
تا ته در وگورم نظر اوبه کړم
ژوند مې د مينې پر گودر اوبه کړم
اخېر له چا نه گيله وکړي سړى
د سپينې واورې غوندې لمر اوبه کړم
تندې اخيستي د پرديو کلتور
زه به کابل که پېښور اوبه کړم
باران باران شه راورېږه پر ما
چې د ارمان پټى مې ژر اوبه کړم
پرېږده چې ورک شم د وريځې غوندې
پرېږده چې تږى سمندر اوبه کړم
که لږ مې پرېږدي رنگينۍ ته ساده
درسته نړۍ به په هنر اوبه کړم.
٢٦/٠٩/١٣٨٥
حيدرآباد