
نیټه: ۱۴/۱۰/۱۳۹۳، ه،ش
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛ دډیورنډ یو طرفه او غېرې قانوني تپل شوی ترهګر تړون (معاهده)
د انګریزانو اړیکي له امیرعبدالرحمن خان سره لکه څه ډول چې ده فکر کولو په هغه شان نه وې په لُمړیو کې امیر د انګریزانو سره دومره خواخوږي درلودله چې په کابل کې د خلکو لخوا د انګریزانو د سفیر وژل یې یو لوی خیانت او ناځوانه عمل بللی دی نوموړی وایي:« د سرلویي کیوناري د وژلو له امله د انګریزانو لښکر د لرد رابرت په مشرۍ کابل ته راورسید چې په دې اړه څېړنې تر سره کړي او د کابل له خلکو څخه د دا ډول ناځوانۍ او خیانت غچ واخلي(!) ... .
انګریزان په امیر باندې بې باوره وو او د تل په شان یې له امیر سره غولوونکی، دوه مخی او د یوه لاس پوڅي او غلام په شان سیاست لوبولی دی، نو له دې کبله چې امیر د تل لپاره په کمزوري حالت کې وساتي او هم دوی ته مدام اړ وي، د ننه په هیواد کې یې په یو شمېر پاڅونونو کې غېر مستقیم لاس درلود او هم یې د ایران له حکومت څخه غازي محمدایوب خان لاس تړلی، تر لاسه کړ او په لاهور کې د امیر د دوامداره وېرولو لپاره ځای پرځای کړ.
امیرعبدالرحمن خان په کال(۱۸۸۵،ز) کې په لاهورپنډۍ کې د هند وایسرای ته په خپله لُمړۍ لیدنه کې وویل چې د ده له دښمنانو سره مرستې کوي او د ده پر خلاف یې هڅوي... .
له بلې خوا په داسې یوه نازک وخت کې روسانو د افغانستان پر خاوره باندې پوځي تیری وکړ، او انګریزانو په افغانستان باندې د فشار په ډول ګټه ترې پورته کړه، کله چې امیر په لاهورپنډۍ کې ؤ د هند وایسرای د لندن د هدایت سره سم امیر ته وویل: «روسانو پر افغانستان باندې برید کړی دی او تاسو تر اوسه پورې د دفاع لپاره تیاري نه لرې او د دفاع لپاره د انګریزانو عسکر هم نه غواړې، نو کله چې افغانستان مو له لاسه ولاړ شي بیا زموږ مرستې بې ګټې دي نو د دغې کار چاره له تاسو څخه پوښتم چې تاسو څه کوئ؟»
امیر یې په ځواب کې وویل: «چې داسې ده نو زه د افغانستان یوه ټوټه خاوره روسانو ته پریږدم تر څو زه د هیواد په دننه کې تیاری ونیسم او تر هغو پورې به تاسو هم د مصر له جګړو څخه وزګار شئ او دا کار اته کاله وخت غواړي... .»
کله چې امیر له لاهورپندۍ څخه کابل ته راستون شو نو د انګریزانو دولت په چټکۍ سره (د هند د لوړې او ښاغلي طبقې د لوی او زړور ستوری رییس) لقب ورکړ، د برتانیې د ملکې ویکټوریا لخوا امیرعبدالرحمن خان ته داسې لقب ورکړل شوی دی لکه یو غلام او د لاس لاندې کسانو ته چې ورکول کیږي، په دې هکله ښاغلي میرزا فیض محمد کاتب چې د حکومت رسمي تاریخ لیکونکی ؤ د سراج التواریخ په دریم ټوک (۴۶۸، مخ) کې چې له انګریزۍ ژبې څخه په فارسي ژباړل شوی دی داسې لیکي:
«علیا حضرته معظمه د هند قیصره(*) ویکټوریا د خدای په فضل د متحدو هیوادونو او ایرلند ملکه، د هند قیصره او د دین ملاتړي او د لوړې طبقې(خلکو) شاهنشاه د هند ستورۍ، عالي جناب عبدالرحمن خان د افغانستان او د ده اړوندو سیمو امیر ته سلام رسوي، دا چې زموږ دولت وړ وګڼله چې تاسو د هند د لوړې او ښاغلي طبقې لوی زړور ستوری ونوموو او وټاکو، نو د دې لیک په ذریعه تاسو ته د هند د لوړې او ښاغلي طبقې ستوری او لوی زړور مشر بولو او تاسو مسؤل او مجاز کوو چې نوموړي رتبه وساتئ او د هغه ټول او اړوند حقوق چې په نوموړي رتبه پورې تړلي دي برخمن او ګټه ترې واخلئ.»
(زموږ په لاسلیک د نوموړي طبقې او دولت په مُهر، نن ورځ د اپریل ۱۱/ ۱۸۸۵،عسوي او د ۴۸ کال د مبارکې غونډې مانوس باندې دا فرمان صادر شو.)
د انګریزانو لخوا امیرعبدالرخان ته د دا ډول لقب ورکول د دې مانا لري چې له یوې خوا نوموړی پوه کړي چې دی د افغانستان خپواک پاچاه نه دی او د هند د راجاګانو او نوابانو په شان د انګریزانو د لاس لاندې او ګوډاګی پاچاه دی او له بل پلوه امیر وهڅوي چې د خپلو خلکو پر وړاندې تر ټولو زړور ترهګر پاچاه دې، میرغلام محمد(غبار) امیر ته د ورکړل شوي لقب په اړه وایي: « تقریباً څلوېښت کاله وروسته د امیرعبدالرحمن خان لمسي شاه امان الله خان دغه کرښې په نوموړي تاریخ کې ولوستلې، شاه امان الله د انګریزانو دا ډول چلند او د خپل نیکه د زغم له امله داسې په قهر شو چې امر یې وکړ چې د سراج التواریخ کتابونه دې وسوزول شي او د افغانستان رښتنی تاریخ دې ولیکل شي په داسې حال کې چې په نوموړي تاریخ کې د افغانستان رښتني پېښې لیکل شوي دي... .» دا شان امیر د هیواد د خلکو کرکه د انګریزانو پر وړاندې هم لیدله نو د انګریزانو څخه یې په ښکاره ډول د بې وفایۍ او غدارۍ خبرې کولې... او په دې نوم یې محکومین اعدامول چې د ماښام په وخت کې د انګریزانو د سفارت په مخامخ سړک کې روان ؤ، یا یې له کور څخه په انګریزۍ ژبه لیک موندل شوی دی. پهقبایلي سیمو کې امیر خپلې تبلیغاتي، سیاسي او مادي مرستې ډېرې کړې، خو کومه ګټه یې ونکړه لکه چې وایې (اوبه له ورخ څخه تېرې وې.)
د (۱۸۹۰،ز) په اوړي کې امیر د انګریزانو د ریل ګاډي پټلۍ ته اجازه ورنه کړه نو انګریزانو پر امیر باندې بندیزونه ولګول په دې باب امیر وایې: «... هغه توپونه چې ما پخپلو پیسو پېرویدلي وو کابل ته د راوړلو مخه یې ونیوله او په پوله کې یې زما د تجارانو شخصي مالونه لکه اوسپنه، پولاد، مس او نورو مخنیوی هم وکړ... .او په کال(۱۸۹۲،ز) کې د افغانستان او انګریزانو اړیکې پرې شوې.
امیرعبدالرحمن خان زیاتوي : «د هندوستان حکومت(انګریزان) زما مامورینو ته په بلندخیلو، واڼه او ژوب کې ویلي وو چې که تر فلاني ساعت پورې له یادو سیمو څخه ونه وځۍ نو په زور به مو وشړو. دا چې نه مې غوښتل چې د انګریزانو دولت سره جګړه وکړم او د انګریزانو دښمن شم خپلو ټولو مامورینو ته مې وویل چې فوراً له هغو سیمو څخه په شا حرکت وکړئ.»
انګریزانو چې د امیر بزُدلي ولیدله نو په (۱۸۹۲، ز) کال کې د افغانستان پولو ته نږدې یې یو لوی لښکر ځای پرځای کړ او امیر ته یې یاددښت ولیږه چې باید په جلال آباد کې د رابرتس په مشرۍ یو سیاسي پلاوی د یوې نظامې فرقې تر سیورې لاندې ومني.
امیر چې حالات ولیدل او بې له جګړې یې بله لاره نه تر سترګو کیدله، نو پوځ ته یې د تیارسئ امر وکړ چې دوه سوه زره عسکر په عسکري چوڼیو کې د دښمن سره د جهاد لپاره په شور او ولولو شول... کله چې انګریزانو د خلکو له دا ډول احساساتو څخه خبر شول نو افغانستان ته یې د ننوتلو زړه ونه کړ او یوازې یې یو سیاسي پلاوی چې شمېر یې له (۱۵) تنو څخه زیات نه ؤ، د مارتیمرډیورنډ په مشرۍ کابل ته راولیږلو او د جګړې پر ځای یې سیاسي مبارزه غوره وبلله، دا هغه تجربه شوي کړنلاره وه چې تل یې انګریزان د افغانستان د واکمنو پر وړاندې بریالي کړي وو.
د امیرعبدالرحمن خان او انګریز نړیوال ترهګر دولت ترمنځ وروسته د څوڅلوېښتو ورځو خبرو اترو څخه لاندې دوه خائینانه تړونونه لاس لیک شول، چې په دې ډول د افغانانو تاریخي دښمن د خپلو پوځي ماتو غچ، چې له پوځي لارې څخه ناشونی ؤ، له سیاسي لارې څخه یې تر لاسه کړ.
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
(*)د روم د پخوانیو پاچاهانو لقبونه وو.
اخځ لیکونه:
فیض محمد (کاتب): سراج التواریخ.
میرغلام محمد (غبار): افغانستان در مسیر تاریخ.
امیرعبدالرحمن خان: تاج التواریخ.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي