روسي، اوکرايني او ازبکي ژبو ته د خوشحال خان خټک ژباړل شوي آثار

سرچينه: خوشحال خان خټک (۱۶۱۳ـ ۱۶۸۹)
ليکوال: م. س. پلوين
روسي ژبې ته د خوشحال خټک د اشعارو لومړنۍ پښتو ژباړه، د «ا. اداليس» او «ی. الکساندروف» لخوا، په ۱۹۵۵ ز کال کې شوې دي. تر هغې وروسته په ۱۹۵۷ ز کال کې، نورې دوه ژباړې هم په راز راز غورچاڼونو کې خپرې شوې دي. د خوشحال خټک د غزلونو جلا غورچاڼ، د «و. ليفشيڅ» او «م. يرېمين» لخوا په ۱۹۸۳ ز کال کې چمتو شو. «ګ. ګېرڅ» په سريزه کې ليکلي، چې د خوشحال خټک اشعار له روسي پرته په اوکرائيني، ازبکي او نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.
 
C:UsersRohiDownloads13699515_10206803169423968_673128006_o.jpg
 
ازبکي عالم «ا. عثمانوف» د شاعر (خوشحال خټک) پر شعرونو څېړنې کړي. د ده ځينو مقالو په هکله ما (م. س. پلوين) ته پته د کتابتون د سرچينو له لست نه لګيدلې، چې په ۱۹۶۹ ز کال کې او ۱۹۷۹ ز کال کې خپرې شوي. ا. عثمانوف د خوشحال خان اړوند دوه سمينارونو کې هم، په ۱۹۶۶ او ۱۹۷۱ ز کلونو کې برخه اخیستې او په ۱۹۸۲ ز کال کې يې د ((خوشحال خټک او د ده ادبي مکتب)) تر سرليک لاندې  کتاب يې په په کابل کې خپور کړ او په دې کتاب کې يې د ډيرو کلونو ټولې خپلې ليکنې او پلټنې يې په کې خپرې کړې.
د خوشحال خټک د شاعرانه تخليقي آثارو په هکله، په (۱۹۹۱، ۱۹۹۲، ۱۹۹۳، ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ ز کلونو کې) يو شمېر ليکنې، د کتاب د مولف (م. س. پلوين) لخوا ليکل شوې.
يادونه: ما (اجمل روهي) د دې موضوع په هکله پلټنې ندي کړي، يو دوست راته د دغه کتاب مقدمه کې يوه برخه راوسپارله، چې ورته  يې وژباړم، نو ما ګټوره وبلله، چې له ګرانو لوستونکو سره يې هم شريکه کړم.