BRICS هیوادونه اوپه نړۍ کې د هغوي اقتصادې اهمیت

 

 
په تصویرکې دBRICS د اتحادیې مشران د ښې طرف څخه چپ طرف ته جنوبې افریقا، چین، برازیل، هند او روسېې مشران
 
BRICS د پنځو هیوادونو لنډیز دی چې (B) برازیل، (R) روسیه، (I) هند، (C) چین او (S) جنوبې افریقا د پنځو هیوادونه اتحادیه تشکلیوې، BRIC په اصل کې لومړې د څلورو هیوادونو (برازیل، روسیه، هند او چین) اتحادیه وه خو په ۲۰۱۰ کال کې د جنوبې افریقا په داخلیدو سره د پنځو هیوادونو اتحادیه شوه چې لنډیز یې هم د (‌ًBRIC) څخه (BRICS) ته تغیر شو.
د BRIC هیوادونو د خارجه چارو وزیرانو په ۲۰۰۶ کال کې په نیویارک کې سره ولیدل او ددې څخه وروسته نورې لیدنې هم وشوې خو رسمې لیدنه او غونډه په ۲۰۰۹ کال کې په روسیه کې وشوه چې دڅلورو هیوادونو برازیل، روسیه، هند او چین هیوادونو مشرانو پکې برخه لرله، په غونډه کې د نړیوال اقتصادې سیستم پرمختګ ، د مالې ادارو اصلاح او په اینده کې د څلورو غړو هیوادونو ترمنځ همکاری سره سره په نړیوالو چارو کې د BRIC هیوادونو شاملیدل تر بحث لاندې ونیول شول، په ۲۰۱۰ کال کې جنوبې افریقا هم غړیتوب ترلاسه کړ او د غړو شمیر یې ۵ ته ورسیده او نوم یې هم (‌BRICS) ته تبدیل شو، په ننې عصر کې نوموړې اتحادیه د اقتصاد له پلوه خورا مهم ارزښت لري.
د BRICS هیوادونو اقتصاد په ډیر چټکې سره مخ په وړاندې روان دی او د نړۍ دری بیلونه وګړې په همدې هیوادونو کې چې د ددنیا د نفوس ۴۰٪ سلنه تشکلیوې ژوند کوي، په نژدې کلونو کې BRICSهیوادونو د نړۍ د ناخالصو کورنې تولیداتو کې پراخه ونډه لرله او د نړۍ د ناخالصو کورنې تولیداتو په رشد کې یو د مهمو عنصرو څخه شمیرل کیږې.
د ۲۰۱۴ کال د احصایې له مخې د BRICS هیوادونو ناخالص کورنې تولیدات ۱۶،۰۹ تریلونه ډالر وه چې د نړۍ د ناخالصو کورنې تولیداتو ۲۰٪ تشکیلوې ددی سره سره د ۴ تریلونه ډالرو په اندازه د خارجې اسعارو ذخیره هم لرې، په ۲۰۱۴ کې BRICS هیوادونو د نړۍ داقتصاد ۱۸٪ تشکیل کړي.
ځینې شنونکې پدې عقیده دي او وایې چې چین به ۲۰۳۰ او ۲۰۵۰ کلونو ترمنځ د نړۍ لوی اقتصاد خاوند شي چې پدې ترتیب سره به ‌BRICS اتحادیه د نړۍ د مهمو اقتصادې هیوادونو څخه وشمیرل شي، که چیرې BRICS هیوادونه په شریکه سره همکارې وکړې نو په ۲۰۵۰ کال کې به د نړۍ اقتصاد د همدوي په لاس کې وي، دوي همداراز پدې عقیده دي چې چین دمالونو په تولید، هند په خدماتو، روسیه برازیل او جنوبې افریقا د خامو موادو به عرضه کې تسلط لرې چې په شریکه سره دوي کولای شي چې د غرب او امریکا په مقابل کې یو قوي سنګر جوړ کړي.
په حقیقت کې په اوس وخت کې د امریکا او اروپایې هیوادونو سره اړیکې ارزښت لرې خو که د BRICS  هیوادونو تر منځ پرمختګ په حقیقت بدل شې په اینده کې به ددې هیوادونو سره اړیکې هم خورا ډیر ارزښت ولري.
د BRICS اتحادیه هر کال په خپلو کې یوه غوڼده جوړوې چې د ۲۰۰۹ کال څخه تر دی دمه پورې یې شپږ غوڼدې جوړې کړې چې لومړې یې په ۲۰۰۹ کال کې په روسیه کې، دوهمه غونډه یې په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې، دریمه یې په ۲۰۱۱ کال په چین کې چې پدې غونډه کې جنوبې افریقا هم شامله وه، څلورمه غونډه یې په ۲۰۱۲ کال کې په هندوستان کې، پنځمه غونډه یې په ۲۰۱۳ کال کې په جنوبې افریقا او شپږمه غونډه یې په ۲۰۱۴ کال کې په برازیل کې جوړه شوې وه، د یادونې وړ ده چې راتلونکې غونډه په په روسیه کې جوړه شې او د غونډې کوربه توب به د ولادیمیر پوتین په غاړه وي.
 
لیکونکې: ا.وقار