په تېر پسې
دویمه کیسه
کله چې الله (ج) پرښتو ته امر وکړ ، چې ځانونه ټیټ او آدم (ع) ته سجده وکړي ، نو ټولې پرښتې په سجده پرېوتې ، مګر شیطان انکار وکړ او سجده یې ونه کړه ، ټولې پرښتې د سجدې په حال کې وې ، خو لعین شیطان ولاړ او حضرت آدم (ع) ته یې شاه کړې وه .
کله چې پرښتو له سجدې څخه خپل سرونه را پورته کړل ، ګوري ، چې شیطان په کبر ولاړ او سجده نه کوي ، نو پرښتو د الله (ج) شکر ادا او یو ځل بیا یې سجده وکړه ، له دې کبله د پرښتو سجدې دوه شوې .
درېیمه کیسه :
کله چې د الله (ج) په امر ټولو پرښتو آدم (ع) ته سجده وکړه او لعین شیطان انکار وکړ ، نو الله (ج) له شیطان څخه وپوښتل : زما له حکم څخه دې ولې سرغړونه وکړه او ولې دې آدم (ع) ته سجده ونه کړه ؟
لعین شیطان په ځواب کې وویل :
( انا خیر منه خلقتنی من نار و خلقته من طین ) .
ژباړه : زه له آدم (ع) څخه غوره یم ، تا زه له اور څخه پیدا کړی یم او آدم (ع) دې له خاورې.
اور چې یو نرم پاک او نوراني څیز دی او خاورین جسم یو ککړ شی دی ، نو اور د خاورې ، نرم او پاک څیز د ککړ په وړاندې ولې سر ټیټ کړي ؟ .
نور بیا .....
وروستي