د تېلو بادشاهان (۴۷ برخه)

 
د کریسمس د نوي اختر را بره کېدل
 
د هنري کیسنجر په فکر له ایران سره د تېلو د بیې په اړه یوه معامله د اسراییلو او کردیانو په اړه د شاه له ملاتړ، په فارس خلیج کې له بیړني پلان جوړولو او د لوېدیخ پر ضد په را تلونکي کې د تېلو له بندیز څخه د ایران  د یو ځای کیدو له مخنیوي سره بیخي تړلې مسله وه. په اوسني حالت کې  د تېلو د بیو درول او ساتل ښه معامله وه خو که بریالۍ شي. خو اوس د کیسنجر لپاره د شطرنج د نورې لوبې واک تر لاسه کول مهم و.
خو رضا شاه  د هغه حیرانولو ته دوام ورکړ.د دسمبر په لومړیو کې د لبنان اونیزې مجلې  (حوادث )  د ایرا ن له شاه سره یوه مرکه خپره کړه چې هغه پکې وړاندیز کړی وو«ممکن د ایران پالیسي د هغه د نژدې مډرنو  عرب ګاونډیانو په وړاندې د عربانو او اسراییلو د جګړې پرمهال بدلون وکړي .» د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوالان اوینس او نو واک وايي چې« په ډیرې بیړې سره د شاه د مرکې متن  له بیروت څخه واشنګټن ته د تېلیګراف له لارې واستول شو.» پر همدې مهال داسې اشارې ور کړل شوې چې شاه اسراییلو ته ګواښ متوجه کړی یا یې په بله ژبه د خوا د اړولو ګواښ کړیدی. « یا به اسراییل د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک عملي کول مني او که داسې ونه شي بې له جګړې بل بدیل نه شته. البته چې دا به زموږ جګړه وي. موږ په دې برخه کې د عربانو د نظر ملاتړ کوو، ځکه چې عربان د بهرني نیواک او یرغل قربانیان دي.»
زموږ جګړه؟ شاه په خپل دغه ډیپلومټیک حرکت سره د مصر ولسمشر انور سادات متاثره کړ او هغه قاهرې ته د ورتلوبلنه ور کړه، شاه هم منله چې په نوي کال کې به مصر ته رسمي سفر کوي. تر دې وروسته سادات د ایران له پهلوي شاه سره ښه ملګری شو او شاه وروسته ومنله چې مصر او ایران به په منځني ختیځ کې کلک متحدین وي او د یوه او بل په غم  کې به برخه اخلي او ګډې ګټې به را منځ ته کوي. تهران دغه مهال د واشنګټن په دسترخوان شخوند واهه او قاهرې د ماسکو شړومبو ته بادرنګ میده کول. شاه د لبنانۍ حوادث اونیزې سره په تر سره کړې مرکه کې بل ګذار په خپل ملګري امریکا وکړ او د سپینې ماڼۍ دروازې ته یې هم ټک ور کړ. هغه د واشنګټن په شنو سترګو او زیړ غوږو شک ښوولی وو او ویلي یې وو چې په منځني ختیځ کې امریکايي نظامي مداخله ددې لپاره ده چې د اوپیک سازمان دړې وړې کړي. «د ا د فکر کولو وړ نه ده ، د تېلو تولیدونکي هیوادونه له ډیرې مودې را هیسې په خپل انتخاب او دریځ کلک ولاړ دي . »هغه د ولسمشر فورډ په ادارې نیوکې وکړې چې ویې نشو کولی د مصر حکومت ته نوره مرسته برا بره کړي. کیدی شي د هغه ډیره  په زړه پورې وړاند وینه داوه چې « ایران شپږ تر ۷ کلونو وخت ته اړتیا لري چې د سیمې ددفاع لپاره په بشپړ نظامي ځواک بدل شي او دغه وړتیا تر لاسه کړي . » شاه داسې باوري شوی وو چې په ۱۹۸۰ کا ل کې به ایران له نظامي اړخه ددې توان ولري چې د هر ستر ځواک او یا د ګاونډیانو د هر ډول یر غل په وړاندې ودریږي .
د واشنګټن پوسټ لیکوالانو ایونس او نو واک وویل:« د شاه مرکه ددې لامل شوه چې د ولسمشر فورډ د ملي امنیت په دننه کې د اوچتې کچې پام او تمر کز په نظامي وسایلو را ټول شي . »
 
 (  تر اوسه پورې د منځني ختیځ ډیر ځواکمن هیوادونه  له اسرا ییلو سره ځانګړې او نژدې پټې اړیکې او معاملې لري . خو د شاه وروستیو څرګندونو تیره اونۍ خبر دارئ ور کړ چې اوس ددې وخت را رسیدلی چې ځانګړو اړیکو ته باید د پای ټکی کیښودل شي . . . .په داسې حال کې چې د اسرا ییلو پرضد دغو وروستیو شاهانه مار چیچونکو ښکاره ګواښونو او لفاظیو د نړۍ د مطبوعاتو په تندیو را ښکاره شول ، دغه لفظي جدي وینا داسې خبردارئ ور کړ چې کیدی شي امریکا پر تهران د میلیاردونو ډالرو امریکا يي وسلو د پلور په مسلې له سره فکر وکړي .  له بل پلوه داسې خبر دارئ یې هم را په ډاګه کړ چې ممکن واشنګټن د تېلو د بډایه سیمې فارس خلیج ددفاع په تړاو په ایران باوري پالیسیو ، له سره کتنه وکړي، ځکه داسې اندیښنې را پیدا شوې وې چې ایران نور شمالي ګاونډي شوروي اتحاد ته د نژدې کیدو لیوالتیا په ډاګه کړې اوخلیج ته یې د شورویانو د را رسیدو ویره له امریکا سره زیاته کړې وه . )
 
اسراییل په یوځل حیران شو او وروسته یې اندېښنه له دې کبله زیاته شوه چې د شاه مینه له هغو ځواکمنو عربي مشرانو سره زیاته شوې چې دوی لا هم په خپلو کې له تخنیکي اړخه په جګړه کې وو. د ډسمبر په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ماښام کیسنجر په واشنګټن کې د اسراییلو د سفارت په خواکې له اسراییلي سفیر سمیخا ډینټز او یوه اسراییلي وزیر شالیوو سره لیدنه کتنه وکړه. اسراییلي سفیر د لیدنو په لومړیو شېبو کې د بحث تګلوری تهران کې شاه ته متوجه کړاو د قاهرې او تهران په اړیکو سره تم شول. سمیخا وویل:« داسې ویل کیږي چې د ایران باچا قاهرې ته بل سفر په دې وختونو کې لري. تاسو په دې اړه خبر یاست ؟»
اسراییلي وزیر شالیوو وویل « د کریسشن ساینس مانیټور ورځپاڼې ویلي چې هغه به د وسلو وړاندیز وکړي.»
کیسنجر په ډېر باور هغه هغوی ته ډاډ ور کړ« باور نه کووم چې هغه دې له موږ سره له مشورې پرته داسې کوم کار وکړي.»
د اسراییلو سفیر ډینیتزموافق شو، خو د لارښوونې غوښتنه یې وکړه چې دوی دغې مسئلې ته څه ډول ځواب ووايي.
کیسنجر هغوی ته ډاډ ور کړ:«نه نه ، اجازه را کړه چې دا مسله لږ روښانه کړو. زه به شاه ته ووایم. هغه ماته ډیر اخلاص او درناوی لري.»
د کیسنجر او د ینیټز دغه خبرې اترې د مختلفو عواملو له کبله په زړه پورې او خوندورې نه وې. نه د امریکا حکومت او نه هم د اسراییلو دولت، له تهران سره له خپلو نژدې اړیکو خوند اخیست دوی د شاه په اوږد مهالو ستراتیژیکو اهدافو نه پوهېدل او نه هم داسې کوم مشخص استخباراتي رپوټ وو چې ګنې ایران دې مصر ته وسلې استولي وي . په تیرو ۲ میاشتو کې هنري کیسنجر د شاه د تېلو او نظامي پالیسو د منلو او تصدیقولو بهانه کوله، ځکه چې شاه په  خپلو ویناوو سره ورته سخت زیان رسولی وو.  تر اوسه پورې بیخي روښانه شوې وه چې د شاه خره نور له واشنګټني هغو سره په یوه وټ کې نه څرېدل او شاه خپله بهرنۍ تګلاره د خپلواکې ملت پالنې په اصولو دروله. لکه چې اردیشیر زاهدي له ۱۹۶۰ مو کلونو راهیسې هغه په ژبه تاووله او له هغه یې دفاع کوله. تر دې یوکال مخکې سي. ای. اې خبر داری ور کړی و، چې که شاه په ځان ډېر باوري وي نو دا شک او چانس ډېروي چې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ اهداف له امریکا څخه بلې خواته ګرځي.
په داسې حال کې چې سعودي عربستان د هرې ورځې په تېرېدو په واشنګټن کې خپلې رېښې غزوي ایران په زیاتېدونکي ډول د کړکېچ او بې ثباتۍ پر یوې منبع بدلیږي. کیسنجر دا خبره راپورته کړه چې شاه د هغه ډېر مخلص دوست او احسان مند دی او له را بین سره یې دا مسئله د یوې عادي خبرې په توګه یاده کړه.
د ایران او امریکا د اړیکو په بیا ښه کولو او را ژوندي کولو کې لېواتیا وه، خو اندېښنې هم زیاتې شوې وې. په دسمبر میاشت کې کیسنجر او زاهدي موافقه وکړه چې اعلی حضرت رضا شاه دې د ۱۹۷۵ کال په مې میاشت کې د امریکا يي هیوادونو د سفر پرمهال له واشنګتن څخه هم رسمي لیدنه وکړي. ډېر په دې باور وو چې دغه سفر به بریالۍ وي او د تېلو په مسئله به پټه معامله تر سره شي چې کیسنجر او شاه تیره میاشت په تهران کې کار پرې کړی وو. شاه موافقه وکړه چې د تېلو بیې به د یو کال لپاره  په خپل حال ثابتې ساتي. کیسنجر تر اوسه ولسمشر فورډ ته نه وو ویلي چې هغه له شاه سره ددې کار په مقابل کې څه منلي دي .