نړیوالتوب; د چا په ګټه؟ / درېیمه برخه

 
د نړیوالتوب معنا او مفهوم
د نړیوالتوب کلمه د انګلسي ژبې له ګلوبالایزېشن څخه اختسل شوې، کلوبل معنی نړیوال او زیشن معنی کېدل یعني نړیوال کېدل دي یا په بله وینا د ګلوبلایزېزشن لفظي معنی په نړۍ پورې اړوند کېدل دي چې مختلف موضوعات په ځان کې رانغاړي او نړیوال کېږي لکه اقتصاد، سیاست، کلتور، ټولنه او معنوي ارزښتونه.
د اکسفورډ ډېکشنري پر بنسټ، د نړیوالتوب اصطلاح په کال ۱۹۳۰ د کارولو جوګه شوه. په کال ۱۹۵۱ کې یې د وېبسټر ډکشنري ته لاره ومونده او مارشال مېک لوهان په کال ۱۹۶۲ کې د نړیوال کلي اصطلاح وکاروله خو په ۱۹۸۳ میلادي کال پروفېسور لیوډور لیوېټ د باراز نړیوالتوب تر عنوان لاندې مضمون ولیک. مګر د کمونېسټ بلاک له ماتې څخه وروسته چې نړۍ تر ډېره بریده یوه قطبي شوه،  د نړیوالتوب استعمال ډېر عام حالت ځانته غوره کړ. له همدې امله، د نړیوالتوب اصطلاح مختلف تعریفونه ځان ته غوره کړي چې مختلفو موسساتو او د مختلفو شعبو پوهانو لکه سیاست پوه، دیني عالم، انسان دوست ، اقتصاد پوه او ټولنپوه هر یو د خپلې اړوندې پوهې او شعبې پر بنسټ نړیوالتوب تعریف کړی چې ځینې تعریفات په لاندې ډول دي:
د پوهانو، عالمانو او سیاست والو له انده:
علامه قرضاوي- نړیوالتوب عبارت له هغه حرکت څخه دی چې نړۍ غربي ارزښتونو ته اړوي او ددې تر سیورې لاندې غربي نړۍ استعماري موخې تر لاسه کوي. غلام رضا علي بابايي- نړیوالتوب د وخت او د فاصلو د ننه اېستو څخه عبارت دی چې انسانان هغې لارې ته رهنمايي کوي ترڅو په نړیواله ټولنه کې په ويښه توګه سره یو ځای شي. انډریو هیوډ- نړیوالتوب بین المللیت دی چېرې چې د سیاست اصلي موخه نړیواله همکاري او همغږي ده او دا نظر پیاوړی کوي چې ملتونه د جعلي او غیر ضروري جوړښتونو پر بنسټ رامنځ ته شوي. کوګبورن- نړیوالتوب د تولیداتو، ارتباطاتو او ټکنالوجۍ د خپرېدو لنډه طریقه ده. سټېګر- نړیوالتوب د ټولنیزو پروسو یو سیټ دی کوم چې د هېوادونو ټولنیز حالت او ملي هویت کمزوری کوي او نړیوال هویت منځ ته راوړي او داحالت غیر متوازنه پروسه ده چې بعضي هېوادونه، ډلې او اشخاص ترې ډېره ګټه پورته کوي او ځینې نور پدې پروسه کې کمه ګټه اخلي یا تاواني کېږي. انټوني- ډېوډ او حق. نړیوالتوب د هېوادونو ترمنځ د سرماېې، کارکوونکو او ټکنالوجۍ جریان دی چې له یوه هېواد څخه بل او له بل هېوادو څخه بل ته لېږدول کېږي. مېلټن فرېډمن- نړیوالتوب د هېوادونو د مالي سیستم، بازار او ټکنالوجي پداسې ډول یوځای کېدل دي چې نړۍ له اوسط سایز څخه وړوکي سایز ته راولي او هر انسان ددې جوګه کوي چې د نړۍ له یوې برخې څخه بلې برخې ته په اسانۍ، چټکۍ او په کم لګښت رسي. ډنزیګر- اساسآ نړیوالتوب د متنوع اقتصادي، کلتوري، پوځي او محیطي پديدو د ځواک ، معلوماتي نېټورک او عمل په ذریعه نړۍ سره یوځای کېږي. والټز- نړیوالتوب معنی متجانس والی دی. قیمتونه، محصولات، مزد، شتمنۍ، ټکټانه او مفاد په یو ځای متمرکز کېږي. اومای- نړیوالتوب هغه دولتونو څخه عبارت دی چې غواړي د نړیوال کلي برخه واوسي او یوه داسې نړۍ منځ ته راوړي چې سرحدات ونه لري. کګلي- نړیوالتوب عبارت له هغو اړیکو څخه دی چې هېوادونه په یوه نړیوال سیستم بدلوي کوم چې ټولو انسانان او هېوادونه ته یو مشترک تقدیر منځ ته راوړي. حامد کرزی- نړیوال جهان عبارت له هغې متحدې سیمې څخه دی چې مشترکه جغرافیه وي، کلتوري او اقتصادي ارزښتونه او خصوصیات ولري. اېسټرلي- نړیوالتوب عبارت د هېوادونو له سرحداتو د سرماېې، کارګرو، او اقلامو هاخوا دېخوا په ازادانه توګه خوځښت دی.
د موسساتو او سازمانونو له اړخه:
ملګري ملتونه- له اقتصادي پلوه نړیوالتوب عبارت له دې څخه دی چې د دولتونو ترمنځ خنډونه له منځه ولاړ شي ترڅو د اقلامو، سرماېې، خدماتو، کاري قووې او... اسانتیاوې رامنځ ته شي. نړیوال وجهي صندق- نړیوالتوب عبارت د نړۍ د هېوادونو په بې څارې کچه یو په بل باندې تکیه ده البته د سرحداتو څخه بهر د اقلامو او خدماتو د معاملو زیاتوالی، نړیوالې سرماېې انتقال او د ټکنالوجۍ عام کېدل پدې برخه کې ټاکونکی رول لرلی دی. د اکسفورډ اقتصادي ډېکشنري- نړیوالتوب عبارت له هغې پروسې څخه دی چې ټوله نړۍ یو مشترک او واحد مارکېټ باندې بدلېږي پدا معنی چې اقلام، خدمات، سرمایه او کارګر په نړیواله کچه سوداګري کېږي او معلومات او د څېړنو نتایج د نړۍ ټولو هېوادونو ته په اسانۍ رسي. نړیوالتوب نړیوال فورم- اوسنی نړیوالتوب په هغه جهت روان دی چې نړیوال اقتصادي سیستم منځ ته راوړي کوم چې د نړیوالو کمپنیو او بانکي انسټیټوټونو له لوري تر حاکمیت لاندې وي چې ولسواکو پروسو او ملي حکومتونو ته هیڅ حساب ورکونکي نوي. نړیوال بانک- د نړۍ د اقتصاد او ټولنو يو لاس کېدل عبارت له نړیوالتوب څخه دی. ملګرو ملتونو سازمان د غربت او پرمختګ څانګه- په ټوله کې نړیوالتوب هغه څه ته مخه کوي چې په پایله کې یې معاملات د هېوادونو ترمنځ زیاتی مومي او بیا د ژوند په اقتصادي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو اړخونو خپلې ژورې اغیزې شیندي.
نجم، رونالس او هالي له انده:
نړیوالتوب منحیث دې انټر نیشنلایزېشن- نړیوالتوب عبارت د هېوادونو ترمنځ له اړیکوم څخه او په ورته وخت کې نه یواځې په نړیوالو معاملاتو کې پرمختګ دی بلکې هېوادونه یو پر بل باندې متکي کیږي. نړیوالتوب منحیث دې لبرالایزېشن- د حکومت له خوا نه د خنډونو له منځه وړل دي ترڅو د هرڅه تګ راتګ د هیوادونو ترمنځ په ازادانه توګه وشي. نړیوالتوب منحیث دې یونیورسلایزېشن- عبارت له هغې پروسې څخه دی چې په پایله کې یې  عقاید ، نظریات او تجارب په ټوله نړۍ کې خپریږي. نړیوالتوب منحیث دې وېسټرنایزېشن یا موډرنایزېشن- عبارت له هغه ټولنیز عصري ساختار څخه دی چې له ځان سره کپیټلېزم، انډسټریالېزم او... لري او دا په نړۍ کې خپرېږي او وړوکي کلتورونه او هویتونه له منځه وړي. نړیوالتوب منحیث دې ډېټورېټوریالایزېشن- نړیوالتوب عبارت له هغې یوې پروسې څخه دی چې د هېوادونو جغرافیو ته نوی شکل ورکوي پدا معنی چې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
رېپسمن او پاول له انده:
اقتصادي تعریف- نړیوالتوب له اقتصادي پلوه یو په بل باندې تکیه ده پدا معنی چې د یو هېواد مثبت او منفي اقتصادي حالات په نورو اغیز لري. سیاسي تعریف- نړیوالتوب عبارت د یو ه دولت له هغو کړنو څخه دی چې ځان له نړیوال محیط سره برابروي په ځانګړې توګه د دولت د خیر ښیګنې او د عاید عادلانه وېش کمزوری کوي او لبرال ولسواک ارزښتونه په هیوادونو کې منځ ته راوړي. کلتوري تعریف- د یوه هیواد د وګړو وفاداري هیوادیني هویت څخه لرې یا کمرنګه وي او په نړیوال هویت پورې یې تړي.  ټولنیز تعریف- نړیوالتوب د اقتصادي کړنو او ټکنالوجیکو نوښتونو پر بنسټ د هېوادونو ترمنځ ټولنیز نږدېوالی راولي او داسې هم ده چې د غریبو او د مالدارو وګړو یا د غریبو یا مالدارو دولتونو ترمنځ واټن زیاتوي.
د نړیوالتوب ټول پورتني تعریفات په یو ډول نه یو ډول سم دي چې ددې اثر په نورو برخو کې به شرح شي، خو په ټوله کې ویلی شو چې نړیوالتوب عبارت له هغې پروسې څخه دی چې د دولتونو ترمنځ جغرافې کم رنګه وي،  سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې اړیکې پیاوړې او نړۍ له مشترک سر نوشت سره مخامخوي، خو زبرځواک دولتونه، ملتونه، نړیوال شرکتونه او مالداره وګړي پدې بهیر کې تله د ځان په خوا ډېره درنده وي.