د شیطان کیسې / څلورمه او پنځمه کیسه

 
څلورمه کیسه :
   کله چې الله (ج) شیطان له خپل دربار څخه وشاړه او ورته یې د لعین او مردود خطاب وکړ ، نو شیطان له خدای (ج) څخه وغوښتل ، چې ما ته د قیامت تر ورځې وخت راکړه . الله (ج) ورته وفرمایل : تاته مې مهلت درکړ، نو شیطان قسم وخوړ او وې ویل: زه به هېڅکله د آدم (ص) اولادونه سمې لارې ته پرېنږدم ، نو له دې امله به له هر لوري پرې برید کووم او دې ته به یې پرې نږدم ، چې ستا شکر کوونکي بنده ګان شي .
   الله (ج) وفرمایل : لعینه له دې ځای څخه ووځه ، که چېرې زما هر بنده ستا په خبرو عمل وکړي ، نو له تا سره به یې یوځای جهنم ته وغورځوم .
پنځمه کیسه :
  الله (ج) حضرت آدم (ع) او حضرت حوا (ع) ته وفرمایل : تاسو په جنت کې واوسېږئ او په جنت کې مو چې څه شي ته زړه کېږي ، نو وې خورئ ، مګر یوې ونې ته به نه نیږدې کېږئ .
  حضرت آدم (ع) او حضرت حوا (ع) جنت ته لاړل ، شیطان د دوی په زړونو کې وسوسه پیدا کړه ، چې موږ یې د دې له پاره دې ونې ته له نیږدې کېدو څخه منع کړو،ترڅو موږ هم د پرښتو په څېر خوړلو او څښلو ته اړتیا ونه لرو .
   شیطان قسم وخوړ او هغوی ته یې وویل : زه ستاسو په ګټه یم ، له دې ونې څخه یو څه وخورئ ، کله چې شیطان په الله (ج) قسم وخوړ ، نو حضرت آدم (ع) پر هغه باور وکړ ، چې دا زموږ په ګټه دی او دې خبرې ته یې پام نه وو ، چې څوک په الله (ج) قسم خوري درواغ هم وایي ، له دې کبله یې په شیطان باور وکړ او له هغې ونې څخه یې یو څه وخوړل ، د هغې په خوړلو سره ، سمدستي له دوی څخه جنتي جامې وویستل شوې او خپل بدنونه یې له یوبل څخه په پاڼو پټ کړل .
   الله (ج) وفرمایل : ما له دې ونې څخه تاسو منع کړي وئ او نه مې و درته ویلي ، چې شیطان ستاسو دښمن دی ؟
   حضرت آدم (ع) او حضرت حوا (ع) وویل : ای الله (ج) موږ په خپله له ځان سره بد کړي دي ، اوس نو که چېرې ته پر موږ رحم ونه کړې او موږ ونه بښې ، نو موږ به د زیان کارانو له ډلې څخه وشمېرل شو .
آدم (ع) په دغو الفاظو له خدای (ج) څخه دعا وغوښته :
اللهم انی اسئلک بجاه محمد عبدک و کرامته علیک ان تغفرلی خطیتی .  
ای الله (ج) ! زه ستا د نازولي بنده حضرت نبي کریم (ص) په روی بښنه غواړم او کوم کرامات ، صدفې او مرتبې یې چې ستا له دربار څخه تر لاسه کړې دي د هغو په روی ما وبښه .
    حضرت آدم (ع) د همدې دعا په حال کې و ، چې الله (ج) ورته بښنه وکړه او لعین شیطان ذلیل شو .
نور بیا .....