
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۳ كال جون ۱۴
ګرانه ملګريه!
حسب حال نه نوشتيم و شد آيامى چند
قاصدى كوكه فرستم بتوپيغامى جند
په تير كال كې چې مونږ دلته راوستل شو لو نو د ورښتونو مهال و . دا مهال هم تير شو او بيا د ژمي شپې پيل شوې او بيا هم ژمى تير شو هوا توده شوه او اوس بيا هم هماغه وخت دى چې مونږ دلته راغلو . ګرمي رخصتيږي او د وريځو بهيرونه له هرې خوا څخه راځي په نړۍ كې دومره بدلونو نه راغلل خو زه چې خپل زړه ته ګورم نو بل عالم راښي لكه چې زما د زړه په ښار كې هيڅ موسم نه بدليږي د (سرمد) رباعي څومره تر پښو لاندې شوې چې بيرته يې د ښه والي چاره نشته:
سرما بگذشت و اين دل زار همان
گرما بگذشت و اين دل زار هــمان
القصه تمــــــــــــــام سرد و كرم عالم
برما بگذشت واين دل زار همـــــان
دلته دانګړ په يو ګوټ كې د نيم ونه ولاړه ده يو څو ورځې كيږي چې له دې ونۍ نه يو ښاخ پرې كړى شوى دى او د ونې له سټې سره پروت دى ، اوس چې باران وشو نو ټول ميدان شين شو ، د نيم ښاخونو هم شنې پاڼې وكړي او چې هر ښاخ ته ګورم له شنو پاڼو او سپينو ګلو نه ډك دى، خو چې دې پرې كړى شوى ښاخ ته ګورم هماغسې وچ كلك پروت دى . او د حال په ژبه وايي:
همچوماهى غير داغم پوشش ديگر نبود
تا كفن آمد همين يك جامه بر تن داشـــتم
د اوچ ښاخ هم د همغى ونې يو ښاخ دى چې د پسرلي په راتلو يې د ژوند نوى ښكلى كالي اغوستي دي. دا پرې شوى ښاخ هم د نورو ښاخونو په شان د پسرلي هر كلى كوي چې په ده كې د وخت په بدلون او موسمي انقلاب هيڅ آثار نه ليدل كيږي. ده ته پسرلى او منى تودوخه او ساړه وچوالى او لندوالى دا ټول يو شانه دي.
پرون غرمه په هغه لوري ورغلم چې ناڅاپه مې په دغه وچ ښاخ پښې ولګيدلى. ودريدلم او ورته مې وكتل چې بې اختياره د شاعر حسن تعليل راياد شو:
قطع اميد كرده نه خواهد نعيم دهر
شاخ بريده رانظرى بربهار نيست
او ومې ويل چې د انسان د زړه د باغ همدا حال دى . پر دې باغ كې د هيلو بې شميره ونې شنې كيږي او پسرليو ته سترګې په لاره وي خو پر هغو ښاخونو چې سټې يې پرې شوي وي پسرلى او منى هيڅ اغيزه نه كوي هيڅ مهال ورته د سمسور تيا زيرې نه وركوي:
خزان كيا فصل گل كهتى هين كس كو كويى موسم هو
وهى هم هين اور قفــــــــــــــــــــــــس اور ماتم بال او پركاهى ([1])
د موسمي ګلو بوټي چې په اكټوبر كې دلته ايښودل شوي هغو د اپريل تر پايه پورې دوام وكړ ، خو اوس بيا ورڅخه ځاى تش دى د مى په مياشت كې مې فكر وكړ چې دورښتونو د موسم له پاره تيارى پيل كړم چې وراړى او آدۍ مې جوړې كړي او نوي تخمونه مې راوغوښتل او اوس نوي بوټي ږدم چې څو ورځې وروسته به په نوو ګلو چمن ښكلى شي. دا ټول كيدونكي دي، خو زما په وړاندې يو بله خبره هم شته زه فكر كوم چې ددنيا د باغ د ګلو د غوړيدلو مهال څومره تنګ دى ؟ ترڅو چې ديو مهال ګلونه مړاوي نه شي، د بل موسم ګلونه نه ګل كيږي يو ځاى ورانيږي او بل ودانيږي او نوي پانګه په لاس نه راځي همدا وجه وه چې د (قدسي) غوړيدل نه خوښيدل ، ځكه هغه فكر كاوه چې كه د باغ ګل وغوړيږي نو دده د زړه غوټۍ به همغسې چې بنده او نا غوړيدلى ده، ناغوړيدلى پاتې شي:
عيش اين باغ به اندازه يك تنگ دل است
كاش گل غنچه شود تا دل ما بگـــــــــشايد
كه سوچ وكړي نو دلته هره ودانۍ دورانۍ نتيجه ده او يا دا چې هره ورانى په اصل كې يوه نوى ودانۍ ده.
په ميدان كې ګړوندى او ژورې پيدا كيږي خو د خښتو بټۍ له خښتو نه ډګيږي لرګي اره كيږي خو بيړى ورڅخه رغول كيږي. د سرو زرو کانو نه تشيږي خو په اشرفيو خزانې ډګيږئ، مزدور خپلې ځولۍ بهوي خو د پانګوال د عيش او نوش سرو سامان جوړوي ، چې مونږ د مالې خولې له ګلو څخه ډكه ووينو . زړونه مو ورباندې خوښ شي خو دا فكر نه كوو چې په كوم باغ كې د كوم کورا ړى كور وران شوى دى چې دا خولۍ ډكه شوې ده.
همدا وجه ده چې كله عرفي په خپله لمن كې ګل وليدل نو بې اختياره يې چيغه كړه:
زمانه گلشن عيـــــــــش كرابه يغماداد
كه گل به دامن مادسته دسته مى ايد
له اكټوبر څخه تر اپريل پورې د ګلو اډې زمونږ د زړونو د خوښيو مركزو ګهيځ او ماښام به مو څو ګړى د ګلو په ساتنه او پاملرنه كې تيرولې خو چې موسم بدل شو د ګلو حال هم ورسره بدل شو او بيا هغه مهال راغى چې د ګلو ساتل لاڅه چې نور يې څوك په پريښودو راضي نه وو چې يو څو ورځې يې په خپل حال پريږدي. د ګلو بوټي يې وايستل او آډۍ يې ونړولې . د ګلو بوټي يې ايسته وغورزول او ډېرې پراته دی، او څوك چې د سون له پاره نور څه نه مومي دا بوټي واخلي او په اورپسې يې كړي:
گلكونه عارض هى نه هى رنگ حناتو
اى خون شده دل : توتو كسى كام نه ايا ([2])
د ژوندانه هر اړخ ته چې و ګورﺉ د قدرت د كرشمو همداراز نندارې تر سترګو كيږي:
درين چمن كه بهار و خزان هم اغوش است
زمانه جـــــــــام بدست و جنازه بردوش است
دانسان د ژوندانه همدا حال دى . د هڅى او زيارونه چې ګل او ميوه كوي هغه ساتل كيږي او خدمت يې كيږي . فاما الزيد فيذهب جفاء واماما ينفع الناس فيمكث فى الارض ([3])
ابوالكلام
[1]- خزان څه دى د ګلو فصل څه ته وايي او كوم مهال دى هماغه مونږ يو قفس دى او د بال او پر ماتم دى .
[2]- ګل رنګه بارخوګان دي د نكريزو رنګ نه دى نو اى وينې شوى زړه ته د هيڅ كار نه شوى.
[3]- كوم څيز چې ګټور وي هغه باقي دى او چې د كارنه دى هغه له منځه ځي او داد هستې د كار خانۍ راز دى .