
ته!:
زه له تا نه ګرد راګرځېدلم، خلکو ویل لېونی شوی دی له ځانه ګرځي...
یونلیک؛
لمرڅرک وو چې د ژړا په غږ را ویښ شوم د ماښام په بمبارۍ کې مې سلګۍ په یاد دي...
سرتېری:
یوه مرمۍ يې له مټې ووتله، بله یې په سینه کې ولګېده، خو له پښو ونه غورځېده، ټوپک يې لکڼه کړ او په ځمکه يې ولګاوه او هغې ستنې ته يې تکیه وکړه چې پاس پرې توره، سره او زرغونه جنډه رپېده...
بې ګناه محکوم؛
د سر او ږیرې سپینو وېښتانو ته یې په لاس اشاره وکړه او کمرې ته ځیر شو او ویې ویل: دا سر او ږیره مې همدلته سپین شول؛ لس کاله کیږي چې له خپل کور څخه هېڅ خبر نه یم، دا اوس یې له زندانه خلاص کړم ویل یې بې ګناه یې...
کوچني د سترو پر وړاندې:
سترو لرګیو اور نه اخیست کوچنیو لرګیو ته یې اور ورته کړ ښه په شور او زوږ یې اور واخیست؛ اوس ستر لرګي هم سوځوي لمبې وهي...