
تاریخ:
هغه آرام په خوب کې ومړ خو نور په چیغو او فریاد د هغه په موټر کې...
درې مخي
ویې لیکل: درپسې خپه شوی یم او درېو واړو ته يې واستاوه...
آزانګه
ژوند لکه د آزانګو غر دی چې څه ترې غواړي درنه غواړي يې، نو د دې په ځای چې ته ووايي فلانی څه راکړه او هغه هم عيني خبره درته وکړي، ته غږ پرې وکړه چې څه خدمت درته کولای شم عیني خبره به له هغې خوا هم واورې...
سوالګر:
مسمومیت د کورنۍ ټول غړي وژلي و، پرون يې له اشغالو پس خوردې راوړې وې...
رضا:
پلار ویل له خلکو سره دښتې ته دعا ته وځي چې په ټول افغانستان کې د واورې او باران د کېدو لپاره دعا وکړي، مور ویل که واوریږي دا ژمی به په موږ ډېر سخت شي. ماشوم اول پلار ته بیا مور ته وکتل او په آرامه وویل: که وشي څومره ښه!؟ که ونشي څومره ښه؟!...