د تېلو بادشاهان (۴۹ برخه)

 
شاه پیسو ته سخته اړتیا در لوده
کیسنجر په پیل کې د ماليې یا خزانې پخوانی وزیر جورج شولتز خپل مشر سلاکار وټاکه چې له شاه سره د پټو خبرو اترو او د تېلو د دوه اړخیزې معاملې د شرطونو په اړه بحثونه وکړي، شولتز په دغو شپو ورځو کې د بیچل کارپوریشن په نوم د انجنیرۍ د یو شرکت مشر و چې د اټومي انرژۍ د بټیو د ودانیو، ډیمونو یا د اوبو د بندونو او د لویو لارو په جوړولو کې یې فعالیتونه درلودل. دغه شرکت په سعودي عربستان کې بشپړ صنعتي ښار ګوټی جوړ کړی و. د بیچل شرکت اړیکې اوس په دې معنا وې چې شخصي سوداګریزې انګېزې او محرکات اوس د حکومت په حساسو او پېچلو پالیسیو کې داخلې شوې او نفوذ یې کړی و او د ایران له شاه سره د تېلو د بیو کښته پورته کېدو، د اټومي انرژۍ په ځانګړې توګه د اټومي موادو د بډاینې په بحثونو کې اوس د بیچل شخصي شرکت هم ونډه درلوده. کیسنجر د شاه د اټومي پروګرام هیلو ته په دې نظر کتل چې هغه د صفا تخنیکي شرایطو پر بنسټ د تېلو بیې د همدې وسلو او تخنیک د ترلاسه کولو لپاره پورته کړې وې. د دغو کړکېچونو او پرمختیاوو په منځ منځ کې کیسنجر تهران ته د شولتز د استولو پلان ونیو.
ایران ته د شولتز سفر دوه موخې درلودې چې له یوې خوا به هغه له ایراني چارواکو سره په تېلو خبرې وکړي چې هغه یې په دې نظر پلوري چې امریکا به ورته د یورانیمو د بډاینې یو داسې مرکز جوړ کړي چې د هغوی تر نظر لاندې به په کې یورانیم بډایه کیږي. کیسنجر ته د هغه یوه سلاکار د ۱۹۷۴ کال په ډسمبر کې  معلومات ورکړل چې « د بیچل کارپوریشن شرکت ایران ته په رسېدو په دې وتوانېده چې شاه وهڅوي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یورانیمو د بډاینې په یوه شخصي جوړېدونکې بټۍ کې ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي» د فورډ ادارې له ځان سره داسې محاسبه کړې وه چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په برخه کې همداسې مخته ولاړ او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه یې د اټومي انرژۍ د شپږو او اتو بټیو جوړول ترلاسه کړل، د امریکا متحد ایالتونه به ۶،۴ میلیارد ډالره عواید ترلاسه کړي، په دغو ډېرو عوایدو سربېره که شاه په خپلو ژمنو ودریږي او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یورانیمو د بډاینې د هغې شخصي بټۍ په جوړولو کې ۲۰ سلنه ونډه واخلي چې د واشنګټن تر څارنې لاندې به یې چارې مخته وړل کیږي نو د امریکا متحد ایالتونه به یو میلیارد ډالر نور عواید ترلاسه کړي.
که د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د اټومي معاملې مزي سره وتړل شي نو دا به د کیسنجر د هیلو د هغه پلان لپاره خورا ستره لاسته راوړنه وي چې هغه غوښتل د ایران لپاره د پیترو ډالرو ترلاسه کېدنه بېرته ډاډه او د تهران او واشنګټن ترمنځ اقتصادي  اړیکې پراخې او پیاوړې شي.
هغه پر دې پوهېده چې ایران د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون د لاسلیک کونکي په توګه دا اړتیا لري چې ټول اټومي تاسیسات د (نړیوالو اټومي انرژۍ د ادارې) تر څارنې لاندې وساتي او ایران دې د سوله ییزو فعالیتونو لپاره دې د اټومي پروګرام چارې پر مخ بیايي. بلاخره کیسنجر ته د هغه سلاکارانو په روښانه ډول خبرداری ورکړ چې« له ایران سره د اټومي تخنیک او موادو مرسته به وروسته د فوق العاده پراخو ستونزو د پېښېدو لامل شي. د اټومي سونګ توکو د لېږلو یا راکړې ورکړې په اړه د امریکا او ایران د حکومتونو ترمنځ د شته اختلافونو په ډېرېدو کې پاته راتلل کېدای شي نور هم جدي شي او د اوږد مهال لپاره یې زموږ د واړو په اړیکو منفي اغېز پروت وي . . . . او موږ به کېدی شي بیا د دې وړتیا ونه لرو چې خپل مخالفتونه سره حل کړو او شا ممکن زموږ بې میلي وویني چې له ایران سره دا ډول چلند او معامله کوو لکه له نوروNPT  ملګرو سره مو چې کړې وه او ایران به داسې انګېري چې موږ د ایران د ټیکاو په فکر کې ډېر نه یو او امریکا تمه لري چې ایران دوی ته تل اړ وي او له خپلې وړتیا سره سمې غوښتنې له امریکا ولري نه دا چې امریکا دومره اړه کړي چې هغه په ایران ډېره تکیه وکړي» په واقعیت کې شاه کېدای شي دې پایلې ته رسیدلی وي چې هغه باید د اټومي انرژۍ او سونګ توکو د ترلاسه کولو لپاره کومه بله دروازه وروټکوي چې کېدای شي د امریکا د متحدو ایالتونو پرتله په دې برخه کې کم محتاط وي. 
 شولتز د ۱۹۷۵ کال د فبرورۍ په ۷ نېټه د سپینې ماڼۍ اوول افیس ته ور وبلل شو چې ولسمشر فورډ، هنري کیسنجر برېنټ سکوکرافټ او په اقتصادي چارو کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چارلیس رابینسون ته په سویس کې په پهلوي استوګنځي کې د ایران له باچا سره د خپلو لیدنو کتنو او ترسره کړو خبرو اترو په اړه رپوټ ورکړي. شولتز وویل «شاه ډېر صمیمي او لېوال شخص دی او که مو ملګری شي نو هر کار درته ترسره کوي.» شولتز له سویس څخه د لیدنې پرمهال له پهلوي باچا څخه ډېر اغېزمن شوی و او ويې ویل« په سټ موریټس کې مو ډېره خوندوره ناسته درلوده، موږ په خپلو کې یو نیم ساعت خبرې وکړې. هغه ډېر جذاب، ډاډه او ډېر تاثېر غورځونکی شخص دی» د شاه په اړه دا خبرې اترې د ولسمشر فورډ لومړنۍ ریښتینې څرګندونې او بحثونه وو چې د یوه شخص او د یوه مشر په توګه یې د هغه په اړه ترسره کولې هغه متن چې د دوی د خبرو اترو خپور شوی یا ثبت شوی داسې ښيي چې فورډ د شاه په اړه تقریباً هېڅ معلومات نه درلودل، خو لېوال و چې د هغه په اړه په ډېر څه پوه شي، ولسمشر پوښتنه وکړه چې« هغه چېرته زده کړې تر سره کړې دي؟»
په سویس کې د بهرنیو چارو وزیر، شولتز ته یو ځل مزاحمت وکړ او ورته وې ویل « شاه ډېر غوصناک انسان دی»
شولتز وویل، شاه یو ځل بیا وړاندیز وکړ چې متحد ایالت دې له ایران څخه د هغه فرعي تړون پر بنسټ تېل وپیري. خو دغو ۲ مشرانو (رضا شاه او شولتز) د تېلو د کچې او بیې په اړه د سویس په ناسته کې خبرې نه وې کړې. شاه وروسته وویل، شولتز له فورډ څخه غوښتي و چې ایران ته په منځني ختیځ کې د خپل هېواد په توګه فکر وکړي. دا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره مهمه ده چې ایران لکه د لوېدیځو هېوادونو په څېر پرمختګ وکړي، هغه د ایران او امریکا ګډ کمېسیون ته ډېر ارزښت ورکړ»
 کیسنجر په ډاګه کړه چې « زه موافق یم هغه د امریکا د متحدو ایالتونو ډېر پیاوړی او نږدې دوست دی، هغه ډېر خونسرده حقیقي انسان دی، هغه پیسو ته اړتیا لري او یوه اندازه یې ټاکلې چې نه غواړي له هغه څخه د تېلو بیې را کښته کړي» کیسنجر روښانه کړه چې د ولسمشر فورډ ادارې له ایران سره په ګډه د ۱۰ میلیارد ډالرو د پانګونې پروګرام رامخې ته کړ چې یوازې یې د مې په میاشت کې واشنګټن ته د رضا شاه د راتلو پر مهال د دغه پلان د عملي کېدو لپاره د دواړو ولسمشرانو لاسلیک ته اړتیا درلوده، هغه  د تېلو د دوه اړخیزې معاملې په اړه د شولتز لېوالتیا تایید کړه.
ولسمشر فورډ د ایران په اړه په ډېر کم څه پوهېده، هغه د شاه د عمر پوښتنه وکړه او د بهرنیو چارو له وزیر کیسنجر څخه یې وپوښتل چې« شاه په څه ډول باچاهۍ ته ورسېد؟» کیسنجر چې ځان یې ډېر پوښلی ساتلی و وویل « د هغه پلار او نیکه  پوځي منصبداران وو او شاه د یوه ځوان په توګه سیاسي میدان ته رامخې ته شو او د مصدق ستوني ته یې ځان ورساوه، وروسته ښاغلی مصدق د سي. ای. اې په مرسته له واکه راوپرزول شو او په دې توګه شاه په باچاهي تکیه ووهله او د هېواد چارې یې په خپل واک کې واخیستې. هغه په بشپړه توګه مطلق واک لرونکی دی خو نظر یې ډېر پراخ او نړیوال لید لوری لري. هغه ته موږ قناعت ورکړ چې موږ به په  منځني ختیځ کې بله جګړه نه ترسره کوو، هغه پر دې فکر کوي چې له موږ څخه د تېلو ۷۴۷ ماډل لیږدونکې ټانکري بېړۍ واخلي چې له موږ سره مرسته وکړي، هغه د تېلو له موضوع پرته د امریکا ډېر ښه دوست دی. موږ هغه ته د وړیا تېلو وړاندیز نه شو کولی ځکه چې هغه د دغو تېلو عوایدو ته ډېره اړتیا درلوده که موږ د خپلو تېلو یوه اندازه واردات له سعودي عربستان څخه ایران ته لېږدولي وای نو موږ به په سعودي عربستان فشار ډېر کړی و.»
شولتز په اټکل وکړ چې «د تېلو بیې واقعاً ویجاړوونکې دي. د اخیستونکو مارکیټ د له منځه تلو په حال کې دی، داسې نښې نښانې شته چې دوه اړخیزې معاملې د کمزوي کېدو په حال کې دي»
له پیل څخه دلته د امریکا د متحدو ایالتونو د هغې معاملې چې له یوه بهرني هېواد سره یې د ارزانه تېلو د ترلاسه کولو د معاملې د قانونیت په اړه درلودې یو لړ پوښتنې موجودې وې. د فدرالي خزانې او انرژۍ د مشر بیل سایمون ځای ناستي فرانک زیرب وویل:« دا ډېره سخته موضوع وه، ځکه چې د امریکا متحدو ایالتونو له یوه بل هېواد څخه تېل پیرل او بیا یې په خصوصي سکټورد یوې بلې معاملې پربنسټ پلورل چې تر اخیستل شوې بیې پورته وو.» سور څراغ تر دې د مخه هېڅکله هم د هنري کیسنجر مخه نه وه نیولې، خو په واشنګټن کې د واټرګېټ د تېر مهال غیرقانوني داستان را پورته کول په امریکا کې سیاستوالو او رسنیو ته د اور اچولو له اړخه کافي و، ولسمشر فورډ له فرانک زیرب څخه وغوښتل چې له ایران څخه د پټو تېلو د اخیستو د معاملې ارزونه وکړي او هر اړخ ورته په پام کې ونیسي. هغه زیرب ته وویل «د هېڅ شي په اړه بیړه مه کوه پر دې ټولو سربېره دا معامله له مالي اړخه باید په بشپړه توګه وارزول شي» ښاغلي زیرب وروسته وویل « زه فکر کوم چې ولسمشر فورډ د زړه له تله غوښتل دا یقیني کړي چې ایا دا معامله ترسره کېدای شي؟ ایا په دې ډول به اقتصاد وده وکړي؟او ایا موږ به په رښتیا د اوپیک له بیو ارزانه تېل ترلاسه کړو؟ او په دې توګه به وکولای شو چې پر اوپیک سازمان یو ډول فشار راوړو چې د دغه سازمان د نورو غړو او ایران ترمنځ په دې ډول لانجه راپورته شي او له کبله یې د اوپیک د تېلو بیې په ټوله کې راکښته او د دوی ټاکل شوی پلان دړې وړې کړای شو؟  او که داسې برېښېده چې دا مسئله هم له اقتصادي او هم له لوژیستیکي پلوه موږ ته ستونزې پېښوي نو ما دا مسئله له ولسمشر سره را پورته کړه » زیرب وايي  ما ولسمشر ته وویل:« داسې هېڅ قانوني واک نه لري چې دا کار تر سره کړي او زه د ورځپاڼې لخوا له خپرو شویو رپوټونو اندېښمن وم.» ولسمشر فورډ لا هم په کپیټل هیل ماڼۍ (کانګرس) کې له قانون جوړوونکو سره له ډېرو نژدې اړیکو خوند اخیسته او هغه د مالیې وزیر زیرب ته لارښوونه وکړه چې په پټه له سناتور هنري جاکسون، د ولسي جرګې له غړي او ډیموکراټ استازي جان ډینجل سره وګوري. زیرب وویل دا به موږ ډاډه کړي « موږ د دغو ۲ مخکښو سناتورانو او استازو ملاتړ خپل کړ او لږ تر لږه دوی په رسنیو کې زموږ په ملاتړ خبرې وکړي او موږ یې دغې معاملې ته وهڅولو، هغه وروستی شی چې ما غوښل دا و چې، په تهران کې زما د سفر پرمهال دغه معامله په رسنیو کې را برسېره او په کپیټل هیل ماڼۍ کې هنګامه راپورته شي. له همدې سره سم ولسمشر ماته لارښوونه وکړه چې ولاړ شم او دوی ته ووایم، پردې اساس موږ د دوی ملاتړ ترلاسه کړ، خو ملاتړ داسې و چې معامله مه کوﺉ بلکې تر دې دمخه د امریکا په کانګریس او ولسي جرګه کې ملاتړي ډېر کړﺉ او که مو وکړای شول چې د ملاتړ کوونکو دغه اوسنی شمېر دوه برابره کړو.» دا د هنري کیسنجر لپاره ډېره د شرم خبره وه چې اوس د بیل سایمون یو شاګرد یا د هغه ملاتړی به له ایران او په کې له شاه سره د تېلو د یوې پټې معاملې د خبرو اترو مشري کوي  ــ دا یوه داسې معامله وه چې د دواړو کسانو لپاره له خورا ډېر اهمیته برخورداره وه.
په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې ښاغلي زیرب له هوشنګ انصاري سره یو لړ ناستې وکړې چې د لندن، پاریس او تهران په څېر مهمو ناستو کې د ایران د مالیې وزیر و، له دې سره چې تردې مهاله یا په دغه دوره کې هغه رضا شاه ته پوره نه و روښانه شوی، زیرب وايي، یو ځل له ښاغلي انصاري سره په یوه خونه کې وم هغه وايي« زما چې ترکومه تجربه ده انصاري ډېر زبردست او وړتیا لرونکی مرکچي و، ډېر هوښیار و او هغه د شاه هرې خبرې ته په ډېر دقت سره غوږ نیو.»
خو هنري کیسنجر په دې خوښ نه و چې د هغه یو همکار دې خبرې اترې ډېرې سختې کړي او هغه دې داسې پړاو ته ورسوي چې حل یې ستونزمن شي. زیرب هېڅکله هم په دې پوه نه شو چې ولې دغه خبرې اترې د میاشتو میاشتو لپاره داسې پېچلې شوې چې حل لاره یې په سترګو نه برېښېده د هغه په یاد دي چې په دغه معامله کې ډېر سخت فشار موجود و.
د ۱۹۷۵ کال د فبرورۍ په وروستیو کې کیسنجر زوریخ ته سفر وکړ چې په بل ډول له شاه سره د تېلو معامله وهڅوي او لار ورته هواره کړي دا یوه داسې ناسته وه چې هغه په کې د رسنیو ډېر پام ورته را جلب کړ، هر یوه غوښتل په دې پوه شي چې ایا کیسنجر به له شاه څخه دا ژمنه ترلاسه کړي چې د تېلو بیې دې راټیټې شي که نه؟ د نړۍ اقتصاد په یو خطرناک پړي راځوړند و. دواړه مشران د شېبو د ډرامې لوبغاړي وو او خوند به یې ترې اخیست. شاه سټ موریتس ته د یخمالک وهلو خپل پلان شوی سفر وځنډاوه چې په چورلکه کې پلان شوی و. دغه سفر د الف په غرونو کې یخمالک وهلو لپاره له اونیو راهیسې پلان شوی و، کیسنجر ۳۷ دقیقې ناوخته هغه هوټل ته ورسېد چې دامنیتي دېوال له شا نه یې دوی بېرته په شا شول. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې « د سویس پولیسو په هوايي ډګر او د ښار په سړکونو کې ګزمې وهلې او له هوټل څخه ۵ ګامه شاته پر سړک ولاړ وو»
د دوی د خبرو په پای کې کیسنجر او د ایران باچا رضاشاه په یو خبري کنفرانس کې ګډون وکړ چې په کې د ایران مشرانو تایید کړه چې پر لویدیځ د تېلو په راتلونکي ممکنه بندیز کې به برخه وانه خلي او ایران به دارنګه پراسراییلو د تېلو پلور ته دوام ورکړي، د ایران باچا وویل «موږ به له هیچا سره نور پرېکون ونه کړو یو ځل چې د تېلو ټانکرونه بار شي نور نو بیا دا اهمیت نه لري چې دغه تېل کومې خواته ځي» کیسنجر د شاه دا خبره چې پر اسراییلو به د تېلو پلور ته دوام ورکوي له شاه سره د خپلو ترسره کړو خبرو اترو ډېره مهمه لاسته راوړنه وبلله .
هغه لا هم هڅه کوله چې د اسراییلو او مصر ترمنځ د جګړې د متارکې هغه تړون د یو منځګړي په توګه  پرځای وساتي چې پر اساس یې اسراییلو ته لارښوونه کېده چې د سوییز کانال په ختیځ کې د ۱۹۷۳ کال په لړ کې په ابو رودیس سیمه کې له نیول شویو پخوانیو سیمو په شا شي. اسراییلیان له دغو سیمو وتلو ته ډېر لېوال نه وو، ځکه دا دوی ته په دې معنا وه چې د تېلو له هغو سرچینو لاس په سر شي چې د سینای په ټاپو کې دوی په ۱۹۶۷ کال کې نیولې وې، تېل د اسراییلو لپاره ستراتیژیک منابع او د عوایدو د ترلاسه کولو مهمه منبع وه چې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیون ډالرو به یې پرې ورکول. د شاه دا ژمنه په دې معنا وه چې اسراییل  نور اړ نه دي چې د ابو رودیس په نیول شوې سیمې له دې کبله ډېر ټینګار وکړي چې پوځيانو ته به یې د تېلو له اړخه زیان ورسېږي. د مالي مرستو یوه ټولګه د امریکه د متحدو ایالتونو لخوا برابره شوه  چې کولی یې شو د دوی د بودجې نواقص او ستونزې راکمې کړي.  
له سوداګریز تړون، د تېلو له معاملې او پر اسراییلو د تېلو د پلور پر خبرو د باور له رامنځ ته کولو بغیر، هنري کیسنجر او د ایران شاه په زوریخ کې په نورو مهمو مسلو هم خبرې اترې وکړې چې تر اندازې ډېره حساسه مسئله وه او ډېر احتیاط ته یې اړتیا در لوده. دغه موضوع په عراق کې د کردیانو راتلونکي عملیات وو. لکه هغه ټول څه چې کیسنجر ترسره کړل، کردیان هم د معاملې د هغې ټولګې یوه برخه شول چې په ډېر دقت یې ستراتیژیکې ټولګې اړخونه تنظیم او جوړ شوي وو.
 
د مارچ په ۴مه نېټه د سې شنبې ورځ د امریکا د بهرنیو چارو زیر د سپینې ماڼۍ اوول افیس ته ډېر په زړه پورې ښه خبر راوړ. هغه وویل چې ما او د ایران باچا رضاشاه د تېلو پر یوې دوه اړخیزې معاملې او د سوداګریزې راکړې ورکړې پر سر خبرې وکړې چې د ۱۲،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ایران ته د اټومي ریکټورد ورکړې پر سر پر معاملې هم خبرې پکې شاملې وې چې د ۵ کلونو په موده کې به ترسره کېده، هغه وویل «ایراني چارواکو له موږسره ډېر ښه وکړل» شاه په دې موافقه وکړه چې هغه به د امریکا په متحدو ایالتونو د ورځې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ زرو بیرلو پورې تېل د اوپیک سازمان له نرخ څخه په ارزانه بیه پلوري او ایران ته به امریکا وسلې په بیه ورکول کیږي. کیسنجر وویل « د تېلو دغه معامله به د تېلو په عمومي بیو فشار واچوي ځکه چې اخیستونکي به یو بل ځای په ارزانه تېلو ته لاسرسی ولري او له اوپیک څخه به یې تمه کمه شي، کیسنجر د دې ترسره کړې نوې معاملې له اړخه په جامو کې نه ځاېیده ،خو د دغه تړون تخنیکي مسایل لا نه وو څېړل شوي. مرکچې فرانک زیرب د دغه تړون په مثبتو برخو پوښتنې پیل کړې او دا د وسلو په مقابل کې د تېلو د ترلاسه کولو د معاملې پیل و.