
د زړه سترګې:
ړوند ماشوم چې له مودو وروسته د پلار په لاس خپل لاس تپوي په داسې حال کې چي خولې او اوښکې پرې راماتې دي او پزه کشوي په غرېو نیولي انداز وايي، فکر مې کاوه نور نه راځې!، چېرته وې؟ پلار ځواب ورکوي هلته، ماشوم احساس کوي چې پلار يې یوې خوا ته اشاره کوي، متوجه کیږي او هماغې خوا ته د اشارې پر مهال بیا پوښتنه کوي: هلته څه دي؟ پلار یې ځواب ورکوي ځنګل، بیا پوښتنه کوي هلته ډېر لیرې څه دي؟ پلار بیا هم ځواب ورکوي: هلته هم ځنګل...
خلاصه:
پوه د ناپوهو له شره په امان کې نه دي او ناپوه د پوهو...
وير:
پوهېږم ډېر خوشحال یې!... اوښکې دې پاکې کړه... سلګۍ دې هم ټول اوري!...
سخاوت
لکڼه يې د ښیښه يي دېوال په یوه برخه تکیه کړه، د بانک کارکوونکي ته يې له کوچنۍ دریڅې یوه ټوټه کاغذ او درې زره افغانۍ ور وړاندې کړې او په پرې پرې غږ يې وویل: زویه دا د هغه یتیم په حساب جمع کړه چې حساب یې په هغه کاغذ کې لیکلی زه یې سرپرست یم. کارکونکي په دقت کاغذ ته کتل او بیا به یې لړزېدونکی سپین ږیری له نظره تېر کړ او په کار بوخت شو، څه شېبه وروسته په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې بابا ته کاغذ ورکړ: واخله بابا جمع شوې ، بابا له بانک نه د وتلو په حال کې و چې په کاغذ يې سترګې ولګېدې لس زره افغانۍ جمع شوې وې، موسک شو او د بانک د کارکونکي څېره يې بیا له ذهنه تېره شوه...
ناخبري:
چې د هغه خدای بښلي انباکس ته به اوس څومره ایمیلونه له سلامونو او نېکو هېلو ډک ورغلي وي؟...