پاملرنه...«وای فای» پټ وژونکی

 
سرچينه: العربيه
بې سيمه انټرنيټي خدمات يا «وای فای»، اوس مهال په نړۍ کې ډير پراخ کارول کيږي، خو ښايي ډير خلک به يې له ګواښونکو زيانونو نه بې خبره وي.
«د بريتانيا د روغتيا ساتنې آژانس» د څېړنو پر بنسټ، «وای فای» د انسان او نباتاتو د ودې لپاره ګواښ دی. دغه آژانس زياتوي، چې د اينټرنيټ راديويي څپې د انسان پر مغز باندې هم منفي اغيز لري او تمرکز اخلالوي او کله ناکله د غوږونو درد هم پيدا کوي.
د ياد آژانس د څېړنې په رېپوټ کې ويل شوي، چې هغه کارکونکي چې د «وای فای» د نصبولو لپاره کورنو ته ورځي، بايد د زيانونو په هکله خلکو ته مالومات ورکړي او د منفي اغيز د راکمولو په موخه لازمې لارښوونې وکړي. دغه رېپوټ کې «وای فای» پټ قاتل بلل شوی، چې په تدريج سره انسان وژني.
دغه څېړنه چې د بريتانيا د کمبريج پوهنتون لخوا ترسره شوې ده، حامله ميرمنو ته سپارښتنه کوي، چې له «وای فای» نه زيات کار وانخلي، چې د زياتو څپو په شتون کې  حتی کيدی شي د سقط جنين لامل وګرځي.