
احمدنګر كلا
د ۱۹۴۳ كال د مارچ ۱۸
ګرانه دوسته !
پرون مې چې قصه پيل كړې وه هغه تر اوسهپورې پاى ته نه ده رسيدلې . راځی چې ددغه (منطق الطين ) يو باب در واوروم. دا راته معلومه نه ده چې كه تاسو دا قصه اوريدلاى ور باندې به خوښيدلى او كه به ورباندې خوابدى كيدلى؟ خو زه چې خپل طبيعت ته ګورم داسې راته ښكاري لكه چې له داستان ويونكو څخه ستړيا هيره شوې وي. څومره چې داستانونه پراخه وي هماغومره ورسره دداستان سرايي ذوق هم پراخه وي:
فرخنده شبې بايد وخوش مهتابى
تابا توحكايت كــــــــــنم از هر بابى
زما او ددى يارانو ترمنځ د تذبذب او شك و ډار نرۍ پرده وه. په دې څو ورځو كې هغه پرده هم له منځه لاړه او پورته شوه. دوى چې له چت څخه تر چوترې راځي نو څو منځنى پړاوو نه وهي دا چوغكې اوس دومره زړه ورې شوي دي چې كله مې پر اوږو او كله مې پر سر سپريږي.
لومړی خوله دغوم آشنايانو سره مايوڅه اضطراري سهوه وكړه، خو بيا فوراً پوه شوم او دومره ورته یيل شوم چې سر او اوږې مې ورته ټيټْ كړې دي او بې له هيڅ ډاره راځي او را باندې كښيني. تاسو ته معلومه ده چې (آتشى كندهارى) له خپلو سترګو څخه بيړې جوړه كړې وه چې بدايونې دده دا شعر رانقل كړى دى:
سر شكم رفته بى تو دريا شد تماشا كن
بيا در كشتي چشم نشين و سير درياكن
خو زما د حال ژبې د شيراز د شيخ د نياز التجاء په عاريت اخستى ده:
گر بر سر و چشم من نشيني
نازت بكـــــــــــــــــــــــــــــشم كه نازنينى
كله چې خبره دې ځاى ته ورسيده نو دا خيال را سره پيدا شو چې يوه بله تجربه ولې ونه كړم؟ يوه ورځ مې ددانو لوښى تر ډېره وخته پورې ورته كې نه ښوده. دا درانه ميلمانه په وار وار راغلل او چې د ميلمسیتا دسترخوان يې ونه ليده نو دلته هلته ګرځيدلې او شور ما شور يې جوړ كړى وو اوس مالوښى واخيست او په لاس كې مې كيښود او لاس مې په چوتره كې وغوړاوه او څرنګه چې ورباندې دقلندر نظر ولګيده ور باندې يې ټوپ كړ او يو څرخ يې وخوړ او ورته د پښو په څوكو شو او بيا يې په تيزې سره پر دانو باندې ټونګې وهل پيل كړل . ده ځكه تادي كوله چې ډېر انتظار يې ايستلى وو. په تيزو تيزو ټونګو وهلو يې دانې الوتلې او له لوښي څه د باندې لويدلې. يوه دانه زما د ګوتو ترمنځ ولويده هغه فوراً دلته هم يوه ټونګه ووهله او داسې تيره ټونګه يې ووهله چې څه ووايم كه د ظالمانو د ظلم سره آموخته نه واى نو باور وكړې چې بې واكه به مې له خولې چيغه وتلې واى:
من كشته كرشمه مژگان كه بر جگر
خنجر زد آن چنان كه نگه را خبر نه شد
اوس ما لاس له لوښي سره جګ كړ او په هوا كې مې جګ ونيوه لږ مهال وروسته يوه بله چوغكه راغله چې لږ وخت وروسته راته جوته شوه چې ددغې چوغكې نوم (موتى) دى موتى زما په لاس يو چكر وواهه او دايى معلومول غوښتل چې لاس ته دور نږدې كيدو خوندې ځاي به كوم وي. لاړه راغله او بالاخره يې په مښو كه اوږدولو پيل وكړ . يوه دانه د باندې ولويده هغه يې هم په ټونګه ووهله او جګه يې كړه. دى وروستې تجربې په دې فكر كې واچولم چې ولې دې چوغكو ته دا دانې د لوښي په ځاى پر لاس كې وانه چوم چې بله ورځ مې همدا كار وكړ او لاس مې په چوتره وغوړاوه او وريجې مې ورباندې واچولې . تر ټولو لومړى موتى راغى او غاړه يې پورته پورته كوله او كتل يې چې نن ولې لوښى نه شته. موتى ددې سيمې ډېره ښكلې چوغكه ده. نن سبا د ښكلا دنندارو بازار تود دى او څوك چې په ښكلا كې وتلى وي هغه د ټول هېواد په نامه يا دوى مثلاً وايي مس انګلينډ اويا مادم موزل فرانس ، ته به وايي چې د ښكلر د مخ ځلا د ټول هېواد او قام مخ ځلو لاى دى:
كنند خويش و تبار از تو نازومى زيبد
به حسن يك تن اگرصد قبيله ناز كند
نو كه له همدې طريقې څخه كار واخلو نو موتى ته به دا حمد نګر ښكلې ووايو:
اين نگاهيست كه شايسته ديدارى هست
ښكلى بدن جګه غاړه محروطى لكې او ګردې ګردې سترګې او په دې سترګو كې يو عجيب غوندې غرور. كله چې ددانې د چګولو له پاره راشي نو له هرې دانې جګولو سره ماته ګوري زمونږ دواړو ژبې چوپې دي خو په سترګو كې سره خبرې كوو هغه زما د سترګو په خيرو پوهيږي او زه د هغې د سترګو په خبرو پوهيږم ، ما ددې د سترګو لوستل زده كړي دي.
هو وحشي يزدى دامعاملات ژور كړي او ويلى يې دي:
كرشمه گرم سوال ست لب مكن رنجه
كه احتياج به پرســــيدن زبانى نيست
په هر حال دې ماته په سترګو كې وويل او بې تشويشه يې په دانو ټولولو پيل وكړ او په تيره ټونګه يې هغه دانې ټولولې چې زما په ګوتو كې وې او زما ګوتې يې په تيرو ټونګو وهلې . هر ځل به راتاوه شوه راته به يې وكتل او بيرته به وړاندې شوه. لكه چې پوښتنه يې كوله چې ګوتې خو به دې زما په تيرو ټونګو نه خوږيږي؟ ښه نو ماد لذت په الم ودرد بايللى به څه جواب وركاوه:
اين سخن را چه جواب است توهم ميدانى
د مير زا صايب دا شعر به ستاسو له سترګو شوى وي:
خويـــــــــش را بر نوك مژگان ستم كيشان زدم
انقدر زخمي كه دل ميخواست در خنجر نبود
ما په دې شعر كې دومره تصرف وكړ چې د مژګان په ځاى مې منقار كړ. د درد او خوږ حال خو معلوم نه دى خو چې هره ټونګه مې په لاس وهي دلاس په مخ يو ژور زخم پيدا شي:
رســــيدن هاى منقار هما براستخوان (غالب)
پس از عمرى به يادم داد رسم و راه پيكان را
ددې سيمې له ټولو اوسيدونكو څخهكه قطع نظر وشي نو په خاصه توګه يو څو شخصيتونه ديادولو وړ دي چې تاسو د قلندر او موتى قصه واوريده.
اوس په لنډه توګه د ملا اوصوفي له حاله هم ځان خبر كړﺉ . يو چوغك ډېر پيړ او جنګيرك دى او دلته كوم ګاونډى چوغكه دده له لاسه پښه نه شي ايښود لاى يو څو مټو رراغلل خو ورسره يې مقابله ونه شوه كړاى او بېرته وتښتيدل او كه په دې ښار كې كومه ميلمسیتا شوې وي دى په كې بيا حاضر وي او چوڼ چاڼ چوڼ چاڼ يې پيل كړى وي چې ټيك ټاك دقا آني د جامع دوا عظك نقشه مې په مخكې غوړيږي.
دى واغطكى آمد در مســـــــــــــــــــــــــــجد جامع
چون برف همه جامه ســـــــــــــــــــــــــفيد ازپا تاسر
چشمش به سوى چپ و چشمش به سوى راست
تاخودکي سلامي كند از منـــــــــــــــــعم و مضطر
زان سان كه خر آمد به رســـــــــــــــن مر درسن باز
آهســـــــــــــــــــــــــــــته خراميدى و مو زون و موقر
فارغ نه شده خلق زتســـــــــــــــــــــــــــــــليم و تشهد
برجست چو بوزينه ووبنشــــــــــــــــــــــــست برمنبر
وآنكه به سرو گردن وريــــــــــــــــــــش ولب وبينى
بس عشوه بيا ورد ســـــــــــــــــــــخن گرد چنين سر
نو كه دغه چوغك ته ملاو وويل شي نو ملا به څوك وي ؟ دده پر عكس يو بل چوغك و تعرف الاشياء باضد ادها چې ده ته وګوري په خپل ځان كې ورك او چوپ دى:
كان راكه خبر شد خبر ش باز نيامد
چې ډېره خواري به يې وكړه نو يوازې يو نرى چوڼ به يې له خولې څخه راوواته:
تاتو بيدار شوى ناله كـــــــــــــشيدم ورنه
عشق كاريست كه بى آه و فغان تيز كنند
دا چوغك داسې چوپ دى چې په سختۍ سره كله كوم نرى اواز وباسي:
تو نظر باز نه اى ورنه تغافلی نگه اســـــــــــــت
تو زبان فهم نه اى ورنه خموشى سخن است
ما چې دده دا حال وليده نو صوفي مې ور باندې نوم كيښود او حال دادى چې دا نوم:
جامه بود كه بر قامت اودوخته بود
ګهيځ چې ددې سيمې اوسيدونكي را خواره شي نو په برنډه او ميدان كې عجيب شورما شور وي او چاڼ چوڼ وي. څوك د ګلو په لنګريو دپاسه ټوپونه وهي څوك په يو ځاى او څوك په بل ځاى كې ګرزئ راګرزئ يوه جوړه چوغكې لمبلو ته تيارى نيسي، او په دې انتظار كې دي چې كله به د ګلانو پراډيواو به وشيندل شي چې د دوى وزرونه او بڼې لندې كړي يو بله جوړه غواړي چې تيمم ووهي او په خاورو كې يې رغښتل پيل كړي دى لومړى په مښو كو او پنجودو مره خاورې وكني چې ترسينې پورې په كې ډوبې شي او بيا په دغه كيندلې ژور كې كښينې او داسې لغتې اورغښتل په كې پيل كړي چې د خاورو د وړو جګړ جوړ كړي، لږ وړاندې ملا هم له خپل حريف سره په زور ازمايلو مشغول دى. چې دده د جګړې هم يو عجيب حال دى جګړه كوي خو توره ورسره نه شته. يعنې چې لاس ته يې وګوري وسله نه لري بلكه لاس نه لري خو چې مښوكې ته يې وګوري نو د ټولو وسلو ځاى نيسي او چې په غضب شي يو له بل سره داسې ونښلي چې يو له بل نه په سختي تمييز كيدلى شي. چې په هوا كې په جګړه ستړى شي، نو بيا پروانه كوي چې چيرته لويږي چې څو ځله زما پر سر باندې رالويدلى دى او يو ځل خو داسې وشوه چې سمې راغلې او زما په غيږ كې ولويدلې ما يوه يوه په يوه لاس او بله په بل لاس ونيولې ټول جسمونه يې زما په موټي كې بند وو خو ور ميزونه يې د باندې وو، زړونو يې داسې ټوپونه وهل چې تابه ويل اوس به وچوي خو بيا يې هم يوه بله سره په ټونګو وهله او چې ما موټى پرانستل والو تې او تر ډيه پورې يې چوڼ چوڼ كول. البته يوې بلې ته ويل :
رسيده بودبلايى ولى بخير گذشت
د موتى له ځالى څخه له څه مودى راهيسې د بچيانو آواز راته چې رابه غله نو فوراً به يې يو دوه دانې په مښوكه كې جګې كړې او خپلې حالې ته به والوته او چې ځالې ته به ورسيدله بچيانو به يې شور پيل كړ او يوه دوه شيبې وروسته به بيا په دانو جګولو پسې راغله او بير ته به والوتله ، يوځل ما وشميرل په يوه دقيقه كې اوه ځله راغله . هغو عالمانو چې ددغو مرغيو دجنس د خصايصو مطالعه كړي ده ، دوې وايې چې چوغكه په ټوله ورځ كې دوه نيم سوه درې سوه ځله بچيا نو ته غذا وركوي اوكه دټولي ورځي ټوله غذا راټوله كړى شي او د بچې له جسم نه كم نه وى خو د بچيو هاضمه داسى چټك كار كوي چې څرنګه يې دانه معدې ته ورشى سمدلاسه هضمه شى . همدا و جه ده چې دمرغيو د بچيانو اوسطه نشو ونما دځارويو د بچيو له اوسطې نشوو نما څخه ډېره زياته ده اود موتي له عمل څخه مې په دغه بيان باندې پوره باور راغى.
اوبيا چې دمرغيو د بچيانو دالو تلو مهال راشي نو مور ته يې الهام وشى چې خپلو بچيو ته دالو تلو چل وروښي. موتى هم اوس بچيانو ته الوتل ور زده كوي يوه ورځ ګهيځ ګورم چې موتي له ځالې راكوزه شوه او ورسره يو بچى هم په وړو وزرونو راكوز شو، موتۍ خپل بچې ته په وار وار ورتله او دالوتلو چل يې ورښوده خو بچى يې نشو الوتلاى او بې حسه او بې حركته پروت وو. ما هغه جك كړو مې ليده چې تر اوسه يې لاوزرونه دالوتلو له پاره نه دي تيار شوي. د لويدلو صدمه هم تازه ور رسيدلى وه او دې صدمې بې حاله كړى وو چې بې اختياره ماته د نظيري شعر را په زړه شو:
پى وصلش تارسم صد بار برخاك افگند شوقم
كه نوپر وازم و شـــــــــــــــــــــاخ بلندى آشيان دارم
په هر حال ما دا بچى جګ كړ او په درى مې كيښود موټې د وريجو دانې راوړلې او بچي ته يې په خوله كې وركولې . هغه به خوله وازه كړه او په ټيټ آواز به يې چوڼ چوڼ كول او بيا به له ځانه بې خبره ولويده ټوله ورځ په دې حال تيره شوه بله ورځ بيا هم په همدغه حال وو مور يې له سهاره تر ماښامه الوتل ور زده كول خو دا بچى داسې مړ غوندې پروت وو چې هيڅ جواب يې نه وركاوه. زما خيال وو چې نورنو د پاتې كيدو نه دى خو دريمه ورځ يوه عجيبه معامله پيښه شوه چې په خونه كې دننه په يو تاوده ځاى كې ولاړ و او سترګې يې پټې نيولې وې. نا څاپه څه ګورم چې سترګې يې پرانستلې وزريې وښورول او والوته له نظره غايب شو. دا منظره دومره عجيبه او غير منتظره وه چې لومړى خو زما په خپلو سترګو شك پيدا شو چې كومه بله مرغې به مې ليدلې وي خو دا كار شوى وو او شبهه په كې نه وه او په رښتيا دا بچى الوتى وو. څه ووايم دې منظرې ته په فكر كې ډوب لاړم او بې اختياره مې دا شعر په ژبه راغى او په داسې جوش او خروش راغى چې ګاونډيان راولاړ شول.
نيروى عشق است كه درين دشت بيگران
گامى رفته ايم و به پايان رســــــــــيده ايم
په اصل كې دا هيڅ نه وو يوازې د ژوندانه د كرشمه سازيو يوه معمولي ننداره وه چې هميشه زمونږ په مخكې تيريږي خو مونږ ورباندې ځان پوهول نه غواړو. ددې چوغكې په بچي كې دالوتلو استعداد پيدا شوى وو. هغه دالوتلو له پاره له خپلې ځالې څخ راوتلى وو خو تر اوسه پورې لا په كې د ځان پيژندنې احساس نه و راويښ شوى هغه له خپل حقيقت څخه خبر نه و، مور ورته په وار وار اشارې كولې د هوا څپې وار په وار دده په وزرو لږيدلې د ژوند او حركت هنګامه له هرې خوا دده په لور را روانه وه. خو دده د نننې نغرې داسې سوړ وو چې د بهر تودوخې نه شوتو دولاى:
(کليم) شكوه زتوفيق چند؟ شرمت باد
توچــــــون بره نه نهى پاى رهنما چه كند
خو څرنګه يې چې ويده ځان پيژندنه راويښه شوه او دی په دې حقيقت پوه شوه چې “زه يوالوتونكى مرغه يم” نو نا څاپه ژوند په كې په خوزه راغى او هغه جسم چې دريدلاى نه شو اوس نيغ ولاړ دى . هغه بې واكه پښې چې دده د جسم بار يې نه شو وړلاى اوس سم ولاړ دى مړاوى بڼې يې تازه شوې او والوته او چې ومې ليده نو د بې سیګۍاو ناتوانۍ ټول بندونه يې شليدلي وو او والوته:
بال بكشاو صفير از شــــــــجر طوبى زن
حيف باشد چوتو مرغى كه اسير قفسى
سيك په كې پيدا شو له غفلت نه ويښ شو. د جګ الوتلو مينه يې په زړه كې وګرزيده ژوند يې غوره كړ او د سترګو په رپ كې پوره بدلون په كې راغى چې همدغه په سترګورپ كې بدلون او انقلاب د ژوند د افسانې لنډيز دى:
طى مى شوداين ره به درخشيدن برقى
ما بى خبران منتظر شـــــــــمع و چراغيم
د الوتلو په سرو سامان كې كوم څيزو چې د حيات د قفس په دې نوي بندي كې نه وو فطرت ټول سر و سامان وركړى وو، او مور ورته شيبه په شيبه د الوتلو اشارې كولې خو تر څوپورې چې دى په خپل ځان پوه نه و او دا حقيقت ورته معلوم نه و چې دى لوړ الوتونكى مرغه دى. دده د الوتلو ټول سرو سامان بيكاره پاتې وو.
په همدې راز په سړې كې پيژندنه ويده وې بهرني كومه هنګامه نه شي كولاى چې دا سړى راويښ كړي خو څرنګه چې په ځان پوه شي او ځان وپيژني او ورته معلومه شي چې په ده كې پټ حقيقت څه دى نو بيا د سترګو په رپ كې په ده كې اوښتون او انقلاب راشي او په يو ټوب د خاورو له خضيض نه د هسك اوج ته ورسيږي د شيراز خوا جه همدغه حقيقت ته اشاره كړې ده:
چه گويمت كه به ميخانه دوش مست خراب
سورش عالم غيبم چه مژده ، دادســــــــــــــت
كه اى بلند نظر شهباز سد ره نــــــــــــــــــــشين
نشيمن تونه اين كنج محــــــــــــــــــنت آبادست
تراز كنگره عرش مى زنــــــــــــــــــــــــــــند صفير
ندانمت كه درين دامكه چه افتادســـــــــــــــــت
ابوالكلام