توربازار(Black Market)

 
تور بازار چې په انګلیسې کې ورته (Black Market) وایې، هغه بازار ته وایې چې په هغه کې اجناس او خدمات په غیر قانونې ډول تبادله کیږې، او یا هغه بازار ته وایې چې راکړه او ورکړه یې نه راجستر کیږې.
په تور بازار کې کیدای شې په خپله اجناس او خدمات غیر قانونې وي، او یا هم اجناس او خدمات قانونې خو راکړه او ورکړه یې غیر قانونې وي، لکه د مثال په ډول د غذا او یا میوو اخیستل او خرڅول غیر قانوني ندي، خو که چیرې د کانداران راکړه او ورکړه یي راجستر او ثبت نکړې پدي خاطر چې ددی مالونو ټکس حکومت ته ورنکړې، دی بازار ته هم تور بازار وایې.
دوهم صورت یې هغه دی چې خپله اجناس او خدمات د حکومت لخوا بند او غیر قانونې اعلان شوې وي لکه د انسان د جسم اعضاو، پوډرو او اسلحو خرڅول چې دا ټول اجناس غیر قانونې دي او ددی اجناسو راکړه ورکړه په تور بازار کې صورت نیسې.
د تور بازار علتونه.
1-  د ټکس څخه تیښته: 
تور بازار هغه وخت کې پیدا کیږې کله چې تجاران، دکانداران او خلک حکومت ته د ټکس ورکولو څخه ډډه وکړي، نو پدې صورت کې دوي چې کومه راکړه او ورکړه کوې رسمې یې نه راجستر کوې او د نه راجستر کیدو په صورت کې حکومت نه شې کولاې چې ټکس ورڅخه واخلې.
2-  د حکومت لخوا د زیاتو او سختو شرایطو وضع کیدل: 
کله چې د یو کار او بار او تجارت د شروع کولو لپاره د حکومت لخوا زیات شرایط وضع شوي وي، نو پدې صورت کې د کارو او بار قیمت زیاتیږې، هغه خلک چې نه غواړې خپلې اضافه پیسې د حکومت په زیاتو شرایطو مصرف کړي، نو خپل کاراوبار بغیر د راجستر کولو څخه شروع کوي چې دا هم د تور بازار یو دلیل دی.
3-  په حکومت کې ادارې فساد: 
په حکومت کې ادارې فساد د تور بازار یو بل دلیل دی، چارواکې او زورواکې د خپل مقام او زور څخه په غلطې استفادې سره ځینې تجاران او دکانداران د حکومت په ځای زورواکو او چارواکو ته پیسې ورکوي، او یا هم د چارواکې لخوا ځمکه غصب شوي وې او د هغې څخه د کرایې په نوم پیسې اخلې چې دا ټولې پیسې شخصې جیبونو ته ځی او حکومت سره نه راجستر کیږې.
4-  مهاجرین : 
هغه خلک چې د یو ځای څخه بل ځای ته مهاجر شوی وي او د کار کولو قانونې اسناد ونلرې، نو د پیسې د ګټلو لپاره تور بازار ته مراجعه کوي، ځکه د قانونې اسناد د نه موجودیت په صورت کې نشې کولې چې رسمې کار وکړي، او یا هم د پولیسو لخوا خارج کیږې.
5-  غیر قانونې اجناس او خدمات: 
هغه اجناس او مالونه چې د حکومت لخوا څخه منع او غیر قانونې اعلان شوې وي، نو دداسې مالونو د خرڅولو لپاره خلک تور بازار ته مراجعه کوي. لکه د اسلحو، تاریاکو او پوډرو خرڅول.
زمونږ په افغانستان کې هم متاسفانه چې پورتنې ټول عوامل موجود دي، او په بازار کې یوه معامله هم نه راجستر کیږې او همدارنګه د زیات ادارې فساد په موجودیت کې پیسې د حکومت په ځای د چارواکو او زورواکو جیبونو ته ځي، چې دا د حکومت اقتصاد ته یو لویه ضربه ده.
په نتیجه کې ویلې شو هغه حکومتونه چې اداری فساد، ټکس او د تجارت او کار او بار شروع کولو لپاره سخت او زیات شرایط ونلرې نو په هغه ځای کې تور بازار هم په کمه اندازه پیدا کیږې.
ا. وقار