زرګونه عسکر  مو ددوی په خدمت کې

 
 ایا په نوره نړۍ کې هم  مشران، وزیران او دپارلمان وکیلان  دخپل ځان ساتنې په موخه زرګونه عسکر  مصروفوي ؟   اوکه دا خبره یوازې زموږ په دې جګړه ځپلې هېوادکې لیدل کیږي،له ډیرو  به مو  اوریدلي او یابه مو په خپله لیدلي وي  چې  پرته زموږ له هېواد په ډیری هېوادونوکې مشران  او  لوړپوړي چارواکي  له ساتونکو او شخصي ګاردانوپرته  په ښاري  ملي بسونو او یاهم خپلو کوچنيو  ټېټ قیمته موټرو کې دخپل کار تر دفتره ځي،خپل کاري دفتر  ته دتلو پرمهال سر کونه واټونه نه بندوي،خو برعکس زموږ په دې وروسته پاتي  او جګړه ځپلې هېواد کې خبره سرچپه ده، زموږ چارواکو  او کیلانودخپل ځان ساتني  او  خوندیتوب لپاره همدا اوس زرګونه عسکر مصروف کړي، نه یوازې دا چې دوی  دخپل ځان ساتنې لپاره زرګونه عسکر مصروف کړي، بلکي خپل کاري دفتر ته  دتلو پرمهال  دلارو  او جادو  تړل بله هغه لویه ستونزه ده چې ډیری ښاریان  يې تر پوزې  را رسولې دي.
داسې هم  ویل کیږي چې دامنیت په برخه کې  دپخوانۍ ادارې  د وزارت په کچه مسؤلینو  ددې لپاره  چې دپارلمان غړي يې پر وړاندې هیڅ ډول اقدام ونکړي او نه هم دوی ته دباور رايې اخیستلو  پرمهال کومه ستونزه جوړه کړي، په مرکز او ولایاتونو  کې اضافي  ساتونکي ورکړي او یا يې هم ددوی هغو خپلو خپلوانو ته  د ملي ځواکونو  په شان امتیازات منلي دي  چې  دهیڅ  راز مسلکیتوب څخه برخمن نه دي،  دغه  غیر مسلکي شخصي ګاردان چې دملي ځواکونو پشان  دپوره امتیازاتو څخه برخمن دي دهمدې وکیلانو  دشتمنیو  دساتنې  او حفاظت په موخه ګمارل شوي، چې ډیری وخت همدغه غیر مسلکي ګاردان دنا امنیو او  بې ثبات  لامل هم شوي دي.
 که دهېواد په  دې حساسو  او ترینګلو امنیتي  حالاتو کې  دپارلمان دغړو  په خدمت کې زرګونه امنیتي ځواکونه د امنیت دټېنګښت   په موخه  په لویو لارو  او ښارونو کې  په دندو  وګمارل شي  نو د ډیری امنیتي پېښو  چې اوس مهال ترسره کیږي مخنیویشوی وي او دخلکو د ارام ژوند په برابرولو کې به  یو مثبت  ګام ترسره شي .
دملي وحدت حکومت له مشرتابه مو هیله ده چې دنوې کابېنې په  بشپړیدو سره ددې ټولو  غیر قانوني کړنو دمخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي او  پرې نږدې چې نور څوک  دخپلو شخصي ګټو او امنیت لپاره  ملي ځواکونه مصروف  کړي.