د «تعقل» د اعدام د حُکم په وړاندی د سالمو بنی آدمانو د خواشینی او اعتراض پیغام


پر دې به نه ږغیږو چې څه کم سل کاله وړاندی مو څنګه د مکار دښمن څخه خپله آزادی! تر لاسه کړه، پر دې به نه ږغیږو چې د آزادۍ د نعمت په قدر ولی او څنګه پوه نه شوو او یا پرېنه ښودل شوو چې پوه شو،  پر دې به نه ږغیږو چې څنګه د هفتاد و دو ! ملت او ملیت پتوګه پر یو وړوکی نغری ( چې په ژمی سوړ او په اوړی ګرم ؤ) په خوشحاله او خوښه! فضا کی سره را ټول او د ځان او نورو څخه راضی! ښکاریدو،  پر دې به نه ږغیږو چې څلویښت کاله مو د کلی د ملَک او کلیوالو سره په مصنوعی خندا څرنګه ګُذاره وکړه،  پر دې به هم نه ږغیږو چې نری رنځ ( بیسوادی،  ناپوهی، مُفلسی، وچې ګېډه او لنده ژبه!  ، وچی اوښکی او غلې آه)  مو خپله ازلی برخه او سرنوشت باله،  پردې به نه ږغیږو چې د خوب د بستر څخه د ۲۶ پا چنګاښ د غوځیدو څخه ( چې په پایڅه کی مو خوشی کړه شو)  بل د خوب بستر ته منتقل شوو، پر دې به هم نه ږغیږو چې د غوائی د پنځلسو ښکرو ( اووه مخته اته شا ته)  د ښکار او مستی قربانی شوو،  پر دې به هم نه ږغېږو چې د غریبانه نغری ساحه او حُدود او شکل او څرنګوالی مو د کوم پټ او ښکاره خطر او تهدید سره مخامخ دی او پردې به هم نه ږغېږو چې ولی به نور هم وږغېږو؛ او تر کله به ږغېږو؟
په هر حال په ډېره خواشینی مو خبر تر لاسه کړ چې د افغان ؤلس خصوصاً پښتون ټبر د عاطفې او مهربانۍ او پاکو احساساتو او خوش باوری او ..... انقلابی او ژغوروونکۍ رهبر ( عقل) د شلو کالو را پدیخوا د وطن او ؤلس د زړو او نوو دښمنانو لخوا د اعدام انتظار باسی او که ؤلس د پردیو د راډیو او تلویزیون او افواهاتو پیچ کیڼ خواته تاؤ نکړی ( خاموش نکړی)  ډیر ژر به دا نا ځوانمردانه اعدام تر سره شی چې هغه وخت به نه دا چې د ددنیا او مافیها د ښیګڼو څخه بې برخی شو بلکه جنت ته د دخول سند “ عقل “ به هم په لاس کی ونلرو چې په نتیجه کی به مو ابدی سرګردانی په برخه شی. د سالم بنی آدمیت د سازمان! غړو د نوموړی اعدام د مخنیوی په خاطر یوه وړوکی اعلامیه ترتیب کړېده او هر هغه څوک چې “ عقل” ئی په مختلفو دلائلو اختطاف شوی او د اِعدام محل ته د انتقال په حال کی دی او غواړی ژغورنه او خلاصون ئی په برخه شی، لطفاً دی دا اعلامیه امضاء کړی،  د یو کس امضاء د یوه بې ګناه “ عقل “ د خلاصون باعث ګرځی،  اعلامیه پدې ډول ده:
۱ - د افغانستان د نجیب ؤلس په لمن کی لوی شوی دینی عالمان آیا دومره جاهلان دی چې پر یو دیرش کلن کم سواده طالب!  ( ملاعمر)را ټولیږی او هغه د ددین او ځان پیشوا بولی؟
۲ - په لندن او بی بی سی کی جوړه شوې سمعی ډرامه په کار لویږی چې ګواکی دې دیرش کلن ځوان په خوب کی پیغمبر لیدلی دی چې ده ته ئی فرمایلی دی چې پورته او حرکت وکړه او وطن د نا اهلانو د وجود څخه وژغوره! !!!! (آیا باید موږ انکار وکړو چې د پیغمبر د سترګو عظمت د ټولی هستی له عظمت څخه اوچت دی،  هغه چا چې د پیغمبر ګلالۍ او با هیبته سترګی په خوب لیدلی وی هیڅکله جرئت نه شی کولای چې د ژوند تر پایه پوری په ماړه نس خواړه وخوری، اُویس قرنی د پیغمبر د اُحد د غزا یوه وړوکی صحنه په خوب ولیدل دومره مست شو چې لمړی ئی د پیغمبر په عشق خپل ټول غاښونه و ایستل او بیا ئی د پیغمبر با عظمته خرقه څلویښت کاله د احترام په ډول پر خپل مبارک سر وګرځول)،  خو د دیرش کلن موهوم لوی مُلا صاحب او امیرالمؤمنین؟؟؟؟؟ کارنامه وګوری. کاشکی لندن فقط همدا یوه جفا زموږ سره کړی وای بلکه تاریخ ئی لدې ډول جفاګانو څخه ډک دی،  مارکسیزم او ماټریالیستی دیالتیک ئی راته جوړ کړ چې ټول ادیان په ووهی او وهابیزم او قادیانیزم ئی راته ایجاد کړ چې د مسلمانانو لخوا د پیغمبر د تجلیل او تکریم او تعظیم مخه په ونیسی .
۳ - دا دیرش کلن موهوم امیرالمؤمنین او د هغه سرتیری او خواخوږی!  انډیوالان د شوروی تر وتلو وروسته سملاسی ولی پدې فکر کی نه وه چې اسلامی امارت!!!! منځته راوړی چې هم آسانه او ارزانه کار ؤ او هم به په کابل او نورو سیمو کی د مچاهدینو لخوا د مظلومو خلګو وینی نه توئیدای او د جهاد ( چېاد)  نوم ته به صدمه نه رسیدای.
۴ - امیرالمؤمنین خو باید د دښمن په وړاندی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوری مقاومت کړی وای،  ولی ئی فرار وکړ او ولی ئی په کوڅه او بازار او مسجد او مکتب کی د بیګناه انسانانو د وینو د توئیدو فتوا صادره کړه؟  
۵ - نن ټول طالب مالب او دولت مولت دا اعتراف! کوی چې امیرساب دوه درې کاله مخکی نابود شویدی،  که دا خبره رشتیا وی نو بیا ولی دا تیر څلور اخترونه د نوموړی په نوم د مبارکی پیغامونه خپریدل؟  آیا دا به ددې ښکارندوی نه وی چې د منطقی او نړۍ لوی لوی قماربازان او شطرنج بازان فقط ددې نوم ( ملاعمر) تر سائې او سیوری لاندی په خپلو پلیدو لوبو لګیا وه خو کله چې یوی بلی پټی موافقې ته سره ورسیدل نو ئی د مرګ او اخترماد لالا ډرامه جوړه کړه.
۶ - د ثروت او تکنولوژی او قدرت او ...... خاوندانو ته دا سؤال متوجه دی چې تاسی چې د ژور سمندر په تل کی د کبانو  او په اوچته هوا کی د مرغانو او په تنګو غارونو کی د مېږیانو جاسوسی او حال ټولونه کولای شی څنګه امکان لری چې تر اوسه مو زموږ د مرحوم! امیرجان یو واقعی عکس او یا ویډیو او نور متحرک او ژوندی اسناد پلاس کی ندی درلودلی؟ بناً زموږ د عقلونو د احتمالی اِعدام اصلی مسئولین همدا تاسی یاستی.
۷ - د دې ترخو واقعیتونو په رڼا کی د عدالت او آزادی او انسانی کرامت لارویان دا اعلان کوی چې نه د ملا عمر په نوم کوم حقیقی شخص وجود درلود او نه هم وجود لری،  دا ټول د یوې مرموزی او پیچلی او درنې نړیوالی لوبی یوه برخه ده بناً دې ته اړتیا نشته چې د امیر ساب! په مرګ! خوشالی یا خواشینی ښکاره کړو بلکه مهمه داده چې “تعقل “ هغه هم جمعی او عمومی “ تعقل” د سپکاوی او توهین او حقارت او اعدام څخه وژغورو.
مننه