسوسو څخه وژغوري ، آدم (ع) بیا وویل : ای خدایه ! لږ یې زیات کړه ، نو الله (ج) بیا وفرمایل : د یوې نېکۍ په بدله کې لس چنده ثواب ورکړم .
آدم (ع) بیا غوښتنه وکړه او وې ویل : یا الله (ج) ! لږ یې نور هم زیات کړه ، الله (ج) د درېیم ځل له پاره وفرمایل : د توبې وخت به ورته نه معلوموم ، تر څو چې روح یې په تن کې وي ، نو توبه به یې قبلېږي .
آدم (ع) بیا وویل : یا خدایه ! لږ یې نور هم زیات کړه ، نو الله (ج) بیا وویل : د هغوی په سر به د بښنې ( مغفرت ) تاج ږدم او د چا پروا نه ساتم .
آدم (ع) په ډېرې خوښۍ وویل : یا الهي ! زما له پاره همدومره بس دی .
اومه کیسه :
کله چې الله (ج) شیطان له خپل دربار څخه وشاړه ، نو شیطان وویل : یا الله (ج) ! ته انسانانو ته پیغمبران را لېږې ، کتابونه نازلوې ، زه هم باید پیغمبر او کتاب ولرم .
الله (ج) وفرمایل : کاهن او نجومي ستا پیغمبر دی . شیطان وویل : زما کتاب ؟
الله (ج) وفرمایل : خیالي بنده او درواغ شعرونه ستا کتاب دی . شیطان بیا وویل : زما مؤذن؟ ، خدای (ج) وفرمایل : سازونه او سندرې . شیطان بیا وپوښتل : زما جومات ؟
الله (ج) وفرمایل : د فتنو بازارونه . شیطان وویل : زما خوراک او څښاک ؟
خدای (ج) بیا وفرمایل : نېشه یي توکي . شیطان بیا وویل : زما جال ؟
الله (ج) یې په ځواب کې وفرمایل : ستا جال ښځې دي .
نور بیا .....
وروستي