
غرنۍ وزې او د د وزګوړیو ښکار
د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې د تېلو د عایداتو له لوړېدو سره یو ځای شاه تصمیم ونیو چې د رادار یو پرمختللي نوي سیستم ته ستره ودانۍ جوړه کړي چې د ایران له خوا کنترول شي او ایراني چارواکي وکولی شي په فارس خلیج کې ټولې ملکي او نظامي مکالمې یا کیدونکې خبرې اترې واوري. دا نه وه معلومه چې ایا ایران به په خپله ددغه سیستم د نصبولو چاره مخته یوسي او که په دې اړه به یو پلان را مخې ته کړي او یا به د سفیر هلمس لخوا هغه ته کوم پلان ور کړل شي. په هر ډول چې وو، هلمس په خپله ځان ګټونکی وباله او د ۵۰۰ میلیون ډالرو د دې سترې پروژې چې کوډ نمبر یې ـــ ایبیکس و د پلان کولو او ودانولو چاره په شخصي ډول پرمخ روانه کړه. د یوه هغه ر پوټ پر بنسټ چې د یادې شوې پروژې په اړه خپور شوی و، د ایبیکس د جوړولو پلان داسې و چې پر بنسټ به یې د څارنې او ارزونې ۱۱ مرکزونه جوړ شي چې له شپږو هوايي ټولګیو یا برجونو او ټاورونو او د یوه سیار مرکز سره به نښلیدلي وي.
په لومړني پړاو کې به په پټه د سي. ای. اې ۱۵ مامورین د ایران حکومت ته د مشاورینو د یوې ډلې په توګه تهران ته واستول شول. څلور امریکايي شرکتونه چې د راکوییل انټرنیشنل شرکت هم په کې شامل و په پټه د داوطلبۍ مبارزې ته ور مخته شول چې د هغو ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت هغه لومړنۍ پړاو تړون وګټي چې ددې پروژې مشخصات به په کې ډیزاین شي.
د ۱۹۷۴ کال په نوامبر میاشت کې سي. ای. اې وړاندې شویو کمپنیو ته اخطار ورکړ چې د دغه قرار داد د تر لاسه کولو لپاره دې کوم ایراني کمېشن کار یا دلال ته پیسې نه ورکوي. همغه مهال له ایراني سوداګرو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره دا ډېر عادي کار و چې له بهرنیو دفاعي تړون کونکو سره مرسته وکړي چې دغه معامله وګټي. دا د دوی دنده وه چې ددغې معاملې د تر سره کېدو لپاره یې باید د هرې خوا غاړه ور تازه کړې وه. د راکوییل کمپنۍ مشرانو د سي. ای. اې په لارښود سترګې پټې کړې چې سي. ای. اې ته د جنرال حسن طوفانیان له خوا ورکړل شوی و. نوموړی د شاه د وسلو د اخیستو او تدارکاتو د اوچتې کچې باوري کس و.
د ۱۹۷۵ کال په جنورۍ میاشت کې راکوییل له (یو نیورسل ایرو سرویس کو لمیټید ) څخه پور واخیست چې شاه ته د خپل وضیعت په اړه توضیحات ورکړل شي. د UASCO د شرکت پوستي ادرس په برمودا هېواد کې ثبت و او نماینده يې ابولفتح مهوي و چې له ایراني سوداګرو سره یې ښې اړیکې درلودې. ښاغلي مهوي ژمنه وکړه چې د اړتیا وړ مارکیټینګ خدمات به تر سره کړي، راکوییل ورسره ومنله چې په بدل کې به یې دغه شرکت ته ( د خرڅلاو له ۵ تر ۱۰ په سلو کې) د فیس په ډول ورکوي . مهوي دیته په تمه وو چې که راکوییل شرکت د رادار ددغه نوي سیستم (ایبیکس ) د جوړولو قرارداد وګټي نو د جوړولو له لارې به یې دوی ته هم په میلیونو نو ډالره په لاس ورشي.
د ۱۹۷۵ کال د فبرورۍ په ۱۷ نېټه شاه تصمیم ونیو چې ددې پروژې قرار داد د راکوییل کمپنۍ ته ور کړي . هغه د سي ای اې د مشاورینو د ډلګۍ د لارښوونو او مشورو پر بنسټ عمل وکړ چې څلور کمپنۍ یې ورته نوماندې کړې. شاه ټینګار وکړ چې د ایبیکس په نوم د دغه تړون او راکوییل شرکت ترمنځ معامله دې ښه پټه وساتل شي. هغه نه غوښتل چې ددغې پروژې په اړه د ایران ګاونډیان په ځانګړې توګه شوروي اتحاد خبر شي . دارنګه شاه هیڅکله هم نه غوښتل چې د ایران عام خلک له سي ای اې سره د هغه په ټینګو اړیکو خبر شي . کله چې د ۱۹۷۵ کال په مې میاشت کې هغه د انډریوز له هوايي اډې څخه لیدنه کوله نو د هغو تخنیکي او فني الوتکو پلټنه او ښه پوښتنه یې وکړه چې رادار، د هوا د خبرداري او کنټرول سیستمونه (AWACS ) یې در لودل .دغه الوتکې او د ایبیکس د پروژې د هوا د معلومولو وسایل ددې لپاره جوړشوي وو چې زیګنالونه په ځمکه کې نصب شوي سټیشن ته ور کړي .
د ایبیکس (د ایران د رادار نوی سیستم) د جوړیدو او پراختیا چارې تر هغه وروسته ټکنۍ شوې چې جنرال طوفانیان ته معلومه شوه چې ښاغلي مهوي ته د دلال یا کمیشن کار په توګه پیسې ور کړل شویدي . ښاغلي طوفانیان چې له دغه ډول دسیسو سره اشنا وو په دې ټینګار وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت دې ښاغلی مهوي په تور لست کې شامل کړي او تر ټولو دمخه دې پر هغه دا بندیز ولګوي چې په راتلونکي کې په ایران کې د دفاعي تړونونو په پروګرامونو او معاملو کې ښکیل نه وي. ددې لپاره چې دغه غوغا ارامه شي راکوییل شرکت ښاغلي مهوي ته اخطار ور کړچې نور نه غواړي هغه ور سره کار وکړي. ځکه چې دلته ځینې ستونزې را منځ ته شوې : راکوییل بلاخره له UASCO شرکت سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ . ددغه کار لپاره راکوییل $4,526,758 ډالره دغه شرکت ته ور کړل. د دغو پیسو چک پر خپل وخت د شرکت د پوستي ادرس سره سم برمودا ته واستول شو چې داړوندې کمپنۍ پوستي پته پکې ثبت وه.وروسته په ډاګه شویو اسنادو وښووله چې دغه مبلغ پیسې وروسته په جینیوا کې د چیس منهاټن بانک یوه حساب نمبر ته انتقال شوې وې.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پلټنو وروسته وښوده چې د ایران د ایبیکس د پروژې ټولې پیسې په واشنګټن ډي سي ته رسېدلې وې چې سي ای اې او د امریکا مختلفې ادارې په کې ښکېلې وې.
له مالي بې نظمیو سره سره د ایبیکس د پروژې تړون د ډېرو نورو عواملو له اړخه هم د پام وړ و:
لومړی: د امریکې د دفاع وزارت د ایبیکس له پروژې لرې ساتل شوی و. دغه تړون په بشپړه توګه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مهماتو او دفاع د څانګې په هڅو او منډو په بېړې سره ترسره شوی و. دغه یو داسې دفتر و چې د بهرنیو چارو د وزیر هنري کیسنجر له خوا د ځانګړو پروژو د ورکړې په برخه کې چې فکر به کېده ډېر اړین دی او باید له نږدې پرې بشپړ خبر وي فعالیت کاوو. په بله معنا د ایبیکس پروژه تر ډېره د کیسنجر او سفیر هلمز پروژه وه.
دویم: د ایبیکس د پروژې تړون د راکوییل شرکت ته دا اجازه او چانس په لاس ورکړ چې په یوه ډول د ملي امنیت د ادارې او ځواکونو اوسني او پخواني امنیتي کارکوونکي وګوماري او ګټه ترې واخلي. په امنیتي پروتوکولونو کې دغه بېساري سرغړاوي د امریکا استخباراتي کړیو او ادارو ته ټکان ورکوونکي امواج واستول. د امریکا د ملي امنیت د ادارې یوه پخواني کارکوونکي وویل: ((زه حیران شوم چې د ولسمشر فورډ ادارې خپلو استخباراتي متخصصینو ته اجازه ورکړې چې خپل مهارتونه وکاروي او د یوه بهرني هېواد لپاره خورا مهم استخباراتي کار وکړي. «موږ نه شوای ویلی چې د شاه هدف به څوک وي.»
یوه نا معلوم چارواکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال سیموور هریش ته وویل: «موږ باید داسې فرض کړو چې کېدی شي د هغو کسانو په منځ کې به امریکایان هم وي چې نه غواړي د ایران او یا په فارس خلیج کې یو بل ځای د نظامي مشاورینو په توګه کار وکړي او د دوی له مهارتونو نور بهرنیان ګټه پورته کړي.» هغه دې ته اشاره وکړه چې «ایبکس پروژه کېدای شي یوه ورځ د اسراییلو پر ضد د جاسوسۍ لپاره وکارول شي او یا ان کېدی شي د ایران د مخفي پولیسو (ساواک) له خوا د کورنیو مخالفینو د نیولو او د نورو امنیتي چارو لپاره وکارول شي.»
د ۱۹۷۵ کال د جون په لومړۍ نېټه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ایبیکس د پروژې د جزئیاتو په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړه چې د ایران شاه پرې سخت خفه شو. په دې مقاله کې په کافي اندازه د داسې منابعو نقل قولونه را اخیستل شوي وو چې نومونه یې نه وو په ډاګه شوي او داسې پټ معلومات افشا شوي چې د مسئلو له دننه یې اصلي کیسه وړاندې کوله او کم شمېر کسان پرې خبر وو چې هغه یا د سي ای اې او یا هم د امریکې د دفاع د وزارت لوړپوړي چارواکي وو.
ایبیکس پروژه اوس نو یوه پټه کیسه نه وه او نه هم د هغو زرګونو ایرانیانو لپاره یوه معلومه شوې کیسه وه چې په امریکا کې یې زده کړې کولې، بلکې اوس د ا یوه عامه پروژه وه چې په سلګونو زره کسان پرې په یوه ورځ خبر شول.
په ډېرې بېړې سره د شوروي د کمونیست ګوند رسمي ورځپاڼې، پرویدا غبرګون وښود او په خپل لومړي مخ کې یې یوه مقاله خپره کړه. پرویدا ورځپاڼې د ایران شاه ته د ۱۹۶۲ کال تړون ور یاد کړ او ورته ویې ویل چې د دغه تړون پر اساس ایران نه شي کولی په خپله خاوره کې د کوم بل بهرني هېواد راکټي او نظامي اډې ته اجازه ور کړي.
پرویدا ورځپاڼې دې ته اشاره وکړه چې په ۱۹۶۰ کال کې شوروي اتحاد د امریکا د استخباراتي ادارې د U-2 په نوم جاسوسۍ الوتکه چې د امریکې د متحدو ایالتونو له یوې استخباراتي اډې را الوتې وه، د پښتونخوا په پېښور کې رانسکوره کړه. د دغه برید له کبله د امریکې د هغه مهال د ولسمشر ایزنهاور او د شوروي اتحاد د مشر نیکیتا خروشچوف ترمنځ سر مشریزه دړې وړې شوه او د دواړو نړیوالو زبرځواکونو تر منځ اړیکې ان د کینیډي تر مهاله ډېرې سړې شوې. سره له دې چې ایبیکس کومه تخنیکي بهرنۍ او یا د توغندیز سیستم اډه نه وه، خو روسان له دې کبله په ژوره توګه اندېښمن وو چې «دا پروژه د امریکایانو له خوا جوړېږي او طبعاً به په دې سترې پروژه کې د امریکايي متخصصینو اوږدمهال شتون او حضور ته اړتیا وي.» ایبیکس پروژې د ایران او د هغه د شمالي ګاونډي ترمنځ د لوی درز د رامنځ ته کېدو لامل شو او له بل پلوه یې په ایران کې د شاه پر ضد تندلارې ډلې را وزېږولې چې بالاخره یې پهلوي کورنۍ د تل لپاره رخصت کړه.
د کلاب د ګلانو په غونډۍ کې تګ کول:
عام امریکایان له هغو جنجالي پالیسیو او استخباراتي دسیسو څخه خبر نه وو چې د امریکا او ایران د اړیکو اصلي بنسټ یې جوړاوو. د دغو امریکایانو لویه اندېښنه د تېلو د لوړې بیې له اړخه د رامنځته شوي اقتصادي بحران پر مهال د دندې او کور له اړخه وه.
د ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۵ کال د ژمي پر مهال په امریکا کې د بې کارۍ کچه په سلو کې ۷،۱ ته وخته چې دا له ۱۹۴۰ کال راهیسې په امریکا کې د بې کارۍ تر ټولو اوچته کچه وه او په یوه ځل ډېرو امریکایانو کارونه له لاسه ور کړل.
د ۶ عشاریه ۵ میلیونه بېکاره امریکایانو په منځ کې د برینټ ووډ د لویې جزیرې ۲ځوانان (ران او جیل سټوبر) وو چې تازه یې ودونه کړي وو. ران د درنو مشینونو تخنیک کار وو او جیل د غاښونو مرستیال ډاکټر وو. جیل سټوبر پلان ونیو چې ایران ته سفر وکړي او د خپل واده د عسل میاشت (هنیمون) هلته تېره کړي. خو کله چې دوی ولوستل په واشنګټن کې د ایران سفارت اعلان کړی چې دوی یو شمېر امریکايي تخنیکي کارپوهانو ته په تهران کې کار ورکوي او غواړي چې په دې برخه کې خپله اړتیا پرې پوره کړي او دغه ډول خلک کولی شي خپل غوښتنلیکونه سفارت ته ور وسپاري نو جیل سټوبرز تصمیم ونیو چې هغه هم په دې ډله کې تهران ته ولاړ شي چې هم خرما وګټي او هم د واده مزې په تهران کې تېرې کړي. دوی یوازې نه وو بلکې ډېرو نورو امریکایانو هم غوښتل چې د سټوبر په څېر د کار لپاره تهران ته ولاړ شي.
د ۱۹۷۵ کال په پسرلي کې په واشنګټن کې د شاه سفیر اردیشیر زاهدي چې سفارت یې د مسچوسیټ پر سړک پروت وو هره اونۍ یې تر ۱۰۰ ډېر غوښتنلیکونه د ښوونکو، انجنیرانو، تخنیکګرانو، علمي او اکاډمیکو کسانو، قانون دانانو او حسابدارانو ترلاسه کول چې دوی ټول د کار په لټه کې وو. د ایران د قونسلګرۍ یوه چارواکي وويل: «د امریکایانو له سېلاب سره مخامخ شوو.»
سټوبر له هغو امریکایي کډوالو سره یو ځای شو چې ایران ته روان وو. ایران هغه هېواد وو چې له امریکا بهر یې د دغه هېواد د وګړو خوبونه رښتیا کول او د امریکایانو لپاره یې د ښه ژوند فرصتونه درلودل. په ۱۹۷۵ کال کې د امریکې دفاع وزارت د یوې کورنۍ ترسره کړې سروې خپره کړه چې په کې راغلي وو چې ۱۷ زره امریکایانو لا د مخه په ایران کې ژوند کاوو چې د څلور کاله د مخه پرتله درې برابره زیات شوي وو . داسې اټکل کېده چې د یوې لسیزې لپاره به دغه شمېر هر کال ۲۰ په سلو کې امریکايي وګړي په ایران کې زیات شي.
۶۸ په سلو کې عایدات د نظامي ماموریت له اړخه را تلل. پر دې سربېره ۵۲۰۰ تنه نور ډاکټران، د سولې رضا کاران ښوونکي، قانونپوهان، حسابداران، د ودانیزو چارو قراردادیان او ښځې او مېړونه په ایران کې له خپلو خپلوانو سره یو ځای شول.
ددفاع وزارت په ۱۹۷۲ کال کې تهران ته د نیکسون د سفر او هغه تصمیم پر ضد د یوه حرکت د رامنځ ته کولو هڅه وکړه چې«هغه ومنله ایران ته به د پرمختللو وسلو سیستمونه او یونیفورم لرونکي تخنیکي کارکو,نکي برابروي.» نیکسون ژمنه کړې وه چې«امریکايي روزونکي او تخنیک کاران به ــ چې د بلو سویټر په نوم یادېدل د شاه د غوښتنې پر اساس ایران ته ورکوي چې پر تهران د وسلو د پلورلو د تړون له ترسره کېدو ۱۸ تر ۳۰ میاشتې وروسته په منظم ډول هغه هېواد ته ورتلل.
ایران د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ کلونو لپاره ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د خپل پوځ لپاره د امریکايي وسلو او مهماتو د اخیستو تړون لا د مخه له واشنګټن سره لاسلیک کړی وو چې د دغه ډول تړونونو له کبله د ایران او امریکا راشه درشه ډېره زیاته شوې وه او د امریکایانو اغېز د تهران په واټونو کې مخ په زیاتېدو وو او داسې تصور کېده چې د ۱۹۷۹-۸۰ کاله پورې به په ایران کې تر ۵۰ زرو پورې امریکايي وګړي کار روزګار ولري او ژوند به کوي.
تهران د امریکا د لوی هوايي شرکت پان امریکن لپاره چې اروپايي پلازمېنې یې د لرې ختیځ له لویو ښارونو سره تړلې یو مهم مر کز و. د پان امریکن شرکت د پراخ فعالیت په ترڅ کې د ایراني پیلوټانو او د ایران د هوايي شرکت د الوتکو او د هوايي ډګر عملې روزنه هم پر غاړه در لوده . د لومړي ځل لپاره ایران د لوېدیځو سیلانیانو لپاره پر یوه مهم او لیدونکي ځای بدل شوی و. د چورلکې د یوه پیلوټ بېل، مېرمنې وویل: «هیله مو دا ده چې زموږ په څېر ډېر امریکایان دلته راشي لکه چې موږ وکولی شو. موږ به خپلو ماشومانو ته د ایران صفت وکړو.»