د آل شیخ او السدیس تُروه موسکا

 
غ.حضرت.  له سویدن نه                                                           ۰۴-۰۱-۲۰۱۵
           
تېره ورځ د سعودی د هیواد یو سیاسی مخالف د اووه څلوېښت نورو نا راضیانو سره یو ځای  د ستری محکمې د حُکم او د باچا د امضا او لاسلیک په اساس اعدام شوه.  زه خپله پدې هکله ډېر معلومات نلرم چې نوموړی اعدامیان د څه ډول سیاسی افکارو درلوونکی وه،  خو دومره خبر یم چې د نمر په نوم یو شخص د نوموړی هیواد د قطیف د منطقې د شیعه ؤلس مشر ؤ.  دا چې د سعودی حکومت او مُلایان د شیعه ګانو سره څه ډول اجتماعی او سیاسی او مذهبی ستونزه لری، هم ترې خبر نه یم. د سعودی د قوانینو په اساس هر هغه څوک چې عمومی او ټولنیز امنیت د خلل او تهدید سره مخامخ کړی او یا د قتل او مخدره موادو د تجارت مرتکب شی، په اعدام محکومیږی. دا چې ملی او ټولنیز امنیت څه ته وائی تفسیر ئې د هغوی کار دی. د اعدامونو تر اجراء وروسته د سعودی لوی مفتی ( عبد العزیز آل شیخ،  چې د عبدالوهاب د زوی خیرنه نطفه ده)  د نوموړی اعدام د توجیه په هکله خپل ملت ته لومړی مبارکی وویله او بیا ئې وفرمایل چې دا اعدام د رحمت باران دی چې د سعودی پر خلګو او دولت و اورېدی،  همدارنګه د مکې د حرم خطیب عبدالرحمن السدیس ( چې د ډیری تقوا له لاسه ئې نس پر پوښتۍ موښتی دی)  هم د نوموړو اعدامونو د تائید او تجلیل په ترڅ کی وویل چې د دین او وطن د دښمنانو په اعدام نه یوازی د سعودی وګړی بلکه د نړۍ هر مسلمان د زړه له کومی خوشحال شو.
ښاغلو مفتیانو! موږ ددې پر ځای چې ستاسی یا ستاسی د اسلافو څخه دا درس زده کړی وای چې په اسلام کی سیاسی سرحد او سیاسی جغرافیه نشته،  دا مو در نه زده کړه چې دا زما هیواد دی دا ستا هیواد دی  او هغه د فلانی هیواد دی، چې داسی ده نو اوس به زه یا موږ همدا ستاسی د درس په اساس ستاسی سره یو څه د زړه خواله وکړو.
دا ستاسی کورنۍ مسئله ده چې څوک د اعدام وړ دی او څوک د بادام وړ،  دا مسئله په موږ هیڅ اړه نلری،  دا چې تاسی فکر کوی چې د اعدامونو په خاطر به د نړۍ نوری مسلمانی پرګنې خوښی شی، یو هلکانه او ابلهانه فکر دی.
ښاغلو! د څوارلس پېړۍ را پدې خوا د حرمین مینه او پیوستون زموږ په هر رګ کی ځای لری،  د همدې مینی او پیوستون له برکته مو د مُډرنی نړۍ په پنځه اتیا کلن تاریخ کی تاریخی کارنامې ټول بشریت ته ثبوت کړیدی،  د نړۍ پر مخ هیڅ داسی ؤ لس نشته چې د اتیا یا نوی کالو په اوږدو کی ئي هم انګرېز او هم روس ته خرې ګوتی ور کړی وی،(  د چنګېز او سکندر او ګورګین خړی خو پرېږده ) موږ په وږی نس او وچو شونډانو دا ستری کارنامی تر سره کړی دی،  خو تاسی چې هره مادی شتمنی لری، یوه ښکلې کارنامه مو را وښیاست چې تاسی د بشریت او یا عالم اسلام د خیر لپاره تر سره کړې وی. د یوې خوا مو پدې خبره تېر ایستی یو چې مسلمانان ټول سره وړونه دی او د بلی خوا خپل فکری انډیوالان ( چې د ډالرو په زور مو رانیولی دی) د عالم اسلام د تباهی لپاره دې هیود او هغه هیواد ته د اسلام د ښکلی دین د بدنامۍ او بې ګناه خلګو د وژلو لپاره رالېږی او را لېږلی مو دی او را لېږل مو،  ستاسی د اسلامی اخوت دروغجنه چیغه او فریاد هغه وخت د منلو وړ ؤ او یا وړ دی چې تاسی دا خپله قارونی پانګه د عالم اسلام د ښېګڼی او نېکمرغۍ لپاره مصرف کړی وای نه د ماسونری او تسلیحاتی فابریکو د تحرک او حیات د ادامې لپاره.
ښاغلو!  شاید ستاسی د فتواوو د بازار یو څو وړوکی مغازې ډېری ګرمی وی ( چې البته د ګرمۍ ګټه ئې د اسلام رښتینی دښمنانو ته رسېدلې ده او رسیږی) خو لدې حقیقت نه نا خبره یاستی چې ستاسی فتواوی او ستاسی پوچ او احمقانه سیاسی او اجتماعی او مذهبی افکار اسلام او مسلمان ته څومره درنده صدمه رسولې ده. تاسی که غواړی چې په خپلو فتواوو د ډول ډول فتنو اورونه مړه کړی ( چې دا فتنې هم ستاسی د فتواوو محصول دی)  نو لطفاً فقط یوه فتوا د خپل باچا په هکله صادره کړی او هغه ته اخطار ورکړی چې د روانو سترو فتنو د تشدید د مخنیوی پخاطر پر خپل ډک جیب لاس ونیسی او ډالرونه د اسلام د احمقو دوستانو!  په جیبونو کی ور وانه چوی.
تاسی او ستاسی بیده ؤلس د قوی برق او ارکنډیشن او باسمتی وریجو او استرالیائی غوښو  او امریکائی پیپسی کولا ( چې له نجاست او محتویاتو ئې خبر نه یاست)  او ټولو مادی او دنیوی نعمتونو څخه برخمن یاستی ( البته د یوه ښکلی څیز څخه محروم یاستی چې هغه سلیم عقل دی) او فکر کوی چې ټول مسلمان ؤلسونه به دهمداسی راحت ژوند درلوونکی وی خو خبر نه یاست چې زموږ خلګ که په ډېر زحمت یوه وچې یا لنده ګوله لاسته راوړی هغه ګوله هم ستاسی د فکری او ډالری مزدورانو د تورو کړنو له لاسه پر زهر شی.
ښاغلو! د حرم خطابه او د ټول سعودی د ستر مفتی لقب!  به ستاسی د فضیلت د ازدیاد سره هیڅ مرسته ونکړی بلکه د نه رجوع او نه توبې په صورت کی به تاسی د یوې ستری ایمانی فاجعې سره مخامخ کړی،  زموږ د یتیمانو او کونډو د آه او فریاد چیغه به یوه ورځ ستاسی د خطبو او فتواوو ستونی در سوری سوری او بیا به عرش عظیم ته ورسیږی، اوس هم دا چیغی او اوښکی د  عرش عظیم پر مېز پرتې دی خو د عرش ټولواک د خپل حکمت په اساس خپل حاکمانه تصمیم په یو حکیمانه فرصت کی نیسی،  شاید داهم د ددې ستر حکمت یوه برخه وی چې د اسلام هوښیار دښمن او احمق دوست ته ئې د تجدید نظر فرصت ورکړی وی.
ښاغلو!  په پای کی غواړم ستاسی څخه د یوې شرعی پوښتنی په وړاندی کولو سره ( چې مطمئن یم ستاسی په خېټه کی د هغې جواب نشته)  د فتواوو د بازار د نرخ او ارزښت په معیار پو شو،
پوښتنه داده،  د اسلام احکام یا نسبی دی یا مطلق،  نسبی احکام د زمان او مکان او نورو خاصو شرائطو پر بنا یو د بل سره لږ یا ډېر توپیر سره لری چې د یو مفتی لخوا په علمی توګه څېړل کېږی او توجیه کیږی،  چې پدې حساب یوه شرعی مسئله د مکان او زمان پر معیار دوه درې بېل بېل حُکمونه در لودای شی چې هر یو د منلو وړ دی،  خو مطلق حُکم تغییر ناپذیر دی،  مانا د مکان او زمان او نورو شرائطو له قید څخه مبراء دی،  مثلاً قتل نفس یا د لمونځ اداینه.
آیا د ږیری خریل یو حرام کار دی؟  او آیا د تکفیر وړ دی؟  او آیا یو مطلق حُکم دی؟ که بلی نو:
دلته زموږ په وطن کی هم یو عالم د ملا صبور پنوم را پیدا شویدی چې زموږ یو پخوانی باچا ئې د ږیری د خریلو په جرم! د اسلام د دایرې څخه ایستلۍ او کافر بللی دی،  که دا حُکم او فتوا چې ددې مُفت مُفتی لخوا صادره شوېده صحیح وی نو مانا دا چې ستاسی باچا هم ددې فتوا مشمول دی،  مانا دا چې تاسی د یو غیر مُسلم امیر اطاعت کوی چې دا خپله یو معصیت دی.
ښاغلو! زموږ او د سیمی غریب او بېچاره ؤلس د نورو غمیزو د زغم توان او طاقت نلری،  لطفاً د خپلو جاهلانه فتواوو د څراغونو پلیته مو لږ غوندی را کښته او د انسانیت احترام وکړی. لږ د خدای څخه و بیریږی د بېځایه وینی تویولو څخه چې لوی عامل ئې ستاسی مُفت ډالرونه دی، لاس واخلی که نه د مدینې په عظمت دی مو قَسم وی چې د ابوجهل او د هغه د یارانو په ډله کی به محشور شی  که هر څو مو سور زنانه پکړی پر سر او اوږد زنانه کمیس په تن وی.