
تحول او بدلون له فرد نه د شرکت، ادارې او ټولنې پر لور یو تدریجي حرکت دی.
د مدیرانو یو مهم مسوولیت د تحول او بدلون فکر دی. څومره، چې د یوې ادارې د ساتنې فکر لري، په همغه کچه یې د ښه والي مسوولیت هم ور ترغاړې دی. د تحول او بدلون دنده تر لاس لاندې کسانو ته نه ور کول کیږي، ځکه دا کار پخپله د مدیرانو پرغاړه دی. دا به یوازینی مسوولیت وي، چې مدیران یې نورو ته نه ور سپاري او پخپله یې ترسره کوي.
نور کسان په سیسټم کې بدلون نه شي راوستلای، یا له سیسټم لوړ عمل نه شي کولای.
د تحول هدف د فعالیتونو نتیجه ده. د تحول د هر پروګرام لپاره د هدف ټاکل مهم دي، ځکه له هدف ټاکنې پرته هیڅ پلان هم پرمخ نه ځي. که اهداف مشخص نه شي فعالیتونه به د حوادثو او پېښو له مخې ټاکل کیږي.
له ځان نه وپوښتئ، چې ولې تحول او بدلون غواړئ؟
اوسنی وضعیت څه ستونزه لري؟ اوس کوم ځای کې یئ او غواړئ کوم ځای ته ورسیږئ؟
څنګه غواړئ، چې مطلوب ځای ته ورسیږئ؟
تحول د کړنلارو او قوانینو په جوړولو نه راځي. دا څیز به یې مرستندوی وي، خو پر تحول باور مهم دی. ډیر کسان به بدلون غواړي، خو دا باور نه لري، چې بدلون دې راشي. هیڅ بدلون هم په زور نه راځي، د بدلون لپاره د زمینو او شرایطو چمتو کول په کار دي. که په زور سره فرهنګي تغییرات راوړئ، ممکن د زور په اوبه کېدو سره تغییرات بیرته له منځه لاړ شي.
ډیر کسان په یوه اداره کې تغییر او پرمختګ چانس بولي. دا سم فکر نه دی. واقعیت دادی، چې پرمختګ او بدلون زموږ د فکر، مټو او هڅو محصول دی. که څوک لاس تر زنې ناست وي، هیڅکله هم په ژوند کې تغییر نه شي راوستلای، خو که د خپل هدف لپاره عملي ډګر ته راووځي، دا ممکنه ده، چې مطلوب حالت ته ورسیږي.
په یو شمیر ادارو کې پروګرامونه ښه تنظیمیږي، ترسره کیږي، خو د تثبیت او دوام پړاو ته نه رسیږي. په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني د ټیم شعار په همدې متمرکز و، چې تحول او تداوم دواړه سره وساتي. دا ښه شعار دی، خو اوس له دوی نه هم دا توقع کیږي، چې شعار تر خپله ځایه و رسوي.
هیڅ تحول د مدیرانو له ملاتړ پرته نه بریالی کیږي. هغوی لومړی باید پر تحول باور پیدا کړي او بیا یې د پلیتابه عملي لارې چارې ولټوي.