مرګ ته

 
وایم مرګه چې لعنت دې وي پر تا
څومره خلکو نه ژوندون واخیستو تا
له وژلو پرته نلرې بل کار
نه شوې ستړی نه ډارېږې له هیچا
چې واړه بچیان یې کور کې پاتې کیږي
لږ خو وسوزوه زړه پر هغه چا
افسوس نه دې لرم زور او نه قوت  
کنه ما به پور پرې کړی وای د تا
رحم نلرې پر زوړ او نه پر ځوان
د دنیا مخلوق دې ټول کړلو تبا
لور له مور جدا کوې زوی له خپل پلار
مینان دې کړل نیمګړي نیمه خوا
د مور پلار له نعمتو دې کړم محروم  
نه پوهیږم چې نور څه غواړې له ما