
د نړیوالتوب قووتونه او د اغیزې ساحې
په نړیوالتوب کې ډول ډول مثبت او منفي متحرک قووتونه رول لري لکه اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، کلتوري او نظامي تړونونه، د اقلامو او خدماتو صادرات او واردات، بهرنۍ پانګه اچونه، بهرنۍ مرستې، اړیکې، سفر، ټکنالوجي، مهاجرت او داسې نور او هم منفي قووتونه لکه ترورېزم، قاچاق، مخدره توکي، امراض، نا ارامي او داسې نور چې دا ټول د یو هېواد هغه مسایل دي چې کولای شي بل هېواد، سیمه یا نړۍ باندې خپل مثبت او یا منفي اغېزې وشیندي، یعنې د نړیوالتوب قووته په دې معنا چې نړیوالتوب یې رامنځ ته کړی یا پیښې او مسایل نړیوال کوي.
ښه به دا وي چې یوه بیلګه له مثبت ځواک ( بهرنۍ مرستې ) او بله له منفي ځواک: تروریزم- القاعده او داعش ) څخه راواخلو او د یادونې ده چې د اثر په نورو برخو کې به هر قووت په جلا جلا توګه شرح شي.
بهرنۍ مرستې
کله چې افغانستان بشپړه خپلواکي په ډېره میړانه ترلاسه کړه، ورپسې غازي امان الله خان د محمد ولي خان په مشرۍ د نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د رسمیت پیژندنې په موخه استازي ولیږل. غازي امان الله خان ډېر لیواله وه چې د امریکې له متحده ایالاتو سره ښې اړیکې ولري ځکه انګیرنه داوه چې امریکا له افغانستانه ډېره لرې ده او په ورته وخت کې استعماري موخې نه لري نو له یو خوا به افغانستان د امریکې له لاس وهنې په امان وي او له بلې خوا به له ښو اړیکو ګټه پورته شي او د افغانستان په ابادۍ کې به ترې کار واخیستل شي، خو د امریکې متحده ایالاتو افغانستان د انګریزانو د نفوذ ساحه ګڼله او افغانستان یې د ځان لپاره مهم نه ګڼه ځکه یې ونه غوښتل چې له افغانستان سره اړیکې ولري، افغاني هیئت ته یې په ډېره ټیټه سترګه وکتل او ډېر یې مایوسه کړ ترڅو بالاخره یې په ۱۹۴۲ کال کابل کې خپل سفارت پرانست خو اړیکې ډېرې سړې پرمخ تللې.
افغانستان په لوی لاس دې ته پاتې شو چې د روسې له فدراسیون سره پراخې اړیکې رامنځ ته کړي چې په پایله کې یې کمونستي کودتاه او رژیم ته لاره پرانسته. د امریکې متحده ایالاتو ته ښه فرصت په لاس ورغی چې نه یواځې له روسانو د ویتنام غچ واخلي بلکې کمونیستي رژیمونه او ایډیالوژۍ راماتې کړي ترڅو ظاهرآ پانګه وال او ولسواک نظامونه په نړۍ حاکم وي ځکه یې د جهاد انګیزه چې ډېر وخت یې ورقه نه وه اړول شوې، راژوندۍ کړه او د روسې پروړاندې افغانانو او ځینو نورو مسلمانو ملتونو ته د کمونیزم او روسانو پروړاندې د جهاد نغاړې ووهلې او په دې اند وو چې دا یواځینۍ لار ده چې روسان برې ماتیدی شي، خو کله چې روسان مات شول غربیانو په ځانګړې توګه د امریکې متحده ایالاتو افغانستان ته شا کړه. له یو خوا یې جهادي انګیزې روزلې او راژوندۍ کړې وې او له بل لوري یې بې تفاوتې وکړه، ترڅو دې ته زمینه مساعده شوه چې د القاعده رهبري په افغانستان کې جال جوړ کړي، چې په پایله کې یې د سپتمبر ۱۱ پیښه رامنځ ته شوه.
بلاخره په ۲۰ اکتوبر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶ قطع نامې پر بنسټ نړیواله ټولنه افغانستان ته ننوته چې د دوه اړخیزو ژمنو په اساس د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان بیرق په نړیواله ټولنه کې و رپید او افغانانو د نوي ژوند او نوو هیلو ساه واخیسته، چې له هغې نېټې تر ننه ګڼ شمیر نړیوال کنفرانسونه د افغانستان په اړوند دایر شول. د ۱ دلوې ۱۳۸۱ ه کال د توکیو کنفرانس چې د همکارو هېوادونو له لوري د ۵.۱ ملیارده امریکايي ډالرو د کمک ژمنې وشوې، د برلین کنفرانس حمل ۱۳۸۳ کال کې دایر شو چې د ملګرو هېوادونو له لوري افغانستان ته د ۸.۲ ملیارده امریکايي ډالرو ورکولو تعهد تر سره شو، د ۱۱ دلوې ۱۳۸۴ کال د لندن په کنفرانس کې ۱۰.۵ملیارده امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه ورکړل شوه، د روم ۱۱ سرطان ۱۳۸۶ کنفرانس کې د ۳۶۰ میلونو امریکايي ډالرو د ورکړې وعده وسپارل شوه او په همدې ترتیب د پاریس ۲۲ جوزا ۱۳۸۷ په ناسته کې ۲۰ میلونه امریکايي ډالرو وعده وشوه او داسې نور نړیوال کنفرانسونه د افغانستان په هکله جوړ شول چې د نړیوالتوب ډېر پر ځای مثبت متحرک قووت ګڼل کیږي خو که چېرې نړیواله ټولنه بیا افغانستان ته شا کړي په دې بې ځواکه دولت کې به داسې کړۍ ځای ونیسي چې د نړۍ لوی لوی قدرتونه به له بد مرغیو سره مخامخ کړي او ورسره به د نړیوالتوب نور منفي قووتونه هم زور واخلي.
منفي ځواک
کله چې د غربي او کمونیست بلاک ترمنځ په افغانستان کې سړه جګړه ګرمه شوه، د مجاهدینو د ملاتړ په موخه ځینو عربي شیخانو او مالدارو افغانستان ته مخه کړه او غربي بلاک او ورسره سیمه ایزو ملګرو یې مجاهدینو ته د کفر پر وړاندې د جهاد انګیزې ورکړې چې بیا دې ډلو افراطي کړنو ته مخه کړه خو کله چې په ۱۹۹۰ كال كې امريكايي ځواكونه په منځني ختيځ كې په ښكاره توګه د صدام حسين دعراق ځمكنۍ پراختيا د تندې پروړاندې ځاى پرځاى شول، اسامه چې له وړاندې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد په لیکو کې اغېزناكه څېره وه د امريكايي ځواكونو ځاى پرځاى كېدو سره ظاهرآ مخالفت وښود. هماغه وه چې د اسامه په زعامت اسامه پورې منسوبې ډلې افراطي مبارزه پېل كړه او هر چېرې چې د امريكا ګټې وې دوۍ ورسره مخالفت كوي چې اوس یې د فعالیت ساحه پراخه ده او په مختلفو هیوادونو کې تروریستي کړنې تر سره کوي. د بیلګې په توګه، ۲۹ دسمبر ۱۹۹۲ کال یې لمړی برید د یمن د ادن ښار په موهر هوټل تر سره کړ چې ګواکې امریکايي پوځونه به هلته میشته وي، په ۱۹۹۸ کال په اګست میاشت کې یې د امریکې په سفارتونو په کینیا او تانزانیا کې بریدونه تر سره کړل چې له ۲۰۰ زیات مړي او تقریبآ ۵۰۰۰ ټپیان یې پر ځای پریښودل او ډېره لوی او تاریخي برید یې په امریکا کې د سپتمبر په ۱۱ / ۲۰۱۱ کال وو چې ۲۹۷۷ وګړي يې ووژل او په همدې ترتیب یې په سلهاوو بریدونه په افغانستان، اندونیزیا، کینیا، عربستان، موروکو، ترکې، قطر، پاکستان، عراق هندوستان او ځینې نورو هیوادونو کې تر سره کړل.
په همدې ډول داعش ډله له القاعده ډېره افراطي او ډېرو هیوادونو ته یې خپل ښاخونه رسولي. مصب الزرقاوي اردني چې د افغانستان د جهاد په اواخرو کې یې ونډه اخستې وه د مجاهدینو او حتا د طالبانو په چارو کې یې لاس درلود خو کله چې د طالبانو رژیم وپرځول شو، زرقاوي عراق ته مخه کړه. کله چې په ۲۰۰۳ کال امریکا په عراق برید وکړ، زرقاوي ته موقع داسې مساعده شوه ترڅو جمعیت التوحید و الجهاد رامنځ ته کړي چې د امریکا اهدافو ترڅنګ یې د عراق شعیه تر برید لاندې ونیول. کله چې زرقاوي، په ۲۰۱۶ کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۱۱ کال ، ابوبرک البغدادي د جمعیت التوحید و الجهاد مشري په غاړه واخیسته چې ظاهرآ د زرقاوي اهدافو او د تکتیکونو پلي کیدو ته یې مخه کړه خو عرب انقلاب او د سورې بحران بغدادي ته طلايي چانس په لاس ورکړ ترڅو په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې جګړه وکړي او د عراق د موصل ښار په نیولو یې د عراق او شام اسلامي دولت رامنځ ته کړ او ځان یې د مومنانو امیر وپیژانده. د داعش حرکتونو نه یواځې په عراق پورې محدود پاتې شول بلکې کویټ، یمن، پآکستان، افغانستان، ټونس او لیبیا ته ورسیدل. تروریزم او نا امني د نړیوالتوب هغه منفي متحرک قووتونه دي چې هیوادونه له لویو لویو بحرانونو سره مخامخولی شي او په دې نړیوال کلي کې ډېر ژر کولی شي چې له یو هیواده بل هیواد ته ورسي.
د اغېزې ساحې
نړیوالتوب د ښه راغلاست او له نیوکې سره مخامخ دی. په ټوله کې مخالفین ادعا کوي چې نړیوالتوب په اقتصادي، سیاسي ، دیني، ټولنیزو او کلتوري مسایلو منفي اغیز شیندي خو موافقین پدې اند دي چې نړیوالتوب نړۍ د سولې او د هر اړخیز پرمختګ په لور روانوي. اقتصادي پرمختګ، انفلاسیون، صنعت، مالي سیستم، طبیعي زیرمو کارول، سوداګرۍ، پانګې اچونې، غربت، بې کارۍ، ملي حاکمیت، ډپلوماټیکو او نړیوالو اړیکو، ولسواکۍ، ښې حکومت دارۍ، ملي او نړیوالې سولې او امنیت، سولې او جګړې، پوځې لاس وهنې، بشري حقوق، د جنډر مساوات، مهاجرت، تورېستي سفرونه، ټکنالوجیک پرمختګونه او نښتونه، ملي هویت، ملي او دیني ارزښتونو او په ټوله کې د یوې ټولنې په نورو مسایلو د یو په ګټه او د بل په تاوان، د دواړو په تاوان او یا د دواړو خواوو په ګټه اغېزې لري. په راتلونکو برخو او بحثونو کې به د نړیوالتوب منفي او مثبتې اغیزې په پورته موضوعاتو و څیړل شي.