په افغاني کلتور کې لګښت پالنه

 
سریزه
داسې یوه دنده پر مخ وړۍ چې ترې کرکه کوی، ددې لپاره چې داسې توکي او خدمات را ونیسۍ چې اړتیا ورته نه لرۍ، خو په دې موخه چې هغه څوک تر خپلې اغېزې لاندې راولۍ چې نه مو خوښیږي. (Fight Club)
لګښت د ژوند لاینفک اجزا جوړوي ځکه چې د ژوند لپاره د توکو او خدماتو رانیول اړین دي خو د لګښت څرنګوالی تل د ټولنیزو او اقتصادي علومو یو له د بحث موضوعات جوړوي. د لګښت کلتور د کورنیو د جوړښت نه را په دیخوا رامنځ ته شوی او د تاریخ په مختلفو پیړیو کې لګښت موجود وو، خو په دې توپیر سره چې په هغو وختونو کې د لګښت اصلي موخه د اړتیاوو رفع کول وو مګر اوس لګښتونو داسې شکل ځان ته غوره کړی، چې د خپلو منفي اغیزو ساحه یې پراخه کړې چې لګښت پالنه یې رامنځ ته کړې. زیګموند بومن لګښت پالنه د پانګه والي نظام په وجود کې ویني او معتقد دی چې په داسې ټولنو کې مصرف حتا هدف دی او خپله لګښت پالنه د خپل ځان د خوځښت موټور دی.
لګښت په یوه تولنه کې ټاکونکی نقش لوبوي، د منابعو په تخصیص، د مختلفو توکو په تولید، د توزیع لار او هم په اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ کې رول لري. له همدې امله، په لیبرال ټولنه کې ټولیز میلان دېته وي، چې افراد مصرف ته هڅوي، د یوې ټولنې لویه برخه د عوایدو مصرف ته اختصاص پیداکوي او په پایله کې یې د پس انداز یا سیوینګ چې په پایله کې یې پانګه اچونه راټیټیګي، دا حالت ټولنه د تولید له کمبود او ټولنیز فقر سره مخامخوي او بر عکس که چېرې د مصرف سمه او منطقي لار وټاکل شي، نو ډېرې مثبتې پایلې به ولري.
لګښت په اوسنۍ نړۍ کې یواځې له اقتصادي پلوه تر بحث لاندې نه نیول کېږي بلکې ټولینز او فرهنګي بعد یې ډېر مهم دی. ځکه چې لګښت حتا کلتوري ارزښت او هویت ګرځیدلی. د بېلګې په توګه، د بورډیو له نظره  لګښت یواځې د اوسیدو د اړتیا پوره کول یا ارضا کولو نه دي بلکې لګښت په نوم نښان، ایده او ارزښتونو باندې بدل شوی.
له یو اړخه د لګښت پآلنې اصطلاح تر ۱۹۷۰ کلونو پورې په دې موخه کارول کېده چې له هغو کړنو او خوځښتونو څخه عبارت وو چې په ترڅ کې یې مشتري ته هغه ټول لازم معلومات د یو محصول په هکله لکه په صادقانه توګه د محصول بسته بندي، د محصول تضمین او له لازمو صحي سټنډرډونو څخه بحث کاوه خو د وخت په تېرېدو دا اصطلاح راوګرځېده او اوس د حده په زیات لګښت کولو باندې را څرخي چې په دې لیکنه کې یې همدا مفهوم تر بحث لاندې نیول کیږي.
اوس لګښت پالنه بغیر له دې نه چې واقعي اړتیا ورته موجوده وي صورت مومي ځکه چې افراد اوس ظاهرآ پیریدو ته لاس وروړي او کله داسې هم کیږي چې پخپل پیریدو باندې کنټرول هم نه لري چې حتا ارواه پوهان دا یو ډول مریضي ګڼي چې باید درمان یې وشي. له همدې امله کاناډايي هنرمند تددیو د کال یوه ورځ د نه پیریدو په نامه په ۱۹۹۲ میلادي کال کې نومولې، چې اوس په ځینو هیوادونو کې یوه ورځ د همدې کار لپاره ځانګړې شوې چې په دې ورځ نه یواځې داچې توکي باید ونه پیرودل شي بلکې داهم خلکو ته ویل کیږي چې باید مصرف په ډېر عاقلانه توګه وکړي.
څښتن تعالی په قرآن پاک کې فرمایلي چې وخورۍ او وڅښۍ خو اسراف مه کوئ، پانګه والې نظام لګښت کول هڅوي او د پرمختګ لپاره لښګت کول اړین ګڼي خو سوسیالیستي عقاید لګښت د اړتیا تر کچې ښه بولي. له دې ټولو نظریاتو سره سره، په یو شمېر ټولنو کې د لګښتونو کچه ډېره لوړه وي خو په یو شمېر کې مناسبه او په یو شمېر ټولنو کې د لګښت کچه ډېره ټیټه وي. دا مختلف کلتورونه دي چې د پېرېدونکو رویه او رفتار د لګښتونو پر وړاندې روښانه وي او ټاکي. په ځینو کلتورونو کې مصرفېدونکي توکي ډېر پېرېدول کېږي خو په ځینو نورو کې په تولیدونکو محصولاتو / اجناسو او خدماتو لګښت کېږي.
افغانستان چې یوه غیر متجانسه ټولنه ده، د ډول ډول ایډیالوژیو لارویان لري خو په ټوله کې ویلی شو چې لګښت کچه په ګې لوړه ده. په دې لیکنه کې په لاندې اساسي برخو بحث کېږي چې ډېر لګښت لري او د علتونه، اغېزو او په نورو اړوندو او مهمو اړونده موضوعاتو په هکله څېړنیز معلومات وړاندې کیږي: د واده په پروسه، غم او ویر، میلمستیا، کورنی دېکورېشن او جامه او فېشن. مخکې تر دې چې پورتنیو مسایلو باندې بحث وکړو، ښه به وي چې د لګښت پالنې په معنا او مفهوم، د انسا اړتیاوې، لګښت د مختلفو ای‌ډیالوژیو له انده او د لګښت پالنې په لاملونو او پایلو وغږیږو.
لګښت پالنه ( Consumerism  )
لګښت په لغت کې خرچ کولو او په اصطلاح کې لګښت عبارت د توکو او خدماتو د پولي ارزښت چې د افرادو او سازمانونو له خوا تهیه او پیریدول کېږي، ( کلانتري ) کله چې یو فرد عواید یا خالص در آمد تر لاسه کړي نو د دوه موخو لپاره ترې ګټه پورته کېږي. یوه برخه یې لګښت یا مصرف باندې رسیږي او بله برخه یې پس انداز ته ځانګړې کیږي. هغه  برخه یې چې مصرف یا لذت ته ځانګړې کیږي لګښت ورته وايي خو لګښت پالنه بل مفهوم لري.
عالمانو او پوهانو لګښت پالنې ته ډېر تعریفونه وړاندې کړي، خو غوره به وي چې ځینو ته یې په لاندې توګه اشاره وکړو:

  • لګښتونو ته اصالت او ارزښت ورکولو ته لګښت پالنه وايي. ( ډاکټر علوي )
  • دېده له انده، لګښت پالنه له هغه روند څخه عبارت دی چې د توک پېرېدل، نمایش ته وړاندې کول، او فعالانه د هویت په رامنځ ته کېدو او ساتلو کې ونډه لري.  
  • لګښت پآلنه هغه عقیده او باور دی چې افراد ښه ژوند او د ژوند خوشالي په ډېره لوړه کچه په لګښت کې ویني.
  • ځینې نور په دې اند دي چې لګښت پالنه لګښت ته اصالت ورکول دي او رفاه او مادي دارایي هدف ګرځولو څخه عبارت ده.
  • کله چې موږ لګښت پالنه تر بحث لاندې نیسو، اړینه ده چې په لاندې اړونده اصطلاحاتو او موضوع سره په اړوند والي یې پوه شو:
  • تمدن- د یوې ټولنې لوړې فکري مرحلې ته تمدن وايي او یا تمدن هغه وصعیت ته وايي چې د فکري رشد او پرمختګ زمینه په کې رامنځ ته کېږي، پخپل ځان بساینه ، تولید او نوښتونو سره مل وي، ( ډاکتر علوي ) خو له بل لوري تجدد دی چېرې چې د متنوع توکو او خدماتو له مصرف څخه خوند اخستل کیږي. د بیلګې په توګه، کوم تولید او خدمات چې په پرمختللو ټولنو کې کارول کیږي تر څه بریده په افغاني ټولنه کې هم کارول کيږې لکه موټرو، مبایل، تلویزیون او.. کوم چې په نورو ټولنو کې تولید شوي خو دلته یواځې په مصرف رسي او داسې معمول دي چې له کومې دریشي سره کوم ډول بوټان په خپو شي چې یو سره مصرف دی او د ملت او ملک په ښیکڼه او ابادۍ کې کوم رول نه لوبوي بلکې اسېمیلاسیون دی چې د نورو پیښې کېږي.
  • کمبرادوره بورژوازي-  د بورژوازي یو ډول کمبرادوره یا منځګړې بورژوازي ده د کومې په ترڅ کې داسې کسان رامنځ ته کېږي چې بهرنیو کمپنیو ته لوی لوی بازارونه ایجادوي او له وارداتي سیستم او مصرفي بازار څخه ډېره ګټه تر لاسه کوي، چې په ترڅ کې یې تولیدي پوهه او تخصص نه رامنځ ته کیږي بلکې ټولنه متکي په نورو هیوادونو وي. د بیلګې په توګه، له بده مرغه ځینې افغان سوداګر په دې اخته وي، چې له کوم هیواد څخه کوم سره زر وارد کړي، له کوم هیواد څخه کومه دریشي ،نکټایي او بوټان را وارد کړي حتا تر پاپړو پورې.
  • د لګښت پآلنې نه موخه دا نه ده چې په ټولنیزه سرمایه پانګه اچونه ونه شي لکه تعلیم او تربیه،  صحت، کور، خواړه او... چې د هوسا ژوند او پرمختګ لپاره اړین دي بلکې موخه ترې اسراف او تجمل دی چې د ډول ډول ملحوظانو لپاره افراد غیر ضروري مصرف کوي او د ژوند خوښي ټوله په مصرف کې ویني.
    په ټوله کې ویلی شو چې لګښت پالنه هغه ټولنیزه او اقتصادي پروسه ده چې د مصرفونکي په مصرف تکیه کوي او د بادوامه او بې دوامه توکو او محصولاتو ډېر مصرف باندې تاکید کوي. په داسې یو کلتوري محیط کې افراد او ډلې د نوو خدماتو او توکو په پېرېدو کې سره اخته کېږي دا په داسې حال کې چې توکو ته د اړتیا یا نه اړتیا هېڅ توجهه نه وي، د دوام قابلیت او هم محیط د اغیزو او مصرف باندې پام نه کېږي. ځینې شخصي نیکمرغي او خوښي په مصرف پورې تړلي بولې،  هره ټولنه کې چې داسې ذهنیت حاکم شي نو ټولنه به مصرفي وي چېرته چې مصرف د غوښتنې په اساس مطرح کېږي نه د اړتیا پر بنسټ بلکې مصرف په سلیقې او میل پورې تړاو پیداکوي.
    د انسان اړتیا وې
    لکه څرنګه چې د دې لیکنې محوري موضوع لګښت دی ترڅو انسان خپلې اړتیا وې پوره کړي نو لازمه ده چې په اړتیاوو په هکله یو څو ټکي ولیکو. الکساندر ماري، اړتیا داسې تعریفوي: اړتیا له هغه ځواک څخه عبارت ده چې د انسان له ذهن او درک څخه سرچشمه اخلي او فکر او عمل داسې تنظیموي چې فرد د یو کار کولو ته لاس وروړي ترڅو نامطلوبه حالت یو معین جهت پر لور تغیر کړي او نارضایتي په رضایت او اړتیا په ارضا بدله کړي.
    ابراهام مزلو، مطهري، کلیتون الدرفر، هنري موري، اریک فروم او مکس نیف د انسان اړتیاوو ته له مختلفو زاویو کتلي خو په دې لیکنه کې په لنډه توګه د مزلو، مطهري او نیف نظریات را نقلوو.
    مطهري اړتیا وې په ۲ ګټګوریو ویشلي: فطري اړتیاوې او غیر فطري اړتیاوي او یا لمړنۍ او دویمه درجه اړتیاوي. لمړنۍ اړتیاوې هغه دي چې د انسان له جسمي او روحي ساختار او هم د انسان د ټولنیز ژوند له طبعیت څخه سرچشمه اخیستې وي، چې دا ډول اړتیا وې یا جسمي وي، یا روحي او یا هم ټولنیزې.
    ۱: جسمي اړتیاوې: خوراک، څښاک او...
    ۲: روحي اړتیاوې: مینه، ستاینه او...
    ۳: ټولنیزې اړتیاوې: معاشرت، مبادله، عدالت او...
    دویمه ګټه ګورۍ اړتیاوې هغه دي چې له کلتوري او ټولنیزو حالاتو له بدلیدو سره په مختلف زمان او مکان کې مختلفې وي. لمړنۍ اړتیا وې ثابتې دي مګر دویمې اړتیاوې ثابتې نه دي لکه اړتیا قانون ته چې د ټولنیز ژوند له اړتیا څخه منشه اخلي.
    جرمني ارواه پوه ابراهم مزلو د انسان اړتیاوې په ۵ ګټه ګوریو ویشلې چې په لاندې ډول ښه روښانه کیدای شي:
    ۱: فزیو لوژیک- کور، کالي، ډودۍ، جنسي او...
    ۲: تامین او امنیت- سر او مال، دندې او ...
    ۳: تولنیزې- را شه درشه، خپل خپلولي او ...
    ۴: ځانې احترام او منزلت- کور کلي کې احترام او ځای در لودل
    ۵: ځانې وده او غوړېدا- دا هغه مرحله ده چې د انسان د غوښتنو، اړتیاو او ممکن د هیلو اخري درجه ده چې انسان ورته د رسیدو هلې ځلې کوي لکه یو څوک په علومو کې نسبي اخري درجې ته ورسي او... خو دیني عالمانو د اړتیاوو داسې ویش تر پوښتنې لاندې راولي ځکه چې ددوۍ په اند په دې کټګوریو کې معنوي اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي. د بیلګې په توګه، مسلمانان اړتیا لري چې د قیامت په ورځ فکر وکړي او ځآن د قیامت ورځې امتحان ته چمتور کړي نو ځکه اړتیا لري چې اعتقاد ولري او عبادات وکړي او خپل معاملات دې موخو ته د رسیدو په خاطر تنظیم کړي.
    ددې ترڅنګ د مکس نیف له انده، د انسان اساسي اړتیاوې ۹ دي چې په لاندې ۴ ګتګوریو یې ویشلي چې کټ مټ یې جدول په انګلیسي ژبه په لاندې توګه رانقلوو:
    Need
    Being (qualities)
    Having (things)
    Doing (actions)
    Interacting (settings)
    subsistence
    physical and mental health
    food, shelter, work
    feed, clothe, rest, work
    living environment, social setting
    protection
    care, adaptability, autonomy
    social security, health systems, work
    co-operate, plan, take care of, help
    social environment, dwelling
    affection
    respect, sense of humour, generosity, sensuality
    friendships, family, relationships with nature
    share, take care of, make love, express emotions
    privacy, intimate spaces of togetherness
    understanding
    critical capacity, curiosity, intuition
    literature, teachers, policies, educational
    analyse, study, meditate, investigate,
    schools, families, universities, communities,
    participation
    receptiveness, dedication, sense of humour
    responsibilities, duties, work, rights
    cooperate, dissent, express opinions
    associations, parties, churches, neighbourhoods
    leisure
    imagination, tranquility, spontaneity
    games, parties, peace of mind
    day-dream, remember, relax, have fun
    landscapes, intimate spaces, places to be alone
    creation
    imagination, boldness, inventiveness, curiosity
    abilities, skills, work, techniques
    invent, build, design, work, compose, interpret
    spaces for expression, workshops, audiences
    identity
    sense of belonging, self-esteem, consistency
    language, religions, work, customs, values, norms
    get to know oneself, grow, commit oneself
    places one belongs to, everyday settings
    freedom
    autonomy, passion, self-esteem, open-mindedness
    equal rights
    dissent, choose, run risks, develop awareness
    Anywhere
     
    لګښت پالنه د پانګه والي، اسلامي او کمونیستي اعتقاداتو او ایډیالوژیو له انده
    سرمایه داری ( پانګه والي ) نظر – ادم سمیت چې د پانګه والي نظام بنسټ ګر دی وايي چې غیر تولیدي او شخصي لګښت له پرمختګ سره په تضاد کې کار دی او پس‌انداز او پآنګه اچونه د پرمختګ اصلي عامل دی. خو کینز او دې ده  مکتب او فریډمن په مصرف یا لګښت تاکید کوي او مصرف  د اقتصادي پرمختګ اساس ګڼي. له همدې امله لګښت پالنه باید رایج شي ځکه ډېر مصرف ډېره ګټه لري ځکه چې ډېر مصرف ډېر تولید او ډېر تولید ډېره ګټه له ځآن سره لري.
    د پآنګه والي نظام یو له اساسي اصولو څخه اقتصادي لیبرالیزم دی چې مهمترین فکري او فلسفي اصل دی. دا اصل په لمړي سر کې د فزیوکراتانو او بیا ورپسې د کلاسیکانو د تاید وړ ګرځېدلی. په ټوله کې اقتصادي لیبرالیزم په دې معنا چې په فردي ازادي او اعتقاد، چې له دوه اصلونو څخه یعنې د فرد اصالت او فردي ازادي ده تشکیل شوې. په دې نظام کې افراد ازاده دي چې له خپلو موجوده منابعو څخه پخپله لار و ټاکي، ځکه چې هر فرد نسبت نورو ته د خپلو ګټو ښه قاضي دی او د هرې ټولنې محوري اصل فرد دی او خپله فرد او ګټې یې په ټولنې مقدمه دي. اساسآ، په پانګه والي نظام په ځانګړې توګه په مډرنه دوران کې، له زندګي نه خوند اخستل، خوش ګذراني، د خپلو غوښتنو تامین او فردي رضایت اصالت لري. له همدې انده، انسان ته لګښت او خوند اخستل تر ډېرې کچې د توکو او خدماتو ډېر رضایتمندي له ځان سره لري. پانګه والې نظام د انسان د باور پر بنسټ چې د ټولو امورو زیربنا جوړوي، د انسان په ازادۍ، فردي اصالت، اقتصادي ازادي، در آمد، ثروت ډېرول او لګښت یې اساسي محوري ټګي دي.
    ملي اقتصاد او لیبرال اقتصاد چې د یوې سکې دوه مخه دي، که یو یې د تولید کونکي ملاتړ کوي بل یې د مستهلکینو ملاتړ کوي، په دواړو حالتو کې که یو څومره مصرفي محصولات تولید کړي نو بل یې مصرفوي. په دې ترڅ کې، مشتري باید د پیسو له مصرف نه اعظمي لذت واخلي او څنګه یې چې زړه غوښتې وي هماغه ډول وکړي او ځان خوشاله او راضي وساتي. ( احدي )
    ویکټر لیبو چې یو امریکايي پرچون خرڅونکی دی وايي چې "زموږ له حده زیاته حاصل ورکونکې اقتصاد غوښتنه داده چې موږ باید لګښت د خپل ژوند مسیر وټاکو، موږ باید د توکوم اخستل او ترې ګټه پورته کول حتا په مذهبي تشریفاتو بدل کړو، موږ باید خپل روحي رضایت او د خپل ضمیر او نفس رضایت او راحتي باید په لګښت کې ووینو. ترڅو دا ټول تر سره شي، موږ اړتیا لرو چې توکي او خدمات په مصرف ورسوو، له منځه یې یوسو او داحالت باید له ورځې تر بلې پرمختګ وکړي." په دې نظام کې د پآنګه والو ګټې خوندي ساتل لمړي توب لري او کولی شي چې مصرفي بازارونه رامنځ ته کړي، او د دولت لاسونه ده تر څو د ډېرو لګښتونو زمینه مساعده کړي. د بېلګي په توګه د ۲۰۰۶ کال د ارقامو پر بنسټ د امریکې متحده ایالتونه د نړۍ د نفسو ۴ فیصده برخه جوړوي خور د منابعو مصرف یې ۲۵ فیصده دي. ( جان کیرن )
    اسلامی نظر – په دیني مفاهیمو کې لګښت پالنه له اسراف، تبذیر او اتراف سره مطابقت لري چې دا درې واړه مفاهیم د اسلام له نظره غوره نه دي او باید چې داسې ونه شي. له همدې امله ویلی شو چې له اسلامي نظره غیر ضروري، بې مورده مصرف او مصرف خپله موخه ټاکل جایز کار نه دی. څښتن تعالی په قر آن پاک کې فرمایلي چې:
    "و کلوا و اشربوا ولا تسرفوا - ژباړه: وخورﺉ، وڅښی خو له حد نه تیری مه کوﺉ. "( قرآن پاک )
    له اسلامي اړخه مصرف یا لګښت په خپل ذات کې یو غوره او پسندیده کار دی چي د تایید وړ ګرځیدلی چې په اقتصاد، ټولنه او د افرادو او جوامعو د اړتیاوو په رفع کولو کې ځانګړی رول لوبوي خو مشروط پر دې چې شرعي او اسلامي موازین، اصولو او اوامر مراعات شي، که چیرې مصرف یا لګښت د ژوند هدف وټاکل شی ترڅو ډېر موارد په همدې راوڅرخی او افراد له اسراف او تبذیر سره لاس او ګریوان شي هلته ده چې دا غوره کار به یو ناپسنده شی بدل شی چي په بل مبارت آیت کې څښتن تعالی داسې فرمايي:
    "والذین إذا أنفقوا لم یسرفوا و لم یقتروا وکان بین ذلك قواما". ( قرآن پاک )
    ژباړه: هغه کسان چې کله لګښت کوي نو نه بیځایه لګښت کوي او نه بخیلي بلکه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په منځ کې په میانه روۍ ولاړ وي.
    د اسلام سپېڅلي دین اصرار په عتدال دی یعنې نه افراط او نه هم تفریط په دې معنا چې منځنی حد ټاکل. لګښت باید اساسآ د ریښتیني اړتیا پر بنسټ وي نه د کاذب او یا هم ډېر غوښتنې په اساس. حضرت علي ض فرمایلي ،هر کله چې څښتن تعالی وغواړي چې خپل بنده ته خیر ورسوي، میانه روي او د خو تدبیر ورته ښيي او له بې تدبیري او اسراف څخه یې لرې ساتي. ددې ترڅنک، په اسلام کې تبذیر هم منع او نهی شوی. تبذیر یعنې تویول، پاشل او نابود کول دي یعنې د مال تباه کول، نابود کول اوپراګنده کول دي، چې دا حالت له اعتداله وتلی دی نو ځکه مومن انسان له تبذیر څخه په شدت نهی شوی. ددې په خواکې، اتراف یعنې خوښ ژوند او مترف هغه چا ته وايي چې ځښتن تعالی ورته ډېر څه ورکړې وي او له دنیوي شیانو ډېر خوند اخلي او ډېر مصرفي امکانات لري. یو مومن انسان ته نه ښایی چې ډېر او غیر ضروري مصارف وکړي او داسې ووايي چې دوه ورځې دنیا ده راځه عیش او نوش وکړه او له دنیا نه کافي خوند واخله.
    بل لور ته اقتار یا بخل دی، چې په دې هکله دوکتور مصطفى السباعي داسې وايي:
    "بخل یوه خطرناکه ناروغي ده چې په پای کي ناروغ له پښو غورځوي، له بلي خوا بخل د غفلت، عدم بصیرت او ځان غوښتنونکی ځانګړنو ته په انسان کې وده ور کوي، آن داسې خلک هم شته چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو کې هم بخل کوی او ځان له خوب، خوړو ، ښه او مناسب کالیو پدې دلیل چې دا هم اسراف او فضول خرچي کې راځي بې برخې کوي دا ډول خلک د هغو کسانو په څیر دي چې د لمر د روښنایی د مخنیوي لپاره د خپل کور کړکی کړي او ددې لپاره چې هوا مصرف نشي د خپل تنفس لاره بندوي. یوه ورځ پیغمبر ( ص)  یو سړی چې زاړه او نا مرتبه کالي یې په ځان ول ولید، په خطاب کې یې ورته وویل:
    مال او شته لرې؟
    ویې ویل: هو لرم یې.
    رسول اکرم و فرمایل: څه ډول شته لرې؟
    ویې ویل: سره زر، اوښان اوپسونه لرم.
    پیغمبر ور ته و فرمایل: پدې حالت کې ښه داده چې د الله د نعمتونو نښې او اثار در کې ولیدل شي، ځکه چې الله د بنده په بدن کې د خپل نعمت له لیدو خوښیږي." ( ژباړه: سید الرحمان عمران )
    کمونیستي نظر – مارکس وايي چې انسان له ټولو وړاندې یو طبیعي موجود دی ځکه خو یو لړ حیاتي اړتیا وې لري لکه امیال، اشتها او غریزه او له بل لوري یو متکي او محدود موجود دی. ددې اړتیاوو د مرفوع کولو په موخه انسان تولید ته لاس وروړي او باید داسې وکړي د خپل حیات د پایښت په موخه او کار او مصرف باید د اساسي اړتیاو په پآم کې نیولو سره وشي.  
    په کمونیستې اقتصاد کې خصوصي ملکیت نشته بلکې عامه ملکیت په ټولنه حاکم وي. حکومت باید پریکړه وکړي چې څه، څومره، په کوم قیمت او کیفیت تولید کړي او څنګه یې وویشي. د بیلګې په توګه، له ۱۹۷۸ نه تر ۱۹۹۲ د افغانستان حاکم کمونیست نظام د اساسي قانون ۱۷ ماده وايي چې ملکیت عمومي  او د ټولو دی او په ورته وخت کې د پریکړو نیولو لازم او مناسبه ازادي او خصوصي ګټه نشته بلکې حکومت په هر تصمیم کې رغنده رول لري. مثلا، د پورته کلونو په درشل کې، د واده عمر ۱۶ او محر ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوی وو.
    د افغاني کلتور د لګښت پالنې  اساسي ساحې
    د دواده پروسه - د افغانانو د واده پروسه ډېره اوږده او ډېر لګښت لرونکې ده. له ریبارۍ پیل، ګوژده، د واده چمتووالی، د نکریزو شپه، د واده شپه، تخت جمي او ورپسې نورې تړلې مسلې دي چې په دې ترڅ کې نوروزي، اختری او داسې نورې واقعی هم راځې او ولور او د ولور پوښتنه خو حل ده. که ځېر شو، په ټولو مراحلو کې ملاماتونکي لګښتونه کېږي، چې ډیری یی د لګښټ ځواک لري خو ډير نور بیا حتا له نورو پور اخلي او بیا کلونه کلونه پوروړی وي خو چې واده په نوم او نښان پای ته ورسوي.
    په ټوله کې د ودونو کلتور په افغانستان کې په دوه برخو ویشلی شو چې یو یې ښاري او بل یې محلي یا کلیوال دی. په ښارونو کې لکه کابل ملاماتونکي مصارف یا لګښتونه په هوټلونو کې کېږي. د بیلګې په توګه، په کابل کې د اورانوس هوټل څلور ډوله مینو لري چې له دویمې مینو څخه پیل، لمړۍ، ځانګړې او او فوق العاده دي چې د في نفر خوراک له ۶۲۰ نه تر ۱۲۰۰ افغانۍ دی چې له ۱۸ ډوله خواړو څخه پیل تر ۳۵ ډوله خواړه په مصرف رسي.  د یاد هوټل د معلوماتو پر بنسټ، په هر واده کې له ۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ الی ۳۰۰۰ زرو میلمانه دعوت کیږي، تر ۱۵۰۰۰ افغانیو کیک، تر ۱۰۰۰۰۰ افغانیو د شاه او ناوې تخت، تر ۳۰۰۰۰ افغانیو د ناوې د جامو کرایه، تر ۵۰۰۰۰ افغانیو د ناوې سینګار او تر ۱۰۰۰۰۰۰ افغانیو سره زر په هوټل کې د واده په مراسمو لګښت ګیږي چې په دې درشل کې ډېرې پیسې هم شیندل کېږي!
    بلې خوا که کلي والو ودونو ته مخ کړو نو ګورو چې هلته هم هغه لګښتونه کېږي چې عاقلانو ته د منلو نه دي. د بیلګې په توګه، د ننګر هار قومي مشر او ملک بابا خان وايي چې په ټوله کې په مشرقي زون کې د وادوه لګښتونه غیر مناسب او له اعتداله لوړ دي ځکه اوسطآ ۲ خرواره لرګي، ۱۵ منه غوښه، ۳۰ منه وریژې او داسې نور توکي باید یواځې د ناوې کورنۍ ته وسپارې او په همدې ډول د واده د پروسې نور لګښتونه په ځانګړې توګه ولور چې ډېر ملاماتونکی وي.
    غم یا د مړي ازاداري - د غم شریکي یا عزاداري مراسم چې د مسلمانانو دیني او مذهبي طریقه او عنعنه ده خو دې کار د افغانانو په کلتور کې ځانګړی ځای خپل کړی ، د یو شخص د مړینې له نیټې نه یو کال د دنیوي او اخروي مقاصدو په موخه دوام پیداکوي.
    د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو په رڼا کې، خیر خیرات او صدقه ډېر اجر او ثواب لري خو چې یواځې د الله تعالی د رضا لپاره وي. کوم تقسیم اوقات چې افغانانو مړي پسې د خیر خیرات جوړ کړی، داسې کوم شی په شریعت کې نه لیدل کېږي بلکې د شرعي ارشاداتو پر بنسټ هر وخت او په هر ځای کې خیرات کیدای شي.
    خو په افغاني ټولنه کې په مړي پسې خیرات ډېره کلتوري بڼه خپله کړې. د حضرت پیغمبر ( ص) هدایت دی چې تر درې ورځو پورې باید د مړي په کور کې ډوډۍ پخه نه شي ځکه چې په غم کې وي او دوستان یې باید عذر کړي مګر دلته خپلو خپلوانو ډډه وهلې وي حتا فرمایشونه هم کوي او د مړي له کورنۍ نه غم هیر وي د افرادو په خدمت بوخت وي.
    ځینې د خپل نوم او نښان په خاطر څه چې لري په سخات کې یې ویشي، ځینې نور په درېیمه چېرته یې چې لاس رسي خلک راټول او تر څلویښتمې هره د جمعې شپه پیسې پور اخلي خو لوی لوی خیراتونه کوي او کلیزه په همدې ډول چې پوښتنه ترې وکړې چې ولې داسې کوې؟ درته به ووايي چې له بازاره وځه خو له نرخه مه وځه.
    میلمستیا - یو له ډېرو پسندیده او منل شوو اخلاقي ارزښتونو چې په هر چا کې موجوده وي فضیلت او منزلت ترې څرګندېږي، میلمه پالنه ده. د نړۍ په مختلفو جوامعو او د تاریخ په مختلفو پړاو نوکې دا اخلاقي ارزښت موجود وو او دی. میلمه ته ښه راغلاست پیزندګلوی زیاتوي، د میلمه صمیمیت او خوشالۍ سبب ګرځي، میلمه سره د دوستۍ په تړون کې ننوځې،  میلمه ته درننښت کېږي، که هر څوک دا ارزښتونه ولري نو لوړ افتخار یې په نصیب وي. البته میلمانه یواځې په خپل خپلوانو نه منحصر کېږي بلکې لارویان، مسافر او.. هم په ځان کې رانغاړي.
    بغیر له شکه چې میلمه پالنه د افغانانو د کلتور یو ډېر مشهور او مثبت ارزښت دی، چې حتا نړیوال هم په میلمه پآلنه کې افغانان مشهور او ښه انسانان ګڼي خو معمولآ په میلمستیا ګانو کې له ډېر اسراف څخه کار اخیستل کېږي. د بيلګې په توګه که د یو افغان کور ته ورشې، څو ډوله غذا، میوه او سلاد به رامخ ته کړي او له لږې ګټې اخستنې وروسته ټول بیا هڅې لاس وهونې پاتې شي او ضایع شي.
    عمومآ په میلمستیاګانو کې لګښتونه تر دې کچې وي چې نه له اسلامي ارزښتونو سره سر خوري، نه له واقعیتونو او نه هم له قتصادي ظرفیب سره، دومره اسراف او تبذیر په کې لیدل کیږي یعنې د غذاګانو ډولونه، میوې او شیریني چې ټولنیز منزلت او نقش ګڼل کېږي او سیالي او شریکي ده ترڅو ځان نورو ته کم را نه ولي. غذاګانئ حیف او میل کېږي او اضافي غذا او میوه لرې غورځیږي او که میلو او مستیو ته وګورو نو خرافات او اسراف په کې ډېر معمول شوي. دا په داسې حال کې چې ۳۶ فیصده وګړي مو د فقر کرښې لاندې ژوند کوي چې حتا یوې مړۍ ته محتاج او سترګې په لار وي.
    مود او فیشن  - افغانان له دې سره ډېره دلچسپي لري چې څو منزله کور ولرم، قیمترینه دروازې، کړکۍ، پردۍ، قالینې، فرش او ظرف، ایل سي ډي، تلویزیون، شیټ او ګروپونه او یخچالونه ولري. ددې ترڅنګ، دا هم ډېره مهمه وي چې څنګه او څو ډوله جامې، دریشي، نکټايي، عطر او... له کوم مشهور برانډ، مارک او کمپنۍ څخه استفاده وکړي او هم له کوم مبایل، موټر او... ولري ترڅو له یوې خوا ځآن ښودنه او احساس د برترۍ وکړي او له بلې خوا له همدې کاذب هویت څخه په ګټې اخستنې په کاذبه توګه په ټولنه کې ځان ته د مقام او منزلت په لټه کې شي او خپل ټول هویت په همدې کې وویني.  
    د لګښت پالنې عوامل
    د افغانانو په کلتور کې یوه برخه لګښت پالنې ارزښتونه له نسلونو راپه دېخوا را پا تې دي لکه ډېر لګښتونه په غم ښادۍ کې، خو اوس یې نوی رنګ خپل کړی او یو ډول نور د لګښت پالنې هغه اصلونه دي، چې له نوې ډېموکراسۍ سره په هیواد ګې رایج شول، دا ټول خپل علتونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
    ټولیزې رسنۍ – د طالبانو د حکومت له پرځیدو را په دیخوا، افغانستان د یوې نسبي ولسواکۍ خاوند شو چې په ترڅ کې یې ډېرو غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو فعالیت پیل کړ. اوس یواځې په کابل کې له ۲۰ زیات تلویزیونونه فعالیت کوي لکه اریانا، طلوع، شمشاد، تمدن او ملي. په شعوري او غیر شعوري توګه دا جمعي رسنۍ په ځانګړې توګه تلویزیونونه ځکه چې هم سمعي او هم بصري دي، داسې تبلیغات کوي چې په ترڅ کې یې لګښت پالنه لا هڅوي. د بیلګې په توګه، په اکثرو تلویزیونونو کې د فیشن په نوم خپرونې کیږي، چې څنګه جامې واغوستل شي، څه شی استعمال شي او... او په ورته وخت کې داسې پروګامونه خپروي چې خلک مصرف ته هڅوي لکه په هندي او ترکي سیریالنونو کې چې څه تیریږي ولو که قیمتي هم وي خو افغانان په ځانګړې توګه د کابل اوسیدونکي چې مود او ډیزاین خوښوي د پیریدو هڅه یې کوي.
    د لویو لویو فروشګاه ګانو او هوټلونو تاسیس- که یو څوک د افغانستان په لویو ښارونو کې وګرځي نو ورته به جوته شي چې طلافروشي، هوټلونه او د مصرفي توکو او خدماتو له مارکیټونو څخه به بل څه ورته ډېر په نظر رانه شي. دا حالت پخپله دې ته زمینه مساعدوي چې خلک مصرف ته و هڅیږي او ورځ تر بلې د خپل مصرف کچه لوړه یوسي. د بیلګې په توګه، که د خځینه وو د جامو لوی لوی فروشګاه ګانې نه وی او تلویزیونونو ورته تبلیغات نه کولی نو ایا خځینه وو به هر پروګرام ته جلا جامې لرلی او دومره به مصرف خوښونکې وې؟
    طبقاتي ژوند – افغانستان چې په مختلفو طبقو ویشلی هیواد دی لکه خانان، دهقانان، قومي مشران، قوماندانان او ... لګښت پالنې ته یې زمینه مساعده کړې. مالداره خلک معموملا لوکس او قیمتي توکي او خدمات خوښي او ترې ګټه پورته کوي او تل په دې لټه کې وي چې د خدماتو او توکو په استعمال کې له تنوع څخه ګټه پورته کړي. دا حالت پر دې منتج کېږي چې بې وسه یا نسبتآ بې وسه طبقات پورتنۍ طبقه ځان ته مثال ونیسي او کوښښ وکړي چې داسې توکي او خدمات استعمال کړي چې له پورتنۍ طبې وروسته پآتې نه شي. د بیلګې په توګه، که یو خان ۲۰۱۴ ماډل کرولا پیري نو شاو خوا خلک یې هم هڅول کېږي چې که له خان نه زیات څه ونه لري نو کم خو باید هم و نه لري.
    هویت پیژندنه- ملک، خان او قوماندان که څه لري او که یې نه لرې خو مهمه ورته داده چې خپل نوم او نښان وساتي. خپله ځمکه خرڅه کړي، له بل نه پور راواخلي او ځان پوره وړی کړي خو باید په غم ښادۍ، فردي مصرف او په کورنۍ داسې مصرف وکړي چې خپل نوم او نښان وساتي او که نه د وخت په تیریدو یې په ټولنه کې مقام او منزلت کم رنګه کیږي او بیا د چا ترې حیا هم نه کېږي.
    د لګښت بدلیدل په کلتوري ارزښت باندې -  له نسلونو را په دیخوا د هرې کلتوري پدیدې د مصرف جدول او زمان بندي شوی په ځانګړې توګه د غم او ښادۍ، له همدي امله په دې برخو کې مصرف اوس په یو کلتوري ارزښت بدل شوی که چېرې څوک له دې ارزښتونو سره ځان مخامخوي نو په ټولنه کې ورته د ګمراه، بې غیرته او یا هم د کنجوس خطاب کیږي. د بیلګې په توګه، که د یو چا د کورنۍ غړی وفات شي نو مجبور دی چې د ازادارۍ ټوله پروسه له مصرف سره بشپړه کړي یعنې په لمړي ورځ باید دیګي باندې کړي او تر کاله ځان پوروړی کړي خو باید مصرف وکړي که زړه یې وي او که نه وي باید دا کار وکړي.
    په اسانۍ عواید او پیسې تر لاسه کول – په ځانګړې توګه د نوي نظام له راتګ سره چې د نظام ستنې ټینګې نه وې او د قانون حاکمیت او اداري جوړښتونه په کې ډېر کمرنګه ول، خو بهرنۍ مرستې بغیر له کوم حساب او کتاب څخه جاري شوې، چې ډېرو ته یې ددې موقع په لاس ورکړه چې ډېرې پیسې تر لاسه کړي چې ځینې اوس حتا یوه نکټایي په زرګونه افغانۍ را نیسي.
    د لګښت پالنې پایلې
    استدلا کیږي چې لګښت پالنه د یوې ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دی او مثبت اثرات لري ځکه چې اقتصاد د توکو او خدماتو په پیریدو پورې اړه لري. که چېرې خلک یواځې د اړتیا وړ توکي او خدمات راونیسي نو ډېری خلک به بیکاره شي چې بیا حتا د اړتیا وړ توکي او خدمات به نشي رانیولی نو ځکه څومره چې مصرف یا لګښت په یو اقتصاد کې وده کوي او رایج کیږي نو پانګه وال به وهڅیږي چې پانګه اچونه وکړي چې دا کار به په اقتصادي ودې او پرمختګ منتج شي.
    له اقتصادي اړخه که چېرې د تولید بنسټ او بستر برابر نه وي نو له اقتصادي اړخه لګښت پالنه منفي اثر په یو هیواد او ټولنه پری باسي. د بیلګې په توکه، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېره برخه یې په خدماتي او زراعتي اقتصاد ولاړه ده په دې معنا ۵۴.۴ ٪ خدماتي چې ۱۵.۷ ٪ افغانان یې مصروف کړي، ۲۵.۶ ٪ صنعتي چې ۵.۷ ٪ افغانان کار کوي او ۲۰ ٪ زراعتي اقتصاد جوړوي چې۷۸.۶ ٪ افغان وګړي پکې په کار بوخت دي. له همدې امله د موضوع څېړل په دې هیواد کې ژور فکر او تعمق ته اړتیا او په ورته وخت کې په ټولو بشري ټولنو کې ناممکنه ده چې د یوې پدیدې یا موضوع سیاسي، ټولنیز او کلتوري اړخ له پامه وغورځول شي. ددې ارزښتونو په پآم کې نیولو سره، لازمه ده چې د لګښت پالنې منفي اغیزې په لاندې توګه ذکر شي:
    د لګښت بدلیدل په ارزښت باندی- د ثروت کچه د یوې ټولنې د افرادو ترمنځ متفاوته او متغیره ده چې د پیریدو ځواک یې هم ورسره فرق کوي. کله چې یوه ټولنه مصرفي شي، د ټولنې د غړو حرص ترڅو ډېرې توکي وپیري لوړې ګي چې د وخت په تیریدو بیا مصرف په یو ټولنیز او کلتوري ارزښت بدلیږي.  په پایله کې یې معنوي ارزښتونه لکه اخلاق، قناعت، اعتدال او... کمرنګه کیږي بلکې مادي ارزښتونه لکه بې باکه مصرف، اسراف، تبذیز او... وده کوي، چې په ترڅ کې یې حتا طبقاي ژوروالی رامنځ ته کیږي ځکه چې ثروتمند په مصرف اخته وي او فقیر او نادار د توکو او خدماتو د رانیولو ځواک نه لري ځکه خو له ثروتمند څخه واټن نیسي. د بیلګې په توګه، یو مالدار چې د تاریخي جبر، خپل کوښښ او یا هم د الله تعالی په لورینه د ډېر ثروت خاوند دی او وخت ناوخت قیمتي توکي او خدمات رانیسي چې د وخت په تیریدو دا ورته په ارزښت بدلیږي ځکه که چیرې دا کار ونه کړي نو فکر کوي چې له ټولنې تلی نو ځکه یې ورځ تر بلې د پیریدو حرص زیاتیږي.
    ثرت ښودنه وده کوي او انساني معیارونه کمرنګه کیږي- هغه کسان چې ثروت لري او یا ممکن ثروت ونه لري خو توکي او خدمات رانیسي په دې لټه کې وي چې څنګه د خپل ثروت نمایش ورکړي. د بیلګې په توګه، که په کابل کې یو مجلس یا محفل ته ولاړ شې نو یو به خپل مبایل ښايي، بل به خپل موټر، او بل به خپلې قیمتي جامې او بوټان ښيي. ددې کار په پایله کې ریښتینی انساني هویت او ارزښت لادرکه شي او بیا په دې فکر نه کیږي چې دا کس څومره علم او انسانیت لري ، افغان ولس او دې هیواد ته خدمت کړی او که نه بلکې خپلې منفي اثرات له ځانه پریږي چې بیا نور په دې لټه کې شي چې ورته توکي راونیسي او په همدې ترتیب منفي پالنه کش پیدا کوي.
    لګښت یا مصرف ګرايي اړتیا زیږوي – د بازار موندې یو اساسي ستراتیژي د بازار اړتیا زیږول وي. که له یو لوري اړتیا زیږول معموملآ مثبت اړخ لري ځکه چې په ترڅ کې یې نوښتونه او ابتکارات کېږي چې بیا ټولنې د پرمختګ نوو پوړونو ته رسي خو له بل لوري چې مصرف ګرایي پورې تړاو پیدا کوي او د تولید، او ابتکار څرک په کې نه ښکاري وده کوي یعنې هم شرکتونه دې کار ته مخه کوي او هم کله چې یو ثروتمند نور ویني نو نور هڅیږي چې ورته وسایل او توکي راونیسي.
    د عاید د کسر جبران له نا مشروع لارو څخه – د هر چا عاید له خصوصي فعالیت او دندې سره یې تړاو لري چې د ځانګړې او مشخص کار په اجرا سره عاید تر لاسه کوي. د لګښت پالنې په پروسه کې چې اړتیا زیږونه وشي، د ثروت څرګندونه وشي، او کلتوري مجبوریتونه هم موجود وي نو فرد لګښت په ارزښت بدلوي. په اقتصاد کې معمول دادی چې مصرف د عاید تابع وي خو کله چې مصرف ګرایی زور واخلي نو مصرف له عاید څخه اوړي. دلته ده چې افراد بیا کوښښ کوي چې له داسې لارو خپل مصارف تامین کړي چې مشروعیت ونه لري. د بیلګې په توګه، د افغان دولت مامور چې فرضآ ۲۰۰۰۰ افغانۍ یې میاشتنۍ تنخوا ده خو اړ دی چې خپل مصرف وساتي او کور کلي ته رسیدګي هم وکړي خو دا تنخوا یې تکافو نه کوي ځکه اداري فساد ته لاس وروړي تر څو د خپل عاید کسر پوره کړي.
    د هویت پیژندنې وسیله - افراد ځان ته اصالت نه قایلېږي بلکې خپل هویت په مادي مصارفو کې ګوري. حقیقتآ، په داسې حالت کې د ژوند د هویت ابعاد په روزمره ژوند کې له ځانګړو خدماتو او اړیکو پورې تړاو پیدا کوي. د بیلګې په توګه، افراد په دې پیژندل کیږي چې له کوم برنډ او مارک څخه استفاده کوي، په کوم هوټل کې ډوډۍ خوري، له کوم موټر څخه ګټه پورته کوي او...
    د پس انداز تشه – د لګښټ پالنې یو له لویو منفي پایلو څخه یې دا هم ده چې پس انداز د پانګې اچونې په موخه نه رامنځ ته کیږي. اساسآ په اقتصاد کې عاید په دوه برخو ویشل کېږي چې یوه برخه یې مصرف ته ځي او بله برخه یې پس انداز ته ځانګړې کېږي. د بیلکې په توګه، په افغاني ټولنه کې که د یو چا عاید هرڅومره وي نو په اخر د میاشت کې شکایت کوي چې بسنه یې ونه کړه دا ځکه چې څه چې تر لاسه کوي یو سره یې مصرفوي.
    د سودا ګریز بیلانس کسر -  کله چې پس انداز نه وي نو پآنګه اچونه هم کمرنګه وي یا نه وي چې په پایله یې یې د سوداګریز بیلانس کسر رامنځ ته کوي.
    لګښت پالنه په لاندې شعر کې هم ښه څرګندیدی شي:
    د چا په زړه کې ارمانونه په سلګو پراته وي
    د چا قسمت کې راحتونه په دلو پراته وي
    څوک کوي خوب له په چمن کې انتخاب د ګلو
    څوک سر ببري لیوني وي په اغزو پراته وي
    د چا خوښي ګي نه چې کومه جوړه واغوندمه
    څوک په کفن پورې حیرانه په تختو پراته وي
    د چا جونګړه پکې نشته دی د تېلو ډیوه
    وایه قسمته په تیرو کې به ترڅو پراته وي ( شاعر )
    په ټوله کې ویلی شو چې د لګښت کلتور رواني، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي منفي عواقب لري. له رواني اړخه، لګښت محرومیت رامنځ ته کوي او د عزت نفس احساس له منځه وړي او یا یې هم را ټیټه وي. له ټولنیز اړخه، مد او تجدد ګرايي رامنځ ته کوي چې بیا خپلې منفي اغیزې لري. له اقتصادي اړخه، د کورنیو تولیداتو مخه نیسي او د بهرونیو تولیداتو بازار ګرمیږي او له سیاسي اړخه، د پورتنیو اغیزو په پام کې نیولو سره، د هیوادونو سیاستونه او حکومتونه تر پوښتنې لاندې راولي.
    پایله
    افغانستان یوه مصرفي هیوا دی او کومه لګښت پالنه چې روانه ده دا هیواد به لا ډېر په مصرف اخته شي چې بیا به ډېره ګرانه وي چې تولید ته مخه کړي. که چېرې افغانان غواړي خپل ژوند یې په واقعي معنا ښه شي او خپل ملت او هیواد له مصرفي حالته وباسي او تولیدي ته یې یوسي، باید لګښت پالنه راکمه کړي.
    ما اخذ  
  • Dowlatshahi, Dr. Tuhmaseb. Principles of Economics: Microeconomics and Macroeconomics. Tehran: Persianbook, 1388.
  • http://pa.azariradio.org/content/article/24520194.html. "نوروزي، اختری او براتي د افغانانو ځانګړی رسم." ۱۳۹۰.
  • Jamieson, Tony Proctor and Barbara. Marketing Research. United Kingdom: Barbara Jamieson, 2004.
  • John Cairns, Jr. "Consumerism and the 21st Century Lifestyle." Verginia: Virginia Polytechnic Institute and State University,, 2005.
  • ld, Ne a l D. Emer a. Consumerism, Nature, and the Human Spirit. Vergina: Fa l l s Chur ch,, 2004.
  • Linda Merrill, Donald Paxon and Thomas Tobey. "An Introduction to Afghanistan Culture." 2006.
  • Mechtel, Tim Friehe and Mario. Conspicuous Consumption and Communism: Evidence from East and West Germany (2012): 33.
  • N, K ATA R I N A Ø S T E R G R E. "The Institutional Construction of Consumerism." 2004.
  • Saasaselli, Roberta. Social and Economic Development. Encyclopedia of Life Support Systems, 2008.
  • Sahney, Sangeeta. Consumer Behavior (2012): 15.
  • Shah, Anup. "Effectos of Cosumerism." 2005.
  • احدي, پروفیسور ډاکټر انوارالحق. ملي مسلی. کابل: د کاکړ مطبعه, ۱۳۹۲.
  • پارسا, کامبیز حیدرزاده و الهام حسنی. بررسي تاثير ارزشهاي لذت جويانه بر رفتار خريد مصرف كنندگان. تهران: واحد علوم و تحقیقات, ۱۳۹۱.
  • پولادي, ډاکټر کمال. تاریخ اندیشه سیاسي در غرب: از ماکیاولی تا مارکس. تهران: نشر مرکز, ۱۳۸۹.
  • رخشانی, مولوی رضا. مهمان نوازی در فرهنگ اسلامی (2013).
  • سعید, قریب الرحمن. "د افغانانو کورنی ژوند د اسلامي او افغاني کلتور له مخې.".