
د اسپانیا د برسیلونې ښار د بهر په غاړه په طلایي شګو، ښکلي او هسک ځوان غلی غلی قدم وهلو او خپلې ملګرې ته سترګې په لار و، د وخت او بیلتون شیبې یې د لاس په ګوتو شمارلې او غلي به یې ځان ته په زړه کې داسې وویل: "هغه ده، ښکلې لیلا راغله"، په دې ډول به یې خپل زړه او روح ته صبر ورکولو، په ړزه کې یې ستر پلانونه نیولي وو، چې نن به یې د خپلې ملګرې سره پلي کوي. د بهر په غاړه یې یو میز، چې ښکلي، سپین او تازه نرګس ګلان په یوه خټکڼۍ(ګلدانۍ) کې ایښودل شوي وو او یو جک ځايي اوبه(سانګري) هم څنګ ته ورسره وې، جوړ او برابر کړی و، چې نن به د خپلې ملګرې سره په ګډه د لمر نه، چې نن مازدیګر به څنګه په دا لوی سمندر کې لامبو وهي او ورکیږي(لمرلویده) خوند اخلو. یو ناڅاپه د مرګ ظالم څښتن ورته راځي، په لوړ او دوند اواز غږ په ځوان کوي: "نن نو ستا وار راغلی دی، ته به نن زما سره ځې". "نه نه، زما په زړه کې، د ګرانې لیلا لپاره څومره ډیر پلانونه دي"، په ویلو، هلک مرګ ته ځواب ورکړ.
مرګ داسې وايي: "ستا كړ نلارې او تدبیرونه څومره غلط دي، زه تا ته د امپراتورانو هغه تلپاتې زرین کټ درکوم، په کوم ځای کې به، چې ته تل ارام او امپراتور وې، په کوم ځای کې به، چې ته تر ټولو مشر وې".
ځوان په ځواب کې داسې وایي: "نه نه، ما تر اوسه د خپلې ملګرې سره د تياتر، اوپیرې او ښکلي کلاسیک موزیک نه خوند نه دی اخیستلای. زه هم غواړم، د خپلې ملګرې سره د مینې خوندونه وڅکم، د لیلا سره هغه د یونان ارامه، صبرناکه ناڅا وکړم، ووینم، چې څنګه زما ښکلې د دغې نڅا شیبې پر ما پسې تکراروي". دی پر دغه خبرو کې وي، چې مرګ ظالم په قهر غږ پرې وکړي او داسې ووايي: "غلی شه! که نه، ستا پر ځای به ستا د ښکلې او مستې نازولې وار راشي.".
ځوان په ژړا شو، سترګو یې د اوښکو باران پیل کړ او مرګ ته یې په خپه او ټیټ غږ ځواب ورکړ: "نه، زه تیار او چمتو یم، ما درسره واخله."
په دې ډول مرګ ظالم د ځوان ټولې ګړنلارې د خاورو سره مخامخ او ښکلې لیلا یې په دې نړۍ یواځې پریښودله.