يو څو کيسه ګۍ/ ۳

 
سکوت:
سکوت تر ټولو معناداره پوښتنه او تر ټولو معنادار ځواب دی، خو د دې ژبې هم زده کړه پکار ده...
 
یواځېتوب:
دروازه یې قلف کړه او هدیرې ته روان شو...
 
تربیه:
د اولادونو روزنې ته یې ډېر پام کاوه او له خپل ځوی نه يې پټ سګرېټ څکول، ځوی يې هم احترام ساته او پټ یې ترې څکول...
 
یتیم:
-               آفرین ګرانو ماشومانو ښه ماشوم څرنګه وي؟
-               زه ووایم معلم صایب!؟
-               هو ووایه
-               ښه ماشوم لاسونه په صابون کې مينځي، امممم... چې نور ورته یتیم ووايي نه ژاړي...
 
د واټ سر
-               مورې راشه د پلار مخې ته په هوار څادر ډېرې پیسې راټولې دي، اوږد غځېدلی او سترګې یې پټې دي...