څوک تر ټوله ښه ده؟

ليکوال: ل. ن. تولستوی
په کوڅه کې، د بيروبار په منځ کې، ماشومه ورکه شوې وه. منډې او چيغې وهي، مور لټوي.
 خلک له ماشومې پوښتي:«مور دې څوک ده وجينۍ؟» ماشومه په داسې حال کې چې اوښکې يې بهيږي، په ځواب کې وايي: «نو تاسې په دې نه پوهيږئ؟ زما مور هغه ده، چې تر ټوله ښه ده».