
نړیوالتوب په اقتصاد، تجارت، بانکدارې او نورو برخو کې داتحاد او یو ځای والې په معنی دی ، ددی په خاطر چې یو هیواد د نړې په سطحه یو کامیاب او ښه اقتصاد ولرې نو د نورې نړۍ هیوادونوسره ارتباط او نړیوالتوب ورته اړین دی، د نړیوالتوب اغیزې ډیرې زیاتې دی چې د نړۍ د اقتصاد مختلفې برخې اغیزمنې کوې، همدا رنګه نړیوالتوب په نړې کې د یو کلې او منظم مالې سیستم په جوړولو کې هم پوره مرسته کوې.
د نړیوالتوب د اغیزو څخه یو هم دادی چې د یو قوم او هیواد د مالې حالت او همدارنګه د صنایعو په برخو باندې مثبت اغیز لرې او مخ پر وړاندې یې بوزې، ددی سره سره نړیوالتوب د نړۍ په سطحه نړیوال بازار ته چې د صنایعو په تولیداتو ولاړ دی لاره هواروي چې ددی په نتیجه کې مصرف کوونکې کولای شي خارجې مالونوته چې د مختلفو شرکتونو لخوا تولیدیږې په اسانې سره لاسرسې پیدا کړي.
د نړۍ په سطحه نړیوالتوب په نړۍ کې د مالونو او پیسو د تبادلې لپاره د یو مشترک بازار او مارکت په جوړولو کې هم پوره مرسته کوې.
د نړیوالتوب فایدې کوم چې د نړۍ اقتصاد ته پرمختګ ورکوې په لاندې ډول دي.
۱_ د سرمایې ازادانه حرکت او نورو خارجې هیوادونو کې سرمایه کذارې ته لاسرسې یعنې یو شخص کولې شې چې هم په داخل د هیواد کې او هم په خارج کې په اسانې سره سرمایه ګذارې وکړي.
۲- د نړیوالتوب له برکته د نړۍ په سطحه تجارتې مارکت ارتجاعې کیږې، یانې د نړیوالو شرکتونو او کمپنیو تجارتې راکړه ورکړه او معاملې د هیوادونو جغرافیوې حدودو پورې منحصر او محدودیږې نه، بلکه په هر ځای کې په ازاد ډول خپل تجارتې معاملې او راکړه ورکړه تر سره کولې شي.
۳- نړیوالتوب د سرمایې جریان زیاتوي او سرمایه ګذارانو ته اجازه ورکوي چې دمخ پر وړاندې هیوادونو هغو منابعو کې سرمایه ګذارې وکړي چې تر اوسه پورې ندې استخراج شوې.
۴- د رسنیو د نړیوالتوب له کبله د خلکو تر منځ مصافه او فاصله په لوړه کچه راټیټه شوې چې نن سبا د مختلفو تلویزونې چینلونو له لارې خلک د دنیا په ګوټ ګوټ کې د نړۍ له تازه حالاتو څخه خبریږې.
۵- په نړیوالو ارتباطې شبکو کې د پرمختګ له کبله د یوې جامعې څخه بلې جامعې او د یوه فرد څخه بل فرد ته په اسانې سره معلومات دیو خای څخه بل ځای ته انتقالیدای شي.
۶- نړیوالتوب د نړۍ په سطحه د هیوادونو تر منځ نړیوال ازاد تجارت زیاتوې.
۷- نړیوالتوب د هیوادونو ترمنځ په لویه پیمانه یو د بل سره د جنګ او جګړې امکان کموي.
۸- په نړیوال مارکټ کې په تولیداتو کې د رقابت موجودتیا له وجهې د هیواد عمومې تولیدات زیاتیږې او ورسره د تولید کیفیفت لوړیږې چې دا د خلکو په ژوند کې هم مثبت بدلون راولې.
۹- نړیوالتوب د خلکو او قومونو ترمنځ فاصله او مصافه کموې.
ا.وقار