د تېلو بادشاهان (۴۸ برخه)

 
اتم فصل
 
په دېګ کې پوخ شوی لړ لیک
 
« تاسو واورېدل شاه کردیان وپلورل؟»
 
 لومړی وزیر اسحاق رابین، ۱۹۷۵
 
«تهران د امنیت له اړخه خپل مزاحمت ته دوام ورکړ»
د بهرنیو چارو وزیر اترټون---- ۱۹۷۵
 
 
راځئ چې د ټیټې بیې د جګړې د ‍ټاکلو هڅه وکړو 
د ۱۹۷۵ کال په جنورۍ کې د تېلو په نړیوال مارکېټ کې یو ځل بیا سیالي پیل شوې وه، له دې سره چې دغه سیالي کمه وه، خو  د تېلو تولیدوونکو هېوادونو دا هڅې پیل کړې وې، چې خپل تېل په ښه بیه وپلوري، په دغو ورځو کې هر بیرل تېل له ۱۷ ډالرو اوښتي وو. په فبرورۍ کې د فارس خلیج د خامو تېلو د هر بېرل بیه ۹ نیم او لسو ډالرو ته را کښته شوې وه، په بیو کې دغه کموالی د تقاضا د کموالي له کبله رامنځ ته شوی و چې د لوېدیځو هېوادونو اقتصاد د بحران له کبله ځپل شوی و او له کبله یې هغوی د تېلو کارول کم کړي وو او د تېلو تولیدونکو هېوادونو د تېلو نړیوالو مارکېټونو ته د تېلو له پمپ کولو سره دا خطر رامنځ ته کړ چې د اوپیک ډېر غړي هېوادونه دغه تریخ واقعیت قبول او خپل تولیدات یې مارکېټ ته ور کم کړل. موخه یې دا وه چې د تېلو په مارکیټ کې د ارزانه تېلو د سېلاب مخه ونیسي. د اوپیک د ټولو غړو د تېلو ورځني صادرات له ۳۰ میلیون بېرلو څخه ۲۶ میلیون بیرلو ته راټیټ شو. البته چې دوی په یوه نظر نه و، خو د ډېرو پرېکړه همدا وه چې صادرات کم شي.
 سعودي عربستان اعلان وکړ چې دوی د لږ تولید په برخه کې هم د یو څه مناسبې بیې پلویان دي، شاه فیصل دا لېوالتیا نه درلوده چې د ایران د باچا لخوا په مارکېټ تپل شوې بیې نورې هم دوام وکړي او وساتل شي او هڅه یې کوله چې بیې بېرته تر ممکنې کچې راټیټې کړي، په مارکېټ کې دغه نوي نامعلوم حالت چې د عرضې او تقاضا ډول یې بدل کړ، د ایران اقتصاد یې له ګواښ سره مخ کړ، د ۱۹۷۴ کال په اګېسټ کې د ایران باچا د ۶۹ میلیارد ډالرو په ارزښت پنځم پلان تصویب کړ او تمه یې دا وه چې د تېلو مار کېټونه به ډېر په ناسم حالت کې، بیې به یې لوړې او تقاضا به ورته ډېره وي او دوی به ډېر تولید ولري. د هغه ستر قمار د ۳۰ میلیارد ډالرو د لګښت ژمنه وه چې ایله په ایله  ۲۱ میلیارد ډالره یې له دولتي عایداتو څخه پوره کېدل، دا په دې ما نا و چې ایران له سخت مالي کسر سره پر مخ روان و، د اوپیک د تېلو اوسنی جوړښت د اور دېوال و چې شاه به یا له اوسنیو بیو دفاع کوله او یا به یې د خپلو عایداتو د بنسټ چاودنې خطر په غاړه اخیست.
د ۱۹۷۵ کال په لومړیو کې د تېلو پر مارکیټ د فشار کموالي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د هیلو شنه څراغونه روښانه کړل خو د ولسمشر فورډ اداره په دې برخه کې کمه ډاډه وه، د ژمي پرمهال د امریکا اقتصاد په ۱۹۲۹ کال کې له ستر رکود وروسته تر ټولو  سخت وضعیت  تجربه کړ، ولسمشر فورډ دې ته چمتو شوی و چې له شاه سره تر مېز لاندې معامله تر سره او په ارزانه بیه د ایران خام اضافه تېل واخلي او په دې اړه یې وړاندیز تیار کړی و، ځکه چې هغه له خپلو کورنیو مالي او اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګرېوان و، د کریسشن ساینس  مانیټور ورځپاڼې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې په خپل یوه رپوټ کې وویل چې د بیړني وضیعت علایمو واشنګټن راګیر کړی و، ځکه چې د متحدو ایالتونو اقتصاد بحران سخت ځپلی و او تر هغه ډېر مخ ښکته روان و چې تمه یې کېده. کله چې د ودانیو جوړېدو کار په ځمکه کې وځنډول شو د کار ګر ګوند مشر خبرداری ورکړ چې «یا به اقتصاد ټوټه ټوټه کیږي او یا به بېخي له منځه ځي.» سوداګرۍ وزارت رپوټ ورکړ چې « په ملي کچه د توکو تولید او د خدماتو وړاندې کېدل ۷،۵ سلنه د ۱۹۷۴ کال په وروستۍ ربعه کې را کم شوي دي دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ډېر کلنی اقتصادي رکود و، په ډسمبر میاشت کې د موټرو خرڅلاو ۲۶ سلنه راوغورځېد او د  ډیټریوټ د موټر جوړولو فابریکې د ۷۰ زره کسانو دندې پای ته ورسولې، تر دې دمخه هم دې کمپنۍ کې ۳۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ور کړې وې. د نیوز ویک مجلې رپوټ ورکړ چې « له یو شمېر استثناتو پرته دا کال له دویم نړیوال جنګ وروسته تر ټولو لوی یخ ژمی او سخت مصیبت درلود، له برېسټ ښار څخه تر بالتیمور ښاره پورې د هغو کسانو چې له دندو ایستل شوي وو اوږده کتارونه ولاړ وو چې خپل تقاعد او له بېکاره کېدو وروسته پیسې تر لاسه کړي.»
د ولسمشر جیرالډ فورډ د اقتصادي شورا مشر سلاکار الین ګرین سپین، مرستیال ولسمشر نیلسون راکفیلر ته یو یاد داښت ولیکه او پر سپینې ماڼۍ یې ټینګار وکړ چې د امریکا له خلکو سره مخامخ خبرې پیل کړي د تېلو د بیو د لوړ والي له کبله را منځ ته شویو ټکانونو ملي اقتصاد ته بدلون ورکړ.
د ۱۹۶۰ مو کلونو ارامه او خوشحاله ورځې پای ته ورسېدې چې د امریکايي ټولنې بنسټ یې جوړ کړ او د اقتصاد بنسټونه خوندي او منظم وو. په منځنۍ کچه هغه مهال امریکایي کورنیو له ډېر ندرت سره  داسې ملي او نړیوالې ستونزې درلودې چې د دوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کاوه. هغه ورځې اوس د خوندورو ورځو په توګه د تاریخ پاڼو ته رسیدلې وې، ښاغلي ګرینسپن راکفیلر ته وویل « د نړۍ ډېرې ستونزې داسې ښکاري لکه د اوپیرا سندرې چې د والټر کرانکیټ لخوا زمزمه شوې وي . . . . اوس واقعي نړۍ پیل شوې چې د منځنۍ کچې امریکایان په کې ځپل کیږي او په ډېرې اسانۍ سره امریکايي کورنۍ ځپي او د ژوند کولو معیارونه له منځه وړي او که په بیړې سره یې غم ونه خورو او له خپلو اوږدمهالو ستونزو سره همدا اوس مقابلې ته را مخې ته نشو او متحد ایالتونه له نورو ډېرېدونکو ستونزو ونه ژغورو امریکا له داسې سترو ناخوالو سره مخ کېدای شي چې بیا به یې رابهر کول ناممکن وي» امریکا باید په تېلو خپل اعتیاد پای ته ورسوي.
ګرینسپین وویل: «زموږ بېړنۍ ستونزه تېل دي له دې سره سره به زه خپل ملي دفاعي وضعیت او مالي سیستم د برابر بحران په توګه یاد داشت کړم، دا د امریکا د خلکو لپاره مهمه ده چې په څه ډول د تېلو بحران را منځ ته شو؟ دغه بحران څه شی دی او که یې موږ غم ونه خورو په نړیواله کچه یې بالقوه څرنګوالی څه ډول دی؟»
مخکې له دې چې په ۱۹۷۶ کال کې ولسمشر ټاکنو ته ودریږي، پر سپینه ماڼۍ باندې د اقتصادي ټکانونو او د خلکو پر ژوند ددغو ستونزو اغېزو ډېر زیات و. د لوییس هریس نظر پوښتنې وښووله چې ۸۶ سلنه امریکایانو د ولسمشر فورډ لخوا د اقتصادي کړنلارو مخالفت کاوه. ولسمشر جیرالډ فورډ د ۱۹۷۵ کال د جنورۍ په ۱۳ نېټه ملت ته په خپله تلویزیوني وینا کې ومنله چې « موږ په خطر کې یو، خو موږ د کوم بل لوی اقتصادي رکود پر څنډه نه یو ولاړ». د فورډ د حکومت په لومړیو کلونو کې فورډ ، ډونالډ رمزفیلډ چې تر دې مهاله په بروکسلز کې د ناټو په مرکز کې د امریکا سفیر و له دندې بدل او واشنګټن کې یې پر دنده وګماره. د هغه نوې دنده دا وه چې د ولسمشر فورډ د ملاتړو او پخواني ولسمشر نیکسون د ساتل شویو مهمو یارانو (کیسنجر، بیل سایمون او سچلیزنجر) ترمنځ د رامنځ ته شوي ښي اړخې انشعاب د له منځه وړلو او بېرته د نظم د ټینګېدو لپاره کار وکړي. د سپینې ماڼۍ د کار کوونکو نوي ۴۲ کلن مشر، ۳۴ کلن ریچارډ ډیک چیني د خپل مرستیال په توګه وټاکه چې د( ویې مینګ)د سیمې یو لېوال  او جدي محافظه کارو او په ۱۹۶۹ کال کې یې هم له هغه سره د لومړي ځل لپاره کار کاوه. «دوی دواړه لکه په یوه قاب کې دوه ټوټې غوښه داسې وو». یوه همکار یې د دوی د کار په ډول نیوکه وکړه او هغه یې لکه د جرمني د زره والو قواوو له برید سره مشابه کړ، نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې « ښاغلی رمزفیلډ واک په ډېر پېچلي ډول را خپل کړ او د هغه کارولو ته یې دوام ورکړ. رامزفیلډ پر سپینه ماڼۍ په بشپړه توګه هر ډول کنټرول درلود» د فورډ یوه سلاکار له دغه وضعیت څخه سر وټکاوه « هغه د وړو او لویو خبرو او موضوعاتو په برخه کې امر کوي او تصمیم نیسي چې څوک دې په سپینه ماڼۍ کې ډوډۍ وخوري، څوک دې د سپینې ماڼۍ په لوښو کې ډوډۍ وخوري، څوک دې د سپینې ماڼۍ موټر وکاروي او اوس ان دا تصمیم  هم رامزفیلډ نیسي چې د سپینې ماڼۍ د کارکونکو لپاره دې فلانی ترکاڼ تصویرونه نه باسي او یا دې چوکاټونه ورته جوړ کړي. رامزفیلډ هیڅکله هم دا رد نه کړه چې ګنې هغه په خپله د ولسمشرۍ د تر لاسه کولو هیله نه لري او هغه مهال داسې برېښېده چې د رول د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي. یو ځل د شیکاګو ټربیون ورځپاڼې له ولسمشر فورډ سره د سپینې ماڼۍ په ملاقات خونه (اوول افیس) کې مرکه کوله  او له هغه یې وپوښتل « د کابینې کوم وزیر به لومړی  بدل کړي؟ ولسمشر غلی شو خو په داسې حال کې چې رامزفیلډ په خندا شو فورډ دواړو ته ځواب ورکړ او  په ډېرې بېړې سره یې موضوع بلخوا تاوه کړه: «ما تر اوسه د وزیرانو د بدلون په اړه بحث نه دی کړی»
د ۱۹۷۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې چې کله ولسمشر د انرژۍ او اقتصاد په برخو کې د خپلو سلاکارانو ۲ ورځنۍ غونډه راوبلله، بیل سایمون سپینې ماڼۍ کې ډونالډ رامزفیلډ ته ورغی او د هغه نظر یې وغوښت، ولسمشر فورډ د محافظه کاره جمهوریت غوښتونکی او په ځانګړې توګه د کلیفورنیا د پخواني والي رونالډ ریګن تر سخت فشار لاندې و او دا غوښتنه یې کوله چې له بحران څخه د وتلو په خپلو هڅو سره دې مالي کسر نور نه ډېروي. د خزانې وزیر بیل سایمون او د فدرالي خزانې مشر ارتر برنز د سترو مالي مشوقانو پرضد یوه طرحه جوړه کړه، دوی غوښتل چې فدرالي لګښتونه تر کنټرول لاندې راولي او د مالي کسر کچه چې له ۲۰ میلیارده ډالرو اوښتې وه را کښته کړي. د بودجې مشر روی اش او د فورډ سیاسي سلاکار مخالف نظر وکړ. دوی یو شمېر عملي اندېښنې وړاندې کړې لکه د ولسمشرۍ ټاکنې، دوی ومنله چې د بېکارۍ د لا ډېرېدو مخه به نیسي، بیل سایمون د بهرنیو چار د وزیر کیسنجر او د شاه ترمنځ د هغو خبرو او منل شویو وړاندیزونو کلک مخالف و چې د هر بېرل تېلو بیې به ۸ ډالره را کښته کوي. په اویل ماڼۍ کې د کیسنجر نظر یو ځل بیا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر توماس انډرس لخوا وړاندې شو. هغه ډېر سپین سترګی انسان و او ډېر ژر د خزانې د وزیر لخوا وپېژندل شو دغه وړاندیز په اویل ماڼۍ کې سخت قهرجن بحث را پورته کړ او ددغه بحث شدت ولسمشر اړ کړ چې دواړو خواوو ته نصیحت وکړي چې د یوه او بل خبرې دې نه ردوي او لانجه دې نه سره کوي. سایمون د بیو د کښته کولو یا (فلور پرایس) دغه نظر د دې لپاره رد کړ چې ګنې دا د تېلو کمپنیو ته یو ډول بډې دي او له سیاسي اړخه امکان نه لري. کیسنجر په دې پوهېده چې دغه نظریه تر هغه په نورو امریکايي چارواکو نه شي منلی چې د امریکایي کار ګرو او سوداګرو لپاره یې ګټې نورو ته په ډاګه نه کړي. وروسته د کانګرس غړو او عام ملت ته په وینا کې کیسنجر هغه د ټولو هغو ټکو له په ډاګه کولو څخه ډډه وکړه چې د فول پرایس پلان به د ایران د اقتصاد لپاره څه ډول پایلې ولري. برعکس هغه د کانګرس غړو ته وویل، دغه پلان او ګام به د امریکا کورني تولیدات وژغوري « موږ باید خپل کورني تولیدات د ګمرکي تعرفو یا د تېلو د بیو په را ټیټېدو او یا نورو لارو چارو وساتو . . .. که نړیوالې بیې له کورنیو بیو څخه ډېرې راغورځېږي، نو زموږ کورنیو تولیداتو ته به سخت زیان ورسېږي، که اوپیک اقتصادي جګړه وکاروي او د تېلو بیې را ټيټې کړي. دا به موږ نور هم په دوی پورې وتړي او زموږ پانګې او بدیلې منابع به پای ته ورسوي، دوی به بیا بېرته د تېلو بیې پورته کړي او موږ به بیا بېخي تر بل هر وخت ډېر په دوی باندې متکي شو.
 
کله چې په اویل ماڼۍ کې د  ترسره شویو لانجو او بحثونو جزییات په رسنیو کې خپاره شول، رامز فیلډ  او کیسنجر په بیل سایمون تور ولګاوه چې دغه پټ معلومات یې بهر ته ایستلي او دوی ته یې له شا ضربه ورکړې. داسې رپوټونه خپاره شول چې ولسمشر جیرالډ فورډ د خزانې وزیر ته په غوصه شوی دی. خبریال هیلین توماس داسې وړاندوینه کړې وه چې بیل سایمون غواړي ډېر ژر خپله دنده خوشې کړي.  یوه بل خبریال جوزف کرفټ چې د بهرنیو چارو له وزیر هنري کیسنجر سره یې له نږدې اړیکې درلودې او د ایران شاه ته یې ډېر اخلاص درلود، بیل سایمون د « وال سټریټ د سوداګریزو بانډونو د طبعیت ماهر کس بللی و چې په سیاست یې ډېر سر نه خلاصېږي . . . . هغه دالهیاتو د علم بندیوان دی چې فکر کوي د مارکېټ ځواک او زور په بشپړه توګه بې زیانه او دولت له زیان ډک دی. له مارکېټ څخه د انفلاسیون د ورکولو په برخه کې هغه په پرلپسې توګه د حکومت له پروګرامونو سره په مبارزه او شخړه بوخت و او د اقتصادي بحران د له منځه وړلو یا اسانه کولو پلان یې طرح کاوه، وخت پر وخت به هغه د یوه شرمناک کار د ترسره کېدو په څېره کې عام ولس او رسنیو ته راښکاره کېده » خبریال کرفټ د نومونو یو لست خپور کړ چې « څوک به د دغو کسانو په ډله کې د خزانې یا د مالیې وزارت لپاره نوی مناسب کس وي او په کابینې کې به د مالیې وزارت تر لاسه کړي؟»
کله چې د بیل سایمون د راتلونکي کار د معلق کېدو خبره را پورته شوه د جمهوریت غوښتنونکي ګوند د ازاد مارکېټ د محافظه کارو پلویانو لخوا لویه غوغا راپورته شوه او د ولسمشر د بودجې د کسر کمولو د پلان پر ضد یې نارې پورته کړې او غوښتل یې چې بیل سایمون پر خپله څوکۍ پاته شي. رونالډ ریګن، د ایریزونا ایالت سناتور باري ګولډواټر اودنیویارک سناتور جیمز بوکلي د بیل سایمون په خواکې ودرېدل او د بودجې د پوښښ لپاره یې د هغه د نظرونو تایید وکړ. ارتر برنز هم د خپل همکار لخوا مداخله وکړه. هغه ولسمشر فورډ ته وویل « د اقتصادي او مالي بحران په منځ منځ کې  له ۱۹۲۹ کال راهیسې په لومړي ځل د خزانې یا مالیې د وزیر بدلول به یوازې او یوازې یوه تېروتنه او حماقت وي»
له دې سره چې د سایمن ملاتړ له ښي اړخ څخه کېده هغه پر ولسمشر فورډ د باور کولو غږ وکړ او هغه یې وننګاوه چې پر ده دې خپل لومړی برید وکړي. ده وویل:« زه د ولسمشر د اقتصادي برخې مشر ویاند یم، که زه د تلو پر لاره یم ، نو ماته نه دي ویل شوي». ولسمشر جیرالډ فورډ له خپل تصمیم څخه په څټ شو او یوه اعلامیه یې خپره کړه چې هغه پکې ویلي وو:« پر سایمون پوره باور لري او په خپل وزارت کې به پاته شي». دې پیښې سایمون ته نور خوندیتوب او مصونیت هم ورکړ چې په کابینې کې د خپلو نورو سیالو همکارانو پروړاندې دریځ ټینګ کړي. دې پېښې د ولسمشر دریځ او ځواک ته نور هم زیان ورساوه او د هغه د حکومت مخالفینو ته یې نور هم جرات ورکړ چې خپلې نیوکې پراخې کړي.
د تېلو لوړو بیو د جیرالډ فورډ د ادارې په دننه کې ژور درز نور هم افشا کړ او له محافظه کار غورځنګ سره یې ایډیالوژیک درز نور هم زیات شو. یو شی چې دلته ټول پرې همغږي و هغه د اوپیک (د تېلو د تولیدوونکو هېوادونو سازمان) ماتول یا دړې وړې کول و، خو دا مسله په څه ډول د سپینې ماڼۍ د بحثونو په سر کې راغله او نژدې هره ورځ به یې پرې له کړکېچونو ډک بحثونه کول، د دفاع وزیر جیمز سچلیزنجر وویل: «د تېلو لوړو بیو هره ورځ د امریکا په زړه سرې کرښې راکشولې او د فورډ د ادارې لپاره ورځنی خفګان و، د امریکا متحدوایالتونو په دې برخه کې د بې درېغه ماتې احساس کاوه او د هر پلان عملي کېدل ورته له ماتې سره مخامخ ښکارېده او لاسونه یې په دې موضوع کې تړلي برېښېدل.»
په اوییل ماڼۍ کې له مهمې ناستې لس ورځې وروسته د ۱۹۷۴ کال د دسمبر له ۱۴مې تر ۱۵مې نیټې ولسمشر یاران کمپ ډیویډ ته ولاړل چې یو ځل بیا فارس خلیج ته د امریکا د سمندري ځواکونو د استولو نظریې ته له سره کتنه وکړي، په یوه برخه کې د کنفرانس ګډونوالو ته دا معلومات ورکړل شول چې په ۱۹۸۵ کال کې به د تېلو تولیدوونکي هېوادونه د ۱،۲ ټریلیون ډالره عایدات ترلاسه کړي، هغه یاد داښت ولولئ چې فرانک زیرب ته استول شوی او په کې راغلي:«راځئ چې د کمې بیې د جګړې د انتخاب هڅه وکړو» د زیرب په یاد داښت کې دارنګه راغلي وو چې د ګالوس (یو ډول شراب) اشتها لرې که نه؟ هغه احساس چې د زیرب په یاد داښت کې یې انعکاس موندلی و په امریکايي چارواکو کې یې هغه باور ته اشاره کوله چې ګنې وخت په داسې خوا روان دی چې کېدای شي په مالي مارکېټونو، بانکونو او د ځپل شویو اروپايي متحدینو لپاره وضعیت ښه شي چې اقتصاد یې ایشیده. 
 
د ۱۹۷۵ کال د جنورۍ په لومړیو کې کیسنجر یو ځل بیا د نړۍ د رسنیو سرټکی شو، هغه د بزنس ویک مجلې سره په خبرو کې وویل « له دې سره چې د پوځي زور کارول ډېر خطرناک انتخاب دی، خو د امریکا متحد ایالتونه چمتو دي چې کندې ته د صنعتي نړۍ د غورځېدو د مخنیوي لپاره هره لاره غوره او ګټه ترې پورته کړي.»
پر سپینه ماڼۍ فشار و چې لومړی په پوځي جبهه کې پرېکنده حرکت وکړي. په دې برخه کې تر نورو نوي محافظه کاران مخکې و او ډېرو نورو هم غوښتل چې امریکا دې په منځني ختیځ کې د خپلو تېلو د لارې د خوندي کولو لپاره وسلې ته لاس کړي او بې له ځنډه دې د سعودي عربستان د تېلو د زېرمو سیمې لاندې کړي، ډېر نوي مخافظه کاران له لیبرالانو ناهیلي شوي وو او ښي اړخو ازادو پالیسي لرونکو ته ور واوښتل. په هر حال بیا هم ټول په جمهوریت غوښتونکو کې نه وو ورګد، ډېر مهم نوي محافظه کاران په کپیټل هیل ماڼۍ(د کانګریس ودانۍ) کې ډیموکرات سناتور هنري (سکوپ) جاکسون و چې د ولسمشر نیکسون او کیسنجر د هغوستونزو زېږونکو تګلارو کلک منتقد و چې له شوروي اتحاد سره مخته بیولې. هغه پر اسراییلو د وسلو د پلورلو ډېر لېونۍ او احساساتي دفاع کونکی و.
د ۱۹۷۵ کال په جنورۍ کې د نويو محافظه کارانو خپرونې یوه اوږده مقاله خپره کړه چې د پوځي مداخلې پوښتنه هم په کې مطرح شوې وه. د دې لیکنې لیکوال وړاندیز کړی و چې امریکا دې په بشپړه توګه د فارس خلیج د سواحلو څنډې له کوېت څخه لاندې، تر قطره پورې ټوله سیمه دې ونیسي چې د ټولې نړۍ د تېلو ۴۰ په سلو کې زېرمې لري. دا کار کېدای شوای په اسانۍ سره ترسره شوی وای، ځکه چې دغه ټوله سیمه خړو او زېړو سپېرو شګلنو ډاګونو نیولې او د اوسېدو سیمې او نفوس په کې په نشت حساب دی او د دویم وېتنام د رامنځ ته کېدو خطر هم په کې نه شته. لیکوال ویلي، که شوروي اتحاد هڅه وکړه چې پر خلیج د امریکا د برید مخه ونیسي او دا کار یې په سیمه کې د خپل دوست عراق پر مټ تر سره کړ چې پر کوېټ برید وکړي، نو د لیکوال حل لاره دا ده چې متحد ایالتونه دې کوېټ د ځان لپاره لاندې کړي.
 نوي محافظه کاران د حرکت په حال کې وو او د دوی نظر په واشنګټن کې د یو شمېر نورو لخوا هم دا ډول په ډاګه شو چې په امریکا کې د انرژۍ بحران د بدتره کېدو په درشل کې دی. د ۱۹۷۵ کال په مارچ میاشت کې د روانو چارو خپرونې «هارپرز» یوه لیکنه خپره کړه چې پکې ویل شوي وو: «د عربانو د تېلو لاندې کول» دغه اوږده تحریکونکې لیکنه د یوه ناپېژندل شوي لیکوال وه چې د میلیس اګناتوس په لاتیني نوم باندې خپره شوه چې په انګرېزي کې یې مانا «نامعلوم سرتېری» دی. په دې ډېر بحثونه وشول چې د دې لیکنې ریښتینی لیکوال به څوک وي او یا کېدای شي د چا وي؟ په دې مقاله کې  میلیس اګناتوس غوښتنه کړې وه چې د سعودي په ختیځ کې دې د تېلو بډایه سیمه د لسو کلونو لپاره امریکا په پوځي زور ونیسي. هغه داسې اټکل کړی وو چې د امریکا جنګي ځواک به دغه بری په فارس خلیج کې په اسانه سره ترلاسه کړي او د دې چانس به هم نه وي چې په دغه سیمه کې ګورلایي یاغیان او یا ترهګر ځاله جوړه کړي او د تېلو بنسټونو ته ستونزې پیښې کړي او یا دغه یرغل سبوتاژ کړي.
 په دې مقاله کې تحلیل داسې شوی و چې د سعودي د تېلو سیمې، د تېلو نل لیکې، سمندري او ځمکني بندرونه او هوايي ډګرونه کېدای شي یوازې په ۴۰ زره پوځیانو سره ونیول شي، د «عربانو د تېلو لاندې کولو» د مقالې لیکوال دا یادونه هم کړې وه چې په فارس خلیج کې یوازینی هېواد چې کېدای شي د امریکا د متحدو ایالتونو د نیوواک د مقابلې وړتیا ولري هغه به ایران وي. په دې برخه کې د هغه وړاندیز داسې و چې « شاه ته کویټ د معاملې په توګه په ډالۍ کې ورکړی»
 
وروسته دغلته د ایران نوبت دی: ایران له تیوریک پلوه کولی شي د امریکا له پوځي لاسوهنې سره په سیمه کې یوه ستره معامله تر سره کړي . . . . ولې په روښانه او هوښیارانه ډول دا نه پوښتو چې ایا ایرانیان به وغواړي چې کویټ وساتي ــــ او لږتر لږه خپل تېل ترې وباسي؟ دغه تېل کېدای شي د تېلو د بیو د ټیټوالي له درکه د ایران د کمو شویو عوایدو یو ښه جبران وي. خواندېښنه داوه چې که ایرانیان د کوېټ پرخوا حرکت پیل کړي، کېدای شي شوروي اتحاد د ایران په شمالي برخو د یرغل هڅه وکړي، خو دا به د روسانو لپاره ډېر خطرناک عملیات وي، ځکه چې ایران لا له وړاندې د بل سوپر پاور، امریکا، د ساتنې سیمه ده.
 
دا نظریه چې کېدای شي د امریکا متحدهایالتونه کوېټ له ایران سره په دې تبادله کړي چې امریکا دې د سعودي عربستان د تېلو سیمې لاندې کړي، ډېر لرې او غیر عملي برېښېده. دا کار یو بل څه ذهن ته راوړي چې د ۱۹۷۳ کال په سپټمبر میاشت کې د دفاع وزیر جیمز سچلیزنجر د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر ته ویلي وو « ایرانیان کېدای شي کویټ ونیسي خو د فارس له خلیج څخه به را وانه وړي» د (هارپرز) د خپرونې دې ټکان ورکونکې مقالې هغه مهال یوه بله نوې مانا خپله کړه چې په دفاع وزارت کې ګڼ شمېر چارواکي د بېړني پلان د پراخولو په هڅو بوخت وو. تر همدې ورځې پورې د رسنیو دغه ډول لیکنې د مخالفینو پرضد د رواني جګړې د مخته وړلو لپاره یوه ښه بېلګه بلل کېده. تر دې مهاله د سعودي عصباني شاهي کورنۍ د ایران د تېلو د لوړو بیو طرحه نه وه  ننګولې او په دې مسله کې یې ډېره لېوالتیا نه وه. د کریسشن ساینس مانیټور ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې بلاخره دې لیکنې ګټه وکړه « دې لیکنې په ژوره توګه د سعودي د حکومت او د شاه فیصل د شاهي کورنۍ لوړ پوړو اغېز لرونکو مشرانو ته ټکان ورکړ» 
د ۱۹۷۵ کال په پسرلي کې د اردن باچا ملک حسین سپینې ماڼۍ ته راغی او د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ له اندېښنې ډک پیغام یې امریکايي مشرانو ته وړاندې کړ. د سعودي کابینې په یوه فوق العاده غونډه کې پر دې مقالې بحث وکړ.
ملک حسین وویل: «د سعودي عربستان شهزاده فهد بن عبدالعزیز له ما وغوښتل چې تاسو ته مخامخ یو مطلب وړاندې کړم.» د اردن باچا حسین ولسمشر فورډ ته وویل « زه د سعودي عربستان د تېلو پر زېرمو د ممکنه پوځي یرغل په اړه د هر ډول وینا له کبله په خپل هېواد کې د چټک غبرګون په اړه په ژوره توګه اندېښنه لرم. د دې لانجې په اړه به په پراخه کچه غبرګون وښوول شي، زه غواړم چې تاسو دغه مسله له عامه افکارو راتاو کړی. دا به بهتره وي چې غبرګونونه را کم شي.»
امریکايي ولسمشر وویل:« زه فکر نه کوم چې په دې وروستیو کې دې له هغې پخوانۍ یوې پرته چې څه موده وړاندې وشوه په دې تړاو کوم ډول نوې څرګندونې شوې وي.»
ولسمشر د هارپرز مجلې لیکنه یا لوستې وه او یا هم په دې ډول چا ورته بیان کړې وه، هغه  ظاهرا کیسنجر ته په وینا کې وویل چې هېڅ اندېښنه نه ده په کار.
 کیسنجر په ډاګه کړه چې « شهزاده فهد په دې موضوع کې ډېر حساس دی، د مارچ په میاشت کې د هارپرز په مجلې کې یوه مقاله خپره شوه چې خپل ځان یې د دفاعلي تحلیل کونکو له مفکرینو څخه بللی وو. له دې سره سره چې دغه مقاله په مستعار نوم لیکل شوې وه خو د سعودي د تېلو د زېرمو د لاندې کولو په اړه یې جدي بحثونه راوپارول. د دې مسئلې له کبله په سعودي عربستان کې سخت غبرګونونه را وپارېدل»
ښي اړخو او چپي امریکایي سیاستوالو هڅه کوله د تېلو د لوړو بیو او پر ایران د وسلو پلورلو د معاملې ترمنځ په اړیکې ځان پوهول پیل کړل. د محافظه کارو امریکايي مبصرینو د انستیتیوت کارپوهانو او مفکرینو پر ایران د امریکايي وسلو د پلورنې پر پالیسیو یو لوی انتقادي رپوټ خپور کړ او دغه انتقاد کونکي دې پایلې ته رسېدلي و چې پرشاه تر اندازې د ډېرو وسلو پلورلو د هغه اشتها د تېلو د بیو لوړولو ته صافه کړې او له کبله یې د امریکا د کورني امنیت ګټو ته سخت زیان رسېدلی دی.
پر ایران د امریکا د بې اندازې وسلو پلورلو شوروي اتحاد ته هم ښه بهانه په لاس ورکړې وه. شورویانو د ایران لوېدیځ ګاونډي عراق ته ډېر عصري وسایل او وسلې ورکولې. په واشنګټن کې حکومتي مامورینو وویل چې د دغه لوی انتقادي رپوټ سریزه د دفاع د پخواني وزیر ملوین لاییرډ لخوا لیکل شوې چې هغه د ټویچل د پوځي او سیاسي دوکتورین یا تګلارې کلک مدافع او د ایران پر باچا له ډېر پخوا راهیسې شکمن و. د امریکايي فعالینو د انستیتیوت AEI رپوټ کې ټینګار شوی چې پر ایران دې د وسلو پلورل محدود شي، لامل یې دا ښيي چې که ایران ډېرې وسلې واخلي نو تېل ورته د دواړو وسلو د اخیستو او کورنیو پروژو د پرمخ بیولو لپاره ډېره ښه منبع ګرځي.
د شاه او پخواني ولسمشر نیکسون ترمنځ د تېلو او وسلو د پلورنې پر پټې معاملې د پراته پوښ د لرې کولو او  د دې معاملې د جزییاتو په ډاګه کېدو هڅې د ۱۹۷۴ کال په دسمبر میاشت کې پیل شوې وې. د مریلینډ ایالت ډیموکراټ استازي کلارینس لانګ ولسمشر فورډ ته یو لیک ولیکه او ترې وې پوښتل شو چې « ایا داسمه ده چې ولسمشر نیکسون د ملی امنیت له ارزونې او مطالعې پرته پر ایران د وسلو د پلورلو دغه تړون ته پراختیا ورکړې؟» یوه میاشت وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې په واقعیت کې دا بېخي سمه خبره وه چې نه د ولسمشر نیکسون او نه هم د ولسمشرفورډ ادارې د ملي امنیت د شورا څېړنه کړې وه، چې که د وسلو د پلور چاره همداسې روانه وي ، لس کاله وروسته به په فارس خلیج کې د وسلو سیالي چېرته رسېدلې وي له دې سره چې دا ډېره پیچلې او سخته مسله وه د کیسنجر یوه سلاکار وړاندیز کړی و، د دې پرځای چې په چټکۍ سره د وسلو له پلورلو بښنه وغوښتل شي پوځي وسلې او وسایل دې لکه چې د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو د یوه اساسي تاکتیک په توګه وپلورل شي.
 هغه نه غوښتل چې دغه معامله بنده شي. واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د پنتاګون د یوه بې نومه چارواکي له خولې نقل قول دا تصدیق کړې وه چې داسې پالیسي نه وه چې د شاه لخوا موږ ته د وسلو د خرڅلاو په بدل کې د راکول کېدونکو ډالرو بنډلونه پر ځان محدود کړو. له یوه بل کارپوه څخه پوښتل شوي و چې که ایران په لویدیځه اسیا او فارس خلیج کې د امریکا د نفو‌ذ د له منځه وړلو او محوه کولو لپاره دغه وسلې وکاروي  څه به پیښ شي؟ د هغه ځواب له ډاډ او اطمینان څخه ډک و «نو موږ به خپل قمار بایللی وي.»