
د چک چکو لپاره باید دوه لاسه موجود وي
د ۱۹۷۴ کال په مني کې د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د لوېدیځې اسیا او منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو ته سفر وکړ.تر دې مهاله اسراییل، مصر او سوریه لا هم دې پایلې ته نه وو رسېدلي چې خپل ځواکونه له تیارسۍ حالته را بهر کړي او د سولې په یوه تړون خبرې سره وکړي. د ۱۹۷۳ م کال د اکټوبر د جګړې د ماتېدونکو پېښو، د تېلو د بندیز او له دې کبله رامنځ ته شويو اقتصادي ټکانونو په سیمه کې د جګړې سکروټې تازه پرې اېښې وې اولاهم ددې شخړې انګېزې پر خپل ځای پرانیستې پاتې وې. د سعودي عربستان، پاکستان او اسراییلو له مشرانو سره د خبرو پرمهال له کیسنجرسره په سیمه کې د ایران په اړه اندېښنې هم شریکې شوې چې مخ په زیاتېدونکي ډول د ستونزو د زیاتېدو سبب کیږي.
ولسمشر نیکسون په فارس خلیج کې شاه ته د خپل مهم دوست او ډاډمن ملګري په سترګه کتل او خپل استازیتوب یې ور کړی وو چې دوی به هم په ډاډاه زړه په کې حضور لاره. د کیسنجر د وروستي سفر پر مهال له بېلابېلو بهرنیو مشرانو سره د هغه د تر سره کړو خبرو اترو لیکلې بڼې دا تاییدوله چې د شاه ګاونډیان د هغه د نا ببره الوتونکو هیلو او ډېرېدونکې پانګې په اړه اندېښمن وو او په زیاتېدونکي توګه یې د هغه کړنې او له منابعو ګټه پورته کول له شیطانته ډکه چاره ګڼله او هغه یې د نړۍ ددې ډېرې بډایه سیمې په یوه مهمه څنډه کې د نا امنیو د رامنځ ته کولو په هڅو تورن کړی و.
سعودي عربستان: د اکټوبر په ۱۳ نیټه کیسنجر په ریاض کې و چې هلته بانفوذه باچا ملک فیصل د کیسنجر د غولوونکو پلانونو پرضد د دریدا ډغره ووهله. د بهرنیو چارو وزیر هڅه وکړه باچا فیصل ته ډاډ ورکړي چې «د ولسمشر جیرالډ فورډ د ډیتریوټ وینا نېغ په نېغه د عرب ملتونو پرضد نه وه، بلکې د تېلو د ټولو تولیدونکو لپاره وه چې په ښکاره یې موخه ایران و.»
هغه له باچا فیصل څخه وغوښتل چې د تېلو د بیو د راکښته کېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي او دا غوښتنه یې په داسې ډول وکړه چې تمه یې درلوده د ملک فیصل غبرګون د کمونیزم پر ضد وهڅوي. کیسنجر وویل:« که د تېلو بیې را کښته نه شي او په همدې اوسني ډول دوام وکړي، دا کار به نه یوازې په مخ پر ودې هیوادونو کې د کمونیزم له خپرېدو سره مرسته وکړي بلکې په ټوله نړۍ کې به کمونیزم بریالی او پراخ شي. ان په اروپا کې. که په اېټالیا کې کمونستان واک ته رسیږي، ورپسې د فرانسې نوبت رارسیږي او د نړۍ سیاسي جغرافیه به بیخي بدلون وکړي. د دغه کار زیان به منځني ختیځ ته ډېر ورسیږي . . . . موږ کولی شو په امریکا کې خپلې ستونزې له کوم لوی مصیبت پرته حل کړو، خو که لوېدیځه اروپا، هندوستان او جاپان د کمونستانو تر واک لاندې راشي او یا د نورو بنسټپالو ډلو لاس ته ور شي، نو نور به په نړۍ کې هېڅوک هم سوله ونه لري. زموږ اندېښنه زموږ د خپلو پیسو د بچت کولو او ډېرې ګټې په اړه نه ده، بلکې زموږ اندېښنه د ټولې نړۍ د جوړښت په اړه ده. د تېلو د بیو جګوالی به کمونیزم په واک کې راولي او د تېلو تولیدونکي به خپل هغه مشتریان له لاسه ور کړي چې د هغوی پیسې نور ارزښت ونه لري.»
د سعودي باچا فیصل دا تور ونه مانه چې د لوېدیځې اروپا دولتونه دوی له خطر سره مخ کړي او یا د نړۍ اقتصاد ته دوی زیان رسوي. هغه ښاغلي کیسنجر ته په ډاکه کړه چې:«زموږ پالیسۍ د هغه څه پر خلاف ده چې تاسو وویل، خو یو شمېر نور هېوادونه ستاسو د ځینو ملګرو په ګډون لکه ایران، کوېټ او الجیریا په دې برخه کې مرسته نه کوي. دوی کولی شي په دغه اندېښنه کې چې تاسو ورته اشاره وکړه پراخ اغېز لري، تاسو کولی شئ چې له دوی سره اړیکو ته له سره کتنه وکړئ او هڅه وکړئ دوی وپوهوئ چې د روان وضیعت تاوان ته دوی هم پام وکړي.»
باچا فیصل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل:« زه به په دې اړه په ۲ اونیو کې د ایران د شاه دریځ ته وګورم.»
کیسنجر وویل:« اعلی حضرت ټول هغه څه کړي چې کولی یې شول او موږ دا در ک کړې چې که هغه د تېلو د بیو د راښکته کیدو په برخه کې څه کولی شي نو نور مشران باید له هغه سره مرسته وکړي.»
ملک فیصل ټینګار وکړ چې کیسنجر باید پر شاه فشار راوړي او د هغه نظر بدل کړي. «کله چې تاسو هڅه کوئ چې نور د تېلو د بیو کښته کېدو ته وهڅوئ نو موږ ژمنه کوو چې خپله ټوله هڅه وکړو چې دا کار تر سره کړو.» هغه وویل: « ما خپل زوی تهران کې شاه ته ور واستاوه چې په دې برخه کې هغه ته تګلارې روښانه کړي. زه همدارنګه له الجیریا سره خبرې او کار کوم. خو دا کار موږ یوازې نه شو تر سره کولی.» په پای کې هغه ډېره جالبه نیښ داره خبره په دې تړاو وکړه « د چک چکو لپاره دوه لاسونه پکار دي.د امریکې متحده ایالتونه هم باید په دې برخه کې خپل ټول توان په کار واچوي . »
پا کستان: د همدې میاشتې په وروستیو کې کیسنجر اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې له لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټوسره وکتل چې لا هم په واک کې و. بوټو په ډېرې خواشینۍ خپل امریکايي مېلمه کیسنجر ته وویل چې په دې ورځو کې هغه هم د بهرنیو چارو وزیر دی او هم د دفاع وزیر.« هغه په دې فکر کې ډوب و چې د پاکستان په دننه کې د کودتا مخه ونیسي.» په دې وروستیو کې د شاه او په هند کې د اندیرا ګاندي تر منځ د ښو اړیکو جوړېدو او هڅو د امریکا د دفاع وزارت بیخې حیران کړ. د نیکسون دا تصمیم چې په ۱۹۷۲ کال کې به پر شاه وسلې پلوري اوس له یوې نوې ننګونې او پوښتنې سره مخ بلل کېده.اوس د شاه په هغه ژمنه ډېر باور نه و په کار چې د پاکستان د ساتنې په اړه یې کړې وه. د پاکستان اقتصاد هم د تېلو د لوړې بیې له کبله ډېر په نازک حالت کې و. د پاکستان مشر بوټو وویل:« زموږ د پیسو د ورکړې انډول ډارونکی و، موږ کیمیاوې سرې ته ډېره اړتیا درلوده چې په دغو شپو ورځو کې یې بیه ډېره لوړه شوې وه. د تېلو لوړې بیې زموږ په ټولو اقتصادي برخو سخت اغېز کړی و.»
د بوټوشکایت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې ته اړ کړ چې هغه د سعودي عربستان د باچا په نا سم وړاندیز فکر وکړي. له واشنګټن څخه لرې هغه کولی شي په ازاده توګه خبرې وکړي. کیسنجر وویل «ملک فیصل هڅه کوي چې د خپلې باچاهۍ پای ته رسېدو ته د بهرنیو کار پوهانو او تخنیک پوهانو په راوړلو سره سرعت ور کړي چې کېدای شي له یوې خوا په کوردننه هېواد د بنسټپالنې خواته بوځي او پر همدې مهال هغه بهرني هېوادونه ضعیف کړي چې هغه باید ترې د ملاتړ تمه ولري.» کیسنجر بوټو ته وویل:« فیصل دارنګه سعودي عربستان د بډایه ګاونډیو له اړخه ډېر مهم کړی. زه دا خبره تاسو ته کوم چې د فیصل ملګری یاست، لکه چې زه یم. خو کله چې هغه ماته د خپل هېواد د عصري کېدو خبره وکړه هغه زه هڅولم. »
بوټو کیسنجر ته په حیرانۍ وویل:« زه له تاسو سره موافق یم چې د سعودي د شاهي نظام د ۲۹ میلیارد ډالرو په لګولو سره هر څه نه برابر یږي.»
کیسنجر شاه ته اجازه ورکړه چې د تېلو بیې لوړې کړي، ځکه هغه په دې باور و چې د تېلو د عایداتو ډېرېدل به د امریکا له ملاتړه برخمن د خلیج شاهي دولتونه له کورنیو انقلابونو او بهرنیو یرغلونو په امان کړي. خو بوټو ته د هغه تبصرې داسې برېښېدې چې هغه په یوه ډول د سعودي عربستان په اړه منفي نظر لري او داسې انګېري چې سعودي دولت په ناسم لوري ګامونه اخلي. هغه په دې باور و چې د سعودي د تېلو پانګه اوس په یوه داسې وضیعت کې ده چې کېدای شي کورني انقلابونه تحریک او بهرني یرغل ته لاره هواره کړي چې په قوي احتمال د ایران لخوا به وي.
په خلیج کې د ولسمشر نیکسون د ټیکاو دوړاسان، اوس په یوه داسې واقیعت ولاړوو چې کېدای شي په یوه او بل برید وکړي. خو د دې پر ځای چې کیسنجر د پالیسیو د ناکامېدو مسولیت واخلي، په بدل کې یې هغه په سعودي تورلګاو چې د دوی او نورو یارانو له غوښتنو سره سم پر مخ نه درومي. هغه وېره درلوده چې بوټو ته ووايي چې د خپل را تلونکي خوشبختۍ لپاره په سیمه کې د ایران تر شاه ودریږي او د هغوی له نظر څخه ملاتړ وکړي. کیسنجر له بوټوڅخه وپوښتل چې :«له ایران سره ستاسو اړیکې څه ډول دي؟»
بوټو ځواب ور کړ«ډېرې ښې»
هغه په دې وروستیو کې شاه خفه کړی و، ځکه چې هغه د ملک فیصل د احترام لپاره د فارس خلیج ته د عرب خلیج نوم اخیستی و. عربستان او شاه فیصل د لومړي وزیر بوټو د واک ساتنې سره مرسته کوله او له دودیز پلوه هم د اسلام اباد او ریاض تر منځ اړیکي ډېرې ښې وې. بوټو وویل:« موږ پا کستانیان د هند د سمندر له نوم سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو، خو که دا مسئله په چا بده لګیږي نو موږ به د فارس خلیج نوم ورته اخلو. ایران زموږ ګاونډی دی او سعودي عربستان لا له موږ څخه لرې دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر شاه د یو ستر انسان او مشر په توګه ستایه. وروسته یې دغه ټکان ور کونکې وینا ورته وکړه:« شاه باید په دې پوه شي چې که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي نو د هغوی امنیت به له خطر سره مخ شي.»
بوټو وویل:« زه هیله لرم چې یو څه پیسې پیدا کړو او یوه اندازه تېل واخلو.»
کیسنجر د بوټو د وضیعت د ښه کېدو هڅه وکړه « تاسو ۷۵ میلیون نفوس لرئ. تاسو ډېر ماهر خلک لرئ مه نا امیده کیږه. تاسو ډېر جنګي خلک لرئ، خو داسې شواهد او اسناد نه شته چې په تېرو ۱۰۰۰ کلونو کې دې فارسیانو یا ایرانیانو کومه جګړه کړې وي. پاکستان ډېر ښه فرصتونه لري.»
دا د کیسنجر عادت و چې هڅه به یې کوله یو بهرنی مشر ارامه او د هرې ستونزې په اړه هغه ته ډاډ او ښه احساس ورکړي. په هر حال د هغه وړاندیز داسې و چې ایرانیان هغه لومړني خلک دي چې له جګړې لرې ګرځي، نو دلته دا پوښتنه راپورته شوه چې بیا ولې شاه غواړي په نظامي برخه کې ډېر لګښت وکړي او له پوځي اړخه په سیمه کې یو پیاوړی هېواد وي؟
خو بله پوښتنه داده چې د کیسنجر هدف له دې خبرې څه و چې بوټو ته یې وویل که شا ه د تېلو بیې همداسې لوړې وساتي نو د هیواد امنیت به یې له خطر سره مخ شي؟ ایا کیسنجر غوښتل ایران ته دا پیغام ور کړي چې که د تېلو بیې ټیټې نه کړي نو نظامي همکاري به ور سره کمه کړي؟ او یا شاید هغه غوښتل دا ورته ووايي چې د تېلو د بیې او د وسلو د پلورلو په اړه د نیکسون سپین چک نور تهران ته ور نه کړل شي ؟ او که د امریکا متحده ایالتونه غواړي داسې یو پلان عملي کړي چې که شاه د تېلو د بیو د ټیټیدو په برخه کې له مرستې انکار وکړي نو د وسلې په زور به یې له واکه لرې او برید به پرې وکړي؟ دا په داسې حال کې و چې په پنتاګون او سي. ای. اې کې له یو شمېر چارواکو سره د ایران د شاه د قضاوت او وفادارۍ په اړه هم پوښتنې را پورته شوې وې. داسې هېڅ شواهد نه وو موجود چې د شاه پر ځای د کوم بل بهرني چارواکي د انتخاب او یا پر هغه د نظامي مرستو او وسلو پلورنې چارې د بندولو کوم پلان دې جوړ شوی وي. شاه سره له دې چې په واشنګټن کې له مختلفو سیاسي او نظامي مشرانو سره مخ په زیاتېدونکې کړکېچنې اړیکې درلودې خو بیا هم په واشنګټن کې ورته د یوه پیاوړي او اړین دوست په سترګه کتل کېدل.
خو هغه امنیتي ګواښ ته چې کیسنجر اشاره کړې وه او شاه ته یې ور یاد کړی و هغه بهرنی نه، بلکې کورنی ګواښ و. داسې ډېر تصور کېده چې هغه به د کیڼ اړخو د کودتا په شکل کې وي او یا به د اقتصادي وضیعت د خرابېدو له کبله د پاڅون یا خلکو د راپورته کېدو په چوکاټ کې وي. کیسنجر د ایت الله خمیني له اړخه چې په عراق کې په تبعید کې ستړی ستومانه و پهلوي کورنۍ ته د ور پېښ خطر په اړه ډېره اندېښنه نه درلوده. هغه له شاه سره موافق و چې په ایران کې د شیعیه ملایانو زور ختلی او نور د دې وړ نه دي چې خطر را پیښ کړي. خو د هغه څه په اړه چې کیسنجر ډېر وارخطاو هغه د چپ اړخو له خوا پهلوي کورنۍ ته پېښ ګواښ و چې فکریې کاوو د دویم محمد مصدق د رامنځ ته کېدو علایم په رابرسېره کېدو دي چې کېدای شي ایران د لوېدیځ له منګولو د تل لپاره بهر کړي.
کیسنجر د بوټو وړاندیز ته اشاره وکړه چې هغه وېرېده د شاه پر ضد به د ۱۹۵۳ او ۱۹۶۳ مو کلونو په څېر مزاحمتونو را پیدا شي او هغه اوس منلې وه چې د تېلو لوړې بیې د ایران ثبات او ټیکاو ته تر بل هر څه یو ډېر ستر خطر دی او دا خطر دوی په خپله را منځ ته کړی. اېټالیا د تېلو تولیدونکو او مصرفونکو هېوادونو ته وویل:« ښاغلو دوستانو، د تېلو د بیو د لوړ والي او له دې اړخه رامنځ ته شوي خطر هم مرکزي واک لرونکو د یکتاتورو دولتونو او دارنګه په لوېدیځ کې ډیموکراسۍ پلوو حکومتونو ته یو ډول خطر لري.»
بوټو ته کیسنجر دا شکایت وکړ چې د تېلو را منځ ته شوی ناورین کېدای شي د نیکسون اداره د شاه له هغه وړاندیز څخه په یوه ډول منع کړي چې په ۱۹۶۹ کال کې یې پر امریکا په ارزانه بیه د میلیونونو بیرله تېلو د پلورلو وړاندیز او معامله کړې وه. دغه معامله چې د هاربریت براونل لخوا تر سره شوې وه د امریکا د قانون پر بنسټ غیر قانوني بلل شوي وه، ځکه چې د پټرولو د تولید او پلور د سهمیې یا ونډې د قانون او طرحې پر خلاف اخیستل کېده او هېواد ته را واردېدل. کیسنجر په دې پوهیده چې د سهمیې بندۍ قانون به د ډیرې مودې لپاره کار ور نکړي. کیسنجر لومړي وزیر بوټو ته وویل:« که موږ دغه معامله تر سره کړې وای نو اوس به موږ له دومره ډېر خطر سره نه و مخ.» هغه تیار و چې بیا دغه معامله تر سره کړي.
ایران : د نوامبر په لومړۍ نېټه کیسنجر په تهران کې و چې د سوداګریزې همغږۍ، صنعتي، نظامي، امنیتي، اتومي انرژۍ، کرنیزو چارو او د ساینس او ټیکنالوژۍ د پراختیا په چارو کې د امریکا او ایران د ګډ تازه جوړ شوي کمېسیون د لومړنۍ ناستې د امریکا د غاړې مشري وکړي. د ایران د غاړي مشري د کیسنجر د یوه ډېر ښه دوست او د ایران د مالیې او اقتصادي چارو د وزیر هوشنګ انصاري پر غاړه وه. کیسنجر ډېر خوشحاله و چې یو ځل بیا په تهران کې و او ځان یې د داسې خلکو په منځ کې بیا لیده چې په هغه لاره تلل چې ده غوښتل. هغه ښاغلي انصاري ته ومنله چې د امریکا او ایران په اړیکو کې په یوه ډول کړکېچ موجود و. کیسنجر وویل:
«زه په داسې حال کې دلته راغلی یم چې د امریکا رسنیو او ان ځینو امریکايي چارواکو ته دا نه ده روښانه چې ایا زه دلته زموږ د ځواکونو په نه ښکیلتیا خبرې کوم (ههههههههه)، که د جګړې په متارکې( ههههههههه) ، او یا موږ له خپلو دوستانو سره کومه معامله کوو. مطبوعات بهرنۍ پالیسي نه جوړوي. که موږ دوی کنټرولولی شوای نو ما به دوی نه پرېښودل چې زما په اړه هرڅه ولیکي ،(هههههههههه). هغه کسان چې زموږ بهرنۍ پالیسۍ جوړوي ایران ته د یوه دودیز ملګري په سترګه ګوري او زموږ اړیکې له دوه اړخیزو اړیکو ورها خوا ډیرې مهمې دي. د همدې لپاره زه دلته نه یم راغلی چې په دغه او یا هغه تخنیکي موضوع بحث وکړم.»
هغه «تخنیکي موضوع» چې کیسنجر ترې په تهران کې یادونه وکړه هغه د تېلو د بیو موضوع وه. هغه نه غوښتل چې په دغه موضوع بیل سایمون او د هغه د خزانې وزارت خبر شي او په لوېدیځه اسیا کې د هغه د شطرنج لوبه له منځه یوسي. ښاغلي کیسنجر خپل دوست انصاري ته وویل چې د دوی د اړیکو طلايي ورځې به بیا هغه مهال را ورسیږي چې دغه ډول تړونونه د خزانې، عدلیې او دفاع په وزارت کې د کار پوهانو له لارې له ترسره کیدو پرته تر سره شي. کیسنجر اعلان وکړ چې هغه تیار دی په همغه زړه لاره چې ده له شاه سره د ۱۹۶۹ کال په ترڅ کې د تېلو معامله وکړه یو ځل بیا معامله: « زه له خپلو ایراني ملګرو مننه کوم چې دې مسلې ته یې اشاره وکړه. ما دغه وړاندیزهمغه مهال خپلو کار پوهانو ته سپارلی او ورته ویلي مو دي چې دا د ایرانیانو یو چل دی چې د تېلو په محدود مارکېټ کې خپله برخه پراخه کړي او په عربانو فشار راوړي او له میدانه یې بهر کړي. دا خبره اوس هسې مسخره ښکاره شوه. زموږ ایراني دوستان سل په سلو کې صحیح وو او موږ سل په سلو کې غلط وو. نو بنا موږ باید واقعي راتلونکي ته وګورو او دېته ډېر پام ونهه کړو چې پخوا څه شوي او څه نه دي شوي.»
د ایران د دربار وزیر اسد علم وايي: « کیسنجر به نن سهار له خپلې مېرمنې سره یو ځای له تهران څخه روان شي. هغه په وروستي ماښام د شپې د ډوډۍ لپاره له ۶ تر۳۰: ۸ د قیقو پورې له شاه سره مېلمه و. هغه د مېلمستیا پر وخت په داسې ځای کې کښیناست چې ملکه یې ښۍ او زه یې چپې خواته ناست وم. هغه په بشپړه توګه د شا په ستاینو بوخت و. هغه وویل ډېره هیله يې درلوده چې ولسمشر فورډ د هغه لاره تعقیب کړي . . . . له دغه ډول څو خبرو وروسته هغه او اعلی حضرت له سره خپل شخصي بحث پیل کړ چې ان تر نیمې شپې پورې روان و. د دوی دواړو میرمنې (نانسي کیسنجر او ملکه فرح) د شاه او کیسنجر د غونډې پرمهال چې سفیر هلمز هم په کې ګډون د رلود یو فلم لیده.»
د کیسنجر شخصي کرکټر داسې و چې هغه د ایران ښه شاهي ستاینه او د خپل ولسمشر غیبت په یوه بهرنۍ پلازمینه کې د یوه بهرني هیواد د مشر په مخکې پیل کړی و. ډېره بد مرغي خو لا دا وه چې د هغه د درواغجنو خبرو دغه خاطره کېدای شي له شاه سره د امریکا د ولسمشر جیرالډ فورډ د شخصیت او د هغه د مشرتوب د وړتیا په اړه پاتې شي. د کیسنجر دغه ډول څرګندونې د فورډ د شخصیت او وړتیا په اړه منفي اغېز درلود او هغه یې ناسم تصویر کړ. هغه دارنګه شاه له ناسم انځور سره تېر ویست او هغه ته یې هم ناسم تصویر وړاندې کړ او داسې انګېرنه یې ورکړه چې ولسمشر فورډ داسې کس نه دی چې هغه فکر کوي. لکه چې د اسد علم یاداښتونه دا مسئله ښه روښانه کوي. دا داسې وخت وو چې شاه د کیسنجر خبرې پسې ور وغزولې او جیرالډ فورډ یې «نا امیده زوړ خر وباله او په ریشخند ډول یې هغه ته د «احمق فورډ » نوم واخیست.»
د دوی په خبرو اترو کې شاه امریکایانو ته روښانه کړه چې د ایران د خامو تېلو د غوښتنې کموالی دا مانا لري چې ایران په میلیونونو بېرله نه پلورل شوي تېل لري، یانې ستاسو سره هېڅ معامله نه ده شوې او تېل هېڅ په تاسو نه دي خرڅ شوي. لکه چې شاه په ۱۹۶۹ کال کې نا کامه هڅه وکړه چې په پټه به خپل اضافي تېل د امریکا په متحدو ایالتونو په ارزانه بیه وپلوري نو شاه به هڅه وکړي چې له دې لارې تر لاسه کړې پیسې د نظامي وسایلو او وسلو په اخیستو بېرته امریکایانو ته ورکړي او ایران به د دې وړ وي چې د خپلو اضافي تېلو د پلور له لارې خپل اړتیاوې ښې پوره کړي. د کیسنجر دغه نظریه خوښه شوه. هغه غوښتل چې د تېلو د تولیدونکو هېوادونو سازمان اوپیک په داسې توګه مات کړي چې ګنې د ایران اقتصاد ته زیان اړوي.
شاه او کیسنجر دارنګه دې معاملې ته له دې اندازه هم کتل چې دا کار به پر یوه او بل د دوی ستراتیژیک اغېز زیات کړي. برنټ سکوکرافټ ویلي دي: « یوه نظریه چې موږ درلوده داوه چې موږ دواړو کولی شو دغه سازمان دړې وړې کړو او له شاه سره مو مرسته کړې وای او له اوپیک څخه په ټیټه بیه د ایران اضافي تېل مو ترې اخیستي وای، خو تر اوسه موږ له هغه سره د هغه په اقتصادي پالیسیو کې مرسته کوله.»
د ولسمشر فورډ ادارې همدارنګه تصمیم ونیو چې د بیړنیو حالاتو لپاره دتېلو ستراتیژیکې زیرمې جوړې کړي چې د تېلو د دوهم ورته بندیز د ممکنه اغیزو مخه ونیول شي . چارواکو تمه در لوده چې د شاه د اضافي زیرمو تېل به په دغو جوړیدونکو زیر مو کې خوندي کړي . کیسنجر په دې باور وو چې هغه کولی شي د امریکا او ایران په اقتصادونو باندې فشار کم کړي او پر همدې مهال د خزانې د وزیر بیل سایمون او د شیخ ذکي د هغو هڅو مخه هم ونیسي چې غواړي د امریکا د سونګ توکو او تېلو په کورنیو مارکیټونو کې د سعودي عربستان نفوذ پراخ او د واشنګټن او ریاض تر منځ د تېلو د را کړې ور کړې اړیکې پراخې کړي .
شاه او کیسنجر یو تړون سره وکړ. دغه معامله داسې تر سره شوه چې د ایران باچا به د اوپیک په را تلونکې ناسته کې چې د ۱۹۷۵ کال په مې میاشت کې به په بالي کې تر سره کیږي د تېلو بیې کنګل کوي او کښته پورته کیدو ته به یې نه پریږدي . کیسنجر به د اوړي تر پایه پورې ددې پلان په جزییاتو کار کوي او ولسمشر او د امریکا حکومت ته به یې وروسته وړاندې کوي او هغوی به پرې راضي کوي. شاه دا روښانه کړه چې که یوه معامله د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پایه پورې ونشوه ، نو هغه به بل غوراوی ونه لري بې له دې چې د تېلو بیې نورې هم لوړې کړي او د خپلې بودیجې کسر پرې پوره کړي. هغه وویل «د ایران اقتصاد به انتظار ونه باسي.»
مخکې له دې چې هنري کیسنجر له تهران څخه واشنګټن ته ولاړ شي، هغه یو خبري کنفرانس را وغوښت چې په کې دا اعلان وکړي « د امریکې متحده ایالتونه اوس دا هڅې کوي چې د تېلو په بیو کې د نوي لوړ والي مخه ونیسي، نه دا چې د تېلو د بیې په ټیټوالي خبرې اترې وکړي.» کیسنجر سوله او امنیت تر بل هر شي اړین وګڼل. هغه په دې پوهېده چې د ایران شاه د فشار په وړاندې مقاومت کوي او ښه یې وبلله چې له ایرانیانو دا ژمنې تر لاسه کړي چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي چې د نړۍ د اقتصاد ټیکاو ته زیان ونه رسیږي. سره له دې چې هیڅ معلومات نشته چې کیسنجر او شاه په خپلو کې څه سره وویل او په څه یې موافقه سره وکړه، خو کیسنجر بې له شکه شاه ته دا روښانه کړه چې د تېلو پر بیې یوه معامله کې ددوی دواړو ښې ګټې نغښتې دي . شاه هم کیدی شي ورته ټینګار وکړي چې هغه به چاته اجازه ور نکړي چې د تېلو بیې را کښته کړي.
کیسنجر دا ومنله چې که شاه ونه غوښتل او یا یې د تېلو بیې را ټیټې نه کړې، هغه به لږ تر لږه دا ومني چې د تېلو بیې په داسې حالت کې وساتي چې د امریکا د متحدو ایالتونو خوښه وي او داسې بیې دې وي چې تر اوسنۍ اندازې یو څه کښته وي. دغو بیو ته د(فلور پرایس) یا ټیټو بیو نوم ورکړل شو او دا مسئله د ۱۹۷۴ تر۷۵ کال په ژمي کې د سپینې ماڼۍ لپاره یوه جنجالي بحث وړ موضوع او پالیسي وه چې په پرلپسې توګه به یې پرې بحثونه کول. (د فلورپرایس ) د تېلو بیې به د ایران له اقتصاد سره مرسته وکړي چې که په لوېدیځ کې د دغه هیواد د تېلو اخیستونکي کم هم شي دغه هېواد به د تېلو عواید په یو ځل د لاسه نه ور کوي.
د ولسمشرفورډ په حکومت کې ټول له دغې نوې تګلارې خوشحاله نه وو. دوی دغې مسئلې ته د یوه بل مهم بري په سترګه کتل او دارنګه د شاه لپاره هم دا یو بری وو چې امریکایانو ورته زارۍ کولې .د تېلود بیو جوړښت چې د تېلو بیې یې په مصنوعي ډول لوړې ساتلې وې ټول د مار کېټ په دوامداره مجبوریت پوهیدل او د پیرودونکو د غوښتنې او وړاندې کوونې اصول اوس د ټولو په ګټه وو او هدف دیو ه ترسره شوي عمل تر تیبول وو .
د شاه خپل رضایت ته د کیسنجر د سفر په پای کې اشاره وشوه چې سفارتونو او بېرته واشنګټن ته مخابره شول. یو تحلیل کونکی افبول لیکي ما دوه خطونه تر لاندې کش کړل «نور څه نه وو» دا مې په حاشیه کې ورته ولیکل.
اسراییل : د ۱۹۷۴ کال د نوامبر په ۷ نیټه کیسنجر د لومړي وزیر په اوسیدنځای کې وو چې له لومړي وزیر اسحاق رابین سره مشورې تر سره کړي . را بین او د هغه وزیران په دې سخت حیران او وازه خوله پاتې شول چې کیسنجر ورته له رضا شاه سره د خپلو خبرو اترو د جزییاتو په اړه معلومات ور کړل . د اسرا ییلو د تېلو وزیر شیمون پیرس پوښتنه وکړه چې « موږ د تېلو په تړاو څه ډول دریدلی شو؟ په اسراییلو کې د انفلاسیون کچه تر دیرشو لوړه شوې وه .کیسنجر اسرایلیانو ته روښانه کړه چې د هغه ستراتیژي داوه چې د تېلو بیو ته یو ټیکاو ور کړي ،او وروسته یې د بیو د را ټیټولو هڅې په داسې حال کې وکړي چې د تېلو د تولیدونکو هیوادونو نا امني په زیاتیدو وه، او دوی غوښتل چې دوی به د تېلو بندیز نه لګوي.
هنري کیسنجر قانع شوی و چې د حکومت د لوړې کچې ستراتیژیک لومړیتوب یې باید دا وي چې د منځني ختیځ د سولې د خبرو اترو پر مهال باید د تېلو د دويم ځلي بندیز مخنیوی وشي. د ایران شاه چې د اسراییلو د نیمايي تېلو برابرونکی و، باید د امریکا په خواکې وساتل شي. کیسنجر یوازې په تهران کې له شاه سره د خپلو خبرو اترو د پایلو جزییات په ډاګه کول. هغه اسحاق رابین او شیمون پیریس ته وویل چې شاه هغه ته ډاډ ورکړ چې «که موږ دا خبره پټه وساتو نو هغه تیار دی چې د عربو او اسراییلو د جګړې پرمهال موږ ته تېل را کړي.» شاه راته وویل:« هغه غواړي چې په منځني ختیځ کې موږ نه یوازې د اسراییلو د هوايي لېږد را لېږد او هوايي ځواک وړتیاوې لوړې کړو بلکې د هغه (ایران) سره هم په ورته برخه کې مرستې او ملاتړ یې وکړو، ځکه هغه فکر نه کوي موږ به هېچېرې باوري اډه ولرو. هغه په دې برخه کې سمه خبره کوله.» وروسته هغه وویل د ایران باچا په عراق کې د کردي یاغیانو سره همکاری پیل کړه. له لومړي وزیر اسحاق رابین سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر په خپله لیدنه کتنه کې د هغو اسراییلي وسلو لست را وویست چې دوی د ایران له شاه څخه غوښتي و چې د عراق کردي یاغیانو ته یې واستوي. خو رابین هغه مهال سخت وشرمېده چې کیسنجر هغه ته وویل چې کله ده، د پوځي وسلو او وسایلو همدغه لست چې د ۲۴ میلیون ډالرو په ارزښت وو ایراني چارواکو ته ور وښود او له هغوی سره یې په دې برخه خبرې پیل کړې نو شاه هم د اسراییلي ور کړو تجهیزاتو یو ورته لست ور ښکاره کړ چې ټول ارزښت یې ۱۰۸ میلیون ډالره وو او اسراییلیانو په دې موخه تهران ته ور کړي وو چې عراقي کردانو ته یې ور کړي. خو، هغه وپوښتل:« ایا اسراییلو څه پرمختللی او چټک تخنیک ایران ته ور کړی؟»
را بین ځواب ور کړ:« نه ، هیڅ نور نه دي ور کړل شوي، ولې به موږ دا کار کوو.»
کیسنجر ځواب ورکړ:« لس دقیقې موږ په تهران کې د دغو ۲ لستونو په مقایسه کولو تېر کړل. د هغه په لست کې یو داسې شی وو چې زما په لست کې نه وو. ما ورسره ومنله، خو هېڅ خبره نه ده.»
را بین کیسنجر ته وویل چې «د کردي یاغیانو مشرتابه په واشنګټن کې د ولسمشر فورډ له ادارې نا هیلی شوی دی. هغوی د عراقي مشر صدام حسین پر ضد د جګړې کولو لپاره ډیرو پوځي مرستو ته اړتیا درلوده.» کیسنجر هم له ښاغلي را بین سره مخالف نه وو. هغه ومنله چې « په نړۍ کې هر یو د امریکې د متحدو ایالتونو له چلند څخه نا خوښه او نا هیلی دی.» هغه د واټر ګیټ او د ولسمشر نیکسون او د مرستیال ولسمشر اګنیوو د استعفا پېښو ته اشاره وکړه او د دې انګېرنې رامنځ ته کېدو ته یې هم اشاره وکړه چې ګنې امریکا د خپلو کورنیو ستونزو او نفاق له کبله ضعیفه شوېده او نشي کولی چې په نړیوال ډګر کې خپلې بهرنۍ پروژې پلي کړي.
زه د اسراییلو په اړه خبرې نه کوم. له دغو ټولو فشارونو سره. عمومي انګېرنه او فکر داسې وو چې د ولسمشر او ورپسې د مرستیال ولسمشر دریځ خراب شو او له وړاندې د مرستیال ولسمشر د انتخاب په اړه هم منفي نظر رامنځ ته شو. زه د دغو ټولو تور په اسرا ییلو او یهودیانو نه لګوم. دا به د ټولې نړۍ امنیت ته یو خطر وي . . . . نړۍ ته لویه امنیتي ستونزه د امریکې د متحدو ایالتونو کورنی ضعیفوالی دی . زه دغه حالت د څو نورو میاشتو لپاره ساتلی شم چې په منځني ختیځ کې روان دی، ځکه هغه مذهبي باور چې په سیمه کې موجود دی، زه یې په چلند پوهیږم.