
هغه ټولنې چې اقتصادي فعالیتونه په کې د اوج وروستۍ نقطې ته نه وي رسیدلي، د اقتصاد له نظره په کې ستره اقتصادي ګټه نغښتې وي. په پورته ټولنو کې بازار موندنه، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پانګونه بې زیانه پریکړې بلل کیږي. لویدیځ وال د صنعتي انقلاب په مټ وتوانېدل چې اروپا د ټولنیزو بدبختیو له ګردابه بهر کړي. په تیرو څو لسیزو کې لویدیځ خیلو د اقتصادي ودې او پرمختګ په پار اروپایي بازارونه په پوره زور ولوشل، داسې ښکاري چې نور یې د اقتصادي ګټه زیږونې شیمه له لاسه ورکړې.
ګرده اروپا د صنعتي انقلاب او امریکاي مارشال پلان په مټ رغول شوې، مګر د اروپایي هېوادونو دوامداره اقتصادي او سیاسي یو والي او همکاریو، یادې لویې وچې ته د نسبي اقتصادي پایښت توان ورکړی و. که څه هم د یوولسم سپتمبر ستر تندر تر ډیره د افغانستان او نورو وروسته پاته هیوادونو په سر راپرویوت مګر تر ډيره یې اروپا هم د سیاسي او اقتصادي شلون له ګواښ سره مخ کړه ـــ له همدې امله هڅه کوي د سیاسي او اقتصادي خوندیتوب په موخه اسیا ته لاس وغځوي. اوسمهال، اروپا د سیاسي او اقتصادي واک غځونې په موخه د یو بېساري کشمکش په لومه کې نغښتې ده؛ جرمني د اروپا په اقتصادي ډګر کې د زمري رول غواړي؛ فرانسه سیاسي غریزو هڅولې؛ یونان په اقتصادي لحاظ مات دی او ختیځه اروپا د روسیې له لورې ګواښل کیږي. کارپوهان انګېري چې، اروپا په نړیوال ډګر کې د زوال په ګړنګ ولاړه ده.
د نړۍ اقتصادي ماشین چلولو لپاره اوسمهال د سیاسي پردو تر شا یو شمېر خوځښتونه دا انګېرنه رښتیني کوي چې نړیوال تمرکز د اسیا په لور راتاو شوی. همدا لامل دی چې یویشتمه پیړۍ د (اسیایي پيړۍ) په نوم یاده شوې.
په ټولیز ډول د اسیایي باراز نیونې په ډګر کې امریکا او اروپا اوسمهال له یو بل سره د سیالۍ میدان ته کښیوتي. څه موده وړاندې ولسمشر اوباما د یو شمېر اسیایي هېوادونو څخه د کتنې پر مهال هڅه وکړه چې د (TTP) سوداګریز تړون ته د پلي کیدو زمینه برابره کړي. یاده اقتصادي ملګرتیا د امریکا په ګډون او له چین پرته د اسیا دولس ستر ملیتونه سره نښلوي. کارپوهان زیاتوي، واشنګتن یاد ګامونه په اسیایي بازارونو کې د پښو خښولو په پار پورته کوي.
له بل لورې چین هڅه کوي د سیمه ییزې اقتصادي ملګرتیا (Regional Comprehensive Economic Partnership) په مټ د واشنګتن په هڅو ګرمې اوبه واړوي، یاده سوداګریزه ملګرتیا په خپل بر کې له امریکا پرته، (ASEAN)، سویلي کوریا، جاپان، هند، استرالیا او نوی زیلاند رانغاړي. په دې سربیره، بیجنګ هڅه کوي د اسیا په کچه داسې یو ستر سازمان جوړ کړي چې په اسیا کې د امریکا له لورې د جوړ شوي (TTP) اهمیت را کم کړي.
د چین سربېره، اروپا هم هڅه کوي چې اسیا سره د سوداګریزې ملګرتیا پله درنه کړي. اروپایي اتحادیې له وړاندې چین سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه خبرې پيل کړي او واشنګتن یې خورا اندیښمن کړی. په اسیا کې سوداګرۍ او د پيسو د پالیسۍ په ساحه کې د اروپا اقتصادي حضور له وړاندې محسوس شوی؛ د بیلګې په ډول، بلجیم د سوداګرۍ په برخه کې د چین ستر ملګری دی، د دواړه خواو تر منځ هره ورځ د یو میلیارد یورو سوداګري کیږي. اروپایي اتحادیه له چین او جاپان وروسته د (ASEAN) دریم ستر تجارتي ملګری دی.
په ټولیز ډول، اروپا خپلو شرکتونو ته په اسیا کې د فرصتونو پراخولو په لټه کې ده او اوسمهال اسیایي بازارونه د یو پر درې برخې اروپایي صادراتو وروستی تمځای دی. په اسیا کې د بهرنۍ پانګونې په برخه کې اروپا تر ټولو مخکې ده، په ځانګړي ډول د (ASEAN) په سیمه کې اروپا تر نورو ډیره پانګونه کړې په تېره لسیزه کې اروپایي شرکتونو په یاده سیمه کې د کال دیارلس نیم میلیارد یورو پانګونه کړې.
د پراخه اقتصادي ملګرتیا له امله اوسمهال اسیا د اروپایي پورپاڼو ستر اخیستونکی دی. د اسیا په یو شمېر مرکزي بانکونو کې نږدې دیرش سلنه بهرني اسعار د یورو په بڼه پراته دي.
د اروپایي انګیرنو له مخې، اسیا اوسمهال د نړیوال پرمختګ، د لویدیځ ځواک پیاوړي کولو او اقتصادي ودې لپاره مرکزي سیمه ګڼل کیږي همدا لامل دی چې له 2011 مخزیږدي راهیسې تر اوسه پورې یې د سویلي کوریا، او سینګاپور سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړي او د جاپان، ویتنام، مالیزیا او تایلیند سره یې خبرې روانې دي.
چین اوسمهال اروپایي اتحادیي سره د دوه اړخه پانګونې په اړه خبرې کوي. د اروپایي او اسیايي مشرانو په وروستۍ غونډه ASEM)) کې هم دواړه لوریو د ازادې سوداګرۍ په اړه خبرې کړي. ایټالیا او انګلستان لمړي وزیرانو د یاد ګام څخه پوره ملاتړ اعلان کړی.
په دې سربېره، اروپایي اتحادیې د ختیځې اسیا یو شمېر مشرانو سره هم د سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه خبرې پيل کړي. دواړه لورې هڅه کوي چې د سیمې په کچه د پانګونې او سوداګرۍ داسې یوه دایره جوړه کړي چې ټوله سیمه سره ونښلوي. اروپا دا ډول ګامونه په پوره لېوالتیا پورته کوي ځکه د ختیځې اسیا هېوادونو اقتصادونه خورا په چټکۍ په مخ روان دي او کولای شي اروپايي هېوادونو ته یې هم ګټه ورسیږي.
ولسمشر اوباما هند ته په خپل وروستي سفر کې هڅه کوي چې د هند په ستر اقتصادي بازار کې امریکا ته د پانګونې زمینه برابره کړي.
اروپایي اتحادیه غواړي د سیمه ییز پیوستون په مټ په اسیا کې خپل دوامداره او اوږدمهاله شتون ته لاره هواره کړي. اروپا په اسیا کې پوځي متحدین او پوځي شتون نلري، همدا لامل دی چې له سیاسي او ستراتیژیکي اندیښنو پر ته کولای شي هدف ته په اسانۍ ورسیږي. دې وضعیت واشنګتن اندیښمن کړی. امریکا او اروپا د اسیا په اړه سیاسي ملګري بلل کیږي مګر په اقتصادي برخه کې یې سیالي ورځ تر بلې زیاتیږي.