
هغه زموږ ماشوم و؛ خو اوس لوی شوی و
لرې ختیځ ته د پهلوي مشر سفر یو مات شوی بری و. ددغه سفر پر مهال په ډیلي کې د شاه د دمه کېدو غوښتنه د هندوستان له خوا وشوه چې اوس د نړیوال اتومي کلب یو غړی و او شاه په ډېرې خوښۍ ومنله چې له هندي مشر اندیرا ګاندي سره اړیکې پراخې کړي او د راکړې ورکړې یو تړون ورسره لاسلیک کړي. هغه غوښتل له استرالیا سره اړیکې پراخه کړي، ځکه چې ایران استرالیا ته د یوه بالقوه ملګري او د اسیا په ختیځ کې یې د را دبره کېدونکي ځواک په سترګه کتل. استرالیا ته د ایران روان کاروان د سینګاپور او اندونیزیا له لارې هغه هېواد ته ولاړ او دارنګه سوېل ختیځ نیوزیلینډ ته یې سفر درلود او تمه یې دا وه چې ایران ته به یې د غوښې او لبنیاتو تولیدات زیات شي او د پهلوي امپراطورۍ د منځني پوړ د خلکو لپاره به د نیوزیلینډ دغه محصولات ډېر ګټور وي. د استراسیا په ښار کې د دې ایرانۍ شاهي جوړې داسې توده مېلمه پالنه وشوه لکه د یوه وتلي فلمي ستوري. دلته د سیدني د ښار په اوپییرا هاوس یا عامه نندارتون کې رسمي دولتي مېلمستیا او کنسرت ورته جوړ شول. د ورځې له خوا هغه د اس ځغلولو په سیالۍ کې برخه واخیسته چې د ملبورن د ښار په سړکونو کې خلک د اس ځغلونې سیالۍ ته ولاړ وو او د خوشحالۍ نارې سورې یې وهلې.
ملکه فرح ډېره ښه نقاشه وه، د هغې د ښه کار له کبله په غیر رسمي توګه د کاریګرې ملکې لقب خپل کړی و او د ښکلا شهرت، د لباس سټایل او د ګرځیدا ډول یې پر ایرانیانو سربېره د نړیوالو پام ځانته ور اړولی و.
ددغه دولتي له کشوپشه ډک رسمي سفر تر شا، رضا شاه هڅه وکړه چې له تهران څخه د استرالیا تر ویلینګټونه پورې د ایران زور او ځواک بنسټیز کړي. تهران په دې لټه کې و چې له شمال څخه تر لوېدیځه او له سوېل څخه تر ختیځه پورې متحدین ومومي، اغیز پرې ولري او نوي مارکېټونه ومومي. هغه د یوه نوي سیمه ییز اتحاد د جوړېدو خوبونه لیدل چې «ایران، اسراییل، ایتوپیا، سویلي افریقا، هندوستان، اندونیزیا، استرالیا او نیوزیلنډ » یې غړي وي. شاه دقیقا په سویلي اسیا کې د امریکا له ماتې او وتلو وروسته په لیرې ختیځ کې د قدرت خلا حس کړه او ده ته یې نوی فکر ورکړ. که دلته یو روغ مشرتوب وي دغه خلک غواړي چې له ایران او نورو هېوادونو سره پراخه را کړه ور کړه ولري.
هغه لا دمخه د یوه مشترک مارکېټ د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه چې د سیمې د هېوادونو اقتصادونه په خپلو کې سره وتړي. په کانبیرا کې هغه د« د نظامي پوهاوي » په نوم د یوه ټولنیز او هر اړخیز امنیتي تړون د رامنځته کولو وړاندیز وکړ چې د هند سمندر د امریکا او شوروي اتحاد له سمندري سیالۍ وساتي او دوی به د دې وړتیا ومومي چې دغه ټوله سیمه کې د ایران او استرالیا سمندري ځواکونه ګډې ګزمې تر سره کړي. شاه په استرالیا کې د هغه هېواد د لومړي وزیر ګوګاوایټلم سره هیله ناکه درباري میلمستا تېره کړه، ځکه چې استرالیا ۲ مهم کیمیاوي توکي چې شاه غوښتل، هغه درلودل. یو یې یورانیم وو او بل یې د بایوګزیټ په نوم قیمتي عناصر.
رضا شاه په سیمه کې د یوه ځواکمن هېواد په توګه د راد بره کېدو له اړخه د ریچارډ نیکسون پوره وړی و او هغه ته به یې پیسې برابرولې چې د هغه (نیکسون) هیلې پوره کړي. ایرانیان دارنکه د اتومي خوبونو د پوره کېدو له درکه هم د امریکایانو پوره وړي وو چې له شاه سره یې مرسته کړې وه چې د هغه سلطنت پر ځای پاتې شي. په ۱۹۵۳ کال کې په ایران کې له کودتاه وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر ایزنهاور تهران ته یو لړ اتومي ریکټورونه په دې شرط برابر کړي وو چې تهران باید ترې په سوله ییز اتومي پروګرام کې ګټه پورته کړي. له کال ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ پورې د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر ډاکټر اکبر اعتماد چې په لویه کچه د ایران د اتومي پروګرام د پلار په توګه هم پېژندل کیږي وویل: «دا وسایل په لومړي ځل د پوهنتوني پلټنو لپاره کارول شوي.»
وروسته د ۱۹۷۰ موکلونو په لومړیو کې د ایران شاه دې پایلې ته ورسېد چې ایران باید د اتومي ټیکنالوژۍ پروګرام پراخ کړي. هغه وویل:« موږ د انرژۍ ډېرو دستګاوو ته اړتیا لرو چې برېښنا تولید کړي. د وګړو شمېر زیاتیږي او په زیاتېدونکي ډول خلک تر پخوا ډېره برېښنا کاروي.» ولسمشر نیکسون په ۱۹۷۲ کال کې دې اندېښنې ته هغه مهال لا ځواب ویلی و چې په پټه یې د ایران له شاه سره موافقه وکړه چې د اتومي انرژۍ دستګاوې او د سونګ مواد یې پر ایران وپلوري. کله چې یو کال وروسته د ایران د تېلو عواید زیات شول نو د ر ضا شاه مټې یې نورې هم خلاصې کړې چې د اتوم د ترلاسه کولو لپاره په ازاد ډول د خپلو هیلو د پورته کولو غوښتنې وکړي. د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر ډاکټر اعتماد وویل:« په را تلونکي کال کې ایران او د امریکا متحده ایالتونه په رسمي ډول د اتومي معاملې پر سر خبر و اترو ته ور دننه کیږي.» ده زیاته کړه : « موږ او امریکایانو خبرې اترې وکړې، واشنګټن له وړاندې شرط درلود چې هغوی به زموږ د اتومي چارو او سونګ توکو د برابرونکې په هره برخه پوره کنټرول لري.» په ۱۹۷۴ کال کې د ایران شاه اعلان وکړ چې غواړي ۸ اتومي بټۍ د امریکا له متحده ایالتونو او ۵ نورې له فرانسې څخه په بیه واخلي او د اتومي انرژۍ خپل پروګرام پرې پیاوړی کړي.
له همغه پیله د امریکا دفاع وزیر جیمز سچلیزنجر چې د فورډ په اداره کې یې هم د دفاع وزارت دنده پر غاړه وه، د ایران د اتومي انرژۍ د پروګرام په اړه په ټینګه خپله اندېښنه په ډاګه او په وار وار یې نورو ته بیان کړه. مخکې له دې چې هغه د دفاع وزیر او یا د یو کم وخت لپاره د سي. ای. اې مشر شي، سچلیزنجر د امریکا د اتومي انرژۍ د کمیسیون مشر و. هغه وویل:« زه د هغو امریکايي چارواکو او شرکتونو مخالف وم چې هڅې یې کولې د دریمې نړۍ په هېوادونو اتومي بټۍ وپلوري. دغه کار د اتومي انرژۍ په کمېسیون کې زما د ځینو همکارانو غوصه را وپاروله، ځکه هغوی فکر کاوه چې دا زموږ دنده ده چې دغه انرژي او ټیکنالوژي له خپلو حدودو او پولو بهر او په نورو یې وپلورو.» د سچلیزنجر نظر ډېر ساده وه:« هر هغه معامله چې موږ یې په دغه برخه کې تر سره کوو باید د امریکا د ملي ګټو په چوکاټ کې وي او په سیمه او نړۍ کې د واک او ځواک انډول ته باید بدلون ور نه کړي.»
د پېنتاګون تحلیل کونکو په دې کې شک درلود چې د ایران د شاه وروستي خوځښتونه دې په بشپړه توګه سوله ییز وي. دوی پوښتنه در لوده چې که شاه مړ او یا له واکه لرې شي نو د ایران له اتومي پروګرام سره به څه وشي؟ ایران د امریکایانو د وېرې د لرې کولو لپاره هېڅ هم ونه کړل. د ۱۹۷۴ کال په جون کې شاه له یوه فرانسوي خبر یال سره یوه عصباني مرکه وکړه. له هغه وپوښتل شو چې ایا باور لري چې یوه ورځ به ایران اتومي وسلې ولري؟ شاه لافې وویلې :«حتما او ډېر ژر به تاسو باور وکړئ.»
ډاکټر اعتماد وروسته ومنله :« ما تل دا شک لاره چې د شاه د پلان یوه برخه داده چې اتومي بم جوړ کړي.» په تهران کې د امریکا له سفارت څخه سپینې ماڼۍ او پنتاګون ته یو ناڅاپي تېلیګراف وشو او ډاډ ور کړل شو چې د ایران د شاه خبرې نا سمې را اخیستل شوې دي. سفیر هلمس د شاه له دریځ څخه دفاع کوله او د هغه صریح نظر یې هغه ډول نه باله لکه چې په رسنیو کې راغلي و، سفیر په دې باور و چې د هغه خبرې په غیر عادلانه ډول را نقل شوې دي، ځکه چې د هغه اشاره بل څه ته وه. امریکايي سفیر ریچارډ هلمس په اعتراضي ډول هڅه وکړه چې د شاه په تېروتنه برغولی کیږدي چې په دې وروستیو کې په لویه کچه د شاه په اړه د ستراتیژیکو هیلو په اړه ډول ډول څرګندونې کېدې.
پنتاګون تصمیم ونیو چې له ایران سره د اتومي ټیکنا لوژۍ د شریکولو معامله سخته کړي. شاه غوښتل په ایران کې د اتومي موادو د بیا پروسس کولو یوه بټۍ جوړه کړي. د اتومي ساینس پوهانو خپرونې رپوټ ورکړ چې په همدغه وخت کې د بیا پروسس پروګرام یا چارې د پام وړ تجارتي پوتانشیل نه درلود. خو دا کار به ساینس پوهان د دې وړ کړي چې کله په برېښنايي ریکتور کې اتومي سونګ توکي وکارول شي نو پلوتونیم به ترلاسه کړي او همدغه پلوتونیم به بیا د اتومي وسلو په جوړولو کې وکارول شي.
د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال لپاره یوه تیار شوي رپوټ خبرداری ور کړ چې «که ایران د وسلو جوړولو د وړتیا تر لاسه کولو هڅه وکړي او په کلني ډول پلان شوي پلوتونیم تولید کړي . . . . د ایران د اتومي انرژۍ پروګرام به له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې سر ګلولې جوړې کړي. سره له دې چې ایران اوس ارامه دی، خو دا ټیکاو په ژوره توګه په دې پورې اړه لري چې شاه به تر کومې ورځې پورې په واک کې پاتې وي. په دغه ډول وضیعت کې، کورني مخالفین او بهرني ترهګر کېدای شي په اسانۍ سره وکولی شي په ایران کې د حکومت لخوا د اتومي بمونو لپاره زېرمه شوي اتومي مواد لاسته راوړي. . . .دارنګه د شاه ممکنه ځای ناستی کېدای شي دا سې یو څوک وي چې په سیمه کې د ایران د ځواک د بشپړیدو او پیاوړتیا لپاره اتومي وسلې د وروستۍ وسیلې په توګه وکاروی.
امریکايي استخباراتي او پوځي چارواکو د شاه بري ته په ډېرې لېوالتیا کتل او په دې نظر وو چې د ایران باچا او هېواد به ډېر ژر خورا پیاوړی شي او خلیج به د نا ازموییل شویو وسلو په یوه لویدیلي بازار بدل شي. د امریکا دفاع وزارت پر ایران د نامحدوده وسلو د پلورلو په موضوع باندې د ۲ کلونو لپاره چپ او غلی پاتې و. خو دغه په ټپه ولاړ حالت بلاخره د ۱۹۷۴ کال د سپټمبر په ۲۵نیټه هغه مهال بدل شو چې د امریکا دفاع وزیر په عام ډول په ایران او سعودي عربستان د وسلو د پلورلو په مسله کې له نورو ادارو ځان جدا وباله. هغه په یوه خبري کنفرانس کې خبر یالانو ته وویل: « زه غواړم چې په ډېر دقیق ډول دا روښانه کړم چې ددفاع وزارت د وسلو د پلورلو په اړه خپله کومه پالیسي نه لري. په مجموع کې به زه دا درته ووایم چې پر دغو یادو شویو هېوادونو د وسلو د پلورلو پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا پر مخ بیول کیږي. موږ د دغه پروګرام مدیران یو خو زه په کې نه یم.»
د دفاع وزیر سچلیزنجر د ایران په شاه باندې ډېر کلک پام کاوه. د ۱۹۷۴ کال په نیمايي کې د شاه د پیرودل شویو پوځي وسلو اندازې او ډول د امریکې د دفاع په وزارت کې اندېښنې زیاتې کړې. دغه خبره ۶ کاله وروسته د امریکا د وخت د ولسمشر جیمي کارټر د ملي امنیت شورا ته د ایران او امریکا د پټواړیکو د تاریخچې او ډول په اړه وویل شوه. دغه اندېښنه د ۱۹۷۴ کال د اکټوبر په ۳نېټه په یوه کورني یاداښت کې منعکس شوې وه چې په کې راغلي دي: د ایران له شاه سره د اړیکو په تړاو د اټکل کولو په برخه کې کافي منفي شاخصونه شته چې دغه ډول روان وضیعت د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له تهران سره د اړیکو په
برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار اخیستو او پر شاه د پام کولو خواته هڅاوه.
د شاه هیلو د امریکا د استخباراتو په مرکزي اداره کې ګڼې اندېښنې را پورته کړې وې. په یوه معما کې د امریکا د استخباراتوادارې یوه چارواکي داسې اشارې ورکړې چې اوس د دې وخت دی چې په ۵۵ کلن شاهنشا باندې ویاړ وشي چې د هغه تخت او تاج له موږ سره مرسته وکړه چې دغه اداره بېرته په پښو ودریږي. « هغه زموږ ماشوم و، خو اوس هغه لوی شو دی.» د امریکا د جاسوسۍ ادارې د ۱۹۷۴ کال په اکټوبر میاشت کې د ایران د اقتصاد یو تحلیل او ارزونه تر سره کړه چې په کې انځور ډېر تت ور کړل شو. سي ای اې تل د شاه په مالي ځیرکتیا شک درلود. استخباراتي تحلیل کونکي اوس دې پایلې ته رسېدلي وو چې د نړۍ دغه تیز پرمختلونکی اقتصاد اوس داسې خطرناک پړاو ته ور دننه شوی چې کولی شي د تېلو له درکه په میلیاردونو ډالره تر لاسه کړي عواید له ستوني تېر او پرې موړ نه شي. د ایران اقتصاد داسې مرحلې ته رسیدلی و لکه یو پورته تلونکی راکټ چې را غورځېدل وي حتمي وو، خو دا نه وه معلومه چې چېرې به را غورځیږي او څه ورانی به را منځ ته کړي.
سي. ای. اې رپوټ ورکړ چې « د تېلو په عوایدو کې دغه اوچتوالي د هېواد د اقتصاد د چټکې ودې له کچې سره مرسته کړې. په ۱۹۷۳ کال کې د ایران اقتصادي وده ۳۳په سلو کې وه، خو په ۱۹۷۴ کال کې تمه وه چې دغه وده نوره ۴۰ په سلو کې لوړه شي.
دا ډېرې حیرانونکې شمېرې وې.« په را تلونکو څو کلونو کې به د ایران د تېلو عواید د دغه هېواد د اقتصادي جذب د وړتیا پورته تلل دوامداره کړي . » ډیرې زیاتې پیسې د ایران کورني اقتصاد ته ور تویې کړل شوې چې د ایران حکومت ونه شو کولی هغه په چټکۍ سره مصرف کړي. د شاه له هیلو ډک پرمختیايي پروګرام او د نظامي سمبالتیا پلان د ایران لپاره کورنۍ اقتصادي ستونزې وزیږولې چې د انفلاسیون لوړوالی، د مسلکي کارګرو کموالی او په ښارونو کې د وزګارو زیاتوالي یې مهمې هغه وې.
انفلاسیون د هغو ایرانیانو عواید خام تېرول چې بې وزلي وو او کلکه مذهبي مفکوره به یې درلوده. په ۱۹۷۴ کال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې په ایران کې د معیشت یا ژوند تېرولو قیمت ــ چې تر ۶۰ په سلو کې د ډېرو کورنیو د یوې اونۍ معاش تر ۱۵ ډالرو کم وو ـــ د هرې ورځې په تېرېدو سره پورته کېده او داسې تمه وه چې ډېر ژر به ۲۰ په سلو کې د تېر کال همدغه مهال پرتله پورته شي.
د لومړنیو خوراکي توکو، نساجۍ او د کور د اړتیا وړ توکو بیې بیخې لوړې شوې وې او په ځینو مواردو کې د تېر کال پرتله ۱۰۰ په سلو څخه هم پورته تللې وې. توربازار پراختیا موندلې وه او د حکومت له خوا د بیو له کنټرول څخه تېښته زیاته شوې وه. حکومت په لویه کې هڅه کوله چې د کور د اړتیا وړتوکو په برخه کې د سبسایډي یا تر تمام شوي نرخ په کمه بیه ددغو توکو د پلورلو په مرسته پر انفلاسیون برغولی ور کیږدي. سره له دې چې په دغه برخه کې بریالۍ هڅې روانې وې، خو لا هم انفلاسیون د ډېرو ایرانیانو جیبونه بې ځایه تشول او سره له دې چې دغه هېواد ته د دوی د تورو تېلو له برکته د لوېدیځو مصرفونکو له خوا په میلیاردونو ډالر را روان وو، خو بیا هم د دوی د خرید وړتیا د لویدیځوالو پرتله ټیټه وه.
سي. ای. اې په دې تړاو منطقي اومناسب ګامونه پورته نه کړل. دوی کولی شوای د ایران پر سیاسي ټیکاو د انفلاسیوني اقتصاد اغېزې څېړلې وای. د سي. ای. اې مشر ویلیم کولبي کولای شول پر ایران له نژدې پام کړی وای او د شاه د روغتیا په اړه یې باید ځان پوره او په منظم ډول خبر ساتلی وای. محمد رضا شاه د ۱۹۷۴ کال د سپټمبر په ۹ نېټه د استرالیا له سفر څخه ایله یوه اونۍ مخکې د دربار وزیر اسد علم ته شکایت وکړ چې مخ یې ډېر بخار کوي او خېټه یا تشي یې یو ځل بیا پړسیدلی یا غټ شوي دي. تر دې مهاله شاه هغو فرانسوي ډاکترانو ته هم ځواب نه و ویلی چې د تېر کال په مې کې یې د ده په وجود کې یو ډول سرطاني غده تشخیص کړه.
شاه او ملکې یا شاهباڼو د سپټمبر په ۱۷ نېټې ماښام د تهران دویم نړیوال نندارتون پرانیست. په دا سبا سهار یې دوی لرې ختیځ ته د یوه سفر د پیل په موخه د نوي ډیلي په لور روانېدل. کله چې ملکې د سفر لپاره موزې په پښو کولې او وروستۍ ډالۍ او ځینې شخصي وسایل یې په بیکونو کې کېښودل، د شاه فرانسوي ډاکټران فلنډریڼ او برنارډ له یوه نوي همکار او پروفیسور پاول میلیاز سره شاهي ماڼۍ ته د شا له لارې په قاچاقي ډول را دننه کړی شول.
ډاکټر فلنډرین وايي « سره له دې چې له طبي اړخه ناروغ(شاه) په ښه وضیعت کې و، خو د هغه تشي غټ شوي وو.» ډاکټرانو د هغه د هډوکي ماغزه د ازموینو لپاره واخیستل. ښاغلي علم دغه حالت ډیر دردونکی تمرین وباله، خو وايي اړتیا وه چې په یوه پیاوړي لابراتوار کې دغه ډول ازموینه ترسره شوې وای. هغه وویل:« اعلی حضرت له ډاکترانو سره هغه مهال عادي خبرې اترې کولې چې هغوی د ده د هډوکو د مغز په را ویستلو یا خپل کار بوخت وو او هغوی ته یې سپارښتنه کوله چې زموږ دزړه د ناروغیو د نوي روغتون سره مرسته وکړي.» علم فکر کاوه چې دا به بې عقلتوب وي چې که دوی په یوه سیمه ییز روغتون کې ولیدل شي، کیدی شي د شاه د روغتیا په اړه شته اوازې زیاتې او اندېښنې راپورته شي. ډاکټرانو تصمیم ونیو چې د شاه درملنه په کمه اندازه یا کښته دوز د (کولرامبوسېل) درمل په ورکړې سره پیل کړي او دغه در مل به د اوس لپاره د شاه د ناروغۍ د علاج لپاره کافي وي. دوی دوا په هغو کپسولونو او بوتلونو کې ځای پر ځای کړله چې په معمول ډول د ویټامینونو د ګولیو لپاره کارول کیږي.
تر دې مهاله د هغو کسانو شمېر ۷ تنو ته رسیدلی و چې په دې پوه شوي وو چې رضا شاه د ویني د سرطان د ناروغۍ له کبله تر درملنې لاندې دی. په دغه ډله کې« په خپله شاه، ۳ فرانسوي ډاکټران(فلنډرین،برنارډ او میلیاز)، جنرال عیادي چې د شاه ځانګړی ډاکټر و، یو نا معلوم ایرانی چې شاه ته ډیر نژدې و او په تهران کې فرانسوي ډاکټران د هغه په کور کې اوسېدل او د اسد الله علم پخوانی ډاکټر پروفیسور عباس صفویان و.»