دولتي ترهګري(تروريزم) /  درېیم څپرکی؛ اوومه  برخه

محمد انور(آڅړ)                                                                                               نیټه:۱۱ /۱۱/۱۳۹۳، ه،ش دولتي ترهګري(تروريزم)                                                                                                 دریم څپرکی؛ اوومه  برخه
د امیر عبدالرحمن خان، د حکومت بېلابېلې دولتي ترهګرۍ؛(له کورد باندې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې ګیدړ پاچاه)
امیرعبدالرحمن خان چې یو غاصب او لاس پوڅی پاچاه ؤ له دې وېرې چې ورکړل شوي پاچاهي یې له لاسه ولاړه نه شي، په لوی څښتن او په خپل آتل ملت یې تکیه ونه کړه، او د خپل نیکه، امیردوست محمدخان په شان یې د افغانستان مغلوب شوي دښمن لمن ونیوله، افغانستان چې د نړۍ په تاریخ کې د زمري مقام لري، افغان آتل ملت یې د یوې کمزوري مېږې سره پرتله کړی دی، نوموړی په دې برخه کې وایي:« افغانستان (د ده په اصطلاح) د دؤ ځناورو، خرس او زمري، روسانو او انګریزانو په منځ کې د یوې کمزوري مېږې حیثیت لري، او له دواړو خواوو څخه له خطر سره مخ دی ... .  
وروسته له هغې چې امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو پر مرسته د افغانستان پاچاهي تر لاسه کړه او بیا یې د شپږ سوه زرو روپیو په بدل کې د افغانستان سپیڅلي خاوره زموږ پر تاریخي دښمن باندې خرڅه کړه او ورسره یې د افغانستان بهرنی سیاست انګریزانو ته په لاس ورکړ، چې له امله یې روسان په لوی لاس دې ته اړ کړل چې د افغانستان خاوره وار په وار لاندې کړي، سره له دې چې روسان هم د افغانانو د تره زامن نه وو چې پر افغانستان باندې به برید نه کوي، خو په دې ښه پوهیدل چې د افغانستان نیول آسان دي او ساتل یې یو ناشونی کار دی، چې دا ډول تجربه انګریزانو لا پخوا کړي وه، په دې تړاؤ پخپله امیر وایي: «... د روسانو د خفګان سبب دا ؤ چې ما غوښتل د افغانستان سرحدونه له روسانو سره د انګریزانو په منځګړیتوب وټاکم، له دې امله روسان د افغانستان د پولو خوا ته په چټکۍ سره وړاندې راروان وو،  زه چې د روسانو له موخو څخه خبر شوم نو کوښښ مې وکړ چې انګریزان دې ته وهڅوم چې اجازه راکړي، د پنجده د دفاع لپاره نور لښکر ولېږم ... خو انګریزانو زما غوښتنه ونه منله او په پای کې ډېر کسان ووژل شول.»   
امیر زیاتوی: ... د روسانو دولت غوښتل چې د انګریزانو له مداخلې پرته د افغانستان او روسیې د پولو حدودونه پخپله وټاکي ... راولپنډۍ ته زما د تګ یوه مهمه موخه دا وه چې روسانو ته سرګنده کړم چې زه د انګریزانو دوست یم او ورځ په ورځ د لویې برتانیې او زما د دولت تر منځ اړیکي لا پسې ټینګږي ... .  
روسانو چې د امیرعبدالرحمن خان غلامي ولیدله او په دې پوه شول چې په خارجي سیاست کې هېڅ ډول واک او ځواک نه لري او د انګریزانو لاس پوڅی دی نو په کال (۱۳۰۹، ه، ق) کې د روسانو پوځیان د یو شمېر افغان سرتېرو سره د (سومه تاش په سیمه کې، چې د یاشیل کول په مشرق کې واقع ده) مخامخ شول، د روسانو پوځي مشر کرنېل یانوف افغان افسر، تورن شمس الدین خان ته وویل چې له سیمې څخه باید ووځي او هغه ځای دې پرېږدي، تورن شمس الدین خان یې په ځواب کې ویلي وو چې زه د افغانستان د امیر مامور یم یوازې د خپل امیر امر منم، زه د روسانو نوکر نه یم. دا چې روسانو، د افغان افسر ځواب واورید نو، تورن شمس الدین یې په څپېړه ووهلو کله چې کرنېل یانوف خپلې تورې ته لاس کړ، افغان صاحب منصب پخپلې شپږ دزې توپانچې (توفنگچه) باندې روسی کرنیل وویشت د توپانچې ګولۍ له نوموړي ډګرمن څخه ووتله او بلې خوا ته یې، چې یو تن عسکر ولاړ ؤ، په هغه کې ونښته او ټپي شو، جګړه پېل شوه، سره له دې چې افغان سرتیري لس، دولس تنه وو، خو په پوره شجاعت او میړانې سره یې تر هغې پورې جګړه وکړه تر څو ټول د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.  
 دا شان روسانو په کال (۱۸۸۴، ز) کې په ناڅاپي توګه د مرو سیمه چې د افغانستان یو تاریخي ولایت ؤ لاندې کړه ... وروسته روسانو د سرخس سیمه ونیوه او اقرباط، بادغیس او هرات د نیولو په فکر کې شول. او د هرات ولایت د روسانو تر مستقیم خطر لاندې شو... .  
په دې اړه امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو او د خپلې بې کفایتۍ په برخه کې لیکي: «د روسانو لخوا د دا ډول غېرې قانوني کړنو ترسره کولو پر وړاندې د انګریزانو لخوا هېڅ ډول اغېزمن عمل ترسره نه شو او زه چې د شوي تړون شرطونو ته ژمن وم، نه مې شول کولې چې په مستقیمه توګه له روسانو سره مخامخ شم.  
په دې جریان کې د روسانو او افغانستان تر منځ د سرحدې کرښې د ټاکلو لپاره د انګریزانو سرحدي کمسیون، د (سرپترلمسدن) تر مشري لاندې چې د هند د انګریزي حکومت مشاور ؤ د (۳۵) تنو افسرانو، (۱۳۰۰) تنو افرادو (۴۰۰) کچرو(قاطر) (۱۳۰۰) اوښانو سره یو ځای د نوامبر په (۱۷/ ۱۸۸۴، ز) کال کې هرات ته راورسید.  
امیرعبدالرحمن خان په کال(۱۸۸۵، ز) کې د هند وایسرای، انګریز (لارد رپن) لخوا دعوت شو... امیر د مارچ په ورستیو کې لاهورپنډۍ ته ورسید او د امیر د دغې سفر په ځواب کې روسانو د مارچ په ۳۰ نیټه د افغانستان خاوره (پنجده) ونیوله... .
دا داسې حالت ؤ چې، له یوې خوا انګریزانو امیرعبدالرحمن خان ته پوره ډاډ ورکړی ؤ، چې روسان په افغانستان باندې برید نه کوي او له بل پلوه، امیرعبدالرحمن خان د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د ګیدړ په شان ډارن زړه درلود، نو له دې امله یې په پنجده کې افغان آتلو پوځیانو ته ویلي وو:«که روسان پر پنجده باندې یرغل وکړي نو ساتونکي قطعه دې بې له جګړې څخه د مرغاب سیمې ته په شا شي او که روسان نور هم وړاندې راشي له مرغاب څخه هم په شا او په میمنه کې دې ځای پر ځای شي، یوازې پر میمنه او هرات باندې د روسانو د بریدونو پر وړاندې جګړه وکړئ.  
 امیر چې د لاهورپنډۍ په سفر روان ؤ،(۱۸۸۵/ مارچ) د روسانو قوماندان جنرال کماروف د پنجده ساتونکو ته اخطارلیک ولېږه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې په (۲۴) ساعتونو کې دې پنجده پریږدي، افغان جنرال تیمورشاه چې د امیر لخوا په سختۍ سره د پنجده له دفاع څخه منع شوی ؤ، د راتلونکو پېښو لپاره لاس تړلی او بې ځوابه منتظر پاتې شو، په سبا ورځ چې باد او باران هم وو، د روسانو (۳۰۰۰) کسیز پوځ لخوا، د جنرال کماروف په مشرۍ یې، په پنجده باندې برید وکړ، افغان سرتېرو چې شمېر یې (۵۰۰) تنه ؤ د امیر د امر پر خلاف یې په دفاعي جګړه پېل وکړ او یو نا انډوله جګړه ونښته، افغانانو په پوره میړانې سره د روسانو پر وړاندې تر وروستۍ ساه پورې جګړه وکړه، د جګړې په پای کې افغان سرتیري (۳۰۰) تنه شهیدان او (۸۳) تنه ټپیان شول... او د روسانو (۱۰۰۰) تنه عسکر ووژل شول چې د لُمړي ځل لپاره یې د افغان آتل ملت میړانه ولیدله، په دې جګړه کې یوازې د افغان پوځ یوه د توپچې ټولي سرتیري ژوندي پاتې وو چې هرات ته یې ځانونه رسولي وو.
د انګریزانو سرحدي پلاوی چې د پنجده سره نږدې د مرغاب رود په جنوب کې ځای پرځای ؤ، کله چې انګریز پلاوي، پر پنجده باندې د روسانو یرغل ولید په بېړې سره یې د هرات پر لوري یوه (لیونۍ منډه) پېل کړه، هغه هم د یلنګ توش خان جمشیدي او د هغه د (۵۰۰) تنو سپرو تر سیوري(حمایې) لاندې، دا چې افغانانو د انګریزانو په وسلو سمبال پلاوي دا ډول لیونۍ منډه ولیده، ویې ویل: لږ ترلږه خپلې وسلې موږ ته راکړئ، تر څو موږ خپله دفاع وکړو، خو انګریزانو ونه منله او د دې په لټه کې وو چې خپل ځانونه وژغوري سره له دې چې د تېښتې په وخت کې د دوی (۴۲) کسان د ساړه له امله مړه شول په داسې حال کې چې له دوی سره ټول اړین توکي او حتَی چې د پښو بوټونه هم په هغه پنډغالي کې ترې پاتې شوي وو او تورې پښې تښتيدلي وو !! .
­­­ امیرعبدالرحمن خان د خپلو بادارانو لیونۍ منډه په دې ډول یادوي:«... د انګریزانو لښکر او صاحب منصبان دومره ډار شوي وو چې د لویې کډوډۍ او ورخطایۍ سره وتښتیدل، تر هغې چې د دوست او دښمن توپیر یې نه شو کولی او د سړې هوا له امله څو تنه بېچاره هندي ملګري یې له آسونو څخه غورځویدلي وو او یو شمېر صاحب منصبان هم له آسانو څخه لویدلي وو خو د هغوی نومونه نه یادوم ... د افغانستان په خلکو کې د انګریزانو د دا ډول عمل اغېزه تر نن ورځې پورې پاتې ده چې دانګریزانو نوم په سپکاوي سره یادوي... .  
نه یوازې دا چې انګریزانو له یوې خوا امیر ته ډاډ ورکولو چې روسان په افغانستان باندې برید نه کوی، دا یې هم ویلي وو چې د روسانو د بریدونو پر وړاندې دفاع  هم ونه کړي، په دې ترتیب انګریزانو نه غوښتل چې له روسانو سره په جګړه کې ښکېل شي او له بلې خوا د افغانستان اولس څخه په دې ډول د خپلو نیکونو او پلارونو د وژنو(افغان انګریز لُمړۍ او دوهمه جګړه) غچ هم واخلي امیر په دې اړه لیکي:« په کال(۱۳۱۱،ه،ق) کې روسانو واوریدل چې (سرهنري مارتیمر ډیورنډ) د انګریزانو لخوا کابل ته په سفر راروان دی، نو یو شمېر عسکر یې د مرغابی سیمې ته چې د افغانستان د بدخشان له ښارونو څخه دی راغلي او افغان عسکر یې ګواښلي وو، کله چې ما دا خبر وارید فوراً مې سرمارتیمر ډیورنډ چې په جلال آباد کې ؤ د پېښې خبر ورکړ او د هندوستان دولت مې هم خبر کړ، سرمارتیمر ډیورنډ په بیړې سره ځواب راولیږلو او په ټینګار سره یې راته وویل چې د مرغاب سیمې سره نږدې خپل جنرال سیدشاه خان ته هدایت ورکړم چې که روسان دغه ښار لاندې کړي، پروړاندې یې جګړه ونه کړي.  
جنرال سیدشاه خان پخپل سر د ورسانو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ او روسان یې په شا تګ ته مجبور کړل، امیر زیاتوي: ... له هغه وخت راپه دېخوا روسانو د افغانستان پر خاوره باندې خپل تېري درولي دي او دا ورستنۍ وړه پېښه وه.  
په دې ډول روسانو پنجده، اق تپه، چمن بېد او د چشمه سلیم سیمې ونیولې... او د سند، پنجاب، پېښور، دېره جات، باجوړ،چترال، بلوچستان، خوقند، سمرقند، بُخارا او د اورګنج د مسلمانانو له امیر څخه غوښتنه وکړه چې د روسانو سره جهاد وکړي، امیر د دوی د غوښتنو په ځواب کې وویل: «مسلمانان ټول سره وروڼه دي او د جهاد او دفاع لپاره ګمارل شوي دي، د افغانستان او روسانو سرحدي لانجه اوس په سوله ییزه توګه پای ته رسیدلي ده ...»  
 امیر د افغانستان د نیول شوي خاورې د بیا نیولو لپاره د افغانستان او نورو یادو شویو سیمو خلکو له زور او ځواک څخه ګټه پورته نه کړه او د خپل قدرت د ساتلو لپاره یې یو بل ملي خیانت تر سره کړ.
 همدا ډول امیر د سرحدي لانجو په برخه کې له ایران سره هم یو ډېر نرم او ډارن سیاست غوره کړی ؤ په داسې حال کې چې د افغانستان استازی جنرال غوث الدین خان د اړونده موضوع په اړه ټینګ ولاړ ؤ او امیر نوموړی جنرال پر خپل ځای کېنولو، چې له امله یې انګریزي هئیت چې د افغانستان او ایران په مېنځ کې د سرحدي پولې د ټاکلو لپاره راغلی ؤ، د ایرانیانو په ګټه، لکه د (د سیستان د قضیې په شان) غېرې عادلانه پریکړه اعلان کړه(*)، په دې پریکړه کې یې د ایوبي سیمه او د آبادان کاریزونه ایران ته ورکړل او افغانستان ته یوازې (۱۱)  وران شوي کاریزونه پاتې شول.  
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
(*)  سیستان د افغانستان تاریخي ولایت ؤ چې د انگریزانو لخوا د نوموړي سیمې لویه برخه ایران ته ورکړل شوه.  
اخځ لیکونه:
فیض محمد (کاتب): سراج التواریخ.
میرغلام محمد (غبار): افغانستان در مسیر تاریخ.
کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم (عطایي): د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه.
د لیکنې پاتې برخې پرله پسې خپریږي