غزل

 
تاوان لرمه مگر سود نه لرم
لا واکمني په خپل وجود نه لرم

ستا د نظر کموالى ډېر دى اشنا
پرته له دې نه بل کمبود نه لرم

ژوندون په کلي کې بيا څله کوم
د قام لپاره چې بهبود نه لرم

زما سېنه به هم کېندلې وى چا
شکر چې غر نه يم زمرود نه لرم

کاڼى د ټن د غره(۱) ترې  ښه دی ساده
تندى که يار ته په سُجود نه لرم.

٢٦/٠٩/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(١)  ټن  : يو غر نومېږي چې زموږ دکلي شمال لورته پروت دى.