
مخکې لدی چې د پیسو د تبادلې د نرخونو د تغیروالې په لاملونو رڼا واچوو دا مناسبه بولم چې د پیسو د تبادلې په اړه لږ وضاحت ورکړم.
د پیسو تبادله څه ته وایې؟
د یو هیواد د داخلې پیسو قیمت د خارجې پیسو په مقابل کې قیمت ته د پیسو تبادله وایې، مثلا د افغانې تبادله د کلدارو په مقابل کې، یا د افغانې تبادله د ډالرو او نورو خارجې پیسو په مقابل کې، نو ویلې شو چې د پیسو د تبادلې لپاره دوه عناصر وجود لرې لومړې داخلې پیسې او دوهم خارجې پیسې.
د پیسو تبادله په دوه ډوله ښودل کیږې چې یو ته یې مستقیم ډول ښودنه او بل ته یې غیر مستقیم ډول ښودنه وایې.
اول- مستقیم ډول ښودنه: هغه ته وایې چې خارجې پیسې د داخلې پیسو په مقابل کې وښودل شې لکه ډالر، ایرو او یا نوری خارجې پیسې د افغانیو په مقابل کې (یو ډالر برابر دی د ۵۰ افغانیو سره).
دویم-غیر مستقیم ډول ښودنه: هغه ته وایې چې داخلې پیسې د خارجې پیسو په مقابل کې وښودل شې لکه افغانې د ډالر، ایرو او یا نورو خارجې پیسو په مقابل کې (یو افغانې مساوکیږې د ۰.۰۰۲ ډالرو او یا ایرو سره).
دا چې د پیسو تبادله مو وپیژنده نو اوس غواړم هغه عوامل او سببونه چې د تبادلې په قیمتونو کې تغیروالې راولې وړاندی کړم.
۱ـ انقلاسیون: په عمومې ډول هغه هیوادونه چې په ټیټه کچه انفلاسیون لرې نسبت هغه هیوادونو ته چې د انفلاسیون کچه پکې زیاته وي، د هغه هیواد د پیسو نرخ هم لوړ وي ځکه چې د دوی د اخیستو توان او قدرت د نورو هیوادونو په پرتله ډیر وي، په همدې ډول هغه هیوادونه چې د انفلاسیون اندازه یې زیاته وې د هغوې د پیسو ارزښت هم د نورو هیوادونو په پرتله ټیټ وي.
۲- سود: د سود اندازه او فیصدې هم د پیسو د تبادلې په نرخونو باندې خورا لوی اغیز لري، د سود لوړه فیصدې په یو هیواد کې د خلکو لپاره د لوړې ګټې په مانا دی ، نو هغه هیوادونه چې د سود فیصدې یې زیاته وې نسبت هغه هیوادونو ته چې د سود فیصدې یې ټیټه وې د هغه هیواد د پیسو ارزښت هم ورسره زیاتیږې، ځکه چې د سود لوړه فیصدې خلک تشویقوې چې په هغه هیواد کې سرمایه ګذارې وکړي او خپلې پیسې هماغه هیواد ته انتقال کړې، پدې ډول سره د هیواد د پیسو لپاره تقاضا زیاتیږې کله چې تقاصا زیاته شې نو د پیسو ارزښت هم ورسره لوړیږې.
برعکس هغه هیوادونه چې د سود فیصدې یی ټیټه وي د هغوې د پیسو ارزښت هم ورسره ټیټیږې، ځکه چې خلک کوشش کوي هغه ځای او هیواد ته خپلې پیسې انتقال کړې چې زیات سود ولرې، پدې ډول سره د داخلې پیسو لپاره تقاضا کمیږې او عرضه یې زیاتیږې او هیواد داخلې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
۳ـ قرض: هغه هیوادونه چې په لوړه اندازه قرض ولرې نسبت هغه هیوادونو ته چې قرض ونلرې او يا په کمه اندازه ولرې د هغوې د پیسو ارزښت د زیات قرض له امله ټیټږې ځکه چې که یو هیواد په قرض باندې ولاړ وي نو په هغه هیواد کې خلک د سرمایې لپاره زړه نه ښه کوي، ځکه کیداي شی چې دا هیواد خپل پور ورنکړای شي، چې پدې سره دوي مجبوریږې چې نوي پیسې چاپ کړې او نوي پیسو چاپولو سره په هیواد کې انفلاسیون زیاتیږې او پدې ډول سره داخلې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
۴- د صادرات او وارداتو قیمت: که چیرې د یو هیواد د صادرات قیمت د هغه د وارداتو د قیمت څخه زیات شي نو پدې صورت کې د هیواد د پیسو لپاره تقاضا زیاتیږې چې په نتیجه کې ورسره د هیواد د پیسو ارزښت هم لوړیږې برعکس که چیرې د وارداتو قیمت زیات شې نو پدې صورت کې د داخلې پیسو لپاره تقاضا کمیږې او پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
۵- سیاسې ثبات: د پیسو په ارزښت کې سیاسي ثبات هم زیات اغیز لرې ، عموما سرمایه ګذاران په هغه هیواد کې سرمایه ګذاري کوي چې په سیاسې ډول ثابت وي، جنګ او جګړه پکې نه وي، که په یو هیواد کې سیاسې ثبات وي نو خلک کوشش کوي چې په هماغه هیواد کې سرمایه ګذاري وکړي، چې پدې سره د هغه هیواد پیسو ته تقاضا زیاتیږې او د پیسو ارزښت ورسره لوړیږې، برعکس په کوم هیواد کې چې جنګ، جګړه وي او سیاسې ثبات ونه لرې نو هیڅوک زړه نه ښه کوي چې په هغه هیوادکې سرمایه ګذارې او تجارت وکړي د هغه هیواد څخه سرمایه بیرون ته وزې چې پدې ډول سره د هیواد داخلې پیسو ته تقاضا کمیږې او دا ددی سبب ګرځي چې د پیسو ارزښت کم او راټیټ کړي.
یو ښه مثال په سیاسې ثبات کې زمونږ ګران هیواد افغانستان دی چې د جنګ او جګړی له امله هیڅوک خارجیان خو لاپریږده چې زمونږ خپل افغانان هم سرمایه ګذاري نه کوي او یواځنې لامل یې د سیاسې ثبات نه شتون دی چې زمونږ افغانان یی دی ته مجبور کړي چې په دوبې او نورو ځایونو کې سرمایه ګذارې وکړي.
لیکونکې: ا.وقار