
د تیلو د قیمت ټیټیدل د مصرفونکې د اخیستلو توان زیاتوې او ورسره د مصرفونکې د ګټې د لوړیدو اطمینان هم زیاتیږې، ددې سره سره هغه تجارتې کمپنې او شرکتونه چې په تولید کې د تیلو څخه کار اخلې د هغي د تولید په مصرف کې په لویه پیمانه کموالې راځې او د ګټې مقدار یې لوړیږې.
په نژدې وخت کې د تیلو دقیمت ټیټیدل د تیلو د تولیدونکې څخه د تیلو مصروفونکې ته د سرمایې انتقال په ګوته کوي، چې تقریبا د نړۍ د نا خالصه تولیداتو ۲٪ سلنه تشکیلوي. دغه د سرمایې انتقال د نړۍ په اقتصاد باندې ددو سببونو په وجه مثبت اغیز لري.
لومړې: د تیلو مصرفونکې د نړۍ په ناخالصه تولیداتو کې نسبت د تیلو تولیدونکې ته زیاته ونډه لري او دوهم د تیلو واردونکې هیوادونه نسبت صادرونکې هیوادونو ته زیاته اندازه مصرف لري.
اوس ګورو چې د تیلود قیمتونوټیټیدل د چا په ګټه او د چا په تاوان دي.
ټیټ قیمت د تیلو صادرونکو هیوادونو او کمپنیو لپاره د لږ عاید او لږې ګټې تمثیل کوي، ایران، روسیه او وینزویلا هغه هیوادونه دې چې د خطر سره مخ دي،د درې واړوهیوادونو بودیجې عاید په لویه پیمانه د تیلو په لوړو قیمتونو ولاړ دی، ایران او وینزویلا دواړه هیوادونه د بهرنې اسعارو کمه مالې ذخیره لري، چې پدې کې د وینزویلا خطر د نورو څخه لوړ دی، له بل پلوه روسیه چې د خارجې اسعارو زیات مقدار لرې د نورو هیوادونو څخه نسبتا لږ ښه دی خو ددی سره سره د قیمتونو ټیټیدل د روسیې څخه د سرمایې وتلو ته لاره هواره وي لکه په تیر دسمبر کې چې د روسیې روبل ارزښت په لوړه پیمانه راښکته شو.
مختلف هیوادونه د تیلو قیمتونو څخه مختلف متاثره کیدای شی.
شمالې امریکا:
د امریکا کورنې نا خالص تولیدات به د تیلو د قیمتونو ټیټیدو له کبله 0.3 څخه تر 0.5٪ فیصده پورې لوړ شي، خو مکسیکو چې اقتصاد یې د تیلوپه عاید ولاړ دی د 0.2 څخه تر 0.4٪ پورې کورنې نا خالص تولیدات کم شي.
اروپا:
د نا خالص تولیداتود پرمختګ اندازه په اروپا کې د امریکا په شان د 0.3 څخه تر 0.4 فصیده پورې لوړ شي خو ټول هیوادونه نه، لکه ناروې چې د تیلو صادرونکې هیواد دی نا خالص تولیدات به یې د 0.2 څخه تر 0.4٪ پورې کم شي، له بله پلوره په مرکزې اروپا هیوادونو لکه ترکیه او پولینډ کې هم د قیمتونو ټیټوالې مثیبت اغیز لرې چې ناخالص تولیدات به یې د 0.5 څخه تر 0.7 فیصده پورې لوړ شي، خو له بل پلوه روسيه چې د تیلو صادرونکې هیواد دی منفې اغیز ولرې.
اسیا:
په اسیا باندې هم د قیمتونو ټیټوالې مثیبت اغیز لرې چین او جاپان ددواړه په ناخالصو تولیداتو کې د 0.2 څخه تر 0.3 فیصده لوړوالې راشي، اندونیزیا او هندوستان چې دواړه د تیلو واردونکې هیوادونه دی اغیز نسبتا لږ زیات وي د 0.4 څخه تر 0.5 فیصده پورې به ناخالص تولیدات لوړ شي، البته دغه مقداد او اندازه د حکومتونو اقتصادې پالیسې پورې هم تړلې دی.
مرکزې او جنوبې امریکا:
د لاتینې امریکا په هیوادونو لکه برازیل، ارجنټاین، چلې چې د تیلو واردونکې هیوادونه دي مثبت اغیز ولرې او ناخالص کورنې تولیدات به یې د 0.2 څخه تر 0.3 ٪ فیصده پورې لوړ شي، خو وینزویلا چې د تیلو صادرونکې هیواد دی د قیمتونو د ټیټوالې څخه به منفې اغیزمن شي.
منځې ختیځ او افریقا:
دمنځنې ختیځ او افریقا هیوادونه چې د تیلو د قیمت څخه منفي متاثر کیږې عبارت دی له کویټ، ایران، لیبيا، سعودي عربستان، متحده عربې امارات، انګولا او نایجیریا، ددې هیوادونو نا خالص کورنې تولیدات به د 1.0 څخه تر 1.5٪ فیصده پورې راکم شي، او هغه هیوادونه چې مثبت اغیزمن کیږې عبارت دی له اردن، لبنان، تانزانیا، مراکش، زمبابې او جنوبې افریقا.
لکه څنګه چې ګورو د تیلو د قیمتونو د تیټوالې څخه دنړۍ لوړ اقتصادې هیوادونه لکه امریکا، چیڼ، جاپان او اروپایې اتحادیه ګټه پورته کوې ، نو ویلاې شو چې د نړې په نا خالصه کورنې تولید کې د 0.3 څخه تر 0.5 ٪ فیصده پوره مثبت اغیز لرې.
ژباړونکې: ا.وقار