
ستاسې د مغز په یوه څنډه کې د بریالیتوبونو داسې خاموش زړي پراته دي، چې که چېرې یې وښوروئ او د عمل جامه ور واغوندئ، د بریالیتوب هغو لوړو پوړیو ته به مو ورسوي، چې تاسې یې کله هم فکر نشئ کولی.
لکه د موسیقۍ یو پیاوړی استاد چې د وایلون د تارونو په لمسولو سره تر ټولو ښکلي او له ترنم ډک غږونه پنځوي او سړی ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي، دغه شان ستاسې په ذهن کې هم یو نابغه ویده دی، که یې وښوروئ او راویښ یې کړئ، ستاسې ټول هغه خوبونه به په حقیقت تبدیل شي چې ارمانجن یې یاستئ.
ابراهم لینکن له څلویښت کلنۍ مخکې چې هر کار کاوه، له ناکامۍ سره به مخ کېده. له هغه مخکې چې دی په ژوند کې له یوې سترې تجربې سره مخ شي، یو بې نومه او بې نښانه انسان و. په ذهن کې ویده نبوغ یې راویښ شو او د نړۍ په یو تر ټولو سترې هستۍ یې بدل کړ. هغه دغه تجربه د غم او مینې د احساساتو له برکته کسب کړه. هغه دغه تجربه د ʺان روتلیجʺ په نامه د یوې میرمنې له امله چې د ده یواځنی حقیقي مینه وه، وکړه.
دا یو نه پټېدونکی حقیقت دی، چې د مینې احساس له ایمان سره نږدې اړیکې لري او چې په چا وربرابر شي، هیلې یې په حقیقت بدلوي. لیکوال د سلګونو بریالیتوبونو په اړه د خپل ژوند د څېړنو په ترڅ کې دا حقیقت موندلی چې تقریباً د ټولو د بریالیتوب تر شا د یوې میرمنې مینې شتون درلود.
که د ایمان د قوت په اړه شواهد غواړئ، د هغو نارینه او ښځو د لاسته راوړنو په اړه مطالعه وکړئ، چې له دې اصل څخه یې ګټه پورته کړې ده.
د حضرت عیسی(ع) لارښوونې او بریالیتوب په ایمان کې نغښتی و. هغه پدیده، چې د معجزې په نامه یادیږي، پخپله د ایمان په نامه د یوه ذهني احساس زېږنده ده.
پدې برخه کې به د هندوستان د خپلواکۍ د رهبر مهاتما ګاندي د ایمان ځواک ته چې هغه هم ترې برخمن و، اشاره وکړو. دا سړی د بشریت د ممکنه ایماني تمدن یوه بې سارې بېلګه ده. ګاندي که څه هم نه یې د جګړې وسایل، نه پیسې او نه هم کوم پیاوړی لښکر درلود، خو د خپل وخت تر ټولو پیاوړی شخصیت و. ګاندي مال، کور او آن د اغوستو لپاره ګنډل شوي کالي نه درلودل، خو قدرت یې درلود. دا قدرت یې څنګه ترلاسه کړی و؟
ګاندي د ایمان د اصل په اړه پوهېده او د هندوستان د دوه میلیون وګړو اذهانو ته د هغه د لېږد له امله یې قدرت ترلاسه کړ. هغه وتوانید چې ۲۰۰ میلیونه انسانان سره یو موټی کړي. ایا د نړۍ پر مخ له ایمان پرته کوم بل ځواک شته چې دا کار وکړی شي؟
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.