
په دې وروستیو کې د لویدیځ ستراتیژیکي خوځښتونو ته د مسکو فکري سټې ډول ډول غبرګونونه ښيي. د سورکمونیزم پاخه مشران لکه ګورباچوب.... اوداسې نور انګیري چې په اقتصادي او سیاسي ډګر کې د لویدیځ وروستي ساه بندونکي اقدامات، د ختیځ او لویدیځ بلاکونو تر منځ د ساړه جنګ پيلامه ده. مګر پوتین او نږدې کړۍ یې داسې انګیري چې د روسیې په ضد وروستۍ هڅې او طرحې د نړۍ په ختیځ اړخ کې د اور لګولو په مانا ده او پایله یې ستره جګړه ده.
لویدیځ هڅه کوي د اقتصادي بیندیزونو او ستزاتیژکي خوځښتونو په مټ مسکو په نړیوال اقتصادي او سیاسي ډګر کې ګوښی کړي، مالي ادارو، روسیې سره د اقتصادي اړیکو د کمښت سربیره یو شمیر روسي پانګوال هم په نښه کړي همدې چارې کوردننه مسکو کې پوتین له یو شمیر ستونزو سره مخ کړی، په لمړي سر کې روسي چارواکو له نړیوالو رسنیو سره څرګنده کړه چې پوتین ته نږدې کړۍ د یادې ستونزې د هوارولو په برخه کې ناکام شوي. روسی اقتصاد له نیمایي تر ډیره د تیلو په صادراتو متکي دی له همدې امله په نړیوال بازار کې د تیلو د ارزښت کمښت، روسي اقتصاد ته خورا کلکه ضربه ورکړه؛ روسۍ سکه (روبیل) له نیمایي ډير ارزښت له لاسه ورکړ، د اقتصادي کارپوهانو په اند مسکو کولای شول چې د بهرنیو اسعارو(Foreign reserves) په مټ د خپلې سکې ارزښت لوړ کړي، مګر پوتین د نورو سترو مجبوریتونو له امله بهرني اسعار د سکې د ارزښت د لوړولو لپاره کار نه کړل. لویدیځ پتیلې وه چې داقتصادي او سیاسي فشار په پایله کې به پوتین اړ شي چې د اقتصادي حالت د مهارولو لپاره د وروستي اقدام په ډول بهرنیو اسعارو ته لاس کړي، مګر پوتین د سطرنج د لوبې اصول په پام کې ونیول او په خورا ځیرکتیا اوس لګیا دی لویدیځ له خوږې ګوتې رانیسي.
لویدیځ د تېلو ستره برخه له مسکو رانیسي، تیره ورځ پوتین د غچ اخیستنې په موخه دوه خورا ستراتیژیکي پریکړې وکړې: مسکو تور لګوي چې اوکراین ته څېرمه ګاونډۍ اروپا د روسیې له لورې صادریدونکی غاز غلا کوې او له دې پرته د یادې سیمې له لارې د غازو ترانزیت له ستر ګواښ سره مخ دی.له همدې امله او د اقتصادي بندیزونو په بدل کې ولسمشر پوتین د غازو ستر روسي شرکت ګاز پروم ته امر کړی چې د اوکراین له لارې د غازو په لیږد کې شپیته سلنه کمښت راولي، د پوتین دې پریکړې په څو ساعتونو کې دننه د اروپا لویه وچه د ستر بحران سره مخ کړه. د غازو په عرضه کې د کمښت له امله شپږ اروپایي هېوادونه(بلغازیا، مسیدونیا، رومانیا، کروشیا، ترکیه او یونان) سمدستي د غازو له شتون بې برخې شول. روسیې پخوا هم د پيسو د تادیې او یو شمیر نورو لاملونو له امله اروپا ته د غازو عرضه بنده کړې مګر د مصلحت او مسئلې د هواري په پایله کې یې بیرته غاز خوشې کړی. روسي چارواکي وایي چې دا ځل به په اروپا کې د خلکو اړتیا په نظر کې و نه نیسي. اروپایي اتحادیې، د روسیې یاد اقدام د نه منلو وړ بللی. د ګازپروم مشر(Alexey Miller) وایې، روسیې پتیلې چې پس له دې د غازو د لیږد چارې د ترکیې له لارې تر سره کړي. د روسیي د انرژۍ وزیر(Alexander Novak) د یاد ګام اخیستلو پخلی کړی.
روسیه وایي، دوی به پس له دې تر ترکیې د غازو لیږد کوي او د اروپا لیرې او ژورو برخو ته د غازو لیږد او ترانسپورت به باید زیربناوې د اروپایې اتحادیې له لورې جوړ شي. د غازپروم مشر وایې: مونږ د یا اقدام په اړه خپلو ملګرو ته خبر ورکړی چې د ترکیې او یونان پر پوله د روسي غاز د لیږد لپاره زیربناوې جوړې کړي. نوموړی وړاندې وایي چې مونږ هڅه کوو نورې نړۍ ته د روسي غاز له خطره پاک کړو او تر کومه ځایه چې د شپږو اروپایي هېوادونو په اړه ده، په تیر کې هم یادو هیوادونو روسیې ته ستونزې زیږولې وې، له دې امله د ډاډ وړ نه دي. پوتین پوه دی چې اروپا د ترکیې له لارې د غازو واردولو ته له وړاندې اړینې زربناوې نلري، مګر غواړي اروپا ته په سیمه کې د مسکو زور ښکاره کړي.
دویم: روسیه نږدې نوي میلیارد ډالر بهرني اسعار لري. روسي رسنیو راپور ورکړی چې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه مسکو د یادو اسعارو یوه برخه کورنۍ سکې روبیل ته اړوي. د نړۍ ډیری هیوادونه د خپلو تیلو په بدل کې امریکایي پورپاڼې اخلې، امریکا ورته تمه له روسیې څخه هم لرله مګر روسیې په خپلو بهرنیو اسعارو د امریکا د تمې په ضد د راکړې ورکړې په بازار کې روبیل تر څو روسي بانکونو ته پیسې چمتو کړي او و رسره د اقتصادي ثبات په راتګ کې مرسته وکړي.
Lutfullah44@gmail.com