د فرانسوي کاریکاتوریستانو مړینه او د اسلامي هېوادونو غبرګونونه

 
د چهار شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د مرغومې ( جدي ) اولسمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د جنوري له اومې نېټې سره برابره وه ، په اسلام او د اسلام په ستر پیغمر حضرت نبي کریم (ص) مینو د شریف ، حمید او سعید په نومونو درې  تنو ځوانانو مجاهدینو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د چارلي ابدو مجلي په دفتر  باندې برید وکړ ، چې په پایله کې یې د اتو خبریالانو په ګډون دولس تنه د جهنم تودو لمبو ته واستول .
سعید ، حمید او شریف په داسې حال کې د مجلې دفتر ته ننوتل ، چې د مجلې په مجلس خونه کې اونیزه ناسته روانه وه .
برید کوونکو اتلانو له ننوتلو سره سم یې په لوړ غږ داسې وویل  :
موږ د رسول الله (ص) غچ اخلو له دې نارې سره یې د الله اکبر غږونه پورته کړل ، چې له برید وروسته په تېښته بریالي شول .
دا پېښه نه یوازې د فرانسې هېواد بلکې یو شمېر کفري او اسلامي هېوادونو هم وغندله او دا یې د بیان په آزادۍ برید وباله .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پېښه په سختو ټکو وغندله او فرانسوي ولسمشر ته یې د ډاډ په ژبه وویل ، چې هېواد یې هر راز همکارۍ ته چمتو دی .
د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین هم یاده پېښه وغندله او وې ویل ، چې ترورېزم په هېڅ ډول نه شي توجیې کېدای او د مخنیوي له پاره یې نړیوالې مبارزې ته اړتیا ده .
د غه راز د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ ځینو نورو اسلامي هېوادونو هم یاده پېښه وغندله .
د افغانستان د ارزګان ولایت ترڅنګ د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې  ډېر شمېر خلکو لاریون وکړ او د اشرف غني غندنه یې وغندله ، او په افغانستان کې یې د فرانسې سفارت د تړل کېدو غوښتنه وکړه .
یادې مجلې تر دې وړاندې هم د اسلام د ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) کاریکاتورونه خپاره کړي وو ، خو له نوموړې پېښې وروسته ، په ورته ورځ یې یو ځل بیا خپله کرغېړنه  تکرار کړه او د اسلام د ستر لارښود حضرت نبي کریم (ص) کاریکاتورونه یې خپاره کړل  ، دې پېښې یو وار بیا د نړۍ د عامو مسلمانانو غبر ګونونه را وپارول او عاملین یې په سختو ټکو وغندل .
په فرانسه کې پر چارلي ابدو توهین کوونکې مجلې له برید وروسته په ټولنیزو انټرنېټي شبکو کې داسې انځورونه خپاره شول ، چې د لندن د ښاري بسونو پرمخ د رسوال الله (ص) نوم او ستاینې په داسې تورو لیکل شوي دي :
Prophet Mohammad : The light of lives … Teacher of the truth …               A blessing for the believers.
ژباړه : محمد (ص) د ژوند رڼا ده ، د حق ښوونکی او مؤمنانو ته رحمت دی .
که څه هم په فرانسه کې په لس هاو زره خلکو د چارلي ابدو مجلې په دفتر باندې برید وغانده ، خو ډېری اروپایان په دې باور دي ، چې د داسې پېښو د مخنیوي یوازینۍ لار د خلکو مقدساتو ته درناوی دی .
له حضرت محمد (ص) نه یوازې صحابه و ، تابعینو بې کچې مینه لرله ، بلکې حیواناتو هم له هغه (ص) سره ډېره زیاته مینه لرله ، چې په لاندې توګه تشریح کېږي :  
 
له حضرت نبي کریم ( ص) سره مینه :
امام القراء حافظ شمس الدین بن الجزری په خپل کتاب عرف التعریف کې داسې لیکلي دي :
کله چې حضرت نبي کریم (ص) پیدا شو د ابولهب وینځې ثوبیې په هغه باندې زېری وکړ ، نو ابولهب د دې زېري په بدله کې هغه آزاده کړه ، نو حضرت عباس (رض) ابولهب په خوب کې ولید او پوښتنه یې ترې وکړه : څه حال دې دی ؟
ابولهب ورته وویل : چې له مرګ وروسته په سخت عذاب اخته یم مګر د هرې دوشنبې په شپه عذاب راباندې کمېږي او د ګوتې له منځ څخه راته اوبه راکول کېږي او د عذاب دا کموالی له دې امله دی کوم چې زه د رسول الله (ص) په پیدا کېدو خوښ شوی وم او خپلې وینځې ته مې په همدغې ګوتې د آزادۍ اشاره کړې وه .  (بخاري )
کله چې عروه بن مسعود ثقفي رسول الله (ص) او د هغه صحابه و ته د خبرو کولو له پاره راغی ، هغه وایي : صحابه له رسول الله (ص) نه چاپېره ولاړ ول ، کله به چې نبي کریم (ص) ناړې تو کړې نو هغوی به په ډېرې بیړې په خپلو بدنونو باندې موښلې ( رواه احمد)
کله چې د رسول الله (ص) مبارک غاښونه د احد په غزا کې شهیدان شول ، نو اویس قرني (رح) چې یو لوی او بزرګ تابعي ده او رسول الله (ص) د نوموړي په هکله  ډېرې وړاند وینې هم کړې دي ،  چې د رسول (ص) د غاښونو د شهادت له پېښې خبر شو نو خپل غاښونه یې مات کړل .                               ( تذکرة الا ولیا )
یوه صحابي په خپل بڼ (باغ) کې کار کاوه کله چې یې د نبي کریم (ص) د وفات خبر واورېده ، نو د ځان له پاره یې داسې دعا وکړه :
ای الله (ج) ! زما سترګې ړندې کړه ، زه هغه سترګې نه غواړم ، چې خپل محبوب پرې ونه شم لیدلی  .                                     ( حکایات صحابه )
کله چې رسول الله (ص) له دې نړۍ څخه رحلت وکړ ، نو د حضرت عمر (رض) مغزونو کار پرېښود ، توره یې را وویسته او وې ویل : که چېرې هر چا دا خبره وکړه ، چې نبي کریم (ص) وفات شوی ، نو سر به  ترې غوڅ کړم .   ( حیات صحابه )
حیواناتو هم له حضرت رسول الله (ص) ډېره زیاته مینه لرله ، یوه حضرت نبي کریم (ص) د حج پرمهال اوښان حلالول ، نو اوښانو به خپلې غاړې پر ځمکه ورته کېښودې او ده مبارک به د هغوی په غاړو چاړه را تېروله .           ( نسائي )
رسول الله (ص) یو خر درلود ، چې نوم یې یعفور وو ، د نبي کریم (ص) له وفات څخه وروسته ، د ډېر خپګان له امله یاد خره ځان څاه ته وغورځاوه . ( کتاب الشفا )
حضرت بلال (رض) له حضرت رسول الله (ص) سره بې کچې مینه لرله ، کله چې       نبي کریم (ص) وفات شو ، نو نوموړي د ډېرې خواشینۍ او غم له امله یې مدینه منوره پرېښوده او شام ته د جهاد له پاره لاړه .
د مشهور صحابي عبدالله ابن عمر (رض) له حضرت نبي کریم (ص) سره دومره مینه وه ، کله به چې هغه مبارک په کومه لاره ، ته نو دی به هم په هغه لاره ته ، که چېرې کوم سیوري ته به کېناسته ، نو دی به هم هلته کېناسته او چېرته به یې ، چې نفل لمونځ ادا کړی وو ، نو هلته به ده هم نفل لمونځ ادا کاوه .              ( حیات صحابه )
امام مالک بن انس (رح ) به د رسول الله (ص) د مبارکو حدیثونو دومره درناوی کاوه ، چې کله به یې د احادیثو کتاب موطا تلاوت کېده ، نو دی به ډېر چمتو ناست ، لونګۍ به یې په سر وه ، ښورېده به نه ، په خپله ږیره کې به یې ګوتې نه وهلې .         ( موطا )
      پخوانیو لوېدیځي پوهانو هم د حضرت نبي کریم (ص) په صداقت ، رښتینولۍ  او په غوره اخلاقو اعتراف کړی ، چې د څو تنو خبرې یې  ستاسو درنو لوستونکو مخې ته ږدم :
روسي پوه تولستوي وایي : بې له شکه محمد (ص) د هغو سترو مېړنیو او مصلحینو له جملې څخه دی ، چې د حقایقو او ټولنیزو کارونو له پاره یې ستر او بې ساري خدمتونه کړي دي ، دا ویاړ د ده له پاره بس دی ، چې یو وروسته پاتې قوم یې رهبري کړ او هغوی ته یې د سولې ، پرمختګ او مدنیت لاره خلاصه کړه .
جورج برنارد وایي : زه تل د محمد (ص) او د دین له پاره لوړ مقام منم ، دا ځکه چې د دې مېړني انسان حیرانوونکي ژوند په ما ډېره اغېزه اچولې ده .
آلماني پوه ګویته ویلي دي : که د اسلام زده کړه او حقیقتونه ، هغه قوانین او دستورونه وي، چې د محمد (ص) په قرآن کې لیکل شوي دي ، نو مونږ ټول مسلمانان یو .
پروفیسور هورګ رنج وایي : د ملتونو د یو والي هغه ټولنه چې محمد (ص) را منځته کړې وه د انساني ورورولۍ او نړیوال یو والي ، داسې اصول یې وړاندې کړي ، چې د نړۍ د نورو ملتونو له پاره د رڼا د څرګ بېلګه لري . د نړۍ هېڅ قوم او ملت د ملتونو د یووالي انځور ته د حقیقت د جامو په اغوستوکې له اسلام سره سیالي نه شي کولای .
نامتو فلسفي روسو وایي : کاش هغه وخت زه موجود وای ، چې هغه (ص) د عربو په سپېرو شګلنو صحراګانو کې انقلاب را منځته کړ ، هغه قرآن کریم ویلی او ما اورېدلی ، هغه د ډېرې لوړې مرتبې څښتن وو او د هغه راوړی نظام ډېر اوچت وو .
ویلتر وایي : محمد (ص) په لنډه موده کې وحشي او وینې زبېښونکي اعراب په داسې توګه تربیه کړل ، چې وروسته د دوی مهرباني او کړه وړه حیرانونکي وو ، تاریخ هېڅکله دا ډول فاتحین نه شي هېرولای .
د برتانیې په دایرة المعارف کې راغلي دي : محمد (ص) داسې بریاوې لاسته راوړي ، چې د نړۍ بل هېڅ پیغمبر او دیني مصلح داسې بریاوې نه دي تر لاسه کړي .