
غ.حضرت. مالمو. سویډن
د نسخې په اساس ( میلمه) او یو څو فکری انډیوالان ئی په ډیر جادوئی او سحرآمېزه او اسرار آمېزه توګه د کاذبی عقیدې او افکارو (د لوی لالا سره دښمنی) خاوندان شوه، ( شاید هم دا عقیده لږ او ډېره جدی وه) خو د نوموړو افکارو د عملی کېدو احساس ئی پکښی ژوندی او فعّاله کړ او حتّی ددې افکارو د مانور میدان او امکانات ئې هم په اختیار کی ورکړه، البته ( میلمه) فکر کاوه چه د نوموړی امکاناتو برابرول ئی خپل او د انډیوالانو د نبوغ محصول دی.
د نهمی خور ( زنانه حساب) پر یوولسمه د نیویارک څخه څو مسافروړونکی الوتکی د ( میلمه) د انډیوالانو لخوا وتښتول شوی ، د نیویارک دوه جګ برجونه تخریب شوه او ډیر ځانی او مالی تلفات ئی را منځته کړه، ( د کبیره ګناهونو څخه یوه داده چه یو څوک خپل او یا د بل د عقل په سترګو کی خاوری ور وپاشی ) ، چه البته میلمه به هیڅکله ددې کبیره ګناه پخاطر ونه بخښل شی، نه ددې جرم! د ارتکاب په صورت کی او نه هم د عدم ارتکاب په صورت کی، دا چه نن ورځ د ابلیس مُریدان، د قرآن او د خلقت د شهکار او د هستۍ د ښکلی مخلوق او د ابدی نېکمرغۍ د مستانه جام د ساقی سره ښکاره او پلیده دښمنی کوی او یا زموږ په سیمه کی د بېشماره بېګناه خلکو وینی توئیږی مسئولیت ئی د هغه چا پر غاړه دی کوم چه په رشتیا او دروغو ئی ځان ددې ښکلی بشر پیرو باله او یا بولی. البته د اصلی مجرمینو حساب کتاب ځانګړې دوسیه او ځانګړی احکام لری چه ددې احکامو د صدور او اجراء صلاحیت نه د احمد په واک کی دی او نه هم د محمود، او نه د مځکی د کُرې حجم دومره لوی دی چه ددې محکمې مېز او چوکۍ پکی ځای شی . د ټولو نړیوالو اذهان او احساسات ولړزېدل، دا پېښه د هر چا لخوا په هر ډول تعبیر او تفسیر شوه، لوی لالا ددې کار په لیدو ډیر په غُصه شو او د غاښ چیچلو په ترڅ کی ئی د سخت غچ! ااخیستلو نرۍ خو اوسپنیزه ګوته زموږ د ټاټوبی او تپل شوی (میلمه) لور ته وڅنډل. کوچنی لالا چه کله دا چیچلی غاښونه او د خولې ځګ ولیدی لږ غوندی ئی په نس کی باد په ښورېدو شو خو څرنګه چه طبابت او تخنیک د سلهاوو کلونو را پدیخوا ورته په په ارث پاتی دی نه یوازی دا چه وارخطا نه شو بلکه وتوانیدی جه د نوموړی باد څخه برق تولید او د لوبی په ډګر کی قوی څراغونه روښانه کړی او تر دې روښنائی لاندی ئی د لوی لالا سره د (پلیدو) لوبو د قواعدو د احترام سند لاسلیک کړی او د ۴۸ نورو نړیوالو انډیوالانو سره د لوی لالا په مشری د درنو عملیاتو په تر سره کولو کی شریک شی ، عملیات پیل شوه، ( بازان ) چه پر ټول هیواد ئی مکلمل تسلط درلود د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کی یا د B52 فلزی ځناورانو لخوا په ظالمانه توګه څیری او مثله شوه یا د خالد بن ولید په بې اکسیجنه کارټینرانو کی په بېرحمانه توګه بې اکسیجنه شوه یا په خاموشانه توګه د لیلی دښتی د بېرحمو تودوخو یا یخنیو یا تندی او لوږی ښکار شوه او ډیر ئی په ماهرانه توګه سالم د صحنې څخه ووتل او هغو ځایونو ته ئی پناه یووړه کوم چه مخکی ورته ټاکل شوی وه او ځینی نور ئی په ناځوانمردانه توګه د ګوانتانامو دوږخ ته بوتلل شوه. هغه ډیره وړوکې! او د آه څخه ډکه پوښتنه چه د یو آزاد او با احساسه انسان د ځګر او زړه او خولې څخه راوځی داده چه ملاامیر، ملاکبیر، ملاصغیر، ملاوزیر، ملاسفیر، ملامدیر، ملاتزویر، ملااجیر، ملاپتیر، ملاخمیر او ملاپنیر به څنګه وکولای شی په ستره ورځ د " بشیر " او "نذیر " ( ص) د ښکلی او آسمانی میراث سره د بچه ګانه او احمقانه او جاهلانه او بې باکانه او غیرمسئولانه لوبو چه په آګاهانه یا غیرآګاهانه توګه ئی تر سره کړیدی، جواب ووائی، ددې تر څنګ دا پوښتنی ته هم تر اوسه ځواب ندی ورکړه شوی او یا نه ورکول کیږی چه بېګناه یا ګنهکار اشخاص په ګوانتنامو کی د ظلمت شپې او ورځی تیروی خو وزیر خارجه او وزیر داخله او وزیر عِماله او وزیر ګِلماله او نور نن په کابل او کندهار او پېښور او بلوچستان کی آرام او خوښ ژوند لری دا لا څه چه ځینی وخت لاس د دموکراسۍ! د درختی لوړو ښاخونو ته هم ورغزوی او غواړی چه د ددې میوې خوند هم وڅکی.
په هرحال نظامی عملیات تر سره شوه، تاریک تحریک نسکور شو خو مېلمه پداسی حال کی چه د سترو رسنیو کِمره او مکروفون ور سره په هر ځای کی ملګری وه خپله د راسته لاس ( چه تور دیجیټالی ساعت پکی ځلېدی، نړیوال لوی انډیوالان ئی هم په راسته لاس کی دیجیټالی ساعت لری) ګوته د مبارزې! د دوام په معنی څنډله او فکر ئی کاوه چه زمری ؤ، زمری دی او زمری به پاتی شی ( هغه زمری چه د بل جا لخوا ورته زمریتوب په پور ورکړه شوی ؤ). یوه ورځ ملا نصرالدین د کلی په منځ کی په دروغو ږغ وکړ چه نن په فلانی کلی کی خیرات ویشل کیږی ټول کلیوال په منډه شوه او د کور څخه ئی کاسه او دیګ را واخیسته او مخ پر خیراتی کلی روان شوه نصرالدین خان چه دا د خلګو شوق او ذوق او سوق ولیدی نو ئی د ځان سره وویل چه دا خلک بې څه ندی روان حتماً یوه کیسه شته ، ده هم کاسه ماسه راواخیسته او په خلګو پسی روان شو، دا چه وروسته څه پېښه شوه تاریخ پدې هکله څه ندی لیکلی.
د لوبی بل پړاؤ پیل شو، د لوی لالا ۴۶ یاران د حمام، سماوار، وړوکتون، سینما، مارکیټ او نورو مهمو! ځایونو د امنیت په خوندی ساتلو وګمارل شوه خو لوی او کوچنی لالا په غیر مهمو او وړوکو! کارونو او عملیاتو بوخت شوه، کوچنی لالا د هیواد جنوبی او جنوب ختیځه سیمه ( تریاک) تر خپل کنټرول لاندی راوسته او لوی لالا بېلچې او کُلنګان را واخیستل او د خلګو د آرامی او سوکالۍ پخاطر ئی ( البته خپلو خلګو) په کیندنو پیل وکړ، کوچنی لالا څو ورځی انتظار وایست پدې هیله چه باید د لوبو د قواعدو امضا شوی سند عملی شی یعنی 50-50 ، خو د څه درک معلوم نه شو ، خپلو کسانو ته ئی ماموریت ورکړ څو وکوری چه لوی لالا په څه لګیا دی، پزه، سترګی او غوږونه ټول په کار ولوېدل، د بېلچو او کُلنګانو ږغ تر غوږ شو، داسی نتیجه واخیستل شوه چه لوی لالا د تجرۍ د ماتولو په خاطر د تونلونو په کیندلد بوخت دی. کوچنی لالا ته دا معامله د منلو وړ ونه ګرځېده او اضطراری غونډه ئی تشکیله کړه داسی فیصله وشوه چه باید د لوی لالا د کُلنګانو د ضربو مخنیوی وشی که نه په 20- 80 هم یاید قناعت ته مجبور شی، د چاری د حل آسانه لیاره ئی هم ومونده ، د ( بازانو ) د بقایاوو را غونډول او تسلیح البته بیا هم د( آل سعود یا ووایو آل یهود ) د ژور
او پراخ جیب په زور. ( بازانو) بیا بازار او رونق وموند یعنی باب شوه، د جهاد! پنوم د لوی لالا پر قواوو غیر منظم او بعضاً وژونکی یرغلونه تر سره شوه، لوی لالا ددې وضعیت څخه لږ ستړی او خسته غوندی شو او غوښتل ئی او یا غواړی او یا ئی غوښتی دی چه د کوچنی لالا په وړاندی د عین تاکتیک څخه کار واخلی، خو ډیر کم ( بازان) ګوتو ته ورغلی او د کوچنی لالا پر ضد استعمال شویدی ځکه د بازانو غوڅ اکثریت د کوچنی لالا سره د وفادارۍ لوړه کړېده، شاید په همدې علت د کوچنی لالا د مرئی په کور کی ځینی (بازان ) د افعی مارانو ( بې پیلوټه الوتکو) لخوا سخت چیچل کیږی. په هر حال داسی ښکاری چه دواړه لالاګان یوې پټی موافقی ته سره رسېدلی وی چه یو د بل په وړاندی د سپین سترګی او توطئو څخه لاس واخلی او د ماشومانو په اصطلاح ( نې زما نې ستا) د فورمول څخه کار واخلی او د شلو یا دېرشو نورو کلونو پوری د ( ګنج او خزانې) خوله کاه ګل او وروسته وګوری چه څه وکړی، بناً غواړی چه یو ځل بیا د مذهبی او ژبنی او نژادی او سمتی اختلاف سکاره را غونډ او سخت اور بلّ کړی او د ددې سکرو د دود څخه راولاړ شوی سمّی ګاز پذریعه د ؤلس کس کس او فرد فرد ګیچ او ګنس او مسموم او حتّی د هلاکت کندی ته وسپاری، ددې بلّو سکرو تأثیر او اغېزه به هغه وخت نوره هم ویرانونکې شی چه د خونی ( هیواد) چت او دیوالونه نور هم وړوکی او تنګ او فضا ئی محدوده شی، لکه څنګه چه لیدل کیږی د همدې مخی او مقصد لپاره د ګاونډیو د منفی احساساتو د راپارولو او په سیمه کی د یوی تصنُعی کرکی او نفرت د تولید هڅی ګړندۍ شویدی ، ستاسی د یو فقیر او حقیر ورور پتوګه داسی احساسوم چه د اور د لګېدو ( لګولو) په صورت کی به دا ځل ( دئ) او ( دا ) په خطر کی نه وی ، دا ځل به ( دانشګاه) او ( پوهنتون) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( پښتو) او ( پختو) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( فارسی) او ( دری ) په خطر کی نه وی، داځل به ( افغان) او ( افغانستانی) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( موږک) او ( موګک) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( ې) او ( ۍ) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( دوه منزله ږیره ) او ( کُری بلند برېتونه ) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( لنګوټه) او ( نیکټائی) په خطر کی نه وی، دا ځل به (چپنه )او (سدرۍ ) په خطر کی نه وی دا ځل به (اذان ) او ( ترانه) په خطر کی نه وی، دا ځل به ( لِبرالیسټی ) او (سکولریسټی )افکار په خطر کی نه وی، دا ځل به (بنیادګرانه) او ( صوفیانه )افکار په خطر کی نه وی، دا ځل به (شمالی )او( جنوبی )په خطر کی نه وی داځل به (شرقی )او( غربی ) په خطر کی نه وی بلکه داځل به مو ټوله هستی او موجودیت په خطر کی وی او که همداسی بې پروا خپل ژور خوب ته ادامه ورکړو داسی توره تیاره او ظلمت به را باندی وتپل شی چه د ځان او بچانو لپاره د یوې ګولې مړۍ پخاطر به د خپلو ټولو ارمانونو او احساساتو او عقایدو او افکارو قبلې ته شا ور وګرځوو او د هر څه به منکر شو ، بناً په ګټه به مو وی چه تر ډېر څه تېر شو څو ډېر څه لاسته راوړو ، د قومی او ژبنی او مذهبی احساساتو د روغنی او تیلی څراغ فتیله یا په عامه ژبه پلیته جګه نکړو ځکه د فلیتې جګول نه دا چه ګټه نه رسوی بلکه د تور او ځوروونکی دود د تصاعد سبب هم ګرځی، د یوې خاوری د بچانو پتوګه د یو قوی مرکزی دولت د پیاوړتیا او ملی یووالی د ټینګښت په خاطر باید ملی حوصله او ملی معنوی قربانی په ځان کی وروزو، او اصلاً باید د( دوست )او (دښمن ) لپاره یو مشخص او جامع تعریف پیدا او اِبداع کړو او د هغه پر اساس خپلی سیمه ایزی او نړیوالی پالیسۍ تنظیم کړو نه داچه د بل په لمسون یو دوست وبولو او بل دښمن، ددې د تشخیص قدرت باید خپله ومومو .
په هر حال نه می غوښتل چه دومره بېځایه یا پر ځای بیان وکړم او فقط غوښتل می چه د ( افغان) او ( افغانستانی) د واقعی داستان ( هغه داستان چه رامنځته شویدی او د ورځی ګرم او احتمالاً لړزوونکۍ بحث دی )، وږغېږم خو قلم می یاغی شو او په نڅا ئی شروع وکړه، هغه تراژدیکه او په عین حال کی سِمپاتِکه نڅا کومه چه د تشویش او اضطراب پر سټیج ترسره شوه ،او دا چه د چا د اعتناء وړ ونه ګرځی، راته مهمه نده بلکه راته مهمه داده چه وړونه او خویندی می پر ټولو ناخوالو بری ومومی.
مخکی لدې چه دا بحث پیل کړم د پښتو ژبی د استادانو څخه ددې جسارت په هکله بخښه غواړم، زړه می همیشه غوښتی دی چه د هر چا شاګردی وکړم او یو څه ترې زده کړم، ځکه د ژوند بهیر یعنی شاګردی، البته یو څو ساعته می استادی هم کړېده خو پکی بریالی نه شوم هغه دا چه د مکتب په پنځم یا شپږم صنف کی وم د مخ په ردیف کی مویو غیر پښتون ناست ؤ یوه ورځ ئی په لوړ آواز ږغ وکړ چه ( پنسل پاک چا لری) ؟ زما په شمول ټول شاګردان ددې ناسمی ګرامری جملې په اورېدو یو څو شېبې د خندا له لاسه چپک شوه، یو ګړی وروسته می ورته وویل چه آشنایه سمه جمله داده چه ......څوک لری؟ پنځوس ساعته نه وه تېر سوی چه ږغ ئی کړه پاکی چاړه چا لری؟
چه البته نور می د استادۍ حوصله نه درلوده، که می استادی ته دوام هم ورکړی وای د سم ( څوک) پر ځای ئی شاید ږغ کړی وای چه دا پِنسل پاک د څوک دی؟
د افغان او اپګان او اوغان او..... د کلمې د څرنګوالی په هکله اصلاً معلومات نلرم خو دومره پوهیږم ( البته ټول پوهیږی) چه دا د اپګان د کلمې مُعرّب شکل دی چه جمع ئې افاغنه دی، البته پدې هم نه یم خبر چه آیا د ( افغان) کلمه ټوله میشت قومونه په بر کی نیسی او که یوازی پښتون قوم، چه په دواړو صورتو کی د تحلیل ساحه پراخیږی او ذهنی سوالونه زېږی، تر دې به تېر شو چه ددې ډول تاریخی او ټولنیزو مسئلو اکاډمیک څېړل یوازی د لویانو کار دی البته هغه لویان چه د پاکۍ او سپېڅلتیا په مدرسه کی ئی د فرشتو شاګردی کړی وی، نه هغه لویان چه په خپله ژبه ( پښتو) کی ئی د عربی ژبی د ځینو تورو او حروفو د شتون سره د کاڼو او ډبرو جهاد اعلان کړیدی خو د ( افغان د کلمې) د ( ف) توری او حرف پر خوله مچوی ، ( دانډیوالۍ پخاطر به پر دې واقعیت پرده وغوړوو چه د پښتو د ټولو تورو او حروفو شکل او محتوا د عربی ژبی څخه ریښه اخیستې ده ).
د (افغان) او ( افغانستان) کلمه د ګرامری، لفظی، اصطلاحی، تاریخی، اِحساسی، حساسیتی، تفهیمی، مفهومی، قومی، ملی او....... د پېچلی او حتّی استثنائی مکانیزم درلوونکې ده چه هر بار ئی د بل سره مستقیمه او تنګه اړیکه لری، د ګرامری پلوه؛ د ( افغان ) کلمه یو اسم صفت ( البته خاص) دی چه نورو صفتونو غوندی فقط ذهنی مفهوم لری خو کله چه یو اسم ته منسوب شی نو عینی واقعیت مومی، نسبت ئی دوه شکله لری، یو د شخص نسبت او بل د شئ نسبت ، د شخص د نسبت په صورت کی اسم خاص ترئ جوړیږی او د شئ د نسبت په صورت کی اسم عام، بله داچه د ( افغان) کلمه د شخص سره د ضمیمې په صورت کی نِسبی ( ی) نه منی، خو د شئ سره هو، مثلاً څوک نه شی ویلای چه مولاداد افغانی، بلکه مولاداد افغان، خو د شئ سره نِسبی ( ی ) راتلای شی مثلاً افغانی نصوار، افغانۍ غړکه، افغانئ بالښت. خو د ( افغانستان) کلمه چه یو اسم خاص دی مکانیزم ئی د ( افغان) تر کلمې پېچلی ښکاری، دا کلمه یوه مرکبه کلمه ده چه د دوو مستقلو کلمو ( افغان) او ( ستان) څخه تشکیل شویده ، دا چه مکانیزم ئی پېچلی دی نه د اسلوب او ګرامر له اړخه بلکه د تفهیمی او حساسیّتی اړخه، هغه ستونزه چه د تفهیمی اړخه را ولاړه شویده داده چه د بل هیڅ اسم خاص ( د هیوادونو په سطحه) د مقایسې وړ نده او که چیرته مقایسه هم شی نو به دواړو خواوو ( افغانی او افغانستانی) ته لاینحله فکری پوښتنی را وپاریږی، دې نکتې ته پاید پام وکړو چه د ځینو نورو هیوادونو نومونه هم د دوو او یا حتّی درو ترکیبی کلمو څخه تشکیل شویدی خو هغوی د نِسبی ( ی) په استعمال کی ستونزه نلری، مثلاً د پاکستان د هیواد نوم هم له ( پاک) او ( ستان) څخه تشکیل شویدی خو د نِسبی ( ی) د کاراخیستو سره مشکل نلری مثلاً یو پنجابی او سندهی او پښتون کولای ووائی چه ( زه پاکستانی یم ) یا موږ ویلای شو چه مثلاً ( پاکستانۍ ګامېښه په ګرمی کی د کِرکِټ د نندارې حوصله نلری) خو دا اصل د افغانانو د یوې متخاصمی خوا د حساسیت سره مخامخ کیږی، که وویل شی چه ( افغانۍ غوا ) ، دلته مفهوم ناقص ښکاری او که وویل شی یا ووایم چه ( افغانستانۍ غوا) نو څاپېړه به خورم ، البته مفهوم پدې خاطر ناقص دی چه ( افغانۍ) یو اسم صفت دی نه یو اسم خاص ( هیواد) ، خبر نه یم چه سر مو سره خلاصیږی او که د چا خبره ایله ګائېږم؟
د تلفظی اړخه ؛ زموږ د هیواد تقریباً ټول وګړی د ( افغانستان) د کلمې تلفظ د ( اوغانستان) په ږغ تر سره کوی، د صوت د تغییر علت شاید داوی چه اسانه او ارزانه
دی، ظاهراً داسی ښکاری، دا به ومنل شی چه پښتانه هم په غیر آګاهانه توګه
ددې غلط تلفظ څخه کار اخلی خو چه څوک ښه ځیر شی پدې تلفظ کی د حساسیّت عنصر هم نغښتۍ دی، څه کم څلویښت کاله مخکی د کابل د میوند په جاده کی روان وم د پوخ سِن نر اوښځی سره مخامخ شوم، د ازدحام له کبله د نر د اوږې سره ټکر شوم په لاس کی ئی یوه کڅوړه وه چه ګندنه یا شاید ګِل سرشوی پکې وه نژدی ؤ چه کڅوړه ئی له لاسه ولوېږی، په لیلامی فارسی می بخښه ځنی وغوښته خو داسی معلومېده چه مېرمن ته ئی زما بخښی غوښتنی کفایت ونکړ زما د لهجې او لباس څخه پوه شوه چه زه د جنوب پوډری یم او زما د بخښی غوښتنی سره سم ئی را غبرګه کړه چه ( اوغانِ خر )، البته ما هم د بېری څخه ګام چابک کړ ځکه موږ اورېدلی وه چه هر څوک چه فارسی وائی هغه د باچا اشپز دی او ډپلوماټیک مصئونیت لری، ددې ښځی انګېزه هر څه چه وه خو ما څلوېښت کاله وروسته ترې یو هنری تعبیر لاسته راوړ، هغه دا چه ( اوغانِ ......... ) یعنی څلویښت کاله نور د اِستخارې او استخبارې په بستر کی په ویښو بیده .
د تاریخی او اِحساسی اړخه هم ځینی قومونه د ځینو تاریخی واقعیتونو څخه منکر دی چه دا کار ئی په ګټه نه بلکه په زیان دی البته د هغوی ( افغانستانیانو) طلائی! کَلو ته می هم یو مِسی ډانګ د هغوی پخپله ژبه ور حواله کړیدی خو ټولی فارسی برېښناپاڼی ئی د خپرېدو څخه ډډه کوی، په هر حال مسئله پېچلې ښکاری خو د ملی او معقول او آرام او متین تصمیم او تدبیر په وړاندی هیڅ ډول خنډ د مقامت تاب نلری او ددې ملی لانجې په هکله باید د ګاونډیانو سره هم بحث وشی او په ضمن کی د کوچنی لالا او لوی لالا د بدکارو او مکارو مینځیانو ( بی بی سی او امریکاږغ) د خیرن رُخسار مفتون او مسحور روشنفکر! ته اجازه ورنکړه شی چه د منفی احساساتو په پنچر موټر کی اکسلېټر او هارنونو ته په غیر علمی ډول دوام ورکړی.
رابه شم اصلی خبری ته؛ دروغجن به شم که ووایم د خپل هیواد سره قیسی مینه لرم او شپه ورځ ئی په هجران کی اوښکی تویوم خو دروغجن به نه شم که ادعا وکړم چه پر خپلو هیوادوالو او هر مظلوم بشر می سخت زړه خوږیږی ، دا چه په وجود کی می د مالی یا معنوی مرستی وس نشته دا بېله خبره ده، هڅه می کړېده چه دا تلقین په ځان کی ژوندی وساتم چه " شر مه رسوه د خیر دی بېزاره " سره لدې ځینی وخت راته دیوې ملی او فرهنګې وړوکی لانجې ( شاید هم لویه) پر سر د هیوادوالو جنجال او تریخوالی راته د زغم وړ نه وی او د څلور زره کیلو مترۍ څخه هغه هم تر بړستنی لاندی چیغی وهم چه برادرانو مکوۍ ایله کۍ؛ په هر حال عرض می دادی چه ځان ته دا حق ورکوم چه د خپل وطن د یو ( ابدی) مسافر بچی پتوګه په غیر احساساتی ډول خپلو وړونو ( البته د هغو ناځوانه شتمنو وګړو څخه نه یم چه خور له حق څخه بې برخی کوی ، چه اصلاً شتمن نه یم ) ته د ( افغان او افغانیت) د مدنی لانجې په هکله یو وړوکی پیشنهاد یا ستاسی په ژبه یو وړاندیز لرم؛
موږ د ملی هویت د څرګندولو لپاره دوې په اصطلاح پاڼی لرو، یوه تذکره ده او بل پاسپورټ دی، کله چه په دولتی ادارو کی چرګه مرګه خرڅوو یا رانیسو د هویت د ثبوت سند مو همدا تذکره ده، البته ځینی وخت کولای شو چه خپلو بچانو ته ئی د تذکرې عکس هم ورښکاره کړو او ورته ووایو چه یو وخت مو داسی ځوانی درلوده، او امّا د پاسپورټ د هویت پاڼه هغه ده چه مثلاً د جاغوری څخه په کښتۍ کی سپاره او په فرانکفورټ کی کته شو، څرنګه چه بهرنی مسافر یو د مربوطه مامورینو لخوا مو پاسپورټ کتل کیږی او د معتبری وېزې په درلودلو سره د ترمینال څخه د وتلو او ښار ته د ننوتلو اجازه راکوی، اجازه راکړی چه پر یوې مغلطه کاری ( چه د ځینو پښتنو وړونو په استدلال کی کارول کیږی) رڼا واچوم هغه دا چه د یو ترمینال مامورین هیڅکله د یو مسافر څخه دا نه پوښتی چه ته څوک ئی یا د کوم هیواد څخه راځی بلکه هغوی لمړی د پاسپورټ کیفیت ته او بیا معتبری وېزې ته ګوری بناً دېته اړه نه پیدا کیږی چه یو مسافر ورته ووائی چه زه ( افغان یم یا افغانستانی) یم، د پاسپورټ پر جلد ښکاره لیکل شویدی چه مثلاً د افغانستان د اسلامی دمکراتیک شاهیک جنجالیک ګډوډیک اتوماتیک جمهوریک پاسپورټ. په هرحال اوس لانجه د تذکرې په هکله ګرمه ښکاری، تر هغه ځایه چه زما حقیر په یاد دی د تذکرې محتوا داسی وه چه مثلاً نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زېږېدو نېټه ( چه اکثره ئی دوه نیم کلن د سینما په کال، حساب ئی د سرمامور ساب کار ؤ [ د سینما کال یوازی د کندهار د خلګو زمانی معیار ؤ د نورو سر نه په خلاصیدی] ) جنسیت، دین، ملیت ، شغل. .......
خو اوس افغانان د تذکرې د کیفیت او محتوا پر سر نه سره جوړیږی، دا چه ولی، شاید فقط بېځایه احساسات د ملی توافق د رامنځته کېدو خنډ وی. څو ورځی مخکی د خپل شغل په محیط کی د یوې روشنفکری او باټکی اروپائی میرمن سره په خبرو شوم، پوښتنه ئی رانه وکړه چه د کوم ځای یم په جواب کی می ورته ورته وویل چه د افغانستان یم، راته ئی وویل چه ستاسی د ښځو سره نرانو لخوا ډیر ظلم کیږی چه ډېر د تأسف او خواشینۍ خبره ده، په جواب کی می ورته وویل چه بلی د نرانو سره مو هم ظلم کیږی او بل دا چه ایا د یو ښځی سره ظلم به ډیر د خواشینۍ وړ وی او که د لوږی څخه د یو افریقائی او یو افغان مرګ ؟
په هر حال زما نظر دادی چه که د " ملیت " د کلمې د لیکلوڅخه منظور فقط ( افغان) وی نو دلته اړینه په څه کی ده ځکه د تذکرې پر جلد واضح لیکل شویدی ( یا په پښتو یا په دری) چه د افغانستان د تابعیت تذکره ( ملی هویت) او که د " ملیت " د کلمې څخه منظور همهغه څلویښت کلن زوړ تعبیر وی نو بیا ئی د سم استعمال سره د مخالفت وجه څه ده؟ تر هغه ځایه چه پوهیږم په یو کثیراللسان او کثیرالعناصر هیواد کی د ( ملت) او ( ملیّیت) د کلمې استعمال هیڅ ډول قانونی او حقوقی محدودیت نلری، د ډنمارک یا د سویډن په ټولنه یو تُرکی او یا یو عرب حق نلری چه ادعا وکړی چه په تذکره کی ئی " ملیّت " ولیکل شی، ځکه ډنمارک یا المان د یو واحد ملت درلوونکی دی، هلته د ملّت او تاریخ سره موازی د ملّیت پنامه یو واقعیت وجود نلری، البته ورغلی مهاجرین د ملیت پنامه په ځینو حقوقی کانالونو کی ځینی اقتصادی او فرهنګی امتیازونه تر لاسه کولای شی خو البته د ( ملت تر بیرغ لاندی) ، خو زموږ غوندی هیوادو کی " ملیّت " د " ملت " د تشکیل کمال دی، البته زموږ په اوسنی ملی ترازو کی د " ملیّت " او " ملیتونو " وزن دومره سپک هم ندی چه له پامه لیری وغورځول شی ، د اکثریت او اقلیت مسئله باید د حقوقی مسئلې سره په غیر علمی فورمول کی معادله نه شی بناً عرض می دادی چه په تذکره کی د " ملیّت " د کلمې د لیکلو په صورت کی باید د " ملیّت " اعتباری نوم هم ولیکل شی ، او دا به ډیره غیر منطقی وی که د " ملیت " کلمه ولیکو او په څنګ کی ئی ولیکو؛ ملیت: افغان.
بناً د حل لیاره ګرانه نده، یا باید داسی ولیکل شی چه ملیت: پښتون یا فلانی، یا دا چه اصلاً په تذکره کی د ملیّیت کلمه ونه لیکل شی . د تذکرې پر جلد او که د کارټ په شکل وی، لوړ په لومړۍ لیکه کی په ملی ژبه ( نه پښتو نه فارسی، هم پښتو هم فارسی) داسی ولیکل شی ( د افغانستان د جمهوری دولت د تابعیت تذکره) ، شاید غیر پښتون قوم دومره حوصله ولری چه زموږ دا یو عاجز او فقیر " د " پر خپلی فرهنګی اوږې تحمل کړی، او که بېځایه اصرار پر ( پاڼه ماڼه ) او ماشینی پښتو وسی دا به د یوې خوا د بې اعتمادۍ او بېلتون دېوالونه نور هم جګ کړی او د بلی خوا به د پنځوس لسیزی د پښتو ډراماټیک کورسونو ایجاد ته کوم چه په رسمی دفترونو کی فعّال وه، د ضرورت اِحساس وشی البته دا خطر هم ورسره شته چه زموږ هغه زده کړې شاببو هېره شی . وروستۍ خبره دا چه تر هغه ځایه چه زه خبر یم په تذکره کی د " ملّیت " د کلمې د لیکلو او د نوموړی کلمې څخه الزاماً د ( افغان) تعبیر ، د پښتون برادر د ټینګار او اصرار برکت ! دی خو دا به هغه وخت رښتینی برکت شی که د "ملیّت " د لیکلو سره د واقعی ملیّیت نوم هم ولیکل شی ددې کار حُسن او برکت به داوی چه بېله د مادی او معنوی مصرف او لګښت او هر راز چم او خم او درغلیو به وکولای شو په ډیر شفاف او روښانه توګه د ټولو ملیّتونو په حقیقی کمیت دقیقاً پوه شو، چه البته دا طبیعی محاسبه به هم د ټول ملت د منلو وړ وګرځی . نور مو وخت نه درنیسم زه به هم خپل دیګ ولړم البته په دې پوهیږم چه بېله یو څو بیغرضو او منطقی اشخاصو ډیرو ته زما دا لیکنه د اعتنا او توجه وړ نده خو څنګه وکم د چا خبره د مور او د ځوی زړه دی. مننه