يو څو کيسه ګۍ/ ۴

 
ګوډ ماشوم:
ماښام په شنه یخ کې ناست و او مړې اوښکې پرې راتویېدې ټکک (د ګرځېدو لکڼې) يې نورو ماشومانو ترې وړې وې...
 
ارمان:
ویل یې یاره نه مو کور درلود او نه پیسې، د خدای زور هیلې مو درلودې خو تش لاسونه؛ مګر بیا هم ښه وختونه وو...
 
ښېرا:
زړې ښځې په لړزېدلي غږ ښېرا کوله؛ خدای دې همداسې بې اسرې کړه لکه موږ، همداسې بې ځوانانو شې...
 
کړاوونه:
په شپاړس کلنۍ کې یې د اعصابو هغه ګولۍ خوړلې چې نیا یې په نوي کلنۍ کې خوړلې...
 
لوی زغم:
صبور سړی؛ چې مصنوعي پښې یې پام ځان ته نه ګرځاوه خو مصنوعي موسکا یې له ورایه څرګنده وه...